
ایران: په هرمز تنګي کې دوه تېلوړونکې بېړۍ پر سمندري ماینونو لګېدلې دي
د ایران د سپاه پاسداران سمندري ځواک خبر ورکړی، چې دوه تېلوړونکې بېړۍ د هرمز تنګي له یوې «غیرمجازې لارې» د تېرېدو پر مهال پر ماینونو لګېدلې او چاودېدلې دي.

د ایران د سپاه پاسداران سمندري ځواک خبر ورکړی، چې دوه تېلوړونکې بېړۍ د هرمز تنګي له یوې «غیرمجازې لارې» د تېرېدو پر مهال پر ماینونو لګېدلې او چاودېدلې دي.

د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زېلېنسکي وايي، د روسیې د بریدونو له امله د دغه هېواد په څلورو سیمو کې د برېښنا رسولو شبکه زیانمنه شوې او خلک له برېښنایي خدمتونو بېبرخې شوي. ورته مهال روسي چارواکو ویلي، اوکرایني ډرونونو په نیژني نووګورود سیمه کې صنعتي تاسیساتو ته درانه زیانونه اړولي.
د کډوالۍ نړۍوال سازمان وايي، د یمن په لوېدیځ کې د جګړو له پراخېدو سره هممهاله تر ۳۰۰زره ډېر کسان له خپلو مېنو بېځایه شوي چې نږدې ټول یې په تېرو دوو میاشتو کې د جګړو له امله کډوالۍ ته اړ شوي دي.
د غزې روغتیايي چارواکو ویلي، چې د خانس یونس ښار په لویدیځه برخه کې، د اسراییلو د دوو جلا هوايي بریدونو له امله د درې ملکي وګړو په ګډون پنځه پولیس سرتېري وژل شوي دي.

د برېتانیا د برېکنل ښاروالۍ د خپلواکې شورا یو غړی وايي، د افغان کډوالو د بیا مېشتېدو د حکومتي پروګرام په اړه له پوښتنو او نیوکو وروسته، د حقوقي دفاع لپاره له ۱۸ زره پونډو څخه زیات لګښت ته اړ وتی دی.

د ایران د پوځ ویاند محمد اکرمنیا خبرداری ورکړی، چې که امریکا یو ځل بیا پر ایران برید وکړي، تهران به یې په چټک، پراخ او له تېر څخه په سخت ځواب سره مخ کړي.

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت وايي، د بیلاروس نوي ټاکل شوي غیر مقیم سفیر الکساندر اوګورودنیکوف خپل باورلیک د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي ته سپارلی دی.

د قطر د ګازو د لېږد شرکت «ناقِلات» خبر ورکړی، چې د دغه شرکت د مایع ګازو لېږدوونکې بېړۍ «المایده» د جمعې په ماښام د فارس خلیج په اوبو کې د تګ پر مهال د «ناپېژندل شویو توکو» له لوري په نښه شوې ده.

د ډلهییز امنیت تړون سازمان خبر ورکړی، چې د کسپین سمندرګي په سیمه کې د نشهیي توکو د قاچاق پر ضد د سیمهییزو عملیاتو پر مهال یې ۱۱،۴ ټنه نشهیې توکي کشف او نیولي دي.

د ایتوپیا لومړي وزیر ابي احمد د کابینې وزیران او لوړپوړي دولتي چارواکي پوځي روزنې ته لېږلي دي. دا په داسی حال کې ده چې ایتوپیا له کورنیو وسلهوالو شخړو او له ګاونډي اریتریا سره له زیاتېدونکو ترینګلتیاوو سره مخ ده.

د امریکا په کانګرس کې د لوېزیانا ایالت استازی ټرای اې کارټر، له امریکا څخه د لسګونو افغان کورنیو د ایستلو پر پرېکړې نیوکه کړې او ویلي یې دي چې د هغو افغان کورنیو ایستل د شرم وړ دي چې د افغانستان د جګړې پر مهال یې له امریکايي پوځ سره مرسته کړې.

والسټریټ ژورنال د باخبره سرچینو په حواله راپور ورکړی، چې ډونالډ ټرمپ د اسراییل له لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو سره ټیلیفوني خبرې کړې دي. د راپور له مخې، دا خبرې په داسې حال کې شوې دي، چې واشنګټن د ایران د حکومت پر موخو د احتمالي بریدونو د بیا پیل لپاره چمتووالی نیسي.

د امریکا د کانګرس غړې سیډني کاملاګر ډوو د دغه هېواد پر ولسمشر ډونالډ ټرمپ نیوکه کړې او ویلي یې دي، چې نوموړي څو ځله له هغو افغانانو سره د امریکا کړې ژمنه تر پښو لاندې کړې، چې په افغانستان کې د شل کلنې جګړې پر مهال یې د امریکايي ځواکونو ترڅنګ خدمت کړی دی.

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ وايي، ایران له واشنګټن سره هوکړه غواړي، خو پر ژمنتیا یې باور نه لري. نوموړي ادعا کړې چې د ایران اټومي وړتیا له منځه تللې، خو لا هم د دغه هېواد یو یا دوه اټومي تاسیسات پاتې دي چې د له منځه وړلو چارې یې په ۱۰ دقیقو کې بشپړولای شي.

رویټرز خبري اژانس وایي، په جرمني کې د ژوند د لوړو لګښتونو او د پوهنې نظام د وضعیت پر ضد د ځوانانو پراخ لاریونونه په تاوتریخوالي واوښتل او په فرانکفورټ کې یو شمېر هټۍ هم لوټ شوې دي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو د شنبې په ورځ (د لړم ۹مه) وویل، چې نړیواله ټولنه په تور سمندرګي کې د یوه محدود اوربند د رامنځته کولو لپاره مخ پر زیاتېدونکې لېوالتیا ښيي، څو د روسیې او اوکراین د غلو دانو او انرژۍ د لېږد بهیر بې خنډه دوام ومومي.

د ایران د ملي امنیت د عالي شورا منشي مُحسن رضايي له صدا و سیما ټلویزیون سره مرکه کې وویل: «که ټرمپ او امریکا دلته تنبیه نهشي، سبا به هره هېواد له ځان سره وایي که پر ایران برید وکړو، هېڅ بدله به ونهلري. موږ به داسې یو کار وکړو چې هېڅ هېواد سر ټیټ او بريد ونهکړي».

په مسکو کې د امریکا سفارت د روسیې په پلازمېنه کې د یوه« احتمالي او خونړي» برید په اړه جدي خبرداری ورکړی دی. دغه سفارت ویلي، چې پر تساریتسنو تاریخي موزیم د برید او ډلهییزو تلفاتو مستند معلومات یې ترلاسه کړي دي.

د ایران د بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي له الجریزې سره په یوه مرکه کې ومنله، چې تهران د امریکا د مرستیال ولسمشر جيډي ونس پيغام ترلاسه کړی دی. هغه وویل دغه پيغام په لوړو غونډو کې ارزول شوی، خو دا مهال له امریکايي لوري سره د لیدنې هېڅ پروګرام نشته دی.

د ایران مذهبي مشر مجتبی خامنهیي د دغه هېواد د وسله والو ځواکونو له جګپوړو قوماندانانو سره په لیدنه کې ویلي، چې د دغه هېواد پر وړاندې هر ډول ګواښ ته باید «سملاسي، اغېزناک او له جغرافیايي محدودیت پرته ځواب» ورکړل شي.

د بشر حقونو څار سازمان وايي، سېنېګال چې د ۲۰۲۶ کال د ځوانانو د المپیک سیالیو کوربه دی، په دغه هېواد کې د همجنسپالو او د (ایل جي پي ټي) ټولنې پر وړاندې د نیونو او سخت چلند له امله د سیالیو د ترسره کېدو په اړه اندیښنې زیاتوي.

د ترک هېوادونو سازمان غړو مشرانو ژمنه کړې چې د افغانستان د سولې، ثبات او دوامدار پرمختګ لپاره به خپلې ګډې هڅې او همکارۍ روانې ساتي او په دې برخه کې به د افغانستان کاري ډلې له لارې هم فعالیت کوي.