• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

نوین الحق فرهاد دریا ته: کرېکټ د «اشرافو» لوبه ده او ته یې منځ کې ښه نه‌ښکارې

۱۳ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۴ جولای ۲۰۲۶، ۱۸:۲۷ GMT+۱تازه شوی: ۱۴ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۵ جولای ۲۰۲۶، ۰۲:۱۰ GMT+۱

د افغانستان د کرېکټ ملي لوبډلې لوبغاړي نوین الحق د هېواد پر نامتو سندرغاړي فرهاد دریا سخته نیوکه کړې او هغه یې د کرېکټ د لوبغاړو پر «سپکاوي» تورن کړی دی. نوین الحق ویلي، چې فرهاد دریا د فېسبوک له لارې د کرېکټ د اتلانو سپکاوی او تحقیر کوي او له حده زیات «خوله‌ور» شوی دی.

نوین الحق د شنبې په ورځ (د چنګاښ ۱۳مه) په خپله فېسبوک‌پاڼه ویلي، دغه سندرغاړی فکر کوي، چې د ولس ډېر «نازولی» او ورته ډېر «محترم» دی، خو په هره برخه کې یې خوله بې‌واکه شوې ده. د هغه په وینا، فرهاد دریا کله کله د خپلې فیسبوک پاڼې له لارې د کرېکټ د لوبغاړو په اړه ډېر سپک او تحقیر امیز پوسټونه خپروي، چې د هېواد د ځینو اتلانو ښکاره سپکاوی په‌کې وي.

دغه افغان کرېکټر زیاته کړې، چې د افغانستان د کرېکټ لوبغاړي د دې وطن او ولس ریښتیني اتلان او ستوري دي. هغه روښانه کړې، چې د دغو لوبغاړو پسې له «ریشخند او پسخند» څخه د ډکو مطلبونه لیکل، له «لوچکۍ» پرته بل هېڅ نه دي او دا کار نه نقد دی او نه هم درک، بلکې یوازې د لیکونکي د خپل شخصیت څرګندونه کوي.

نوین الحق د خپلې لیکنې په پای کې پر فرهاد دریا غږ کړی، چې مهرباني وکړئ او یوازې له خپل مشخص کار سره کار ولرئ. هغه څرګنده کړې، چې کرېکټ د «اشرافو» لوبه ده او دغه سندرغاړی د دې لوبې په منځ کې ښه نه‌ښکاري.

فرهاد دریا تېره ورځ (جمعه د چنګاښ ۱۲مه) په خپل فېسبوک‌پاڼه ولیکل، چې د افغانستان د کرېکټ لوبډلې لوبډلمشر حشمت شهیدي دې د خلکو غوښتنې ومني او په ډېر درناوي دې خپل ځای بل لوبغاړي ته پرېږدي.

د افغانستان د کرېکټ ملي لوبډلې د پرلپسې ماتو له کبله د کرېکټ ډېری مینه‌والو له حشمت شهیدي غوښتي چې له لوبډلمشرۍ څخه استعفا وکړي او په باور یې، هغه نه‌شي کولای چې لوبډله په ښه شان سره مدیریت او رهبري کړي.

ډېر لیدل شوي

په امریکا کې یو افغان پخوانی ژباړن د ترهګرۍ د ملاتړ په تور نیول شوی
۱

په امریکا کې یو افغان پخوانی ژباړن د ترهګرۍ د ملاتړ په تور نیول شوی

۲
ځانګړی راپور

جبري الفاظ او القاب؛ طالب استخباراتو افغان رسنیو ته د رسنیزو ادبیاتو کرښې ټاکلې دي

۳
ځانګړی

د پاکستان حکومت ۶۴ پوهنتونونو او پوهنځیو ته د افغان محصلانو د اخراج امر کړی

۴

ملبورن ریویو: پاکستان د پخوانیو افغان سرتېرو او جهادي قوماندانانو د سمبالولو هڅه کوي

۵

پنځه کاله محرومیت؛ افغانې نجونې لاهم له منځنیو زده‌کړو محرومې دي