• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

سرچینې: طالبانو بدخشان کې له ځوانانو غوښتي چې د دوی له اردو سره یوځای شي

۱۳ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۴ جولای ۲۰۲۶، ۱۷:۵۵ GMT+۱

سرچینې وايي، طالبانو په یوې خبرتیا کې د بدخشان د سرحدي ولسوالیو له ځوانانو غوښتي چې له پوځ سره یې یوځای شي. په دې خبرتیا کې د شاملېدو لپاره ګڼ شرایط ټاکل شوي، چې له ۲۰ تر ۲۴ کلونو د عمر محدودیت او د موبایل پر کارولو بندیز هم پکې شامل دي.

په بدخشان کې باخبرو سرچینو افغانستان انټرنشنل ته ویلي، چې د طالبانو سیمه‌ییزو چارواکو د شنبې په ورځ، د چنګاښ په ۱۳مه، د دې ولایت په یو شمېر سرحدي ولسوالیو کې له ځوانانو سره کتلي او له هغوی یې غوښتي چې د طالبانو د پوځ په لیکو کې داخل شي.

د دغو سرچینو په وینا، د دې لیدنو لویه برخه د بدخشان په سرحدي سیمو کې له اسماعیلي‌مذهبه ځوانانو سره شوې ده.

د ترلاسه شویو معلوماتو پر بنسټ، د طالبانو د پوځ د جلب‌وجذب قومندانۍ د پامیر، واخان، اشکاشم، زیباک، کران او منجان ولسوالیو له ځوانانو غوښتي چې د دې ډلې په پوځ کې د شاملېدو لپاره نوم‌لیکنه وکړي.

هممهاله، په بدخشان کې د طالبانو د پوځ د جلب‌وجذب قومندانۍ د رسمي خبرتیا یوه نسخه هم افغانستان انټرنشنل ته رسیدلې ده.

100%

دا سند ښيي چې طالبانو د لږ تر لږه پنځو سرحدي ولسوالیو ځوانان په پوځ کې شاملیدو ته بللي او د داوطلبانو عمر یې د ۲۰ او ۲۴ کلونو ترمنځ ټاکلی دی.

په دې خبرتیا کې ټینګار شوی چې داوطلبان باید د قومي مشرانو او د جوماتونو د ملاامامانو له خوا تایید شي، د اوسېدو ځای یې په افغانستان کې دننه وي او ژمنه وکړي چې نظامي روزنیزه دوره به په بشپړ ډول پای ته رسوي. دغه راز په دې سند کې راغلي چې د نظامي زده‌کړو پر مهال د موبایل کارول منع دي.

د دغه خبرتیا له خپرېدل او د ځوانانو سره د طالب چارواکو د لیدنو پیل، په دغه ولایت کې د دې ډلې د ځواکونو ترمنځ د خپلمنځي اختلافاتو له زیاتېدو سره هم‌مهاله ترسره کېږي.

د راپورونو له مخې په بدخشان کې د طالبانو د تاجیک‌تباره قومندان جمعه فاتح د ناخوښۍ له څرګندولو وروسته، دې ډلې په دغه ولایت کې خپل نظامي تشکیلات پیاوړي کړي او امنیتي تدابیر یې زیات کړي دي.

سیمه‌ییزو سرچینو مخکې افغانستان انټرنشنل ته ویلي وو چې طالبانو د جمعه فاتح د نیولو او مهارولو لپاره له کابل څخه بدخشان ته مرستندویه ځواکونه استولي دي.

د یوه عیني شاهد په وینا، یوازې د شنبې په ورځ د طالب ځواکونو له ۳۵ څخه ډېر رینجر موټر دغه ولایت ته داخل شوي دي.

ترویج لرونکی

بدخشان کې د جګړې احتمال؛ جمعه خان فاتح له هبت الله سره د لیدنې وړاندیز رد کړ
۱

بدخشان کې د جګړې احتمال؛ جمعه خان فاتح له هبت الله سره د لیدنې وړاندیز رد کړ

۲

نوین الحق فرهاد دریا ته: کرېکټ د «اشرافو» لوبه ده او ته یې منځ کې ښه نه‌ښکارې

۳

نوی ډیلی: د کابل د ځمکنۍ بشپړتیا او ملي حاکمیت ملاتړ کوو

۴
شننه

د کانونو پر سر جنجال؛ ایا طالبان په بدخشان کې خپلمنځي جګړې ته نږدې شوي؟

۵
شننه

ایران د افغانستان مخالفې سیاسي ډلې څنګه مدیریتوي؟

•
•
•

نور کیسې

طالبانو په هلمند کې د ۳۶ ټنه قاچاقي توکو د نیولو خبر ورکړی

۱۳ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۴ جولای ۲۰۲۶، ۱۷:۲۵ GMT+۱
طالبانو په هلمند کې د ۳۶ ټنه قاچاقي توکو د نیولو خبر ورکړی
100%

په هلمند کې د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور ریاست وايي، په تېره یوه اوونۍ کې یې د دغه ولایت په مرکز لښکرګاه، ګرمسېر او بهرامچې ولسوالیو کې شاوخوا ۳۶ ټنه قاچاقي خوراکي او غیرخوراکي توکي نیولي دي.

د طالبانو په خبرپاڼه کې راغلي چې دغه قاچاقي خوراکي او غیرخوراکي توکي په ۱۳ باروړونکو موټرو کې بار وو او په تړاو یې ۱۶ کسان هم نیول شوي دي.

طالبانو ویلي، چې نیول شوي کسان به تر پلټنو وروسته قضايي ادارو ته معرفي کړي.

په هلمند کې سیمه‌ییزو طالبانو پرداسې مهال د قاچاقي توکو د نیولو خبر ورکړی، چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د سوداګریزو لارو تړل کېدو سره د ډیورنډ کرښې په اوږدو کې د بېلابېلو توکو قاچاق زیات شوی دی.

عبدالسلام حنفي د څرخي پله له بندیانو سره پر ښه چلند ټینګار وکړ

۱۳ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۴ جولای ۲۰۲۶، ۱۷:۱۱ GMT+۱
عبدالسلام حنفي د څرخي پله له بندیانو سره پر ښه چلند ټینګار وکړ
100%

د طالبانو د ریاست الوزرا اداري مرستیال عبدالسلام حنفي په مشرۍ یوه پلاوي د شنبې په ورځ د کابل د څرخي پله له زندان څخه لیدنه کړې او له بندیانو سره یې پر ښه چلند ټینګار کړی دی.

د طالبانو د ویاند مرستیال حمدالله فطرت نن شنبه، د جنګاښ پر ۱۳مه په خپل اېکس کې لیکلي، عبدالسلام حنفي په دغه لیدنه کې څرخي پله د زندان د بېلابېلو بلاکونو وضعیت، روغتیایي خدمتونه، د درملو شتون، د خوړو کیفیت او وېش، د اوسېدو ځایونه او د بندیانو د شرعي حقونو د رعایتولو څرنګوالي ارزونه کړې ده.

د طالبانو ریاست الوزرا اداري مرستیال عبدالسلام حنفي د زندان له مسوولینو غوښتي چې د بندیانو د شرعي حقونو په رعایتولو، له هغوی سره په ښه چلند او د هغوی د اساسي اړتیاوو په پوره کولو کې جدي هڅې وکړي. نوموړي ټینګار کړی چې په زندان کې شته نیمګړتیاوې باید له منځه یوړل شي او خدمات لا ښه شي.

دغه لوړپوړي طالب چارواکي پرداسې مهال د څرخي پله له زندان څخه لیدنه کړې، چې د بشري حقونو نړۍوالو سازمانو، د ملګرو ملتونو اړوند ادارو او د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د بشري حقونو ځانګړي راپور ورکوونکي طالبان له بندیانو سره پر ناوړه چلند، شکنجې، وهلو او ډبولو تورون کړي دي.

ایران په یوه ورځ درې افغانان اعدام کړل

۱۳ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۴ جولای ۲۰۲۶، ۱۴:۰۵ GMT+۱
ایران په یوه ورځ درې افغانان اعدام کړل
100%

د ایران د بشري حقونو سازمان راپور ورکړی، چې د ایران په یزد او شیراز زندانونو کې لږ تر لږه درې افغان بندیان اعدام کړي دي. یاد سازمان اعدام شویو افغانانو نومونه نورجلال مجاهد، میرویس خلیل‌زادي او ابراهیم احمدشاهي ښودلي دي.

د ایران د بشري حقونو سازمان د چنګاښ په ۱۳مه لیکلي، میرویس خلیل‌زادي او ابراهیم احمدشاهی د شیراز په زندان او نورجلال مجاهد د یزد په مرکزي زندان کې اعدام شوي دي. د دغه سازمان په وینا، ۲۷ کلن نورجلال مجاهد د بادغیس د قلعه‌نو، ۵۵ کلن میرویس خلیل‌زادي د جلال‌اباد او شاوخوا ۴۰ کلن ابراهیم احمدشاهي د خوست ولایت اوسېدونکي وو.

د ترلاسه شویو معلوماتو له مخې، نورجلال مجاهد او میرویس خلیل‌زادي دوه کاله وړاندې په جلا جلا قضیو کې د نشه‌يي توکو د قاچاق په تور نیول شوي او په اعدام محکوم شوي وو. ابراهیم احمدشاهي هم یو کال مخکې په ورته تور نیول شوی او د ایران د انقلابي محکمې له لوري د اعدام حکم پرې شوی و.

د راپورونو له‌مخې، له دغو افغانانو سره هم‌مهاله د یزد په مرکزي زندان کې څلور ایراني بندیان هم د قصدي قتل او نشه‌يي توکو د جرمونو په تور اعدام شوي دي. د بشري حقونو سازمان ویلي، په اعدام شویو ایرانیانو کې دوه تنه د ایران بلوڅ وګړي وو. د ایران رسمي سرچینو او چارواکو تر اوسه د دغو اعدامونو خبر په رسمي ډول نه دی تایید کړی.

تر دې وړاندې د غبرګولي په ۶مه هم ایران یو بل ۷۰ کلن افغان زندانی د همایون نورزي په نوم د زابل په ولایت کې اعدام کړی و. نوموړی د کندوز اوسېدونکی و او اووه میاشتې مخکې په میلک بندر کې د نشه‌يي توکو د لېږد په تور نیول شوی و.

ننګرهار کې یو طالب قوماندان د خپل ورور له‌ لوري په ډزو وژل شوی

۱۳ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۴ جولای ۲۰۲۶، ۱۰:۴۴ GMT+۱
ننګرهار کې یو طالب قوماندان د خپل ورور له‌ لوري په ډزو وژل شوی
100%

د ننګرهار ولایت په چپرهار ولسوالۍ کې یو کس خپل ورور چې د دغې ولسوالۍ د قراول قوماندان و، په ډزو وژلی دی. د طالبانو د ننګرهار امنیه قوماندانۍ په وینا، چې تورن کس د دوی د ځواکونو لخوا نیول شوی دی

د طالبانو د ننګرهار امنیه قوماندانۍ نن شنبه، د جنګاښ پر ۱۳مه د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره لیکلي، چې دغه پېښه ددې ولایت چپرهار ولسوالۍ په هاشه‌خېلو سیمه کې رامنځته شوې ده.

په خبرپاڼه کې راغلي چې وژل شوی کس د چپرهار ولسوالۍ د قراول قوماندان و، چې په رخصتۍ خپل کور ته تللی و او هلته د خپل ورور له لوري په ډزو وژل شوی دی.

طالبانو ویلي، نیول شوی کس له عصبي ناروغۍ سره مخ و.

د طالبانو امنیتي چارواکو ویلي دي چې د پېښې د اصلي انګېزې او نورو اړوندو جزییاتو په اړه څېړنې او پلټنې په جدي توګه روانې دي.

د ننګرهار د امنیه قوماندانۍ زیاته کړې، چې تورن کس به له لومړنیو قانوني اجراتو او بشپړو څېړنو وروسته د پرېکړې لپاره عدلي او قضایي ارګانونو ته وسپارل شي.

طالبانو او روسیې په کابل کې د دوه اړخیزو اړیکو او سیمه‌ییز امنیت په اړه خبرې کړي

۱۳ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۴ جولای ۲۰۲۶، ۰۹:۲۲ GMT+۱
طالبانو او روسیې په کابل کې د دوه اړخیزو اړیکو او سیمه‌ییز امنیت په اړه خبرې کړي
100%

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت وایي، د افغانستان او روسیې ترمنځ د سیاسي مشورو دویم پړاو په کابل کې ترسره شوی، چې پکې دواړو لوریو د اقتصادي همکاریو د پراختیا، د سوداګرۍ د زیاتوالي، پانګونې او د ټرانسپورټي او ټرانزیټي دهلېزونو د پراختیا په اړه د همکاریو پر پیاوړتیا ټینګار کړی دی.

د دغه وزارت د اطلاعاتو او عامه اړیکو رییس، حافظ ضیااحمد تکل، ویلي چې د طالبانو د پلاوي مشري د وزارت درېیم سیاسي رییس ډاکټر عبدالحي قانت، او د روسیې د پلاوي مشري د روسیې د بهرنیو چارو وزارت د اسیا د دویمې ادارې رییس، الکسي پاولوفسکي کوله.

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت په وینا، په دې ناسته کې د کابل او مسکو ترمنځ د دوه اړخیزو اړیکو د پراختیا، د سیمې او نړۍ د وروستیو سیاسي تحولاتو، سیمه‌ییز امنیت، ثبات او ګډو ګټو په اړه خبرې شوې دي.

د وزارت په خبره، دواړو لوریو د اقتصادي همکاریو د پراختیا، د سوداګرۍ د کچې لوړولو، د پانګونې فرصتونو او د ټرانسپورټي او ټرانزیټي دهلېزونو په برخه کې د عملي همکاریو پر پراخولو ټینګار کړی دی.

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت زیاته کړې چې دواړو خواوو د سیمه‌ییزو او نړیوالو سازمانونو په چوکاټ کې د همکاریو، سیمه‌ییز اتصال او د منظم سیاسي تفاهم د دوام لپاره هم هوکړه کړې ده.