• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د څو هېوادونو استازو او طالبانو د نشه‌يي توکو او ترهګرۍ پر موضوعاتو خبرې وکړې

۱۶ لیندۍ ۱۴۰۴ - ۷ دسمبر ۲۰۲۵، ۲۳:۴۳ GMT+۰

د ملګرو ملتونو د نشه‌يي توکو او جرمونو دفتر استازو د دوحې خبرو په چوکاټ کې له طالب چارواکو او د غړو هېوادونو له استازو سره تخنیکي غونډه کړې. دا غونډه د باور جوړونې او د نشه‌يي توکو، پیسو مینځلو، ترهګرۍ او نورو نړۍوالو جرمونو پر ضد د مبارزې د راتلونکو ګامونو په همغږۍ متمرکزه وه.

د ملګرو ملتونو د نشه‌يي توکو او جرمونو دفتر (UNODC) د یکشنبې په ورځ (د لیندۍ په ۱۶مه) په خپلې ایکس پاڼې لیکلي، چې دا غونډه د ملګرو ملتونو په مشرۍ د دوحې د خبرو لړۍ یوه برخه وه. دغه دفتر زیاتوي، دا غونډه چې په تخنیکي کچه ترسره شوې، د طالبانو، غړو هېوادونو، د اسلامي همکاریو سازمان او یوناما استازو پکې ګډون درلود.

دغه دفتر لیکلي، چې دا تعامل د سیمه‌ییزې همکارۍ د پیاوړتیا او د پولې هاخوا ګواښونو ته د همغږۍ د ځواب د ملاتړ لپاره ترسره شوی، ترڅو په هغو مسایلو خبرې وشي چې له امله یې افغانستان او د هغه ګاونډیان اغېزمن کېږي.

ملګرو ملتونو په دې یادښت کې د غونډې ځای نه دی مشخص کړی، خو په هغو انځورونو کې چې د غونډې په تړاو خپاره شوي، په بینرونو کې نېټې د ډسمبر لومړۍ او دویمه (د لیندۍ ۱۰مه او ۱۱مه) ښودل شوې دي.

طالبانو تر اوسه په رسمي ډول د دغې غونډې د ترسره کېدو په اړه څه نه دي ویلي.

د ملګرو ملتونو د نشه‌يي توکو او جرمونو دفتر ټینګار وکړ، چې د تخنیکي بحثونو دوام د طالبانو له چارواکو سره د اړیکو ساتلو او د تنظیم شویو جرمونو شبکو پر وړاندې د سیمه‌ییزې همغږۍ د پراختیا لپاره اړین دی.

ترویج لرونکی

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته
۱

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته

۲

د پاکستان د پوځ ویاند: افغان طالبان زموږ پر وړاندې «زموږ د بچو غوندې» ښکاري

۳

محمود خان اڅکزی: د افغانستان او پاکستان مسایل په ګواښونو نه‌حل کېږي

۴

روسیې له هېوادونو غوښتي چې له کیف نه خپل ډیپلوماتان ژر تر ژره وباسي

۵
ځانګړی راپور

له رخشانې تر فرزانې؛ غور کې د یوې ځوانې ښځې د وژنې زړه‌بوږنوونکې کیسه

•
•
•

نور کیسې

طالبان: د معاصر طبابت پرمختګ د دوامداره زده‌کړې غوښتنه کوي

۱۶ لیندۍ ۱۴۰۴ - ۷ دسمبر ۲۰۲۵، ۲۱:۴۶ GMT+۰

د طالبانو د لوړو زده‌ کړو وزارت علمي مرستیال ضیاالرحمان مدني د البیروني پوهنتون د طب پوهنځي زده‌کړیالانو په فراغتغونډه کې یادو فارغانو ته په خطاب کې وویل، یوازې په لېسانس زده‌کړو بسنه ونه‌کړي او له لا زیاتو هڅو، ژمنتیا او تسلسل سره دې نورې زده‌کړې هم تعقیب کړي.

دغه وزارت د یکشنبې په ورځ (د لیندۍ ۱۶مه) په یوې خبرپاڼه کې ویلي، ضیاالرحمان مدني په دې غونډه کې څرګنده کړه: «د معاصر طبابت پرمختګ، د دوامداره زده‌کړې غوښتنه کوي او راتلونکی نسل باید د تخصص او لوړو مهارتونو ډګر په علم، اخلاقو او تقوا روښانه کړي.»

نوموړي همداراز وویل، د انسان د روغتیا په برخه کې لومړني ستر پرمختګونه اسلامي پوهانو او د امت سترو علماوو کړي او په وینا یې علمي میراث اوسمهال هم د طب د معاصر پرمختګ اساس جوړوي.

د یادونې وړ ده، چې د البیروني پوهنتون له طب پوهنځي څخه په ۱۸مه دوره کې له نجونو زده‌کړیالانو پرته ۹۴تنه فارغ شول.

د خوړو نړۍوال پروګرام وايي، په افغانستان کې یې مرستې ۸۰ سلنه راکمې شوې دي

۱۶ لیندۍ ۱۴۰۴ - ۷ دسمبر ۲۰۲۵، ۲۱:۲۹ GMT+۰

د ملګرو ملتونو د خوړو د نړۍوال پروګرام مرستیال اجراییوي مشر کارل سکاو ویلي، چې په افغانستان کې بې‌وزلي او خوارځواکي مخ په زیاتېدو دي او دا وضعیت به په ژمي کې نور هم خراب شي.

هغه وویل، چې د مالي سرچینو د کمښت له امله په افغانستان کې د دوی مرستې د ۱۰ میلیونو خلکو څخه ۲ میلیونو ته راټیټې شوې دي.
د ملګرو ملتونو دغه استازي له الجزیرې سره په یوه مرکه کې د نړۍ په کچه د بشري وضعیت په اړه خبرې وکړې او ویې ویل، چې نړۍ د بشري اړتیاوو د بې‌ساري زیاتوالي او د مالي سرچینو د چټک کمښت له «بشپړ توپان» سره مخ ده.

ښاغلي سکاو وویل: «په ځینو سیمو کې موږ خپل عملیات ۸۰ سلنه کموو. په افغانستان کې په هغو سیمو کې چې مونږ پوهېږو د ژمي په را رسېدو سره به ماشومان ژوند وبایلي، نه یو توانېدلي چې مخکې له مخکې خوراکي توکي چمتو او ذخیره کړو.»
په افغانستان کې د خوړو نړۍوال پروګرام خبرداری ورکړی، چې د ښځو او ماشومانو په منځ کې خوارځواکي به د پام وړ لوړه شي او هغې کچې ته به ورسېږي، چې په وروستیو کلونو کې بې ساري ده.
افغانستان د نړۍ د خوړو له سختو ناورینونو سره مخ دی، چې ۳.۵ میلیونه ماشومان له شدیدې خوارځواکۍ سره مخامخ دي. د طالبانو د واکمنۍ پر مهال اټکل کېږي، چې ۵ میلیونه میندې او ماشومان په خوارځواکۍ اخته دي.

د اوچا وروستی راپور هم ښیي، چې ۴۸ سلنه افغانان د فقر تر کرښې لاندې ژوند کوي او له ۲۲ میلیون څخه ډېر خلک بشري مرستو ته اړتیا لري.
د ملګرو ملتونو د خوړو نړۍوال پروګرام مرستیال اجراییوي مشر کارل سکاو دا هم ویلي، چې په نړۍ کې ۳۲۰ میلیونه خلک د خوراکي توکو له سخت کمښت سره مخ دي او د دغه سازمان بودیجه شاوخوا ۴۰ سلنه کمه شوې ده.
د هغه په وینا، د خوړو نړۍوال پروګرام سږکال د مالي سرچینو د دې سخت کمښت له امله اړ شوی چې خپل شاوخوا ۵ زره کارکوونکي له دندو ګوښه کړي.

ایران وایي د افغانستان او پاکستان ترمنځ د ترینګلتیا پر کمولو کار کوي

۱۶ لیندۍ ۱۴۰۴ - ۷ دسمبر ۲۰۲۵، ۱۶:۵۶ GMT+۰

د ایران د بهرنيو چارو وزارت تهران د افغانستان او پاکستان تر منځ د شخړو د دوام په اړه سخت اندېښمن دی ځکه دا د ایران ملي امنیت هم زیانمنوي.

د یاد وزارت ویاند اسماعیل بقايي په تهران کې د خپل اونیز کنفرانس په ترڅ کې وویل، چې ایران له افغانستان او پاکستان سره کلتوري، تاريخي او مذهبي نږدېوالی لري او دغه راز له دواړو هېوادونو سره ګډه پوله لري.

نوموړي وویل، « دواړه زموږ ګاونډي هېوادونه دي او په شاوخوا پولو کې هر ډول ناامني بې له شکه زموږ د ملي امنيت لپاره هم زیانناکه ده».

اسماعيل بقایي زياته کړه چې په همدې لامل تهران له لومړیو ورځو راهيسې د دواړو هېوادونو ترمنځ منځګړتوب ته تیاری ښودلی دی او په ډاګه کړې یې ده، چې د تاوتریخوالي د کمولو او د خبرو له لارې د اختلافاتو د حل لپاره هر ډول مرسته کولای شي.

نوموړی وویل، چې دا يو دوامدار بهير دی او ایران له دواړو لوریو سره په اړیکه کې دی.

هغه پاکستان ته د ایران د امنیت شورا د مشر لاريجاني سفر ته اشاره وکړه، چې دا موضوع هم پکې مطرح شوې ده.

بقايي زیاته کړه، « په هغو خبرو کې چې موږ له افغان چارواکو سره لرلې، که ټيلفوني وې او که مخامخ، دا مساله مو ياده کړې ده».

د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند وايي، چې تهران له خپلو سيمه‌ييزو شریکانو سره هم په تعامل کې دی چې څنګه د سيمې له موجودو ظرفيتونو څخه په ګټې اخیستنې او د ډېرو هېوادونو د ګډې اندېښنې په پام کې نیولو سره ددغه تاوتریخوالي د کمولو لپاره مناسب حل ومومي.

د طالبانو امربالمعروف هرات کې څلور تنه د «فلمي اکټونو» په تور نیولي

۱۶ لیندۍ ۱۴۰۴ - ۷ دسمبر ۲۰۲۵، ۱۵:۰۵ GMT+۰

د طالبانو امر بالمعروف وزارت ویلي، چې پر ټولنیزو رسنیو د بهرني سریال د کرکټر د جامو اغوستلو د سټایل خپرولو په جرم یې په هرات کې څلور ځوانان نیولي دي. یاد وزارت ویلي، چې دغو ځوانانو د یوه بهرني سریال د کرکټر «توماس شلبي» د جامو اغوستلو سټایل تعقیباوه.

د یاد وزارت ویاند سیف خیر د یوې ویډیو په خپرولو سره په هرات کې د طالبانو د امربالمعروف وزارت چارواکو له قوله ویلي، چې یاد ځوانان د هرات ولایت د انجیل ولسوالۍ اوسېدونکي دي او پر ټولنیزو رسنیو یې د یو بهرني سریال د کرکټر «توماس شلبي» د جامو اغوستلو سټایل تعقیباوه.

طالبانو ویلي، چې یاد ځوانان د «توماس شلبي» ډلې په نوم مشهور دي او په ټیکټاک او نورو ټولنیزو رسنیو کې یې د بهرني سریال کرکټر ته د ورته جامو په اغوستلو ویډیوګانې خپرولي.

یاد وزارت ویلي، چې دغو کسانو ته یې لازمې سپارښتنې کړې او هغوی پر خپلو کړنو «پښیماني» ښودلې ده.

طالبانو ویلي، چې یاد سټایل د افغاني او اسلامي ارزښتونو سره په ټکر کې دي او د غیر مسلمان کړنې باید تقلید نه شي.

د طالبانو امر بالمعروف وزارت تردې وړاندې هم د ټولنیزو رسنیو او ټیکټاک فعالان نیولي او له هغوی څخه یې جبري اظهارات اخیستي دي.

قزاقستان د حیرتان له لارې د اوسپنې پټلۍ له خپلې مرکزي پټلۍ سره ونښلوي

۱۶ لیندۍ ۱۴۰۴ - ۷ دسمبر ۲۰۲۵، ۱۴:۵۱ GMT+۰

د طالبانو بلخ والي یوسف وفا د قزاقستان د ولسمشر ځانګړي استازي پرکین توکوموف په مشرۍ پلاوي سره د اقتصادي همکاریو او سیمه‌ییزو ترانسپورتي دهلیزونو په تړاو خبرې کړې دي. طالبانو د نوموړي له قوله ویلي، «استانه د حیرتان بندر له لارې د اوسپنې پټلۍ د قزاقستان له مرکزي شبکې سره نښلوي».

د طالبانو د بلخ والي رسنیز دفتر نن یکشنبه، د لیندۍ ۱۶مه د یوسف وفا له قوله وویل، چې له قزاقستان سره به د اقتصادي همکاریو پیاوړتیا د دواړو هېوادونو په ګډه ګټه تمامه شي.

د طالبانو په خبرپاڼه کې د افغانستان لپاره د قزاقستان د ولسمشر د ځانګړي استازي پرکین توکوموف له قوله ویل شوي، چې نوموړي په دې کتنه کې ویلي، «بلخ ولايت د قزاقستان لپاره په سوداګرۍ، پانګونې او بشري همکاریو کې یو مهم ستراتیژیک ځای لري او هڅه کوو خپلې بشري او اقتصادي مرستې لا پراخې کړو».

توکوموف ویلي، چې قزاقستان غواړي د حیرتان بندر له لارې د اوسپنې پټلۍ لاره د قزاقستان د اوسپنې پټلۍ له شبکې سره ونښلوي چې د سیمې د ترانسپورټ او سوداګرۍ دهلیزونه نور هم اسانه او چټک شي.

همدارنګه هغه د مجهزو روغتونونو او ښوونځیو د جوړولو ژمنه کړې او زیاته کړې یې ده چې هېواد یې په افغانستان کې د بشري او ټولنیزو پروژو د پراختیا لپاره هڅې کوي.

دا کتنه داسې مهال کېږي، چې د روان کال د لړم ۷مه د قزاقستان د لومړي وزیر مرستیال او د ملي اقتصاد وزیر سیرک ژومنګرین په افغان ـ قزاق فورم کې د دوو اړخیزو همکاریو پر پراختیا ټینګار کړی و او ویلي و، چې د تېر کال په پر تله سږکال له قزاقستان نه افغانستان ته صادرات څو برابره ډېر شوي دي.

نوموړي ویلي، چې په ۲۰۲۴ کال کې د قزاقستان او افغانستان ترمنځ د ۵۴۵،۲ مېلیونه ډالرو په ارزښت سواګري شوې او د ۲۰۲۵ کال د جنوري او او اګسټ ترمنځ د سوداګرۍ حجم ۳۳۵،۹ میلیونه ډالرو ته رسېدلی دی.