• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

قزاقستان د حیرتان له لارې د اوسپنې پټلۍ له خپلې مرکزي پټلۍ سره ونښلوي

۱۶ لیندۍ ۱۴۰۴ - ۷ دسمبر ۲۰۲۵، ۱۴:۵۱ GMT+۰تازه شوی: ۱۶ لیندۍ ۱۴۰۴ - ۷ دسمبر ۲۰۲۵، ۱۶:۳۷ GMT+۰

د طالبانو بلخ والي یوسف وفا د قزاقستان د ولسمشر ځانګړي استازي پرکین توکوموف په مشرۍ پلاوي سره د اقتصادي همکاریو او سیمه‌ییزو ترانسپورتي دهلیزونو په تړاو خبرې کړې دي. طالبانو د نوموړي له قوله ویلي، «استانه د حیرتان بندر له لارې د اوسپنې پټلۍ د قزاقستان له مرکزي شبکې سره نښلوي».

د طالبانو د بلخ والي رسنیز دفتر نن یکشنبه، د لیندۍ ۱۶مه د یوسف وفا له قوله وویل، چې له قزاقستان سره به د اقتصادي همکاریو پیاوړتیا د دواړو هېوادونو په ګډه ګټه تمامه شي.

د طالبانو په خبرپاڼه کې د افغانستان لپاره د قزاقستان د ولسمشر د ځانګړي استازي پرکین توکوموف له قوله ویل شوي، چې نوموړي په دې کتنه کې ویلي، «بلخ ولايت د قزاقستان لپاره په سوداګرۍ، پانګونې او بشري همکاریو کې یو مهم ستراتیژیک ځای لري او هڅه کوو خپلې بشري او اقتصادي مرستې لا پراخې کړو».

توکوموف ویلي، چې قزاقستان غواړي د حیرتان بندر له لارې د اوسپنې پټلۍ لاره د قزاقستان د اوسپنې پټلۍ له شبکې سره ونښلوي چې د سیمې د ترانسپورټ او سوداګرۍ دهلیزونه نور هم اسانه او چټک شي.

همدارنګه هغه د مجهزو روغتونونو او ښوونځیو د جوړولو ژمنه کړې او زیاته کړې یې ده چې هېواد یې په افغانستان کې د بشري او ټولنیزو پروژو د پراختیا لپاره هڅې کوي.

دا کتنه داسې مهال کېږي، چې د روان کال د لړم ۷مه د قزاقستان د لومړي وزیر مرستیال او د ملي اقتصاد وزیر سیرک ژومنګرین په افغان ـ قزاق فورم کې د دوو اړخیزو همکاریو پر پراختیا ټینګار کړی و او ویلي و، چې د تېر کال په پر تله سږکال له قزاقستان نه افغانستان ته صادرات څو برابره ډېر شوي دي.

نوموړي ویلي، چې په ۲۰۲۴ کال کې د قزاقستان او افغانستان ترمنځ د ۵۴۵،۲ مېلیونه ډالرو په ارزښت سواګري شوې او د ۲۰۲۵ کال د جنوري او او اګسټ ترمنځ د سوداګرۍ حجم ۳۳۵،۹ میلیونه ډالرو ته رسېدلی دی.

ترویج لرونکی

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته
۱

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته

۲

د پاکستان د پوځ ویاند: افغان طالبان زموږ پر وړاندې «زموږ د بچو غوندې» ښکاري

۳

محمود خان اڅکزی: د افغانستان او پاکستان مسایل په ګواښونو نه‌حل کېږي

۴

روسیې له هېوادونو غوښتي چې له کیف نه خپل ډیپلوماتان ژر تر ژره وباسي

۵
ځانګړی راپور

له رخشانې تر فرزانې؛ غور کې د یوې ځوانې ښځې د وژنې زړه‌بوږنوونکې کیسه

•
•
•

نور کیسې

ایران وايي چې له طالبانو سره یې په مختلفو برخو کې اړیکې پیاوړې شوې دي

۱۶ لیندۍ ۱۴۰۴ - ۷ دسمبر ۲۰۲۵، ۱۴:۱۲ GMT+۰

د ایران د ولسمشر لومړي مرستیال ویلي، چې له طالبانو سره د اړیکو پراختیا لپاره فرصوتونه چمتو شوي او د کورنیو او بهرنیو چارو وزارتونو ته یې لارښوونه کړې، چې ژر تر ژره دې د افغان کډوالو او پانګوالو لپاره د همکارۍ پیاوړتیا تګلاره جوړه کړي.

د ایران د ولسمشر لومړي مرستیال محمد رضا عارف د افغانستان د چارو د همغږۍ په ناسته کې ویلي، چې له افغانستان سره یو لړ خنډونه لرې شوې او طالبانو له ایران سره د اړیکو پیاوړتیا په برخه کې چمتوالی ښودلی دی.

نوموړي ویلي، چې د افغانستان اوسني حاکمان له ایران سره د اړیکو پراختیا ته ژمن دي او په تېر یوه کال کې له افغانستان سره د راکړې ورکړې د حجم زیاتوالی او د پیغامونو تبادله له یاد هېواد سره د اړیکو د ژورتیا ښه بیلګه ده.

محمد رضا عارف ویلي:«د دوه اړخیزو اړیکو پراختیا او ژوروالی کولی شي د دواړو هېوادونو ترمنځ د خنډونو په لرې کولو او د تفاهم په رامنځته کولو کې مرسته وکړي.»

د ایران د ولسمشر مرستیال ویلي، چې د خصوصي سکتور پیاوړتیا دې د ګډې سوداګرۍ او همکاریو په پالیسۍ کې ځای شي او د ایران د صادراتو کیفیت دې په دوامداره توګه لوړ او ثابت وساتل شي.

عارف زیاته کړې:«له افغانستان سره د اړیکو پراختیا د ګاونډیتوب د پالیسۍ برخه ده او په دې برخه کې د ادارو او لوړ پوړو چارواکو ترمنځ همغږي بنسټیر ارزښت لري او د بهرنیو چارو وزارت باید وړاندې شي او د ګډو همکاریو کمیسیون هم باید فعاله او جدي ونډه واخلي.»

د ایران د ولسمشر مرستیال له افغانستان سره د کلتوري، علمي، ټکنالوژۍ او تعلیمي اړیکو پر پیاوړتیا هم ټینګار کړی او وايي، دغه ډول اړیکې باید نورې هم پیاوړې شي.

په ورته وخت کې نوموړي د ایران د کورنیو چارو وزارت ته لارښورونه کړې، چې د افغان کډوالو په ځانکړې ډډول پانګوالو لپاره دې هر اړخیزه پالیسې جوړه شي.

د ایران دغه لوړپوړي چارواکي له افغانستان سره د همکاریو د پراختیا تګلارې پلان او د ګډو همکاریو کمیسیون جوړولو امر کړی او وايي، په دې اړه ټاکلي وړاندیزونه او هر اړخیز پلان دې د راتلونکې یوې میاشتې په موده کې چمتو شي.

ایران په دې وروستیو کې د افغانستان تر ټولو ستر وارداتي مارکیټ دی او له پاکستان سره د طالبانو د اړیکو له ترینګلتیا وروسته د تهران او کابل اړیکې نورې هم پیاوړې شوې دي.

د چین سفیر له طالبانو سره د چینايي پانګوالو ستونزې شریکې کړې

۱۶ لیندۍ ۱۴۰۴ - ۷ دسمبر ۲۰۲۵، ۱۴:۰۱ GMT+۰

د طالبانو د صنعت او سوداګرۍ وزارت وايي، د یا وزارت وزیر نورالدین عزیزي د چین له سفیر او سوداګریز استازي سره کتلي دي. د یاد وزارت په وینا، سفیر د چینایي پانګوالو ستونزې شریکې کړې او د اقتصادي اړیکو د پیاوړتیا غوښتنه یې کړې ده.

د طالبانو د صنعت او سوداګرۍ وزارت نن یکشنبه، د لیندۍ ۱۶مه وویل چې د یاد وزارت وزیر نورالدین عزیزي په کابل کې د چین له سفیر جاو شینګ او سوداګریز استازي سره وکتل.

د یاد وزارت په وینا، په کتنه کې نورالدین عزیزي په سوداګریزه برخه ک د لا زیاتو اسانتیاوو د رامنځته کولو پر اړتیا ټینګار کړی او ویې ویل چې افغانستان له چینایي پانګوالو سره د همکارۍ پراخولو ته بشپړ چمتو دی.

طالبانو دا نه دي ویلي، چې په افغانستان کې د چینايي پانګوالو پر وړاندې ستونزې او ننګونې څه دي.

چین تر اوسه پورې د طالبانو اداره په رسمیت نه پېژنی خو دواړو لوريو یودبل رسمي سفیران منلي دي.

په هرات کې د پلاستیک او بوجیو صنعت برخه کې د ۶۵ میلیون ډالرو پانګونه شوې ده

۱۶ لیندۍ ۱۴۰۴ - ۷ دسمبر ۲۰۲۵، ۱۲:۵۵ GMT+۰

په هرات کې د پلاستیک صنعت ټولنې مسوولان وايي چې دا مهال په دغه ولایت کې ۸ تولیدي شرکتونه فعال دي او هره ورځ شاوخوا ۱۰۰ ټنه بوجۍ او پلاستیک تولیدېږي. دوی زیاتوي، په هرات کې دغه فابریکې نه یوازې د سیمه‌ییز بازار اړتیاوې پوره کوي بلکې خپل تولیدات نورو ولایتونو ته هم لېږي.

د طالبانو د هرات والي ویاند محمد یوسف سعدي په اېکس کې لیکلی، چې د هرات د پلاستیک تولیدوونکو د اتحادیې د معلوماتو له مخې، د ۸ فعالو شرکتونو ترڅنګ ټولټال ۶۵ میلیونه ډالره پانګونه شوې ده.

دوی زیاتوي، چې یو شمېر نور شرکتونه هم د جوړېدو په حال کې دي چې د دغو نویو فابریکو له فعالېدو سره به په دې برخه کې ټولیزه پانګونه نږدې ۱۰۰ میلیونو ډالرو ته ورسېږي.

د طالبانو دغه محلي چارواکی وایي، چې د هرات سیمه‌ییزې ادارې د کورنیو صنعتونو ملاتړ ډېر کړی او پانګوالو ته د اسانتیاوو رامنځته کول د دې ودې یو مهم عامل دی.

د قطر د بهرنیو چارو وزیر: دوحې د افغانستان د جګړې په پای ته رسولو کې بنسټیز رول درلود

۱۶ لیندۍ ۱۴۰۴ - ۷ دسمبر ۲۰۲۵، ۱۲:۴۵ GMT+۰

د قطر لومړي وزیر او د بهرنیو چارو وزیر محمد بن عبدالرحمن ال ثاني د دوحې نړیوال فورم پر دویمه ورځ وویل چې قطر د افغانستان د شل کلنې جګړې په پای ته رسولو کې بنسټیز رول لوبولی.

شیخ محمد بن عبدالرحمن ال ثاني د دوحې فورم پر دویمه ورځ، نن یکشنبه، د لیندي پر۱۶مه، وویل چې د قطر د منځګړیتوب تجربه څرګندوي چې له ټولو ښکېلو لوریو سره سیاسي خبرې د هر ډول سوله‌ ییز پرمختګ اساسي شرط دی.

هغه زیاته کړه چې په افغانستان کې هم همدا تګلارې تعقیب شوې او پایله یې بریالۍ وه.

قطر د امریکا او طالبانو ترمنځ د سولې مذاکراتو کوربه و، چې په ۲۰۲۰ کال د فبرورۍ په میاشت کې د «دوحې تړون» په لاسلیک ختم شول. د افغانستان د پخواني حکومت ګڼ چارواکي او منتقدین وايي چې دغه تړون د هغه وخت حکومت کمزوری کړ او طالبانو ته یې د بېرته راتګ لار هواره کړه.

د قطر د بهرنیو چارو وزیر ټینګار وکړ چې د دوی د هېواد تګلاره پر ډیپلوماسۍ او همکارۍ ولاړه ده او په نورو بحرانونو کې هم له همدې لارې د سولې هڅې کېږي.

هغه وویل چې قطر هڅه کوي له ټولو لوریو سره د اړیکو کرښې فعالې وساتي، څو د ټولو لپاره د منلو وړ حل لارې وموندل شي.

شیخ محمد بن عبدالرحمن بن جاسم ال ثاني روښانه کړه چې هره جګړه خپل ځانګړی جوړښت او پیچلتیاوې لري، له همدې امله د امریکا او افغانستان ترمنځ منځګړیتوب له هغه وضعیت سره نه شي برابرېدای چې د اسراییل او حماس ترمنځ روان دی.

نوموړي وویل، چې اصلي ستونزه دا وه چې د منځګړیتوب یو مهم لوري، متحده ایالاتو، په پیل کې یوازې له اسراییلي اړخ سره تعامل درلود. د ده په وینا، کله چې واشنګټن له دواړو اړخونو سره خبرې پیل کړې، دغه بدلون د غزې د اوربند په لور مهم پرمختګ رامنځته کړ.

د دوحې فورم د قطر له مهمو کلنیو نړیوالو غونډو ګڼل کیږي، چې د نړۍ له ګوټ ګوټ څخه دولتي چارواکي، څېړونکي، دیپلوماتان او د نړیوالو بنسټونو استازي پکې برخه اخلي.

طالبان وايي چې د سالنګ لویه لار سبا د بار وړونکو موټرو پرمخ پرانیستل کېږي

۱۶ لیندۍ ۱۴۰۴ - ۷ دسمبر ۲۰۲۵، ۱۱:۵۴ GMT+۰

د طالبانو د ټولګټو وزارت وايي، چې د سالنګ لویه لاره به سبا د بار وړونکو موټرو پرمخ پرانیستل شي. د یاد وزارت ویاند په وینا، د ټولګټو وزارت د کلني پلان له مخې د سالنګ لویې لارې د جوړونې کار تکمیل شوی دی.

د طالبانو د ټولګټو وزارت ویاند محمد اشرف حق شناس نن یکشنبه، د لیندۍ ۱۶مه په یوه ویډیويي پېغام کې له خلکو غوښتنه کړې ده، چې د بار وړونکو موټرو په شمول ټول موټر کولی شي سر له سبا د سالنګ لوېې لار باندې سفر وکړي.

نوموړي له موټر چلوونکو غوښتي، چې د ورښتونو لپاره ټول وسایل له ځانونو سره ولري او ټرافیکي قوانین مراعات کړي.

له دې وړاندې د یادې ډلې د ټولګټو وزارت ویلي و، چې د سالنګ لویې لارې دننه تونل او د ۱۵مې او ۱۶مې ګالري په برخه کې د کانکریټي پوړ پر سر قیر اچوي او له همدې امله یې سالنګ لویه لاره تړلې وه.

له تېرو څلورو کلونو راهسې طالبان په دې نه دي توانیدلي چې د سالنګ لویه لاره په بشپړ ډول جوړه کړي او ګټې اخیستنې ته یې وسپاري.

د سالنګ لویه لار د هېواد له مهمو ټرانزیټي لارو یوه ده چې د هېواد پلازمېنه کابل له شمالي ولایتونه سره نښلوي او له منځنۍ اسیا سوداګریز توکي پرې رالېږدیږي.