• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د قطر د بهرنیو چارو وزیر: دوحې د افغانستان د جګړې په پای ته رسولو کې بنسټیز رول درلود

۱۶ لیندۍ ۱۴۰۴ - ۷ دسمبر ۲۰۲۵، ۱۲:۴۵ GMT+۰

د قطر لومړي وزیر او د بهرنیو چارو وزیر محمد بن عبدالرحمن ال ثاني د دوحې نړیوال فورم پر دویمه ورځ وویل چې قطر د افغانستان د شل کلنې جګړې په پای ته رسولو کې بنسټیز رول لوبولی.

شیخ محمد بن عبدالرحمن ال ثاني د دوحې فورم پر دویمه ورځ، نن یکشنبه، د لیندي پر۱۶مه، وویل چې د قطر د منځګړیتوب تجربه څرګندوي چې له ټولو ښکېلو لوریو سره سیاسي خبرې د هر ډول سوله‌ ییز پرمختګ اساسي شرط دی.

هغه زیاته کړه چې په افغانستان کې هم همدا تګلارې تعقیب شوې او پایله یې بریالۍ وه.

قطر د امریکا او طالبانو ترمنځ د سولې مذاکراتو کوربه و، چې په ۲۰۲۰ کال د فبرورۍ په میاشت کې د «دوحې تړون» په لاسلیک ختم شول. د افغانستان د پخواني حکومت ګڼ چارواکي او منتقدین وايي چې دغه تړون د هغه وخت حکومت کمزوری کړ او طالبانو ته یې د بېرته راتګ لار هواره کړه.

د قطر د بهرنیو چارو وزیر ټینګار وکړ چې د دوی د هېواد تګلاره پر ډیپلوماسۍ او همکارۍ ولاړه ده او په نورو بحرانونو کې هم له همدې لارې د سولې هڅې کېږي.

هغه وویل چې قطر هڅه کوي له ټولو لوریو سره د اړیکو کرښې فعالې وساتي، څو د ټولو لپاره د منلو وړ حل لارې وموندل شي.

شیخ محمد بن عبدالرحمن بن جاسم ال ثاني روښانه کړه چې هره جګړه خپل ځانګړی جوړښت او پیچلتیاوې لري، له همدې امله د امریکا او افغانستان ترمنځ منځګړیتوب له هغه وضعیت سره نه شي برابرېدای چې د اسراییل او حماس ترمنځ روان دی.

نوموړي وویل، چې اصلي ستونزه دا وه چې د منځګړیتوب یو مهم لوري، متحده ایالاتو، په پیل کې یوازې له اسراییلي اړخ سره تعامل درلود. د ده په وینا، کله چې واشنګټن له دواړو اړخونو سره خبرې پیل کړې، دغه بدلون د غزې د اوربند په لور مهم پرمختګ رامنځته کړ.

د دوحې فورم د قطر له مهمو کلنیو نړیوالو غونډو ګڼل کیږي، چې د نړۍ له ګوټ ګوټ څخه دولتي چارواکي، څېړونکي، دیپلوماتان او د نړیوالو بنسټونو استازي پکې برخه اخلي.

ترویج لرونکی

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته
۱

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته

۲

د پاکستان د پوځ ویاند: افغان طالبان زموږ پر وړاندې «زموږ د بچو غوندې» ښکاري

۳

محمود خان اڅکزی: د افغانستان او پاکستان مسایل په ګواښونو نه‌حل کېږي

۴

روسیې له هېوادونو غوښتي چې له کیف نه خپل ډیپلوماتان ژر تر ژره وباسي

۵
ځانګړی راپور

له رخشانې تر فرزانې؛ غور کې د یوې ځوانې ښځې د وژنې زړه‌بوږنوونکې کیسه

•
•
•

نور کیسې

طالبان وايي چې د سالنګ لویه لار سبا د بار وړونکو موټرو پرمخ پرانیستل کېږي

۱۶ لیندۍ ۱۴۰۴ - ۷ دسمبر ۲۰۲۵، ۱۱:۵۴ GMT+۰

د طالبانو د ټولګټو وزارت وايي، چې د سالنګ لویه لاره به سبا د بار وړونکو موټرو پرمخ پرانیستل شي. د یاد وزارت ویاند په وینا، د ټولګټو وزارت د کلني پلان له مخې د سالنګ لویې لارې د جوړونې کار تکمیل شوی دی.

د طالبانو د ټولګټو وزارت ویاند محمد اشرف حق شناس نن یکشنبه، د لیندۍ ۱۶مه په یوه ویډیويي پېغام کې له خلکو غوښتنه کړې ده، چې د بار وړونکو موټرو په شمول ټول موټر کولی شي سر له سبا د سالنګ لوېې لار باندې سفر وکړي.

نوموړي له موټر چلوونکو غوښتي، چې د ورښتونو لپاره ټول وسایل له ځانونو سره ولري او ټرافیکي قوانین مراعات کړي.

له دې وړاندې د یادې ډلې د ټولګټو وزارت ویلي و، چې د سالنګ لویې لارې دننه تونل او د ۱۵مې او ۱۶مې ګالري په برخه کې د کانکریټي پوړ پر سر قیر اچوي او له همدې امله یې سالنګ لویه لاره تړلې وه.

له تېرو څلورو کلونو راهسې طالبان په دې نه دي توانیدلي چې د سالنګ لویه لاره په بشپړ ډول جوړه کړي او ګټې اخیستنې ته یې وسپاري.

د سالنګ لویه لار د هېواد له مهمو ټرانزیټي لارو یوه ده چې د هېواد پلازمېنه کابل له شمالي ولایتونه سره نښلوي او له منځنۍ اسیا سوداګریز توکي پرې رالېږدیږي.

عبدالحی قانت: ازبکستان له افغانستان سره اقتصادمحوره تګلاره پرمخ وړي

۱۶ لیندۍ ۱۴۰۴ - ۷ دسمبر ۲۰۲۵، ۱۱:۵۱ GMT+۰

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت د ستراتیژیکو مطالعاتو مرکز رییس د دوحې فورم په ناسته کې ویلي، چې واک ته د طالبانو له رسیدو وروسته یو شمېر هېوادونه د افغانستان په اړه لا هم پخوانی امنیتي او د کړکېچ لید او ځینې هېوادونه بیا اقتصاد محوره لید لري.

عبدالحي قانت د دوحې فورم په دوهمه ورځ سیمه ییز اتصال کې د افغانستان د رول په اړه پنل کې ګډون کړی او وايي، چې پر افغانستان د طالبانو له واکمنېدو وروسته د سیمې هېوادونه دوه ډوله لید لري.

د نوموړي په وینا، د سیمې ځینې هېوادونه د افغانستان په اړه پخوانی امنیتي او د کړکېچ لید لري، خو د ځینو هېوادونو لید بیا اقتصاد محوره دی.

نوموړي زیاته کړې:« ځینې هېوادونه غواړي افغانستان د سیمه ییز اتصال برخه جوړ شي، ډیرې همکارۍ رامنځته کړي او غواړي افغانستان له سیمې سره وصل شي. دا دوهمه تګلاره د افغانستان په اړه ازبکستان تر لاس لاندې لري. له ۲۰۲۱ کال راهیسې په همدې فکر له افغانستان سره مخ ته ځي.»

نوموړي ویلي، چې له تېرو څلورو کلونو ارزونو وروسته په ډاګه شوې، چې د افغانستان په اړه د ازبکستان تګلاره د سوداګرۍ، ترانزیت او اتصال په برخه کې خورا بریالۍ وه.

پر همدغه مهال عبدالحي قانت د طالبانو او پاکستان ترمنځ نښتو ته غبرګون ښودلی او وايي، چې د افغانستان او پاکستان له نښلولو پرته، د منځنۍ اسیا هیوادونه له سویلي اسیا سره نښلول ناممکن دي او دا ننګونې باید د خبرو اترو له لارې حل شي.

نوموړي د خپلو خبرو په دوام ویلي، چې طالبان په خپل بهرني سیاست کې پر اقتصاد محوره پالیسۍ تمرکز کوي او د خبرو له لارې د ستونزو پر حل باور لري.

طالبانو په کونړ کې د فراغت په مراسمو کې د ملي بیرغ له امله ۱۰ تنه ونیول

۱۶ لیندۍ ۱۴۰۴ - ۷ دسمبر ۲۰۲۵، ۱۱:۱۸ GMT+۰

په کونړ کې ځايي سرچینو افغانستان انټرنشنل ته وویل، چې تېره ورځ د طالبانو امربالمعروف محتسبانو لس تنه زده کوونکي د فراغت مراسمو کې پر جامو د ملي بیرغ رسمولو او لاسلیکونو له امله نیولي. په یوه را رسېدلې ویډیو کې ښکاری چې د طالبانو محتسبین نیول شوي زده کوونکي موټر ته پورته کوي.

د کونړ مرکز اسعداباد ځينو اوسیدونکو نن یکشنبه، د لیندۍ ۱۶مه وویل، چې تېره ورځ د یوه ښوونځي زده کوونکي د دوولسم ټولګي د فراغت غونډې لپاره راټول شوي ول او له سندونو ترلاسه کولو وروسته یې پر جامو د افغانستان ملي بیرغ او لاسلیکونه کړي ول.

د طالبانو د کونړ امربالمعروف محتسبین پارک ته داخل شول او د زده کوونکو د فرافت مراسم یې ګډوډ کړل او هغه زده کوونکي یې ونیول چې ملي بیرغ یې پر جامو رسم کړی و..

افغانستان انټرنشنل ته په رسېدلې ویډیو کې ښکاري، چې د طالبانو د امربالمروف ریاست متحسبین په زوره یو شمېر زده کوونکي موټر ته پورته کوي.

تر اوسه د نیول شویو زده کوونکو د خوشې کولو په اړه راپورونه نشته.

تېر کال هم د طالبانو استخباراتو د کونړ په مرکز اسعد اباد کې تر ۲۵ ډېر زده کوونکي د فراغت مراسمو کې پر جامو ملي بیرغ ته ورته لاسلیکونو د کولو له امله په یوه پارک کې ونیول.

د افغانستان په ختیځ کې د لېسو او پوهنتونونو ګڼ زده کوونکي د فراغت غونډو کې د یادګار په توګه ملي بیرع یا هم د یو بل پر جامو لاسلیکونه کوي.

طالبانو د ایران پر پوله او ډیورنډ کرښه د انساني قاچاق او وارداتو د مخنیوي په اړه ناسته کړې

۱۶ لیندۍ ۱۴۰۴ - ۷ دسمبر ۲۰۲۵، ۱۰:۴۴ GMT+۰

د طالبانو د ۲۱۵ قول اردو قوماندان او په نیمروز کې د یادې ډلې سیمه ییزو مسوولینو له ایران او پاکستان څخه د قاچاقي صادراتو او وارداتو، غیر قانوني سفرونو د مخنیوي او امنیتي مسایلو په په تړاو د همغږۍ ناسته کړې ده.

د طالبانو ۲۱۵ قول اردو د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، چې د یادې قول اردو د قوماندان محمد ایوب خالد په مشرۍ پلاوي نیمروز ولایت ته سفر کړی او ددې ډلې د نیمروز والي او نورو سیمه ییزو طالب چارواکو سره یې کتلي دي.

طالبانو ویلي، په یاده ناسته کې افغانستان ته د بې کیفیته تیلو د وادرولو د مخنیوي، په سرحدي سیمو او د ډیورنډ کرښې په اوږدو کې د غیر قانوني صادراتو او وارداتو د مخنیوي او همدارنګه د انساني قاچاق د مخنیوي په اړه خبرې شوې دي.

طالبانو یاده ناسته پرداسې مهال کړې ده، چې له پاکستان سره د سوداګریزو لارو له بندېدو وروسته اوس ځینې توکي په قاچاقي ډول افغانستان ته واردیږي او په افغانستان کې د بې کارۍ له امله ګڼ ځوانان پر غیر قانوني لارو ایران ته سفرونه کوي.

د القاعدې هند څانګې د طالبانو بری نورو جنګیالیو ته د یوه موډل په توګه مستند کړی

۱۶ لیندۍ ۱۴۰۴ - ۷ دسمبر ۲۰۲۵، ۱۰:۳۶ GMT+۰

د یادې ډلې د هند څانګې په خپل شپږ دقیقې نوي مستند « له دشت لیلې نه د کابل تر سوبې» کې هڅه کړې د طالبانو سقوط او پر کابل بیاتسلط او د جګړې اوږد مسیر په پاکستان، لیبیا، کشمیر، یمن، سوماليا او نورو ترهګرۍ او جګړو سره ښکیلو هېوادونو کې بوختو جنګیالیو ډلو ته د یوه موډل په توګه وښيي.

د القاعدې برصغیر یا هند نیمه لویې وچې څانګې په خپل نوي مستند « له دشت لیلې نه د کابل تر سوبې»کې، چې تازه خپور شوی هڅه کړې چې پر کابل د طالبانو بیا واکمنېدل د خپلو تبلیغاتي اړتیاوو له زاویې بیا تعریف کړي.

مستند، چې ددې ډلې د السحاب خپرنیز مرکز له‌خوا په پښتو، اردو، عربي او انګلیسي ژبو خپور شوی، په پاکستان، کشمیر، لیبیا، یمن، مالي، سومالیا او نورو هېوادونو کې د جنګیالیو ډلو د ورته بري وړاندوینه کوي.

افغانستان انټرنشنل ددغه مستند یوه نسخه وکتله چې خپله کیسه د دشت لیلې له صحنې او په ۲۰۰۱ کال کې د طالبانو د ماتې له مرحلې پیلوي.

د مستند په روایت کې د طالبانو بنسټګر ملا محمد عمر ته نسبت شوی د ۲۰۰۳میلادي کال د جهاد اعلان مرکزي ځای لري.

دغه اعلان په پاکستان او قبایلي سیمو کې د نویو وسله‌والو ډلو دراپورته کېدو او د طالبانو د خورو ورو ډلو په راټولېدو کې ټاکونکی رول درلود.

دغه سیمې، چې د امریکا د بې‌پیلوټه بریدونو تر سخت فشار لاندې وې، د القاعدې او طالبانو د ګډ مقاومت د پټ مرکز په توګه په مستند کې انځور شوې دي.

په مستند کې د القاعدې شبکې د وژل شویو مشرانو یادونه او د هغوی ویناوې راخېستل شوې دي.

د شیخ ابویحی اللیبي هغه وینا پکې رانقل شوې چې د خپل وژل شوي ملګري او د القاعدې د جګپوړي قوماندان ابو لیث اللیبي په اړه یې کړې وه او اورېدونکي یې جګړې ته هڅول.

مستند د برصغیر څانګې د پخواني مشر مولانا عاصم عمر د وژل کېدو انځورونه ښيي، چې ورسره د اردو ژبې ترانې هم په بک ګرونډ کې راخېستل شوې دي.

دغه راز د پنجابي طالبانو مشهور قوماندانان احمد فاروق، چې په شمالي وزیرستان کې یې مرکزونه درلودل، اوشیخ احسن عزیز هم په مستند کې تصویربندي شوي، چې د القاعدې د برصغیر څانګې په جوړولو او د افغانستان په جګړه کې یې مهم رول درلود.

مستند په فلسطین، پاکستان، چیچنیا، سومالیا، یمن، الجزایر، کشمیر، لیبیا، مالي او نورو جګړه ځپلو او له ترهګرۍ سره لاس او ګریوان سیمو کې د القاعدې او جهادي سازمانونو اړوندو ډلو غیر مستقیمه یادونه کوي، چې په افغانستان کې واک ته د طالبانو بیا رسېدل، د نورو ډلو لپاره هم یو موډل کېدای شي.

سره له دې چې طالبانو د ۲۰۲۰میلادي کال د دوحې تړون له مخې نړیوالو ته ډاډ ورکړی چې القاعدې ته به ځای نه ورکوي، خو دغه مستند ښيي چې د دواړو ډلو ترمنځ اړیکې لاهم پیاوړې دي او القاعده طالبان د جهادي ډلو لپاره د بري د یوه موډل په توګه وړاندې کوي.

په مستند کې په انځوریز ډول د منځني ختیځ او سوریې بدلونونه هم ښودل شوي دي.

خو په مستند کې د پاکستاني طالبانو او حقاني شبکې په اړه، چې د دې جګړې په پرمخ بیولو کې یې ټاکونکی رول درلود، یادونې نه دي شوې.

د افغان طالبانو د ځینو مشرانو ملا اخترمحمد منصور، ملا دادالله اخوند او ملا عبدالمنان یادونه شوې ده، چې وروستيو دوو کسانو یې له القاعدې سره په جګړو کې خورا نږدې همکاري درلوده.