افغان طالبانو په ۲۰۲۱ کال کې د کابل له سقوط وړاندې هم د جماعت الاحرار په لیکو کې د جنود خراسان او احرار الهند په څېر ډلې د خپلو سیمه ییزو سیاستونو او دداعش مخ پر ودې حرکت له امله نه خوښولې او د پاکستان د طالبانو غورځنګ یې دې ته هڅاوه، چې دغه ډلې تر خپل چتر لاندې راولي.
زړه دوسیه بېرته پرانېستل کیږي
د جماعت الاحرار او ټي ټي پي ترمنځ د نننۍ بې باورۍ ریښې له یوې لسیزې زیاتې پخوانۍ دي.
د ۲۰۱۴ کال د اګست پر ۱۵مه، چې د ټي ټي پي د مشر حکیم الله مسید له وژل کېدو وروسته پاکستاني ځواکونو په شمالي وزیرستان کې ضرب عضب عملیات پیل کړل، د مهمندو ولسوالۍ طالبانو یوه نوې ډله اعلان کړه، چې مشري یې مولانا قاسم خراساني کوله. د ډلې په مرکزي شورا کې عمر خالد خراسانی، احسان الله احسان، د چارسدې قاري شکیل حقاني، د سوات مولانا یاسین، د خیبر ولسوالۍ قاري اسماعیل، د باجوړ ولسوالۍ مولانا عبدالله، د پېښور مفتي مصباح الله او د اورکزیو ولسوالۍ مولانا حیدر منصور غړیتوب درلود.
د ۲۰۱۳ کال په مارچ کې عبدالولي (عمر خالد خراساني) د ځانمرګو بریدګرو او سنایپر ویشتونکو یوه ځانګړې ډلګۍ جوړه کړه، چې د پاکستان پخوانی ولسمشر جنرال مشرف اسلام اباد ته د ستنېدو پرمهال ووژني.
د حکیم الله مسید له وژل کېدو وروسته خراساني د ټي ټي پي د نوي مشر مولانا فضل الله مشري ته غاړه کېنښوده، ځکه د خالد (سجنا) مسید په مشرۍ د مسیدو طالبانو یوې مهمې برخې هم د ټي ټي پي له اډانې بهر فعالیت کاوه او د امیر حافظ سعید خان په مشرۍ د اورکزۍ ولسوالۍ قوماندانانو هم د داعش له خلیفه سره بیعتونه وکړل. خو په ۲۰۱۸ کال کې د مولانا فضل الله له وژل کېدو وروسته مفتي نور ولي د ټي ټي پي د نوي مشر په توګه د ټولو خاښونو پر یوځای کولو کار پیل کړ، چې جماعت الاحرار هم پکې شامل و. مفتي نور ولي د جماعت الاحرار مشر خالد عمر خراسانی بېرته د ډلې د مرکزي شورا غړی وټاکه او د احرا نورو غړو ته د پوځي کمیسیون په ګډون په مهمو څانګو کې دندې ورکړل شوې.
جماعت الاحرار په کورمه، خیبر، مهمندو، سوات او کراچۍ کې نفوذ لري او په ډېرو مواردو کې یې د ټي ټي پي له چتر نه بهر خپلسري عملیات وکړل. دې نه همغږۍ د ټي ټي پي او جماعت الاحرار ترمنځ اړیکې بېرته متزلزلې کړې. د جماعت الاحرار په اډانه کې د مفتي حسن او حکیم الله مسید د ډلې د ځینو قوماندانانو حضور هم د مفتي نور ولي د حلقې ځینې کسان دې ته اړ اېستل چې په مفتي حسن او د جماعت الاحرار په نورو غړو پسې زړې دوسیې بېرته پرانیزي. دوی مفتي حسن له استخباراتو سره تړلی کس باله او پر هغه یې د ټي ټي پي د دوو پخوانیو مشرانو؛ حکیم الله مسید او مولوي ولي الرحمن ترمنځ د اختلافاتو ټوکولو تور لګاوه.
کله، چې د ۲۰۲۲ کال په اګست کې د ټي ټي پي د استخباراتو جګپوړی غړل عبدالرشید عقابي باجوړی ووژل شو، د مولوي فقیرمحمد نږدې کسانو د جماعت الاحرار ډلې ته ګوته نیوله، چې غواړي په باجوړ کې د ټي ټي پي نفوذ کمزوری کړي. له دې پېښې څو ورځې وروسته د جماعت الاحرار مشران خالد عمر خراسانی، مفتي حسن، حافظ دولت خان او د خراساني زوم علي حسن مومند د پکتیکا د برمل ولسوالۍ له مرغې سیمې نه ارګون ته پر لاره په یوه بمي چاودنه کې ووژل شول. جماعت الاحرار ددې چاودنې پړه پر مفتي نور ولي واچوله، چې د مفتي حسن او حافظ دولت خان پخوانی دښمن ګڼل کېده.
مفتي حسن سواتي او ملګرو یې د داعش-خراسان په رامنځته کولو کې ټاکونکی رول لوبولی و. حسن ډېر وخت په خوست کې د افغانستان د ملي امنیت تر څار لاندې د ګلبهادر شورا له پخواني غړي عبدالخالق حقاني سره یوځای اوسېده. حقاني وروسته د پاکستان پوځ ته تسلیم شو او د کوهاټ په زندان کې ومړ.
د ټي ټي پي د جنوبي وزیرستان حلقې د پخواني مشر مولوي ولي الرحمن او حکیم الله مسید ترمنځ د اختلافاتو په وخت کې، چې د یوه د قضا مشر مفتي نور ولي مسید او د بلې ډلې مفتي حسن و، د جماعت الاحرار غړو د حکیم الله مسید ددریځ په پیاوړتیا او په کراچۍ کې د مالي سرچینو په راټولولو کې ټاکونکی رول درلود. وروسته حکیم الله د ټي ټي پي په مشرتابه شورا کې بدلونونه راوستل او د نورو ولسوالیو غیر دیوبندي طالبان لکه حافظ دولت، شیخ مقبول او مفتي حسن یې په مهمو دندو وټاکل. دې چارې د ولي الرحمن او مفتي نور ولي ډله له حکیم الله سره ددښمنۍ پرڅنډه ودروله، ځکه هغوی د ټي ټي پي په شورا کې غیر دیوبندیان یا ددوی په وینا، پنجپیریان په غړیتوب نه خوښول. له ټي ټي پي نه دداعش پر لور د یوې ډلې قوماندانانو د تګ یو عامل همدا ګڼل کیږي او اوس هم د اختلافاتو یو مهم اړخ همدا کېدای شي.
جماعت الاحرار په ټي ټي پي کې د ملاکنډ او باجوړ د طالبانو پر پیاوړي رول هم خوښ نه و، ځکه د غورځنګ د پخواني مرستیال مولوي فقیرمحمد له نیول کېدو وروسته په باجوړ، ملاکنډ او سوات کې د جماعت الاحرار ډلې نفوذ کړی و او د ملاکنډ د پخوانۍ احرار الهند ډلې ډېری قوماندانانو د جماعت الاحرار غړیتوب اخېستی و. خو د مولوي فقیرمحمد له خوشي کېدو وروسته د باجوړ، سوات او ملاکنډ طالبانو په ټي ټي پي کې خپلې کمزورې شوې لیکې بېرته پیاوړې کړې.
د مشرف د ترور له پلان نه د کراچۍ تر بریده
د ۲۰۱۳ کال په مارچ کې د جماعت الاحرار بنسټګر عبدالولي (عمر خالد خراساني) د ځانمرګو بریدګرو او سنایپر ویشتونکو یوه ځانګړې ډلګۍ جوړه کړه، چې د پاکستان پخوانی ولسمشر جنرال مشرف اسلام اباد ته د ستنېدو پرمهال ووژني.
د عبدالولي پر پلان یوازې د پنجابي طالبانو قوماندان عدنان رشید خبر و، خو هغه د ټي ټي پي له مشرتابه سره له مشورې پرته په یوه ویډیو پیغام کې جنرال مشرف ته د مرګ ګواښ وکړ. د رشید د پیغام له خپرېدو وروسته عبدالولي له حکیم الله مسید نه وغوښتل، چې رشید د پلان د افشا کولو له امله د ټي ټي پي محکمې ته حاضر کړي.
حکیم الله ، چې دمشرف د ترور پلان له افشا کېدو خورا نارامه و، په قهرجنه لهجه وویل:« عدنان رشید وژنم او په څاه کې یې غورځوم».
طالبانو له واک ته رسېدو وروسته یو پراخ کمپاین پیل کړی چې د افغانستان ځوانان د طالباني تفکر پر لور جذب کړي، خو دې هڅو سره له دې چې د هېواد ستونزې نه دي اوارې کړي بلکې وضعیت یې لا نور ترینګلی کړی دی.
په تېرو دریو کلونو کې د دیني مدرسو شمېر د تېرو شلو کلونو پرتله پنځه برابره زیات شوی، چې اوس یې شمېر نږدې ۷۰۰۰ ته رسېدلی او لا هم زیاتېږي. افغانان اړ دي چې خپل اولادونه ښوونځي ته ولېږي، آن که دا ښوونځی مدرسه هم وي.
د طالبانو د پوهنې وزارت د مدرسو او دارالحفاظونو مشر عبدالرزاق صدیق رسنیو ته ویلي و: «افغانستان یوه مذهبي ټولنه ده او هر کس باید لومړنۍ او د لوړې کچې دیني زدهکړې ولري. له همدې امله موږ د دیني مدرسو وده ضروري بولو».
خو دا فکر آن د طالبانو دننه هم پراخ ملاتړ نه لري. ځینې طالب چارواکي وایي چې افغانستان یوازې طالب او ملا ته اړتیا نه لري بلکې انجینرانو او ډاکټرانو ته هم اړتیا ده. دا وضعیت نړۍ ته یو انزوا طلبه او افراطي افغانستان معرفي کوي چې نه یوازې کولتوري ستونزې لري، بلکې سیمه او نړۍ ته قوي امنیتي ګواښ هم پېښولی شي.
که څه هم افراطي فکرونه پراخېږي، خو ټکنالوژي دا وړتیا لري چې له افراطیت سره مبارزه وکړي. انټرنټ او رسنۍ هغه څه دي چې په اوسني عصر کې ورسره ځوانان په بېلابېلو ډولونو نښلول شوي دي. د شمېرو له مخې، د افغانستان ۶۷ سلنه وګړي لږ تر لږه میاشت کې یو ځل ټلوېزیون ګوري، چې دا ۱۲ میلیونه ماشومان او ۱۴ میلیونه ځوانان رانغاړي.
نجیب پیکان زیاتوي، چې تر ټولو مهمه مسئله له دې ځوانانو سره د اړیکو جوړول دي: «افغان ځوانان په دوو برخو وېشل کېدای شي. لومړی، تحصیلکرده او ناراضه ځوانان دي چې په میدان یوازې پرېښودل شوي او د بدلون ځواک یې له لاسه ورکړی. دا هغه ځوانان دي، چې که څه هم ناهیلې دي، خو د ځان ژغورلو یوازینۍ لاره د آزادې نړۍ سره همکاري ګڼي.دویم، هغه ځوانان دي چې د طالبانو په اداره کې دي؛ هغوی افراطي شوي. هر کال نیم میلیون طالبان له مدرسو فارغېږي او د افراطیت پر لور ګام اخلي.»
د حالاتو د بدلون لپاره باید له دواړو ډلو سره کار وشي. تر ټولو مهمه لاره دا ده چې د رسنیو، خبرو اترو، کنفرانسونو او مشورو له لارې د ځوانانو ترمنځ پل جوړ شي، ترڅو هغوی انتقادي فکر ته وهڅول شي او خپل بحثونه له دین او آخرت څخه ور هاخوا هم وغځوي.
دا ځوانان کار غواړي، او د کار موندلو لپاره اړیکو ته اړتیا لري. له هغو هېوادونو درس اخیستل کېدای شي، چې د ځوانانو کچه پکې لوړه ده، او دغه ځوانان د سمې لارې پر لور هڅول کېدای شي.