د القاعدې برصغیر یا هند نیمه لویې وچې څانګې په خپل نوي مستند « له دشت لیلې نه د کابل تر سوبې»کې، چې تازه خپور شوی هڅه کړې چې پر کابل د طالبانو بیا واکمنېدل د خپلو تبلیغاتي اړتیاوو له زاویې بیا تعریف کړي.
مستند، چې ددې ډلې د السحاب خپرنیز مرکز لهخوا په پښتو، اردو، عربي او انګلیسي ژبو خپور شوی، په پاکستان، کشمیر، لیبیا، یمن، مالي، سومالیا او نورو هېوادونو کې د جنګیالیو ډلو د ورته بري وړاندوینه کوي.
افغانستان انټرنشنل ددغه مستند یوه نسخه وکتله چې خپله کیسه د دشت لیلې له صحنې او په ۲۰۰۱ کال کې د طالبانو د ماتې له مرحلې پیلوي.
د مستند په روایت کې د طالبانو بنسټګر ملا محمد عمر ته نسبت شوی د ۲۰۰۳میلادي کال د جهاد اعلان مرکزي ځای لري.
دغه اعلان په پاکستان او قبایلي سیمو کې د نویو وسلهوالو ډلو دراپورته کېدو او د طالبانو د خورو ورو ډلو په راټولېدو کې ټاکونکی رول درلود.
دغه سیمې، چې د امریکا د بېپیلوټه بریدونو تر سخت فشار لاندې وې، د القاعدې او طالبانو د ګډ مقاومت د پټ مرکز په توګه په مستند کې انځور شوې دي.
په مستند کې د القاعدې شبکې د وژل شویو مشرانو یادونه او د هغوی ویناوې راخېستل شوې دي.
د شیخ ابویحی اللیبي هغه وینا پکې رانقل شوې چې د خپل وژل شوي ملګري او د القاعدې د جګپوړي قوماندان ابو لیث اللیبي په اړه یې کړې وه او اورېدونکي یې جګړې ته هڅول.
مستند د برصغیر څانګې د پخواني مشر مولانا عاصم عمر د وژل کېدو انځورونه ښيي، چې ورسره د اردو ژبې ترانې هم په بک ګرونډ کې راخېستل شوې دي.
دغه راز د پنجابي طالبانو مشهور قوماندانان احمد فاروق، چې په شمالي وزیرستان کې یې مرکزونه درلودل، اوشیخ احسن عزیز هم په مستند کې تصویربندي شوي، چې د القاعدې د برصغیر څانګې په جوړولو او د افغانستان په جګړه کې یې مهم رول درلود.
مستند په فلسطین، پاکستان، چیچنیا، سومالیا، یمن، الجزایر، کشمیر، لیبیا، مالي او نورو جګړه ځپلو او له ترهګرۍ سره لاس او ګریوان سیمو کې د القاعدې او جهادي سازمانونو اړوندو ډلو غیر مستقیمه یادونه کوي، چې په افغانستان کې واک ته د طالبانو بیا رسېدل، د نورو ډلو لپاره هم یو موډل کېدای شي.
سره له دې چې طالبانو د ۲۰۲۰میلادي کال د دوحې تړون له مخې نړیوالو ته ډاډ ورکړی چې القاعدې ته به ځای نه ورکوي، خو دغه مستند ښيي چې د دواړو ډلو ترمنځ اړیکې لاهم پیاوړې دي او القاعده طالبان د جهادي ډلو لپاره د بري د یوه موډل په توګه وړاندې کوي.
په مستند کې په انځوریز ډول د منځني ختیځ او سوریې بدلونونه هم ښودل شوي دي.
خو په مستند کې د پاکستاني طالبانو او حقاني شبکې په اړه، چې د دې جګړې په پرمخ بیولو کې یې ټاکونکی رول درلود، یادونې نه دي شوې.
د افغان طالبانو د ځینو مشرانو ملا اخترمحمد منصور، ملا دادالله اخوند او ملا عبدالمنان یادونه شوې ده، چې وروستيو دوو کسانو یې له القاعدې سره په جګړو کې خورا نږدې همکاري درلوده.