• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د طالبانو جګپوړی پلاوی د کوکنارو کښت د مخنیوي او د پولې د امنیت لپاره بدخشان ته تللی

۱۶ لیندۍ ۱۴۰۴ - ۷ دسمبر ۲۰۲۵، ۱۰:۱۳ GMT+۰تازه شوی: ۱۶ لیندۍ ۱۴۰۴ - ۷ دسمبر ۲۰۲۵، ۱۱:۳۸ GMT+۰

په بدخشان کې ځايي سرچینو افغانستان انټرنشنل ته وویل، چې د طالبانو یو شمیر امنیتي چاوراکي په دغه ولایت کې د نشه یي توکو د کښت او د کانونو غیرقانوني کیندنې د مخنیوي او له تاجکستان سره د پولې د امنیت ټینګولو په تړاو دغه ولایت ته سفر کړی.

په بدخشان کې ځايي سرچینو نن یکشنبه، د لیندۍ ۱۶مه وویل، چې د طالبانو د کورنیو چارو وزارت امنیتي مرستیال ابراهیم صدر، د کانونو وزیر هدایت الله بدري او ددې ډلې لوی درستیز فصیح الدین فطرت بدخشان ته د نشه يي توکو د کر او قاچاق د مخنیوي او له تاجکستان سره د ګډې پولې د امنیت ټینګولو په موخه تللی دی.

د سرچینو په وینا، په دې وروستیو کې په بدخشان کې د کوکنارو کښت زیات شوی او د سرو زرو د کانونو د غیر قانوني کیندنې او قاچاق په اړه رپوټونه د طالبانو مشر ملاهبت الله ته رسېدلي دي.

سرچینې دغه راز وايي، چې د تاجکستان پر پوله وروستیو امنیتي پيښو او د چینایانو وژل کېدو هم د طالبانو د مشرانو ترمنځ اندېښنې زیاتې کړې دي.

د طالبانو د کورنیو چارو، دفاع او کانونو او پټرولیم وزارتونو ددې سفر په اړه په رسمي ډول څه نه دي ویلی.

د رارسېدلو معلوماتو له مخې، د بدخشان ارګو، کشم او جرم هغه ولسوالۍ دي، چې یوځل بیا د کوکنارو کښت پکې زیات شوی دی او ددې چارې د مخنیوي لپاره د طالبانو تللی پلاوی له ځايي خلکو او چارواکو سره په خبرو بوخت دی.

په بدخشان کې ځايي سرچینې وايي، چې د سرو زرو یو شمیر کانونه د ځايي چارواکو په ولکه کې دي او طالبان هڅه کوي ددې کانونو کنټرول په بشپړ ډول تر خپل کنټرول لاندې راولي.

د طالبانو د کانونو وزارت په دې لټه کې دی چې په بدخشان ولایت کې د کانونو رسمي قراردادونه ورکړي ، ځکه یاده ډله په تېرو څلورو کلونو کې په دې کار کې بریالۍ نه ده.

سرچینې زیاتوي، چې د افغانستان او تاجکستان پر پوله وروستیو بریدونو د طالبانو د مشرانو اندېښنې راپورته کړې دي او دغه ډله هڅه کوي ددغو امنیتي ګواښونو د مخنیوي لپاره ځايي چارواکو ته راتلونکې تګلاره وټاکي څو په راتلونکي کې پر ګډه پوله د امنیتي پېښو مخنیوی وشي.

بدخشان ته له کابل نه د طالبانو د ځینو امنیتي چارواکو سفر په داسې حال کې دی، چې څو ورځې وړاندې په شمال لوېدیځ زون کې د طالبانو والیانو او نورو سیمه‌ییزو چارواکو د بلخ د والي محمد یوسف وفا په مشرۍ په شمالي ولایتونو کې د سرحدي سیمو د امنیت د ټینګښت لپاره د زر کسیزې قطعې د جوړولو په موخه ناسته کړې وه.

ترویج لرونکی

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته
۱

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته

۲

د پاکستان د پوځ ویاند: افغان طالبان زموږ پر وړاندې «زموږ د بچو غوندې» ښکاري

۳

محمود خان اڅکزی: د افغانستان او پاکستان مسایل په ګواښونو نه‌حل کېږي

۴

روسیې له هېوادونو غوښتي چې له کیف نه خپل ډیپلوماتان ژر تر ژره وباسي

۵
ځانګړی راپور

له رخشانې تر فرزانې؛ غور کې د یوې ځوانې ښځې د وژنې زړه‌بوږنوونکې کیسه

•
•
•

نور کیسې

ملګري ملتونه وایي، ۳میاشتې وشوې چې طالبانو یې ښځینه کارکوونکې دفترونو ته نه‌دي پرېښي

۱۶ لیندۍ ۱۴۰۴ - ۷ دسمبر ۲۰۲۵، ۰۷:۴۹ GMT+۰

د ملګرو ملتونو د ښځو ادارې (UN Women)وايي، له تېرو ۳میاشتو راهیسې د طالبانو له لوري د دوی د سازمان اړوند ښځینه کارکوونکې خپلو دفترونو ته نه دې پرېښودل شوي. وایي، دا بندیزونه د ژغورونکو مرستو د فلج کېدو خطر زیاتوي او هغو ښځو او نجونو ته چې تر ټولو ډېره اړتیا لري مرستې نه‌شي رسېدی.

د افغانستان لپاره دملګرو ملتونو د ښځو ادارې استازې سوزان فرګوسن په یوې تازه خبرپاڼه کې ویلي چې د «فعلي واکمنې» له لوري لګول شوي محدودیتونه درې میاشتې کېږي چې افغان ښځینه کارکوونکې او قرارداديانې د ملګرو ملتونو دفترونو ته له ننوتلو منع کوي.

د نوموړې په وینا، سره له دې بندیزه، د افغان ښځو کارکوونکو هڅې نه دي درېدلي. فرګوسن وايي: «زموږ افغان ښځینه همکارانو په دې ۹۱ ورځو کې کورونو او ټولنو کې خپل حیاتي کار ته دوام ورکړی او زرګونه اړمن افغانان یې تر پوښښ لاندې راوستي».

هغې زیاته کړې چې دغه ښځینه کارکوونکو د ختیځ او شمال وروستیو زلزلو له اغېزمنو کورنیو سره مرسته کړې، د پاکستان او ایران له لوري راستانه شویو کسانو ته یې لاس‌رسی برابر کړی او ګڼ شمېر افغانانو ته د اوبو، خوړو، روغتیا، سرپنا، زراعت، اقلیمي مقاومت او معیشت په برخه کې ملاتړ کړی.

د ملګرو ملتونو دغه اداره خبرداری ورکوي چې «څومره چې دا محدودیتونه اوږدېږي، همغومره د ژغورونکو مرستو د بندېدو خطر لوړېږي».

دغه اداره ټینګار کوي چې افغان ښځې د ملګرو ملتونو د عملیاتو نه‌جلا کېدونکې برخه ده.

فرګوسن په خپل بیان کې څرګندوي:«مرسته باید د ښځو له لوري ښځو ته ورسېږي. یوازې د هغوی په حضور سره کولای شو چې ښځو او نجونو ته په خوندي او فرهنګي توګه مناسب خدمت وړاندې کړو».

ملګري ملتونه دا محدودیتونه د بشري حقونو او برابرۍ د بنسټیزو اصولو ښکاره سرغړونه بولي او وایي چې دا حالت د سازمان د ماموریت پلي کولو وړتیا کمزورې کوي.

د دې وضعیت له املهملګرو ملتونوادارو خپلو عملیاتو ته ځینې لنډمهاله بدلونونه ورکړي او لا هم د دوامدارو بدیلو لارو ارزونه کوي.

دد ملګرو ملتونو د ښځو ادارېد بیان کې په پای کې غوښتنه شوې چې پر افغان ښځینه کارکوونکو د دفترونو بندیز باید «په بیړنۍ توګه لېرې شي» او دوی ته باید د دفترونو او ساحوي فعالیتونو لپاره خوندي لاسرسی ورکړل شي، څو مرستې هغو ښځو او نجونو ته ورسېږي چې تر ټولو ډېرې ورته اړتیا لري.

محمود فضلي: د پاکستان د بریدونو ملاتړ کوونکې ډلې او حاکم واکمنان دواړه نیابتي جوړښتونه دي

۱۶ لیندۍ ۱۴۰۴ - ۷ دسمبر ۲۰۲۵، ۰۷:۰۰ GMT+۰

د تېر جمهوري نظام پر مهال د چارو ادارې مشر فضل محمود فضلي وایي، د پاکستان پوځ له بریدونو سره د ځینو افغان سیاستوالو ملاتړ او د طالبانو له‌‌خوا د ملت‌پالنې دعوې، دواړه «فریب‌کارانه روایتونه» دي. هغه وایي، د افغانستان د ستونزو ریښتینی حل یوازې د ولس ارادې کې دی، نه د پردیو په ټوپک.

فضل محمود فضلي په تازه فېسبوکي لیکنه کې ویلي چې د جګړې د تېرې جبهې دوه پخواني ویندویان په رسنیزو مرکو کې د پاکستان د پوځ له بریدونو سره «په ښکاره ډول هرکلی او ملاتړ» کړی.

د نوموړي په وینا، دغه کسان دا دریځ «په بشپړ مسولیت او د رښتیني وجدان له مخې» خپلوي.

فضلي ټینګار کړی چې له پردیو د وسلو او ځواک غوښتل د افغانستان غم ته حل لاره نه شي جوړولای.

نوموړي ویلي، هغه ډلې چې د پاکستان د پوځ ملاتړ کوي، «هویتي حربه هم کاروي»، خو د فضلي په باور، دا دواړه عناصر، یعنې هویتي جنجالونه او د پردیو په زور جګړه، په خپله د «پردیو د پلان برخه او زموږ د بربادۍ اساسي عوامل» دي.

نوموړي د طالبانو پر حکومت هم نیوکه کړې او ویلي یې دي چې حاکمه ډله د پاکستان له ښکاره اختلافاتو ناوړه استفاده کوي او د ملت‌پالنې «کاذبه پروژه» پر مخ وړي.

هغه زیاتوي: «که دوی رښتیا هم پښیمانه وي، باید راولپېنډۍ سره خپلې ټولې پخوانۍ اړیکې وغندي او د ښځو پر زده‌کړو او کار بندیزونه لرې کړي.»

هغه په څرګندو ټکو ویلي چې طالبان دا «افغان‌دوسته ګامونه» نشي اخیستی.

فضلي همداراز لیکلي چې ملتپال افغانان نه د جګنسالارانو «په هویتي انحرافاتو غولېږي» او نه د طالبانو په «کاذب تبلیغاتي کمپاین».

د چارو ادارې پخواني مشر دواړه لوري، یعنې هغه کسان چې د پاکستان له بریدونو ملاتړ کوي، او طالبان «نیابتي جوړښتونه» بللي.

فضلي لیکلي: «دوی تر منځ اختلاف پر واک دی، نه پر اصولو. که اصول وای، جنګسالاران او لبرالان به د طالب واکمنۍ ته تسلیمېدل، ځکه دا واکمنۍ د راولپېنډۍ او امریکا په ملاتړ رامنځته شوې ده».

فضلي په پای کې د حل ریښتینې لاره «ولس ته مراجعه» بللې ده او ویلي چې د افغانستان راتلونکی باید د لویې جرګې، ملي ډیالوګ، ملي اجماع یا ولسي مبارزې له لارې مشخص شي، نه د پردیو په وسله.

فضلي ټینګار کړی: «همدا زموږ یوازینۍ او رښتینې لاره ده!»

پاکستان کې د روسیې او طالبانو سفیرانو د امنیتي موضوعاتو په تړاو خبرې کړي

۱۶ لیندۍ ۱۴۰۴ - ۷ دسمبر ۲۰۲۵، ۰۶:۵۸ GMT+۰

په پاکستان کې د روسیې سفیر البرت خورف او د طالبانو سفیر احمد شکیب په اسلام‌اباد کې یو له بل سره لیدلي دي. البرت خورف د شنبې په ورځ د لیندۍ په ۱۵مه په اېکس کې ویلي چې په دغه لیدنه کې د امنیتي چارو او په سیمه کې د سولې او ټیکاو د پیاوړتیا پر اړینو ګامونو ځانګړی بحث شوی دی.

د خورف د څرګندونو له مخې، دواړو لورو د روسیې او د طالبانو د ادارې د اوسنیو اړیکو اوسنی وضعیت وڅېړه او ټینګار یې وکړ چې باید په هغو برخو کې ګډ کار نور هم پیاوړی شي چې دواړه لورو ته ګټور دی. دغه لیدنه وروسته له هغې شوې چې د پاکستان او طالبانو د ځواکونو ترمنځ یو ځل بیا تازه په سپین بولدک کې نښته شوې ده.

مېشتو سرچینو افغانستان انټرنیشنل ته تر دې وړاندې ویلي وو چې د طالبانو او پاکستاني ځواکونو ترمنځ د لیندۍ په ۱۴مه نېټه د کندهار د سپین بولدک په پوله، چې د پاکستان د چمن سیمې سره نښلیږي، جګړه شوې ده. د روسیې سفیر مخکې ویلي و چې مسکو چمتو دی د طالبانو او پاکستان ترمنځ د شخړو د هوارولو لپاره منځګړیتوب وکړي.

د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین ویلي چې افغانستان د طالبانو تر واک لاندې له ځانګړو ستونزو سره مخ دی. پوتین پرته له دې چې د دغو ستونزو جزییات وړاندې کړي، زیاته کړې: «افغانستان څو لسیزې په کورنۍ جګړه کې تېرې کړي او دا یو ډېر دردوونکی حالت دی».

تېره ورځ له ۳زرو ډېر افغان کډوال په جبري توګه له ایران او پاکستان نه اېستل شوي

۱۶ لیندۍ ۱۴۰۴ - ۷ دسمبر ۲۰۲۵، ۰۶:۴۴ GMT+۰

د طالبانو حکومت د کډوالو ستونزو ته د رسېدنې عالي کمېسیون ویلي چې تېره ورځ د هېواد له بېلابېلو لارو ۳۱۳۴ افغان کډوال لارو له پاکستان او ایران نه په جبري افغانستان ور ستانه کړای شوي دي. کمېسیون ویلي، دغه کډوالو سره مالي او خدماتي مرستې شوي او خپلو ولایتونو ته لېږدول شوي دي.

د کمېسیون په راپور کې راغلي، د شنبې په ورځ کندهار ته د سپین بولدک له لارې ۳۹۱ کورنۍ، چې شمېر یې ۲۱۸۳ تنه و راستانه شوي. همدا ډول، ننګرهار ته د تورخم له لارې ۹۹ کورنۍ، چې ۵۵۱ تنه وو، بایومیټریک شوي، او هرات ته له اسلام کلا ۱۴ کورنۍ، ۵۷ تنه وو، هېواد ته راستانه شوي دي.

راپور زیاتوي، په نیمروز کې د ورېښمو لار له لارې ۵۴ کورنۍ، ۲۳۴ تنه، او همداراز ۸۲۳ مسافر هېواد ته راستنه شوي، او هلمند ته د بهرامچې له لارې ۲۳ کورنۍ، ۱۰۹ تنه، ستانه او ثبت شوي دي.

همدا راز ویل شوي، د اطلاعاتو او عامه پوهاوي کمېټې له خوا راستنو شویو کډوالو ته د ثبت، لېږد، مالي مرستو، لنډمهاله مېشتېدنې، او د هېواد، اسلامي نظام، کډوالۍ، صبر او زغم، ښوونې او روزنې په اړه ګټور پوهاوی ورکړل شوی دی.

د طالبانو د یاد کمېسیون په راپور کې زیاته شوې، د مالي چارو د تنظیم کمېټو له لارې ټولو کورنیو ته شاوخوا ۷ میلیونه افغانۍ مالي مرستې وېشل شوې. سربېره پر دې، راستنو شویو کډوالو ته خوراکي توکي، اوبه، او وړیا سیمکارتونه چې انټرنېټي بستې پکې فعالې وې، هم ورکړل شوي، ترڅو د هغوی لومړنۍ اړتیاوې په اغیزمنه توګه پوره شي.

پر ډیورنډ کرښه بندې دروازې؛ ایراني چارواکي افغانستان ته د صادراتو پر زیاتوالي تینګار کوي

۱۶ لیندۍ ۱۴۰۴ - ۷ دسمبر ۲۰۲۵، ۰۶:۳۶ GMT+۰

د ډیورنډ پر کرښه د دروازو تړل کېدو په دوام د ايران د خراسان رضوي ولايت والي غلام‌حسين مظفري ويلي چې له ايران څخه افغانستان ته د توکو صادرات بايد دوه برابره شي. نوموړی وايي، د ايران او افغانستان تر منځ د سوداګرۍ د پياوړتيا لپاره هغه په روانه مياشت کې هرات او کابل ته سفر هم کړی.

د ايران د کورنيو رسنيو د راپور له مخې، مظفري د شنبې ورځ د (لیندۍ ۱۵مه) د خراسان رضوي د دولت او خصوصي برخې د ګډې ناستې پر مهال وویل چې له افغانستان سره د ايران صادرات بايد په محسوس ډول زيات شي.

د خراسان رضوي والي په همدې غونډه کې زياته کړه: «زموږ ټينګار دا دی هغه توکي چې په افغانستان کې توليديږي، له بل هېواده ايران ته وارد نه شي؛ بلکې هماغه له افغانستانه راوړو او پر دې خبره موږ ټينګ ولاړ يو».

بل لور ته، د پاکستان د بهرنيو چارو وزارت وياند طاهر اندرابي څو ورځې مخکې ويلي وو چې پر ډیورنډ کرښه به دروازې يوازې په محدود ډول د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د لېږد لپاره پرانيستل شوي دي، خو د دواړو هېوادونو سوداګريزې راکړې ورکړې لا هم بندې دي.

د طالبانو او پاکستاني ځواکونو تر منځ تر سرحدي نښتو وروسته، اسلام‌اباد د تلې پر ۲۰مه نېټه د تورخم او چمن پوله په بشپړ ډول وتړله. پر ډیورنډ کرښه دلارو تړل کېدو او د سوداګرۍ درېدو له امله طالبانو هڅه کړې چې له سيمه ييزو هېوادونو په ځانګړي ډول ايران او ازبکستان سره سوداګريزې اړيکې پراخې کړي.