• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د طالبانو د ادعا خلاف، په تخار، کابل او هرات کې نشه‌یي توکي نیول شوي

۱۴ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۵ جولای ۲۰۲۶، ۱۰:۳۵ GMT+۱

سره له دې چې طالبان وايي په افغانستان کې یې د نشه‌یي توکو تولید او قاچاق تر ډېره مهار کړی، د دوی د کورنیو چارو وزارت تازه ویلي چې په تخار، کابل او هرات کې یې له ۳۰ زرو څخه ډېر نشه‌یي ټابلیټونه، لسګونه کیلوګرامه نشه‌یي توکي کشف کړي او ۱۲ کسان یې د قاچاق او پلور په تړاو نیولي دي.

د طالبانو د کورنیو چارو وزارت ویلي، د نشه‌یي توکو پر وړاندې د مبارزې ځواکونو یې په تخار، کابل او هرات ولایتونو کې د جلا عملیاتو پر مهال له ۳۰ زرو څخه ډېر نشه‌یي ټابلیټونه، شاوخوا ۸۲ کیلوګرامه نشه‌یي توکي او چرس کشف او ضبط کړي دي.

د وزارت په وینا، د تخار ولایت د مرکز تالقان ښار د درېیمې امنیتي حوزې په اړوندو سیمو کې نږدې څلور زره نشه‌یي ټابلیټونه او څلور کیلوګرامه چرس نیول شوي، او د کابل ښار د دولسمې امنیتي حوزې په مربوطاتو کې هم یو زر او ۴۵۹ نشه‌یي ټابلیټونه کشف او ضبط شوي دي. د دغو دوو عملیاتو په تړاو څلور کسان د نشه‌یي توکو د قاچاق او پلور په تور نیول شوي دي.

د طالبانو د معلوماتو له مخې، د تخار امنیه قوماندانۍ ځواکونو په یوه جلا عملیاتو کې د تالقان ښار د کلفګان، ملکیان او خطایان په سیمو کې اووه تنه د نشه‌یي توکو د قاچاق په تړاو نیولي او شاوخوا ۷۸ کیلوګرامه نشه‌یي توکي یې هم ضبط کړي دي.

په ورته وخت کې، د هرات ښار د پنځمې ناحیې په مربوطاتو کې هم یو کس له ۲۵ زره نشه‌یي ټابلیټونو سره نیول شوی دی.

دا په داسې حال کې ده چې طالبان ادعا کوي په افغانستان کې یې د نشه‌یي توکو کښت، تولید او قاچاق تر ډېره مهار کړی دی. خو د دوی د امنیتي ادارو له خوا نږدې هره ورځ د نشه‌یي توکو د کشف او ضبط د عملیاتو اعلانونه د دې ښکارندويي کوي چې دغه مواد لا هم د هېواد په بېلابېلو سیمو کې شتون لري او د قاچاق شبکې یې فعالې دي.

په همدې حال کې، یو شمېر ټولنیز او روغتیايي فعالان وایي، د «تابلیت کا» او «زیکپ» په څېر د نشه‌یي ګولیو کارول د ځوانانو ترمنځ مخ په زیاتېدو دي. د دوی په باور، د دغو موادو پراخ استعمال د عامې روغتیا او ټولنیز ثبات لپاره جدي اندېښنې راولاړوي.

ډېر لیدل شوي

بې‌روزګارۍ افغانان اړ کړي چې په سختو او قاچاقي لارو پاکستان ته تګ وکړي
۱

بې‌روزګارۍ افغانان اړ کړي چې په سختو او قاچاقي لارو پاکستان ته تګ وکړي

۲

پر ایران د امریکا د احتمالي «سختو بندیزونو» خبرداري افغان سوداګر اندېښمن کړي

۳
ځانګړی

طالبانو خپلو محلي چارواکو ته سپارښتنه کړې چې نور له سوداګرو د مدرسو په نامه پیسې وانخلي

۴

طالبانو د حسیب پنجشېري مړی د هغه کورنۍ ته وسپاره

۵

طالبانو یو وار بیا په هرات کې یوشمېر ښځې او نجونې نیولې دي