• العربية
  • فارسی
  • English
BrandBrand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د ملګرو ملتونو کارپوهان اروپا ته: افغانان مه شړئ او طالبانو ته مشروعیت هم مه ورکوئ

۳۰ تله ۱۴۰۵ - ۲۲ اکتوبر ۲۰۲۶، ۱۹:۲۴ GMT+۱تازه شوی: ۳۰ تله ۱۴۰۵ - ۲۲ اکتوبر ۲۰۲۶، ۲۱:۰۵ GMT+۱

د ملګرو ملتونو کارپوهانو له طالبانو سره د اړیکو عادي کولو او دې ډلې ته د مشروعیت ورکولو لپاره د ځینو اروپايي هېوادونو هڅې وغندلې. دوی د اروپايي ټولنې له غړو هېوادونو غوښتې چې د افغان پناه غوښتونکو له شړلو ډډه وکړي.

هغوی د اروپايي ټولنې له غړو هېوادونو وغوښتل چې د افغان پناه غوښتونکو له شړلو ډډه وکړي او خبرداری یې ورکړ چې بېرته لېږل شوي کسان ښايي له شکنجې، خپل‌سري نیونو او د بشري حقونو له نورو جدي سرغړونو سره مخ شي.

د ملګرو ملتونو دغو کارپوهانو د پنجشنبې په ورځ د تلې په ۳۰مه، له اروپايي هېوادونو څخه د افغان وګړو د ایستلو په اړه په یوه اعلامیه کې خپله اندېښنه څرګنده کړه. هغوی ټینګار وکړ چې د نړیوالو بشري حقونو او د کډوالو د حقونو د قوانینو له مخې، د اروپايي ټولنې غړي هېوادونه مکلف دي چې ناامنو هېوادونو ته د خلکو د بېرته لېږلو د منع اصل رعایت کړي.

دوی په افغانستان کې د بشري حقونو وضعیت کړکېچن وباله او ویې ویل چې ښځې او نجونې په پراخه او سیستماتیکه توګه له جنسیتي ځورونې او تعقیب سره مخ دي. د دغو کارپوهانو په وینا، دا ډول کړنې ښايي د بشریت پر ضد د جرمونو مصداق وګرځي.

د ملګرو ملتونو کارپوهانو همداراز خبرداری ورکړ چې قومي او مذهبي لږکي، د بشري حقونو مدافعان، خبریالان، د بېلابېلو جنسي تمایلاتو یا جنسیتي هویت لرونکي کسان، د پخوانیو امنیتي او دفاعي ځواکونو غړي او د افغانستان د پخواني حکومت یو شمېر کارکوونکي هم د شکنجې، خپل‌سري نیونو، له قانوني بهیر پرته وژنو او د بشري حقونو له نورو جدي سرغړونو سره مخ کېدای شي.

هغوی ټینګار وکړ چې د نړیوالو قوانینو له مخې، هېڅ هېواد باید یو څوک داسې ځای ته بېرته ونه لېږي چې هلته د شکنجې، جبري ورکېدو، خپل‌سري نیونې، وژنې یا د بشري حقونو د نورو جدي سرغړونو له خطر سره مخ وي.

د ملګرو ملتونو کارپوهانو له اروپايي هېوادونو وغوښتل چې د هر چا تر شړلو مخکې د هغه د شخصي شرایطو په پام کې نیولو سره احتمالي خطرونه وارزوي او د عادلانه محاکمې حق رعایت کړي. هغوی ټینګار وکړ چې ان د مقصد هېواد له لوري د ډیپلوماټیکو تضمینونو ترلاسه کول هم شړونکي هېوادونه له خپلو نړیوالو مکلفیتونو څخه نه شي معاف کولای.

له طالبانو سره د اړیکو عادي کولو په اړه خبرداری

د ملګرو ملتونو کارپوهانو خبرداری ورکړ چې د بشري حقونو د وضعیت د ښه کولو لپاره د روښانه شرایطو له ټاکلو پرته له طالبانو سره د اړیکو پراخول، د بشري حقونو د پراخو سرغړونو، په ځانګړې توګه د ښځو او نجونو د جنسیتي ځورونې او تعقیب، د عادي کېدو لامل کېدای شي.

هغوی وویل چې ځینې اروپايي هېوادونه د افغان وګړو د ایستلو د اسانتیا لپاره له طالبانو سره «تخنیکي» خبرې اترې روانې ساتي او د دې ډلې قونسلګري استازو ته یې هم په خپله خاوره کې د فعالیت اجازه ورکړې ده.

د ملګرو ملتونو دغو کارپوهانو له اروپايي هېوادونو وغوښتل چې په افغانستان کې د بشري حقونو د وضعیت د ښه کولو لپاره خپلې ډیپلوماټیکې هڅې زیاتې کړي. هغوی ټینګار وکړ چې تر هغو باید له طالبانو سره د اړیکو له عادي کولو او دې ډلې ته له مشروعیت ورکولو ډډه وشي، څو د پام وړ بدلونونه رامنځته شوي نه وي؛ په دغو بدلونونو کې له شپږم ټولګي پورته د نجونو د زده‌کړو او د ښځو د لوړو زده‌کړو د بندیزونو لغوه کول هم شامل دي.

د اعلامیې له مخې، د ملګرو ملتونو کارپوهانو خپلې اندېښنې په رسمي توګه له اروپايي ټولنې او د دې ټولنې د څو غړو هېوادونو له حکومتونو سره شریکې کړې دي.

له طالبانو سره د اروپايي هېوادونو د همکارۍ پراخېدل

د ملګرو ملتونو د کارپوهانو دغه خبرداری په داسې حال کې ورکول کېږي چې یو شمېر اروپايي هېوادونو د افغان وګړو د ایستلو د اسانتیا لپاره له طالبانو سره خپلې اړیکې او تخنیکي همکارۍ پراخې کړې دي.

د روان کال د سرطان په دویمه، د طالبانو یوه پنځه کسیزه پلاوي په بروکسل کې د اروپايي کمېسیون او د اروپايي ټولنې د ۱۵ غړو هېوادونو له استازو سره افغانستان ته د افغان وګړو د بېرته لېږلو په اړه خبرې وکړې. اروپايي کمېسیون دغه لیدنه «تخنیکي» وبلله او ټینګار یې وکړ چې دا د طالبانو د په رسمیت پېژندلو په معنا نه ده؛ خو د طالبانو د پلاوي مشر دغه لیدنه «تاریخي» وبلله.

جرمني افغانستان ته د افغان وګړو د شړلو بهیر بېرته پیل کړی او د دې بهیر د اسانتیا لپاره یې د طالبانو له استازو سره همکاري کړې ده. د خپرو شویو شمېرو له مخې، د روان کال د سنبلې تر ۲۵مې پورې، د جرمني د اوسني حکومت له واک ته رسېدو راهیسې ۲۶۳ افغان وګړي افغانستان ته شړل شوي دي.

اتریش هم افغانستان ته د افغان وګړو د شړلو د زمینې برابرولو لپاره له طالبانو سره تخنیکي اړیکې ټینګې کړې دي. ناروې هم د افغانستان د قونسلګریزو چارو او ډیپلوماټیکو استازولیو په برخه کې له دې ډلې سره تعامل کړی دی.

فرانسې هم د میزان په میاشت کې تایید کړه چې د ځینو هغو افغان وګړو د بېرته لېږلو لپاره یې له طالبانو سره تخنیکي خبرې پیل کړې دي چې په دغه هېواد کې قانوني استوګنه نه لري، او همداراز د هغو کسانو د ایستلو لپاره چې د فرانسوي چارواکو په اند امنیتي ګواښ ګڼل کېږي. د فرانسې د بهرنیو چارو وزارت ویلي چې په دې بهیر کې پناه غوښتونکي او ښځې شاملې نه دي.

دا همکارۍ په داسې حال کې پراخې شوې دي چې یادو هېوادونو طالبان د افغانستان د قانوني حکومت په توګه نه دي په رسمیت پېژندلي. خو منتقدان خبرداری ورکوي چې د افغانانو د شړلو لپاره له طالبانو سره همکاري ښايي په اروپا کې د دې ډلې د نفوذ او عملي مشروعیت د زیاتېدو لامل شي.

ډېر لیدل شوي

ازبکستان ولې د قوش‌تیپې کانال پر سر له طالبانو سره د تقابل پر ځای د تعامل لار غوره کړې؟
۱

ازبکستان ولې د قوش‌تیپې کانال پر سر له طالبانو سره د تقابل پر ځای د تعامل لار غوره کړې؟

۲

سنټرل ایشیا ټایمز: منځنۍ اسیا هېوادونه په افغانستان کې د داعـ .ـش له حضوره جدي اندېښه لري

۳

پخواني نظامیان: په کندهار کې د طالبانو د امر بالمعروف د محتسبانو له خوا تعقیبیږو

۴

ملګري ملتونه: په افغانستان کې مېلیونونه کسان له قحطۍ یوازې یو ګام لرې دي

۵

ملګري ملتونه: د کندوز روغتون په شپږو میاشتو کې ۳۰زره ناروغانو ته وړیا خدمتونه وړاندې کړي

•
•
•

نور خبرونه

تازه څیړنه: افغانستان ته شاوخوا ۱،۴ میلیارده ډالره مرستې له «محرمانه» لارو لېږدول شوې

۳۰ تله ۱۴۰۵ - ۲۲ اکتوبر ۲۰۲۶، ۱۵:۴۹ GMT+۱
100%

کابل څېړنیز انسټیټیوټ په خپل تازه راپور کې ویلي، چې افغانستان ته د بشري مرستو شاوخوا ۱،۴ میلیارده ډالره له هغو لارو له لارې لېږدول شوي چې په مالي اسنادو کې «محرمانه» ثبت شوې دي. دغه بنسټ ټینګار کړی چې د معلوماتو نه عام کېدل په دې معنا نه دي چې له مرستو ناوړه ګټه اخیستل شوې ده.

د دغه انسټیټیوټ مسوول نوید کاووسي د پنجشنبې په ورځ، د تلې په ۳۰مه، د خپل بنسټ د څېړنیز راپور د خپرېدو په خبري غونډه کې وویل، چې مرستندوی هېوادونه د ورکړل شویو پیسو او د هغو د ترلاسه کوونکو بنسټونو په اړه معلومات خپروي، خو د لومړنیو ترلاسه کوونکو له خوا د دغو پیسو تر حصول وروسته د هغو د برخلیک په اړه ډېر لږ معلومات شته.

هغه وویل: «د افغانستان هر وګړی حق لري پوه شي چې افغانستان ته څومره پیسې مرسته کېږي او دا پیسې چېرته ځي.»

نوموړي زیاته کړه چې د مرستو د لګښت په اړه د پلي کېدونکو پروګرامونو په کچه هېڅ داسې معلومات په عامه سرچینو کې نه دي خپاره شوي چې د کمپیوټري پروګرامونو له لارې د تحلیل وړ وي.

د کابل انسټیټیوټ مسوول ټینګار وکړ چې د دې څېړنې موندنې په دې معنا نه دي چې له مرستو اختلاس، حیف‌ومیل یا ناوړه ګټه اخیستنه شوې ده. د هغه په وینا، د راپور موخه د پیسو د لېږد په بهیر کې د روڼتیا د نشتوالي څرګندول دي.

کابل انسټیټیوټ د دې موضوع د څېړلو لپاره «افغانستان ته د مرستو د تعقیب» په نوم یو انلاین سیسټم جوړ کړی دی.

کاووسي وویل، چې دغه سیسټم د مرستندویو هېوادونو او مرستې ترلاسه کوونکو بنسټونو پر خپرو شویو معلوماتو ولاړ دی او په هغه کې اټکلي شمېرې نه دي کارول شوې.

د نوموړي په وینا، دغه سیسټم افغان وګړو، خبریالانو او څېړونکو ته دا زمینه برابروي چې د افغانستان لپاره د ژمنه شویو، تعهد شویو او ورکړل شویو مرستو کچه وڅېړي او د پیسو د لېږد بهیر تر هغه ځایه تعقیب کړي چې په اړه یې معلومات موجود وي.

کابل انسټیټیوټ همدارنګه موندلې چې د روان لمریز کال لپاره افغانستان ته له ژمنه شویو ۳،۷۸ میلیارده ډالرو مرستو څخه تر اوسه هېڅ اندازه پیسې افغانانو ته نه دي رسېدلې.

په کاناډا او فرانسه کې د افغانستان پخواني سفیر عمر صمد په دې انلاین غونډه کې وویل، چې افغانستان ته بشري مرستې د ۲۰۲۲ کال د اوج په پرتله شاوخوا ۸۰ سلنه کمې شوې دي، په داسې حال کې چې د خلکو اړتیاوې لا هم پراخې دي.

هغه د افغانستان اقتصادي او سیاسي وضعیت ته په اشارې وویل، چې د پراختیايي پروژو لپاره بهرنۍ مرستې نږدې په بشپړ ډول درېدلې دي او طالبان تر ډېره پر کورنیو عوایدو تکیه کوي.

صمد زیاته کړه چې افغانستان ته د پیسو د لېږد او د نړیوالو مرستو د لګښت څرنګوالی پوښتنې راپورته کوي.

د هغه په وینا، د بشري مرستو د لګښت په برخه کې د روڼتیا نشتوالی د خلکو باور کموي او افغانستان ته د نورو مرستو برابرول ستونزمنوي.

په استرالیا کې د اقتصاد او سولې انسټیټیوټ څېړونکي محب اقبال هم په دې انلاین غونډه کې وویل، چې افغانستان ته نړیوالې مرستې په پراخه کچه کمې شوې او پراختیايي پروګرامونه عملاً درېدلي دي.

د هغه په وینا، اوسني مرستندوی پروګرامونه تر ډېره د خوړو، لومړنیو روغتیايي خدمتونو او د خلکو د بېړنیو اړتیاوو پر پوره کولو متمرکز دي.

نوموړي زیاته کړه چې مرسته کوونکو هېوادونو په ۲۰۲۱، ۲۰۲۲ او ۲۰۲۳ کلونو کې هم هڅه کوله چې د افغانستان خلکو ته لومړني روغتیايي او د تغذیې خدمات برابر کړي، خو په ورپسې کلونو کې د دغو مرستو کچه نوره هم راټیټه شوې ده.

دغه څېړونکي خبرداری ورکړ چې د مالي سرچینو کمښت روغتیايي خدمات هم له ګواښ سره مخ کوي. د هغه په وینا، په تېرو یوه یا دوو کلونو کې داسې راپورونه خپاره شوي چې د بودجې د پرې کېدو له امله سلګونه روغتیايي کلینیکونه تړل شوي دي.

د بشري مرستو کارپوهې لیمې مرتضی ویلي، چې په افغانستان کې د مرستو په ډېرو پروګرامونو کې لوی نړیوال بنسټونه د منځګړو رول لوبوي او مرستې په عملي توګه د سیمه‌ییزو بنسټونو له لارې اړو کورنیو ته رسېږي.

مېرمن مرتضی وویل، چې د مرستو بهیر ډېری له مرستندویو هېوادونو پیلېږي او تر څو بنسټونو له تېرېدو وروسته اړو کورنیو ته رسېږي.

هغې څرګنده کړه چې د امریکا، جرمني او بریتانیا په څېر هېوادونه ملګرو ملتونو یا نورو لویو نړیوالو بنسټونو ته پام وړ پیسې ور کوي او دغه بنسټونه د پیسو یوه برخه سیمه‌ییزو ادارو ته لېږدوي، چې د مرستو د مستقیم وېش مسوولیت پر غاړه لري.

کېت کېلوګ: امریکا باید د طالبانو د واکمنۍ د بدیل لپاره افغان سیاسي جریانونه وارزوي

۳۰ تله ۱۴۰۵ - ۲۲ اکتوبر ۲۰۲۶، ۱۴:۴۴ GMT+۱
100%

د امریکا د پوځ متقاعد جنرال او د ملي امنیت پخواني چارواکي کېت کېلوګ په یوه مقاله کې د طالبانو د یوې مخالفې جبهې له یوه غړي سره د خپلې لیدنې یادونه کړې او ویلي یې دي چې امریکا باید د طالبانو د واکمنۍ د بدیل په لټه کې له باوري افغان سیاسي جریانونو سره اړیکې وساتي.

کېلوګ واشنګټن پوسټ ته په یوه مقاله کې چې د پنجشنبې په ورځ خپره شوې، لیکلي چې افغانستان د ازادۍ حرکت غړی الیاس فیضي غوریاني واشنګټن ته تللی و، څو د افغانستان د راتلونکي په اړه د خپل حرکت لیدلوری ورسره شریک کړي.

د کېلوګ په وینا، د افغانستان د ازادۍ حرکت هڅه کوي چې د افغان سیاسي او مخالفو جریانونو غږونه د یوې ګډې سیاسي تګلارې تر چتر لاندې سره راټول کړي. د هغه په لیکنه کې د دې تګلارې مهم محورونه مشروع حکومتولي، اقتصادي فرصتونه او د طالبانو له واکمنۍ وروسته د افغانستان راتلونکی بلل شوي دي.

کېلوګ ویلي چې له غوریاني سره یې خبرې لومړنۍ وې، خو هغه د دې فرصت هرکلی کړی چې د عملي سیاسي برنامې په بڼه د افغانستان د ازادۍ حرکت د موخو په اړه واوري.

هغه زیاته کړې چې د افغانانو په مشرۍ او د پراخ ایتلاف پر جوړولو د دغه حرکت ټینګار داسې پوښتنې راپورته کوي چې د لا ارزونې وړ دي.

د امریکا دغه پخوانی امنیتي چارواکی وايي، د افغانستان د ازادۍ حرکت د بریا معیار، د نورو نوظهورو سیاسي جریانونو په څېر، په افغانستان کې د خلکو د ملاتړ ترلاسه کول، د بېلابېلو ټولنو د یوځای کولو وړتیا او د حکومتولۍ لپاره د یوه باوري بدیل وړاندې کول دي.

کېلوګ په مقاله کې له واشنګټن غوښتي چې له هغو افغان سیاسي څېرو او جریانونو سره تعامل وکړي چې د طالبانو د واکمنۍ لپاره د یوه مشروع بدیل په لټه کې دي. د هغه په باور، امریکا باید د دغو جریانونو مشرتابه او د ملاتړ د جلبولو وړتیا وارزوي او په ورته وخت کې د ډیپلوماټیکو، اقتصادي او مالي ابزارو له لارې پر طالبانو فشار وساتي.

هغه ټینګار کړی چې دا ډول تعامل افغانستان ته د امریکايي ځواکونو د بیا لېږلو، د ملت‌جوړونې د نوې پروژې پیلولو یا د امریکايي مالیه ورکوونکو پر اوږو د نویو مالي لګښتونو د اچولو غوښتنه نه کوي. د کېلوګ په وینا، په افغانستان کې هر دوامدار بدلون باید د افغانانو له خوا رامنځته شي.

د افغانستان د ازادۍ حرکت له استازي سره د کېلوګ د لیدنې یادونه په داسې حال کې کېږي چې د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته د افغانستان د راتلونکي سیاسي جوړښت او د یوه بدیل نظام د رامنځته کېدو پر څرنګوالي بحثونه روان دي.

کېلوګ په خپله مقاله کې له افغانستان سره د امریکا د اړیکو پر بیا ارزولو او د افغان سیاسي جریانونو پر ارزونې ټینګار کړی، خو د افغانستان د ازادۍ حرکت د ملاتړ، په رسمیت پېژندلو یا ورسره د رسمي همکارۍ اعلان یې نه دی کړی.

کیلوګ د ټرمپ په دویمه اداره کې د اوکراین لپاره ځانګړی استازی و، چې په ۲۰۲۵ کال کې یې دنده پای ته رسېدلی ده.

د ننګرهار پوهنتون د سیمینارونو موضوعاتو د علمي لومړیتوبونو په اړه اندېښنې راپورته کړې

۳۰ تله ۱۴۰۵ - ۲۲ اکتوبر ۲۰۲۶، ۱۴:۴۴ GMT+۱
100%

د ننګرهار پوهنتون محصلینو ته د «سلام اچولو» د ارزښت او فضیلتونو په اړه د یوه سیمینار له جوړېدو وروسته، د ټولنیزو رسنیو یو شمېر کاروونکو د پوهنتون د لومړیتوبونو پر څرنګتیا نیوکې کړې دي. ځینو کاروونکو دا ډول سیمینارونه د محصلینو د علمي کچې له اړتیاوو سره نامتناسب بللي دي.

د ننګرهار پوهنتون د دعوت او ارشاد امریت په خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي چې د لیلیې محصلینو ته د سلام اچولو د اهمیت او فضیلتونو په اړه اصلاحي سیمینار وړاندې شوی دی.

د خبرپاڼې له مخې، د امام ابوحنیفه دیني جامعې استاد مفتي شاهدالله حقاني په دغه سیمینار کې د سلام دیني ارزښت، د مسلمانانو ترمنځ د مینې او ورورولۍ پیاوړتیا، د سلام اچولو او ځواب ورکولو اداب، شرعي حکم او ټولنیزې ګټې تشریح کړې دي.

خو د سیمینار د موضوع د اړتیا په اړه منتقدان او تبصره کوونکي وايي، چې پوهنتونونه باید د معاصرې نړۍ له علمي او ټکنالوژیک پرمختګ سره سم د محصلینو د مهارتونو، څېړنې او نوښت لپاره پروګرامونه جوړ کړي.

مسعود خان مسعودي په یوه تبصره کې د سلام اچولو د سیمینار او د نړۍ د علمي پرمختګ ترمنځ واټن ته اشاره کړې ده.

هغه لیکلي چې نړۍ د مصنوعي ځیرکتیا، چپونو، روبوټونو او فضايي پرمختګونو په اړه خبرې کوي، خو د ننګرهار پوهنتون محصلینو ته د سلام اچولو د طریقې په اړه سیمینار وړاندې کوي.

مسعودي پوښتنه کړې چې ولې هغه محصل چې باید په لابراتوار کې کمپیوټري کوډ زده کړي او د انجینرۍ ډیزاین وکړي، د دې پر ځای د سلام اچولو د ادابو په اړه سیمینار ته کېني. د هغه په باور، پوهنتونونه باید د محصلینو د مهارتونو د لوړولو لپاره کار وکړي، نه دا چې د لومړنیو ټولګیو موضوعات بیا تکرار کړي.

د نصیب‌الله په نامه بل تن د ټکنالوژۍ د پرمختګ یادونه کړې او په طنزیه ډول یې پوښتنه کړې چې ولې د ټکنالوژۍ په اړه سیمینارونه نه جوړېږي.

ضیا شمس جبارخېل هم له پوهنتونونو غوښتي چې له نړۍ سره د سیالۍ لپاره د اختراع، کشف او علمي پرمختګونو پر موضوعاتو تمرکز وکړي. هغه ویلي چې د سلام اداب د ماشومتوب له وخته خلکو ته ورښودل کېږي او پوهنتونونه باید د لویو علمي موخو لپاره کار وکړي.

دا ډول موضوعات باید په ښوونځیو کې تدریس شي

یو شمېر کاروونکو ویلي چې د سلام اچولو ارزښت او اداب د لومړنیو ښوونیزو ټولګیو له موضوعاتو څخه دي او په پوهنتون کې ورته د ځانګړي سیمینار جوړول د لوړو زده‌کړو د علمي کچې په اړه پوښتنې راپورته کوي.

د نثار احمد په نامه یو تن ویلي، چې ماشومان باید د سلام اچولو فضیلتونه د ښوونځي په لومړنیو ټولګیو کې زده کړي، په داسې حال کې چې پوهنتونونه باید د علمي مقالو او څېړنو پر پیاوړتیا تمرکز وکړي. هغه پوښتنه کړې چې که پوهنتونونه هم د لومړنیو ټولګیو موضوعات تدریسوي، نو د څېړنې او علمي فعالیتونو معیار به څنګه لوړ شي؟

د عمران یارمل په نامه بل تن نیوکه کړې، چې د سلام موضوع په دویم ټولګي کې زده‌کوونکو ته ورښودل کېږي او پوښتنه یې کړې چې ولې پوهنتون په داسې ابتدایي موضوعاتو بوخت شوی دی. هغه په طنزیه ډول د ننګرهار پوهنتون د «ننګرهار وړکتون» په نوم یاد کړی دی.

زمري ستانکزي هم پوښتنه کړې چې «ایا دا پوهنتون دی او که د ښوونځي لومړی ټولګی».

د نصیر احمد میاخېل په نامه بل کس ویلي، چې د سلام اچولو په اړه پوهه د خلکو د ماشومتوب له وخته د دیني بنسټونو ترڅنګ د فرهنګ برخه ګرځېدلې ده. د هغه په باور، په پوهنتون کې باید داسې سیمینارونه جوړ شي چې د ننني عصر له اړتیاوو سره تړاو ولري.

میاخېل د مصنوعي ځیرکتیا، څېړنې، د وخت مدیریت او تولیدیت، انګلیسي ژبې، علمي لیکنې، کمپیوټري مهارتونو او ډیجیټلي سواد په څېر موضوعات د محصلینو لپاره مهم بللي او ټینګار یې کړی چې د سیمینار موضوع باید د محصلینو د واقعي اړتیاوو پر بنسټ وټاکل شي.

د پوهنتون تدریسي کیفیت

د سیمینار په اړه ځینو تبصرو د پوهنتونونو د تدریسي کیفیت او علمي معیارونو موضوع هم راپورته کړې ده.

د ثناءالحق راسخ په نامه یو تن د سیمینار پر موضوع نیوکه کړې او ویلي یې دي چې د پوهنتونونو د تدریسي کتابونو کیفیت او معیارونو ته باید ډېره پاملرنه وشي. هغه د تعلیمي معیارونو د لوړولو غوښتنه کړې او د دې اړتیا یې مطرح کړې چې د پوهنتونونو علمي فعالیتونه باید د لوړو معیارونو له مخې وارزول شي.

د سیمینار په اړه د ځینو کاروونکو غبرګونونه طنزیه بڼه لري. یو شمېر کسانو د سلام د ادابو د تدریس د اړتیا په اړه پوښتنې کړې او په طنز یې د اودس ماتي او استنجا په څېر موضوعاتو لپاره د ورته سیمینارونو د جوړولو وړاندیز کړی دی.

د احمد ویاړ په نامه یوه کاروونکي په لنډه تبصره کې پوښتنه کړې چې «د استنجا کولو سیمینار به کله جوړېږي»

نوراغا میاخېل هم په طنزیه ډول د استنجا په اړه د راتلونکي سیمینار وړاندیز کړی او ویلي یې دي چې «موضوع دې په انګلیسي ژبه هم خپره شي، څو نړیوال ترې ګټه واخلي».

فردوس عمر د سیمینار په اړه په انتقادي ډول لیکلي چې ګواکې د ننګرهار محصلین تېر کال مسلمان شوي او اوس ورته د سلام فضیلت ورښودل کېږي.

امید فضلي هم د سیمینار په اړه د طنزیه غبرګون ترڅنګ د هېواد د وضعیت په اړه خواشیني څرګنده کړې ده.

له نیوکو سره سره، ځینو کاروونکو د سیمینار پر موضوع د خلکو د نیوکو او طنز په اړه اندېښنه څرګنده کړې او ویلي یې دي چې د سلام په څېر دیني او اخلاقي ارزښتونو ته باید په درنه سترګه وکتل شي.

د وحیدالله حسن په نامه یو تن د تبصرو په اړه لیکلي چې د خلکو له نظرونو داسې ښکاري چې دیني موضوعات ورته بې‌ارزښته شوي دي.

د سیمینار د ملاتړ کوونکو په نظر، دیني او اخلاقي پوهاوی هم د ټولنیز ژوند یوه مهمه برخه ده او د دې موضوعاتو په اړه خبرې کول پخپله د پوهنتون له رسالت سره په ټکر کې نه دي، خو منتقدانو یې ویلي، چې سلام په ښوونځیو او کورونو کې زده کیږي او د پوهنتون د سیمینارونو موضوعات باید علمي او د نوي عصر له اړتیاوو سره سم وي.

د پاکستان د پوځ او استخباراتو چارواکو د طالبانو د مخالفو وسله‌والو ډلو له مشرانو سره لیدلي

۳۰ تله ۱۴۰۵ - ۲۲ اکتوبر ۲۰۲۶، ۱۴:۰۳ GMT+۱
100%

د نیویارک ټایمز د د خپلو سرچینو له قوله ویلي، چې د پاکستان پوځي او استخباراتي چارواکو په وروستیو میاشتو کې د طالبانو د مخالفو وسله‌والو ډلو له مشرانو سره لیدلي او د احتمالي ملاتړ وړاندیز یې ورته کړی دی.

ورځپاڼې د یوه پاکستاني استخباراتي چارواکي، د ملي امنیت د یوه پخواني چارواکي چې د دغو لیدنو په اړه معلومات ورکړل شوي او د طالبانو ضد یوې وسله‌والې ډلې د یوه لوړپوړي افغان غړي له قوله لیکلي چې پاکستاني پوځي او استخباراتي چارواکو له دغو ډلو سره خبرې کړې دي.

د نړیوال کړکېچ ډلې د افغانستان چارو کارپوه ابراهیم بهیس وايي، چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ جګړه ښايي نوره هم پېچلې او له اټکل څخه ووځي، ځکه دواړه لوري نیابتي ډلو ته مخه کوي.

د هغه په وینا، د نیابتي ډلو ترمنځ تقابل مخ په زیاتېدو دی او دا د کړکېچ خطرناک پړاو دی.

د طالبانو او پاکستان ترمنځ جګړه د ۲۰۲۶ کال د فبرورۍ په وروستیو کې هغه مهال پراخه شوه چې پاکستان د طالبانو پر وړاندې د «پرانیستې جګړې» اعلان وکړ. د نیویارک ټایمز په وینا، دغې جګړې د سولې لپاره د څو میاشتو هڅې له خنډ سره مخ کړې او لږ تر لږه ۱۱۰۰ افغان ملکي وګړي یې مړه یا ټپیان کړي دي.

پاکستان تور لګوي چې په افغانستان کې مېشتې وسله‌والې ډلې پر کرښه ور اوړي او پر پاکستاني امنیتي ځواکونو بریدونه کوي. د راپور له مخې، د پاکستان امنیتي چارواکي او کارپوهان د دغو بریدونو زیاتوالی له ۲۰۲۱ کال راهیسې د افغان طالبانو له خوا وسله‌والو ته له برابر شوي مناسب چاپېریال سره تړي.

د راپور په وینا، د تحریک طالبان پاکستان زرګونه وسله‌وال له ډیورنډ کرښې تېرېږي او پر پاکستاني امنیتي ځواکونو بریدونه کوي. خو طالبانو په پاکستان کې د وسله‌والو بریدونو په ملاتړ کې د خپل لاس لرلو ادعاوې رد کړې دي.

د نیویارک ټایمز د راپور له مخې، چین، روسیې، ترکیې، سعودي عربستان او قطر د افغانستان او پاکستان ترمنځ د منځګړیتوب هڅې کړې، خو تر اوسه یې د جګړې د پای ته رسولو لپاره کومه څرګنده پایله نه ده لرلې.

چین په اپرېل میاشت کې د دواړو لورو ترمنځ د خبرو کوربه و، خو خبرې بې‌پایلې پای ته ورسېدې. همداراز، د اکتوبر په پنځمه په مسکو کې د سیمې د لسو هېوادونو په ګډون د افغانستان د امنیت په اړه غونډه د افغان او پاکستاني پلاویو ترمنځ د اختلافاتو له امله د ګډې اعلامیې له خپرولو پرته پای ته ورسېده.

د نړیوال کړکېچ ډلې کارپوه ابراهیم بهیس وايي، دواړه لوري پر خپلو دریځونو دومره ټینګ ولاړ دي چې هېڅ لوری، ان چین هم، نه شي کولای پر هغوی فشار راوړي او د دریځ بدلولو ته یې اړ کړي.

د پاکستان حکومت وايي، تر هغه به له طالبانو سره خبرې ونه کړي چې هغوی د وسله‌والو ډلو د ملاتړ د درولو ژمنه نه وي کړې. د اسلام‌اباد په یوه دولتي تمویل کېدونکي څېړنیز مرکز کې د افغانستان د پروګرام مشر اریش خان وايي، پاکستاني پوځي او سیاسي مشران تر هغه وخته پوځي اقدام یوازینۍ پاتې لاره ګڼي.

خو نوموړی خبرداری ورکوي چې دا ډول چلند ښايي طالبان دې ته وهڅوي چې پر پاکستان بریدکوونکو وسله‌والو ډلو ته لا ډېر ملاتړ برابر کړي. هغه وايي، د پاکستان اوسنی چلند ښايي د اوږدمهالې ستراتیژۍ پر ځای د راټولې شوې نارضایتۍ پایله وي او دا ډول نارضایتي په اوږدمهال کې د دوام وړ نه ده.

د راپور له مخې، د پولې دواړو غاړو ته ملکي وګړي د جګړې له امله له سختو ستونزو سره مخ دي.

د افغانستان او پاکستان د لارو تړل کېدو له امله سوداګرۍ ته ۲،۵ میلیارد ډالره زیان اوښتی

۳۰ تله ۱۴۰۵ - ۲۲ اکتوبر ۲۰۲۶، ۱۳:۴۷ GMT+۱
100%

پاکستاني رسنیو راپور ورکړی چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د سوداګرۍ د اوږدمهالې بندېدا له امله پاکستاني صادروونکي له درنو زیانونو سره مخ دي، توکي یې بند پاتې دي او د منځنۍ اسیا بازارونو ته بدیلې لارې هم خورا ګرانې پرېوځي.

د طالبانو او پاکستان ترمنځ تر خونړیو نښتو وروسته، تېر کال په اکټوبر میاشت کې د دواړو هېوادونو ترمنځ ټولې سوداګریزې لارې وتړل شوي.

د سوداګرو د اټکل له‌مخې، چې د کابل او اسلام اباد ترمنځ د سوداګرۍ بندښت له امله په تېر یوه کال کې سوداګرۍ ته ۲،۵ میلیارده ډالر زیان اوښتی دی.

د پاکستاني رسنیو د راپورونو له‌مخې، د کابل او اسلام اباد ترمنځ د سوداګرۍ بندښت له امله د پاکستان د درمل جوړولو صنعت سخت اغېزمن شوی، ځکه افغانستان یې د درملو تر ټولو لوی بازار دی.

د پېښور په حیات اباد کې د درملو یوې فابریکې مسوولان، چې لا هم پکې تولید دوام لري، د لارو تړل کېدو له امله اړ دې چې د خپلو تولیداتو پلور او لېږد له سره و ارزوي.

د دغې فاریکې ۷۰ سلنه بسته بندي شوي درمل د افغانستان او منځنۍ اسیا د بازارونو لپاره ځانګړي شوي وو، خو د فابریکې مسول جنید الطاف ویلي چې د لارو تړل کېدو له امله سخت زیانمن شوي دي.

الطاف زیاته کړې:« کله چې لار وتړل شوه، موږ لا له مخکې فرمایشونه ترلاسه کړي وو. د توکو یوه برخه چمتو وه او د یوې برخې تولید لا روان و.»

هغه زیاته کړه چې شرکت درانه زیانونه ګاللي دي. نوموړي زیاته کړې چې «د بسته‌بندۍ ځینې توکي په فارسي ژبه وو. د روسیې او ازبکستان لپاره بسته‌بندي په روسي ژبه وه. د بسته‌بندۍ دا ټول توکي وغورځول شول.»

د لارو بندښت له امله د خوراکي توکو او کرنیزو محصولاتو صادروونکي هم زیانمن شوي دي او د ډیورنډ کرښې پورې غاړې په سوداګرۍ کې د ښکېلو کارګرانو او سوداګریزو شرکتونو شبکه هم له ستونزو سره مخ شوې ده.

د وریژو، غوښې، مېوو او کچالو صادروونکي شرکت «اېم اېم الهي ټرېډرز» اجرایوي مشر او شریک مدیر منظور الهي وویل: «دا نه یوازې زما لپاره، بلکې د افغانستان او ازبکستان په سوداګرۍ کې د ټولو ښکېلو کسانو، د پېښور د سوداګریزې ټولنې، کارګرانو او د ګمرکي تصفیې د استازو لپاره ټکان ورکوونکی وضعیت و.»

د سوداګرۍ له ځنډېدو مخکې، د افغانستان او منځنۍ اسیا بازارونو د هغه د شرکت د عوایدو ۸۰ سلنه جوړوله، خو اوس دا ونډه پنځه سلنې ته راټیټه شوې ده.

اوږدې لارې او لوړ لګښتونه

په داسې حال کې چې له مهمو لارو څخه سوداګریزه لا هم بنده ده، د الهي په څېر صادروونکي د منځنۍ اسیا بازارونو ته د رسېدو لپاره د بدیلو لارو په لټه کې دي. په دغو لارو کې د ایران له لارې لېږد هم شامل دی، چې لګښتونه یې لوړ او سفرونه یې اوږده دي.

د ایران له لارې بدیله لاره د پاکستان د بلوچستان ایالت له سیمو تېرېږي، چې امنیتي ګواښونه پکې لوړ دي، او نږدې شپږ اونۍ وخت نیسي.

صادروونکي محمد نعیم وویل: «پخوا به د تورخم له لارې بار په یوه اونۍ کې ازبکستان ته رسېده او د لېږد لګښتونه به له دوه زره تر درې زره امریکايي ډالرو پورې وو. اوس د ایران له لارې د لېږد لګښت شاوخوا له ۱۰ زره تر ۱۳ زره ډالرو پورې دی».

هغه زیاته کړه: «که کوم توکی تاریخ تېر شي یا خراب شي، یوازینۍ حل‌لاره یې غورځول دي.»

اسلام‌اباد ویلي، تر هغه به له افغانستان سره سوداګري بېرته پیل نه کړي، څو د طالبانو اداره په خپله خاوره کې د فعالو وسله‌والو پر وړاندې اقدام ونه کړي.

شنونکي خبرداری ورکوي چې د پاکستان دا پرېکړه ښايي برعکس پایلې ولري، په داسې حال کې چې د دغه هېواد د ټولې سوداګرۍ کسر لا هم پراخېږي. دوی ټینګار کوي چې اقتصاد باید سیاسي نه شي.

د اقتصادي پالیسۍ د مشارکت بنسټ د څېړنو مشر وقار احمد د چین او هند ترمنځ سوداګرۍ ته په اشاره وايي، چې د دواړو هېوادونو ترمنځ د اوږدمهالو سیاسي او پوځي ترینګلتیاوو سربېره دوام لري. هغه د پاکستان د صادراتو د وضعیت په اړه هم خبرداری ورکړ او ویې ویل چې دغه هېواد اړتیا لري د پیسو نړیوال صندوق د پروګرام په چوکاټ کې د خپلو بهرنیو اسعارو زېرمې پیاوړې کړي. هغه زیاته کړه: «دا چې د پاکستان صادرات نه زیاتېږي، ډېر د اندېښنې وړ دي.»

نوموړي زیاته کړې«که دا پروګرام بریالی شي، نو د پاکستان د بهرنیو اسعارو زېرمې باید زیاتې شي.»

پاکستاني سوداګریزو ډلو له اسلام‌اباد او کابل نه غوښتي چې خپل اختلافونه د خبرو له لارې حل کړي، خو داسې نښې نشته چې دغه کړکېچ به په نږدې راتلونکي کې پای ته ورسېږي.