• العربية
  • فارسی
  • English
BrandBrand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د ننګرهار پوهنتون د سیمینارونو موضوعاتو د علمي لومړیتوبونو په اړه اندېښنې راپورته کړې

۳۰ تله ۱۴۰۵ - ۲۲ اکتوبر ۲۰۲۶، ۱۴:۴۴ GMT+۱

د ننګرهار پوهنتون محصلینو ته د «سلام اچولو» د ارزښت او فضیلتونو په اړه د یوه سیمینار له جوړېدو وروسته، د ټولنیزو رسنیو یو شمېر کاروونکو د پوهنتون د لومړیتوبونو پر څرنګتیا نیوکې کړې دي. ځینو کاروونکو دا ډول سیمینارونه د محصلینو د علمي کچې له اړتیاوو سره نامتناسب بللي دي.

د ننګرهار پوهنتون د دعوت او ارشاد امریت په خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي چې د لیلیې محصلینو ته د سلام اچولو د اهمیت او فضیلتونو په اړه اصلاحي سیمینار وړاندې شوی دی.

د خبرپاڼې له مخې، د امام ابوحنیفه دیني جامعې استاد مفتي شاهدالله حقاني په دغه سیمینار کې د سلام دیني ارزښت، د مسلمانانو ترمنځ د مینې او ورورولۍ پیاوړتیا، د سلام اچولو او ځواب ورکولو اداب، شرعي حکم او ټولنیزې ګټې تشریح کړې دي.

خو د سیمینار د موضوع د اړتیا په اړه منتقدان او تبصره کوونکي وايي، چې پوهنتونونه باید د معاصرې نړۍ له علمي او ټکنالوژیک پرمختګ سره سم د محصلینو د مهارتونو، څېړنې او نوښت لپاره پروګرامونه جوړ کړي.

مسعود خان مسعودي په یوه تبصره کې د سلام اچولو د سیمینار او د نړۍ د علمي پرمختګ ترمنځ واټن ته اشاره کړې ده.

هغه لیکلي چې نړۍ د مصنوعي ځیرکتیا، چپونو، روبوټونو او فضايي پرمختګونو په اړه خبرې کوي، خو د ننګرهار پوهنتون محصلینو ته د سلام اچولو د طریقې په اړه سیمینار وړاندې کوي.

مسعودي پوښتنه کړې چې ولې هغه محصل چې باید په لابراتوار کې کمپیوټري کوډ زده کړي او د انجینرۍ ډیزاین وکړي، د دې پر ځای د سلام اچولو د ادابو په اړه سیمینار ته کېني. د هغه په باور، پوهنتونونه باید د محصلینو د مهارتونو د لوړولو لپاره کار وکړي، نه دا چې د لومړنیو ټولګیو موضوعات بیا تکرار کړي.

د نصیب‌الله په نامه بل تن د ټکنالوژۍ د پرمختګ یادونه کړې او په طنزیه ډول یې پوښتنه کړې چې ولې د ټکنالوژۍ په اړه سیمینارونه نه جوړېږي.

ضیا شمس جبارخېل هم له پوهنتونونو غوښتي چې له نړۍ سره د سیالۍ لپاره د اختراع، کشف او علمي پرمختګونو پر موضوعاتو تمرکز وکړي. هغه ویلي چې د سلام اداب د ماشومتوب له وخته خلکو ته ورښودل کېږي او پوهنتونونه باید د لویو علمي موخو لپاره کار وکړي.

دا ډول موضوعات باید په ښوونځیو کې تدریس شي

یو شمېر کاروونکو ویلي چې د سلام اچولو ارزښت او اداب د لومړنیو ښوونیزو ټولګیو له موضوعاتو څخه دي او په پوهنتون کې ورته د ځانګړي سیمینار جوړول د لوړو زده‌کړو د علمي کچې په اړه پوښتنې راپورته کوي.

د نثار احمد په نامه یو تن ویلي، چې ماشومان باید د سلام اچولو فضیلتونه د ښوونځي په لومړنیو ټولګیو کې زده کړي، په داسې حال کې چې پوهنتونونه باید د علمي مقالو او څېړنو پر پیاوړتیا تمرکز وکړي. هغه پوښتنه کړې چې که پوهنتونونه هم د لومړنیو ټولګیو موضوعات تدریسوي، نو د څېړنې او علمي فعالیتونو معیار به څنګه لوړ شي؟

د عمران یارمل په نامه بل تن نیوکه کړې، چې د سلام موضوع په دویم ټولګي کې زده‌کوونکو ته ورښودل کېږي او پوښتنه یې کړې چې ولې پوهنتون په داسې ابتدایي موضوعاتو بوخت شوی دی. هغه په طنزیه ډول د ننګرهار پوهنتون د «ننګرهار وړکتون» په نوم یاد کړی دی.

زمري ستانکزي هم پوښتنه کړې چې «ایا دا پوهنتون دی او که د ښوونځي لومړی ټولګی».

د نصیر احمد میاخېل په نامه بل کس ویلي، چې د سلام اچولو په اړه پوهه د خلکو د ماشومتوب له وخته د دیني بنسټونو ترڅنګ د فرهنګ برخه ګرځېدلې ده. د هغه په باور، په پوهنتون کې باید داسې سیمینارونه جوړ شي چې د ننني عصر له اړتیاوو سره تړاو ولري.

میاخېل د مصنوعي ځیرکتیا، څېړنې، د وخت مدیریت او تولیدیت، انګلیسي ژبې، علمي لیکنې، کمپیوټري مهارتونو او ډیجیټلي سواد په څېر موضوعات د محصلینو لپاره مهم بللي او ټینګار یې کړی چې د سیمینار موضوع باید د محصلینو د واقعي اړتیاوو پر بنسټ وټاکل شي.

د پوهنتون تدریسي کیفیت

د سیمینار په اړه ځینو تبصرو د پوهنتونونو د تدریسي کیفیت او علمي معیارونو موضوع هم راپورته کړې ده.

د ثناءالحق راسخ په نامه یو تن د سیمینار پر موضوع نیوکه کړې او ویلي یې دي چې د پوهنتونونو د تدریسي کتابونو کیفیت او معیارونو ته باید ډېره پاملرنه وشي. هغه د تعلیمي معیارونو د لوړولو غوښتنه کړې او د دې اړتیا یې مطرح کړې چې د پوهنتونونو علمي فعالیتونه باید د لوړو معیارونو له مخې وارزول شي.

د سیمینار په اړه د ځینو کاروونکو غبرګونونه طنزیه بڼه لري. یو شمېر کسانو د سلام د ادابو د تدریس د اړتیا په اړه پوښتنې کړې او په طنز یې د اودس ماتي او استنجا په څېر موضوعاتو لپاره د ورته سیمینارونو د جوړولو وړاندیز کړی دی.

د احمد ویاړ په نامه یوه کاروونکي په لنډه تبصره کې پوښتنه کړې چې «د استنجا کولو سیمینار به کله جوړېږي»

نوراغا میاخېل هم په طنزیه ډول د استنجا په اړه د راتلونکي سیمینار وړاندیز کړی او ویلي یې دي چې «موضوع دې په انګلیسي ژبه هم خپره شي، څو نړیوال ترې ګټه واخلي».

فردوس عمر د سیمینار په اړه په انتقادي ډول لیکلي چې ګواکې د ننګرهار محصلین تېر کال مسلمان شوي او اوس ورته د سلام فضیلت ورښودل کېږي.

امید فضلي هم د سیمینار په اړه د طنزیه غبرګون ترڅنګ د هېواد د وضعیت په اړه خواشیني څرګنده کړې ده.

له نیوکو سره سره، ځینو کاروونکو د سیمینار پر موضوع د خلکو د نیوکو او طنز په اړه اندېښنه څرګنده کړې او ویلي یې دي چې د سلام په څېر دیني او اخلاقي ارزښتونو ته باید په درنه سترګه وکتل شي.

د وحیدالله حسن په نامه یو تن د تبصرو په اړه لیکلي چې د خلکو له نظرونو داسې ښکاري چې دیني موضوعات ورته بې‌ارزښته شوي دي.

د سیمینار د ملاتړ کوونکو په نظر، دیني او اخلاقي پوهاوی هم د ټولنیز ژوند یوه مهمه برخه ده او د دې موضوعاتو په اړه خبرې کول پخپله د پوهنتون له رسالت سره په ټکر کې نه دي، خو منتقدانو یې ویلي، چې سلام په ښوونځیو او کورونو کې زده کیږي او د پوهنتون د سیمینارونو موضوعات باید علمي او د نوي عصر له اړتیاوو سره سم وي.

ډېر لیدل شوي

طالبان او پاکستان؛ ایا روسیه به په هغه کار کې بریالۍ شي چې څلور هېوادونه پکې پاتې راغلي؟
۱

طالبان او پاکستان؛ ایا روسیه به په هغه کار کې بریالۍ شي چې څلور هېوادونه پکې پاتې راغلي؟

۲

ازبکستان ولې د قوش‌تیپې کانال پر سر له طالبانو سره د تقابل پر ځای د تعامل لار غوره کړې؟

۳

سنټرل ایشیا ټایمز: منځنۍ اسیا هېوادونه په افغانستان کې د داعـ .ـش له حضوره جدي اندېښه لري

۴

د قطر د دولت وزیره: افغانان باید د خپل هېواد د راتلونکي په ټاکلو کې مخکښ رول ولري

۵

پخواني نظامیان: په کندهار کې د طالبانو د امر بالمعروف د محتسبانو له خوا تعقیبیږو

•
•
•

نور خبرونه

د پاکستان د پوځ او استخباراتو چارواکو د طالبانو د مخالفو وسله‌والو ډلو له مشرانو سره لیدلي

۳۰ تله ۱۴۰۵ - ۲۲ اکتوبر ۲۰۲۶، ۱۴:۰۳ GMT+۱
100%

د نیویارک ټایمز د د خپلو سرچینو له قوله ویلي، چې د پاکستان پوځي او استخباراتي چارواکو په وروستیو میاشتو کې د طالبانو د مخالفو وسله‌والو ډلو له مشرانو سره لیدلي او د احتمالي ملاتړ وړاندیز یې ورته کړی دی.

ورځپاڼې د یوه پاکستاني استخباراتي چارواکي، د ملي امنیت د یوه پخواني چارواکي چې د دغو لیدنو په اړه معلومات ورکړل شوي او د طالبانو ضد یوې وسله‌والې ډلې د یوه لوړپوړي افغان غړي له قوله لیکلي چې پاکستاني پوځي او استخباراتي چارواکو له دغو ډلو سره خبرې کړې دي.

د نړیوال کړکېچ ډلې د افغانستان چارو کارپوه ابراهیم بهیس وايي، چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ جګړه ښايي نوره هم پېچلې او له اټکل څخه ووځي، ځکه دواړه لوري نیابتي ډلو ته مخه کوي.

د هغه په وینا، د نیابتي ډلو ترمنځ تقابل مخ په زیاتېدو دی او دا د کړکېچ خطرناک پړاو دی.

د طالبانو او پاکستان ترمنځ جګړه د ۲۰۲۶ کال د فبرورۍ په وروستیو کې هغه مهال پراخه شوه چې پاکستان د طالبانو پر وړاندې د «پرانیستې جګړې» اعلان وکړ. د نیویارک ټایمز په وینا، دغې جګړې د سولې لپاره د څو میاشتو هڅې له خنډ سره مخ کړې او لږ تر لږه ۱۱۰۰ افغان ملکي وګړي یې مړه یا ټپیان کړي دي.

پاکستان تور لګوي چې په افغانستان کې مېشتې وسله‌والې ډلې پر کرښه ور اوړي او پر پاکستاني امنیتي ځواکونو بریدونه کوي. د راپور له مخې، د پاکستان امنیتي چارواکي او کارپوهان د دغو بریدونو زیاتوالی له ۲۰۲۱ کال راهیسې د افغان طالبانو له خوا وسله‌والو ته له برابر شوي مناسب چاپېریال سره تړي.

د راپور په وینا، د تحریک طالبان پاکستان زرګونه وسله‌وال له ډیورنډ کرښې تېرېږي او پر پاکستاني امنیتي ځواکونو بریدونه کوي. خو طالبانو په پاکستان کې د وسله‌والو بریدونو په ملاتړ کې د خپل لاس لرلو ادعاوې رد کړې دي.

د نیویارک ټایمز د راپور له مخې، چین، روسیې، ترکیې، سعودي عربستان او قطر د افغانستان او پاکستان ترمنځ د منځګړیتوب هڅې کړې، خو تر اوسه یې د جګړې د پای ته رسولو لپاره کومه څرګنده پایله نه ده لرلې.

چین په اپرېل میاشت کې د دواړو لورو ترمنځ د خبرو کوربه و، خو خبرې بې‌پایلې پای ته ورسېدې. همداراز، د اکتوبر په پنځمه په مسکو کې د سیمې د لسو هېوادونو په ګډون د افغانستان د امنیت په اړه غونډه د افغان او پاکستاني پلاویو ترمنځ د اختلافاتو له امله د ګډې اعلامیې له خپرولو پرته پای ته ورسېده.

د نړیوال کړکېچ ډلې کارپوه ابراهیم بهیس وايي، دواړه لوري پر خپلو دریځونو دومره ټینګ ولاړ دي چې هېڅ لوری، ان چین هم، نه شي کولای پر هغوی فشار راوړي او د دریځ بدلولو ته یې اړ کړي.

د پاکستان حکومت وايي، تر هغه به له طالبانو سره خبرې ونه کړي چې هغوی د وسله‌والو ډلو د ملاتړ د درولو ژمنه نه وي کړې. د اسلام‌اباد په یوه دولتي تمویل کېدونکي څېړنیز مرکز کې د افغانستان د پروګرام مشر اریش خان وايي، پاکستاني پوځي او سیاسي مشران تر هغه وخته پوځي اقدام یوازینۍ پاتې لاره ګڼي.

خو نوموړی خبرداری ورکوي چې دا ډول چلند ښايي طالبان دې ته وهڅوي چې پر پاکستان بریدکوونکو وسله‌والو ډلو ته لا ډېر ملاتړ برابر کړي. هغه وايي، د پاکستان اوسنی چلند ښايي د اوږدمهالې ستراتیژۍ پر ځای د راټولې شوې نارضایتۍ پایله وي او دا ډول نارضایتي په اوږدمهال کې د دوام وړ نه ده.

د راپور له مخې، د پولې دواړو غاړو ته ملکي وګړي د جګړې له امله له سختو ستونزو سره مخ دي.

د افغانستان او پاکستان د لارو تړل کېدو له امله سوداګرۍ ته ۲،۵ میلیارد ډالره زیان اوښتی

۳۰ تله ۱۴۰۵ - ۲۲ اکتوبر ۲۰۲۶، ۱۳:۴۷ GMT+۱
100%

پاکستاني رسنیو راپور ورکړی چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د سوداګرۍ د اوږدمهالې بندېدا له امله پاکستاني صادروونکي له درنو زیانونو سره مخ دي، توکي یې بند پاتې دي او د منځنۍ اسیا بازارونو ته بدیلې لارې هم خورا ګرانې پرېوځي.

د طالبانو او پاکستان ترمنځ تر خونړیو نښتو وروسته، تېر کال په اکټوبر میاشت کې د دواړو هېوادونو ترمنځ ټولې سوداګریزې لارې وتړل شوي.

د سوداګرو د اټکل له‌مخې، چې د کابل او اسلام اباد ترمنځ د سوداګرۍ بندښت له امله په تېر یوه کال کې سوداګرۍ ته ۲،۵ میلیارده ډالر زیان اوښتی دی.

د پاکستاني رسنیو د راپورونو له‌مخې، د کابل او اسلام اباد ترمنځ د سوداګرۍ بندښت له امله د پاکستان د درمل جوړولو صنعت سخت اغېزمن شوی، ځکه افغانستان یې د درملو تر ټولو لوی بازار دی.

د پېښور په حیات اباد کې د درملو یوې فابریکې مسوولان، چې لا هم پکې تولید دوام لري، د لارو تړل کېدو له امله اړ دې چې د خپلو تولیداتو پلور او لېږد له سره و ارزوي.

د دغې فاریکې ۷۰ سلنه بسته بندي شوي درمل د افغانستان او منځنۍ اسیا د بازارونو لپاره ځانګړي شوي وو، خو د فابریکې مسول جنید الطاف ویلي چې د لارو تړل کېدو له امله سخت زیانمن شوي دي.

الطاف زیاته کړې:« کله چې لار وتړل شوه، موږ لا له مخکې فرمایشونه ترلاسه کړي وو. د توکو یوه برخه چمتو وه او د یوې برخې تولید لا روان و.»

هغه زیاته کړه چې شرکت درانه زیانونه ګاللي دي. نوموړي زیاته کړې چې «د بسته‌بندۍ ځینې توکي په فارسي ژبه وو. د روسیې او ازبکستان لپاره بسته‌بندي په روسي ژبه وه. د بسته‌بندۍ دا ټول توکي وغورځول شول.»

د لارو بندښت له امله د خوراکي توکو او کرنیزو محصولاتو صادروونکي هم زیانمن شوي دي او د ډیورنډ کرښې پورې غاړې په سوداګرۍ کې د ښکېلو کارګرانو او سوداګریزو شرکتونو شبکه هم له ستونزو سره مخ شوې ده.

د وریژو، غوښې، مېوو او کچالو صادروونکي شرکت «اېم اېم الهي ټرېډرز» اجرایوي مشر او شریک مدیر منظور الهي وویل: «دا نه یوازې زما لپاره، بلکې د افغانستان او ازبکستان په سوداګرۍ کې د ټولو ښکېلو کسانو، د پېښور د سوداګریزې ټولنې، کارګرانو او د ګمرکي تصفیې د استازو لپاره ټکان ورکوونکی وضعیت و.»

د سوداګرۍ له ځنډېدو مخکې، د افغانستان او منځنۍ اسیا بازارونو د هغه د شرکت د عوایدو ۸۰ سلنه جوړوله، خو اوس دا ونډه پنځه سلنې ته راټیټه شوې ده.

اوږدې لارې او لوړ لګښتونه

په داسې حال کې چې له مهمو لارو څخه سوداګریزه لا هم بنده ده، د الهي په څېر صادروونکي د منځنۍ اسیا بازارونو ته د رسېدو لپاره د بدیلو لارو په لټه کې دي. په دغو لارو کې د ایران له لارې لېږد هم شامل دی، چې لګښتونه یې لوړ او سفرونه یې اوږده دي.

د ایران له لارې بدیله لاره د پاکستان د بلوچستان ایالت له سیمو تېرېږي، چې امنیتي ګواښونه پکې لوړ دي، او نږدې شپږ اونۍ وخت نیسي.

صادروونکي محمد نعیم وویل: «پخوا به د تورخم له لارې بار په یوه اونۍ کې ازبکستان ته رسېده او د لېږد لګښتونه به له دوه زره تر درې زره امریکايي ډالرو پورې وو. اوس د ایران له لارې د لېږد لګښت شاوخوا له ۱۰ زره تر ۱۳ زره ډالرو پورې دی».

هغه زیاته کړه: «که کوم توکی تاریخ تېر شي یا خراب شي، یوازینۍ حل‌لاره یې غورځول دي.»

اسلام‌اباد ویلي، تر هغه به له افغانستان سره سوداګري بېرته پیل نه کړي، څو د طالبانو اداره په خپله خاوره کې د فعالو وسله‌والو پر وړاندې اقدام ونه کړي.

شنونکي خبرداری ورکوي چې د پاکستان دا پرېکړه ښايي برعکس پایلې ولري، په داسې حال کې چې د دغه هېواد د ټولې سوداګرۍ کسر لا هم پراخېږي. دوی ټینګار کوي چې اقتصاد باید سیاسي نه شي.

د اقتصادي پالیسۍ د مشارکت بنسټ د څېړنو مشر وقار احمد د چین او هند ترمنځ سوداګرۍ ته په اشاره وايي، چې د دواړو هېوادونو ترمنځ د اوږدمهالو سیاسي او پوځي ترینګلتیاوو سربېره دوام لري. هغه د پاکستان د صادراتو د وضعیت په اړه هم خبرداری ورکړ او ویې ویل چې دغه هېواد اړتیا لري د پیسو نړیوال صندوق د پروګرام په چوکاټ کې د خپلو بهرنیو اسعارو زېرمې پیاوړې کړي. هغه زیاته کړه: «دا چې د پاکستان صادرات نه زیاتېږي، ډېر د اندېښنې وړ دي.»

نوموړي زیاته کړې«که دا پروګرام بریالی شي، نو د پاکستان د بهرنیو اسعارو زېرمې باید زیاتې شي.»

پاکستاني سوداګریزو ډلو له اسلام‌اباد او کابل نه غوښتي چې خپل اختلافونه د خبرو له لارې حل کړي، خو داسې نښې نشته چې دغه کړکېچ به په نږدې راتلونکي کې پای ته ورسېږي.

د افغانستان په پوهنتونونو کې د نارینه محصلانو شمېر نږدې یو پر درېیمه کم شوی

۳۰ تله ۱۴۰۵ - ۲۲ اکتوبر ۲۰۲۶، ۱۳:۱۷ GMT+۱
100%

د یونسکو او یونیسف ګډ راپور ښيي چې په افغانستان کې د زده‌کړو ناورین د نجونو تر محرومیت ورهاخوا پراخ شوی دی. د راپور له مخې، د افغانستان په پوهنتونونو کې د نارینه محصلانو شمېر په ۲۰۱۹ کال کې له شاوخوا ۳۰۶ زرو څخه په ۲۰۲۶ کال کې ۲۰۸ زرو ته راکم شوی دی.

په راپور کې لوړو زده‌کړو ته د خلکو د لېوالتیا کمېدل په افغانستان کې د ښوونیز ناورین د پراخېدو نښه بلل شوې ده.

راپور همداراز له لوړو زده‌کړو څخه د ښځو د بشپړ محرومیت، په منځنیو ښوونځیو کې د هلکانو د ګډون د کمېدو او د کانکور ازموینې د ګډونوالو د شمېر د راټیټېدو یادونه کوي.

«په افغانستان کې د ۲۰۲۶ کال د زده‌کړو وضعیت» تر سرلیک لاندې راپور چې د اکتوبر په ۲۰مه خپور شوی، ښيي چې د کانکور ازموینې د ګډونوالو شمېر په ۲۰۲۰ کال کې له ۲۱۰ زرو څخه په ۲۰۲۳ کال کې شاوخوا ۸۴ زرو ته راکم شوی و. که څه هم دغه شمېر په ۲۰۲۶ کال کې شاوخوا ۱۱۸ زرو ته لوړ شوی، خو لا هم د طالبانو له واکمنېدو مخکې دورې له کچې سره د پام وړ واټن لري.

د راپور له مخې، پوهنتونونو ته د بریالیو کسانو شمېر هم په ۲۰۲۰ کال کې له شاوخوا ۸۱ زرو څخه په ۲۰۲۶ کال کې ۷۴ زره او ۵۰۰ تنو ته راکم شوی دی. خو پوهنتونونو ته د بریالیو کسانو کچه لوړه شوې او په ۲۰۲۰ کال کې له شاوخوا ۳۹ سلنې څخه په ۲۰۲۶ کال کې ۶۳ سلنې ته رسېدلې ده.

د راپور په وینا، دا ښيي چې پوهنتونونو ته د ننوتلو لپاره سیالي کمه شوې ده.

د لوړو زده‌کړو په برخه کې راپور د نارینه محصلانو د شمېر د کمېدو یادونه هم کوي. شمېرې ښيي چې د نارینه محصلانو شمېر په ۲۰۱۹ کال کې له شاوخوا ۳۰۶ زرو څخه په ۲۰۲۶ کال کې شاوخوا ۲۰۸ زرو ته راټیټ شوی دی.

دا کمښت په داسې حال کې دی، چې د نجونو له محرومېدو وروسته د افغانستان پوهنتونونه له مالي ستونزو سره هم مخ شوي دي.

100%

له کانکور ازموینې د نجونو بشپړ حذف

راپور د کانکور ازموینې له بهیر څخه د نجونو د بشپړ حذف کېدو یادونه هم کوي.

د خپرو شویو شمېرو له مخې، په ۲۰۲۰ کال کې شاوخوا ۸۰ زره نجونو د کانکور په ازموینه کې ګډون کړی و او په ۲۰۲۱ کال کې هم د ښځینه ګډونوالو شمېر له ۸۱ زرو څخه ډېر و. خو له ۲۰۲۳ کال راهیسې په کانکور ازموینه کې د ښځو د ګډون کچه صفر ښودل شوې ده.

یونسکو او یونیسف د راپور په یوه بله برخه کې وايي چې په ۲۰۲۱ کال کې د نجونو پرمخ د منځنیو ښوونځیو او لېسو له تړل کېدو راهیسې، له ۲،۶ میلیونو څخه ډېرې افغانې نجونې له منځنیو زده‌کړو بې‌برخې پاتې شوې دي.

د ملګرو ملتونو دغو دوو ادارو خبرداری ورکړی چې د وضعیت دوام نه یوازې پوهنتونونو ته د نجونو د ننوتلو فرصتونه له منځه وړي، بلکې د عام تصور خلاف، د زده‌کړو ناورین یوازې نجونې نه اغېزمنوي.

راپور وايي چې په ښوونځیو کې د هلکانو ګډون هم د کمېدو په حال کې دی او په منځنیو او لوړو ټولګیو کې د هغوی د نوم‌لیکنې کچه راټیټه شوې ده. د یونسکو او یونیسف په وینا، دغه بهیر ښيي چې په افغانستان کې د ډېرو ځوانانو لپاره له ښوونځي څخه پوهنتون او ورپسې د کار بازار ته د تګ لاره ورځ تر بلې تنګېږي.

راپور د پوهنتونونو د علمي کادر د کمزوري کېدو یادونه هم کوي. د پوهنتونونو د استادانو او تدریسي کارکوونکو شمېر په ۲۰۱۹ کال کې له شاوخوا ۱۸ زره او ۹۰۰ تنو څخه په ۲۰۲۵ کال کې شاوخوا ۱۲ زره او ۷۰۰ تنو ته راکم شوی دی. د ښځینه استادانو شمېر هم له شاوخوا ۲۶۰۰ تنو څخه څه باندې ۱۰۰ تنو ته راټیټ شوی دی.

یونسکو او یونیسف د پایلې په توګه ویلي، چې د افغانستان ښوونیز نظام له څو هم‌مهالو ناورینونو سره مخ دی، چې له زده‌کړو څخه د میلیونونو نجونو محرومیت او له پوهنتونونو د ښځو حذف کېدل، د هلکانو د ګډون کمېدل، د کانکور ازموینې د ګډونوالو د شمېر راټیټېدل، د محصلانو کمېدل او د علمي کادر کوچني کېدل پکې شامل دي.

دغو ادارو خبرداری ورکړی چې د دوامدارې پانګونې او پر زده‌کړو د محدودیتونو له لرې کولو پرته به د افغانستان د ښوونیز نظام وړتیا نوره هم کمزورې شي.

طالبانو د شیخ زاید ښارګوټي د ۵۲۱ اپارتمانونو مالکانو ته وروستی خبرداری ورکړی

۳۰ تله ۱۴۰۵ - ۲۲ اکتوبر ۲۰۲۶، ۱۲:۴۲ GMT+۱
100%

د طالبانو د کور او ښار جوړولو وزارت اعلان کړی چې د شیخ زاید ښارګوټي د هغو ۵۲۱ اپارتمانونو د بېرته اخیستو لپاره یې ټول اداري او تخنیکي چمتووالی بشپړ کړی، چې مالکانو یې په ټاکلي وخت کې د اپارتمانونو ۵۰ سلنه قسطونه نه دي ورکړي.

دغه وزارت په یوه خبرتیا کې ویلي چې د یادو اپارتمانونو د بېرته اخیستو پرېکړه قطعي ده او له ټاکلي ضرب‌الاجل وروسته به یې د عملي کولو لپاره اقدامات پیل شي.

وزارت له اړوندو اپارتمان‌لرونکو غوښتي چې د پرېکړې درناوی وکړي، د اپارتمانونو د بېرته اخیستو په بهیر کې له هر ډول خنډ او ځنډ څخه ډډه وکړي او له اړوندو ادارو سره همکاري وکړي.

په خبرتیا کې له هغو کسانو هم چې اپارتمانونه یې بېرته اخیستل کېږي، غوښتل شوي چې د خپلو ورکړل شویو پیسو د ترلاسه کولو لپاره د کور او ښار جوړولو وزارت ته مراجعه وکړي.

وزارت خبرداری ورکړی چې له ټاکلي ضرب‌الاجل وروسته به د اپارتمانونو د بېرته اخیستو بهیر عملي شي او د هر ډول سرغړونې په صورت کې به له اړوندو کسانو سره قانوني چلند وشي.

له دې وړاندې سرچینو افغانستان انټرنشنل ته ویلي وو، چې په کابل کې د شیخ زاید ښارګوټي ۵۲۱ اپارتمانونه د بېرته اخېستلو له خطر سره مخ دي او طالبانو د ۱۹ اپارتمانونو د تخلیې لومړنی نوملړ صادر کړی دی.

د ښارګوټي اوسېدونکي وایي، د قسطونو ورکولو ته چمتو دي، خو د پاتې پیسو د تادیې لپاره د اضافي مهلت غوښتنه یې تر اوسه نه ده منل شوې. د دوی په وینا، که د بېرته اخیستو بهیر عملي شي، سلګونه کورنۍ به د خپلو کورونو له لاسه ورکولو له خطر سره مخ شي.

د دغه ښارګوټي تر ۲۵۰ ډېرو اوسېدونکو د ډله‌ییزې عریضې له لارې د طالبانو د کور او ښارجوړولو وزارت، د عدلیې وزارت، د امر بالمعروف او نهی عن المنکر وزارت او د ریاست‌الوزرا له مقام څخه د پاتې قسطونو د سپارلو لپاره د مهلت غوښتنه کړې وه، خو طالبانو خپله پرېکړه پرېکنده بللې او مهلت یې نه دی ورکړی.

خو د طالبانو د کور او ښار جوړولو وزارت وايي، چې د شیخ زاید ښارګوټي د ۱۱۱ بلاکونو د ۳ زره او ۳۳۰ اپارتمانونو د تمویل بهیر په ۱۳۹۲ کال کې بشپړ شوی و او د ۱۳۹۳ کال د وري په ۳۱مه د پخواني حکومت د ولسمشر د حکم او د ځانګړې شرطپاڼې له مخې پر غوښتونکو ووېشل شول.

د وزارت په وینا، د اپارتمانونو د وېش پر مهال په شرطپاڼه کې راغلي وو چې مالکین باید خپل قسطونه پر ټاکلي وخت ورکړي او که یې ورنه کړي، اپارتمانونه به بېرته واخیستل شي. وزارت ادعا کوي چې د وخت په تېرېدو ډېرو اپارتمان‌لرونکو خپل قسطونه پر وخت نه دي ورکړي.

د وزارت د معلوماتو له مخې، له دې وروسته څو ځله له اپارتمان‌لرونکو غوښتل شوي چې خپل پاتې قسطونه ورکړي او لږ تر لږه یې ۵۰ سلنې ته ورسوي، خو د وزارت په وینا، دغو غوښتنو پایله نه ده ورکړې.

د طالبانو د کابینې د ۱۴۰۱لمریز کال د لړم ۱۴مې په ۱۶مه ګڼه مصوبه کې پرېکړه شوې وه چې که اپارتمان‌لرونکي د ۱۴۰۱ کال تر پایه خپل لږ تر لږه ۵۰ سلنه قسطونه ورکړي، ۱۰ سلنه تخفیف به ترلاسه کړي.

د وزارت په وینا، د اپارتمان‌لرونکو لپاره د قسطونو د ورکولو موده وروسته د ۱۴۰۲ کال د چنګاښ میاشتې تر پایه هم وغځول شوه، خو بیا هم د وزارت په ادعا، د قسطونو د ورکولو په برخه کې د پام وړ پایله ترلاسه نه شوه.

د وزارت د معلوماتو له مخې، د طالبانو د کابینې له پرېکړو وروسته موضوع د ددې ډلې د مشر هبت‌الله اخوندزاده دفتر ته هم وړاندې شوې وه. نوموړي په یوه حکم کې لارښوونه کړې وه چې اپارتمان‌لرونکو ته دې له دریو تر شپږو میاشتو پورې نور وخت ورکړل شي او که په دې موده کې بریالي نه شول، د بېرته اخیستو بهیر دې پیل شي.

وزارت وايي، د اپارتمانونو د بېرته اخیستو لپاره یې ځانګړې طرحه جوړه کړې، د اړوندو ادارو په ګډون یې کمېټه جوړه کړې او د عملي کار طریقه، د استرداد فورمې او عمومي نوملړ یې چمتو کړي دي.

د شیخ زاید ښارګوټی په ۲۰۱۸ کال کې د متحده عربي اماراتو په مالي مرسته جوړ او ګټې اخیستنې ته وسپارل شو. دغه ښارګوټی سلګونه استوګنیز واحدونه لري چې غوښتونکو ته په قسطي ډول ورکړل شوي دي.

له پاکستان نه د افغانانو اخراج په پېښور کې د سپینو زرو بازار سوړ کړی

۳۰ تله ۱۴۰۵ - ۲۲ اکتوبر ۲۰۲۶، ۱۱:۰۸ GMT+۱
•
خاطره اسحاقزۍ
100%

د پېښور د اندر شیر بازار په تنګو کوڅو کې هغه ګڼه ګوڼه چې پخوا یې افغان سوداګر، عمده پېرونکي او د ګاڼو مینه‌وال راکښل، اوس د ډېرو زرګرانو په وینا، کمه شوې ده. د افغانانو په وتلو سره په پېښور کې د سپینو زرو بازار سوړ شوی او د کلونو سوداګریزې اړیکې یې هم زیانمنې شوې دي.

هغه افغانان چې پخوا به یې له پېښوره سپین زر په عمده او پرچون ډول اخیستل او افغانستان او نورو هېوادونو ته یې لېږدول ، اوس ډېر کم لیدل کېږي. د پېښور د زرګرانو په وینا، د افغان کډوالو د اخراج او لارو بندیدو له امله یې کاروبار په بې‌ساري ډول کمزوری شوی دی.

سلیمان شینواری، چې د اندر شیر بازار زرګر دی، د دې تغییر اغېز په خپل ورځني کاروبار کې احساسوي.

هغه افغانستان انټرنشنل ته وویل، « پخوا ډېری افغانانو په عمده او پرچون ډول سپین زر اخیستل، خو د افغانانو له ستنېدو وروسته زموږ کاروبار نږدې ۸۰ سلنه کم شوی دی».

هغه وايي، افغانان د ده د هټۍ تر ټولو مهم پېرېدونکي وو. ځینو به سپین زر په عمده توګه اخیستل او افغانستان ته به یې لېږدول؛ ځینو به نورو هېوادونو ته صادرول او ځینو نورو به په پېښور کې له ده څخه مال اخیست، څو پر نورو زرګرانو او هټیوالو یې وپلوري.

100%
سلیمان شینواری، چې د اندر شیر بازار زرګر دی،د افغان کډوالو د اخراج اغیز په خپل ورځني کاروبار کې احساسوي.

د شینواري په څېر د پېښور ځینې زرګران دزرګرۍ د بازارونو په وصل کې د افغانانو اغیزناک رول یادوي، چې ددوی په وینا، «اوس خورا کمزوری شوی دی».

د سپینو زرو سوداګري سړه شوې

په پېښور کې د صدر بازار زرګر جانباز هم د کاروبار د کمېدو خبره کوي.

هغه افغانستان انټرنشنل ته وویل، ېچې پخوا یې د ورځې له ۱۵۰ زرو تر ۲۵۰ زرو پاکستانۍ کلدارو پورې خرڅلاو درلود، خو اوس، سره له دې چې د ودونو موسم دی، په ټوله اونۍ کې هم د ۱۰۰ زره کلدارو په ارزښت مال نه شي پلورلی.

ځینې افغانان د جانباز شلن کلن مشتریان وو او مال یې اخیست، بېرته به راتلل او د کاروبار یوه دوامداره اړیکه یې ورسره ساتله.

اوس، د هغه په وینا، د پېرونکو له کمېدو سره د بازار فعالیتونه ساړه شوي او د پېښور پر نورو کاروبارونو یې هم فشار راوړی دی.

100%
په کابل کې د سپینو زرو په یوه پلورنځي کې پخوانۍ دودیزې ګاڼې

د سپینو زرو په کاروبار کې د خامو موادو له پېرلو نیولې، د ګاڼو تر جوړولو، عمده پلور، پرچون خرڅلاو او نورو بازارونو ته تر لېږد پورې، ګڼ کسان له دې بهیره عاید ترلاسه کوي. کله چې پېرونکي کم شي، اغېز یې د کاروبار د همدې کړۍ پر نورو غړو هم وي.

د سپینو زرو د کاروبار ستونزې یوازې په پېښور پورې محدودې نه دي. په افغانستان کې هم یو شمېر سوداګر او زرګران وايي چې د خامو موادو د انتقال ستونزو، د لارو بندښت او د پېرونکو د کمېدو له امله یې بازار کمزوری شوی دی.

په هرات کې د خامو موادو سوداګر خان محمد محمدي افغانستان انټرنشنل ته وویل، چې د خامو سپینو زرو یوه برخه د افغانستان له کانونو ترلاسه کوي، خو ډېره برخه یې له ګاونډیو هېوادونو واردېږي. د هغه په وینا، وروستیو پېښو د خامو موادو د انتقال او سوداګرۍ بهیر ټکنی کړی دی.

په کندهار کې د سپینو زرو زرګر شاه محمد هم وايي، پخوا یې د کورنیو او بهرنیو پېرونکو لپاره ګاڼې جوړولې او د پاکستان له لارې یې بهرنیو بازارونو ته د خپلو محصولاتو د لېږلو امکان درلود.

هغه وايي، «له پخوانۍ لارې د مال لېږد یوڅه ارزانه تمامېده، خو اوس د بدیلو لارو کارول د انتقال لګښتونه لوړوي».

د سوداګرو په وینا، د لارو ستونزې په داسې وخت کې رامنځته شوې چې د کورنیو پېرونکو د پېرلو توان هم کم شوی دی.

د خامو موادو د بیو تغییر او د پېرېدونکو د کمښت اغېز پر سوداګرو یو شان نه دی. ځینې د وارداتو د لګښتونو له ډېرېدو سره مخ دي، ځینې د عمده پېرونکو د نشتوالي له امله د خرڅلاو کموالی ویني او ځینې نور بیا له بهرنیو بازارونو سره د اړیکو د محدودیتونو یادونه کوي.

100%
په کندهار کې د سپینو زرو زرګر شاه محمد هم وايي، پخوا یې د کورنیو او بهرنیو پېرونکو لپاره ګاڼې جوړولې او د پاکستان له لارې یې بهرنیو بازارونو ته د خپلو محصولاتو د لېږلو امکان درلود.

په مزارشریف او کابل کې هم بازار کمزوری شوی

د کابل په شهرنو کې د «زینت بانو» په نوم د سپینو زرو د ګاڼو په یوه کارځای کې حفیظه حیدري هڅه کوي چې د بازار له ستونزو سره سره خپل کاروبار روان وساتي.

حیدري پخوا د کابل په یوه ښوونځي کې ښوونکې وه. خو د ښوونځیو د دروازو له تړل کېدو وروسته، شاوخوا درې کاله وړاندې یې د زرګرۍ هنر ته مخه کړه.

اوس هغه له شپږو نورو ښځو سره د سپینو زرو ګاڼې جوړوي؛ ګوتمۍ، لاس‌بندونه، د ګاڼو سیټونه او هغه زیورات چې له طبیعي ډبرو سره یوځای ډیزاین کېږي.

هغې د خپل کارځای له لارې نورو ښځو ته هم د کار او د یوه نوي هنر د زده کړې فرصت برابر کړی دی.

د هغې په وینا، په کارځای کې ورسره داسې نجونې هم کار کوي چې د ښوونځي تر لسم ټولګي یا د پوهنتون تر درېیم سمستر پورې یې زده کړې کړې وې، خو پر زده کړو د طالبانو له بندیزونو وروسته اوس غواړي د زرګرۍ هنر زده کړي او له همدې لارې د خپل ژوند لپاره د عاید سرچینه پیدا کړي.

خو د دې کوچني کارځای د دوام لپاره یوازې مهارت کافي نه دی. حیدري وايي، کمه پانګه، د خامو موادو لوړې بیې، د لارو بندښت، د اړینو وسایلو نشتوالی او د بازارموندنې محدود فرصتونه یې د کار د پراختیا مخه نیسي.

هغې د زرګرۍ هنر له خپل پلاره زده کړی، خو اوس یې د اقتصادي اړتیاوو او د کارموندلو د محدودو فرصتونو له امله دې مسلک ته مخه کړې ده.

حیدري وايي، پخوا به خام سپین زر له پاکستان نه په یوڅه ارزانه بیه ترلاسه کېدل، خو د لارو د ستونزو له امله اوس د موادو د برابرولو لګښتونه لوړ شوي دي. په ورته وخت کې د خلکو د اقتصادي وضعیت خرابېدو د ګاڼو د پېرلو توان هم کم کړی دی.

حیدري غواړي خپل کاروبار پراخ کړي، نورو ښځو ته روزنه ورکړي او د لاسي ګاڼو لپاره نوي پېرونکي پیدا کړي. د هغې محصولات د انلاین پلور له لارې هم بازار ته وړاندې کېږي، خو د کار د پراختیا لپاره لا ډېرو امکاناتو ته اړتیا لري.

100%
مېرمن حیدري غواړي خپل کاروبار پراخ کړي، نورو ښځو ته روزنه ورکړي او د لاسي ګاڼو لپاره نوي پېرونکي پیدا کړي.

د افغانستان په شمال کې هم د سپینو زرو ځینې زرګران د بازار د کمزورۍ خبره کوي.

په مزارشریف کې علي جواد، چې له ۱۵ کلونو راهیسې د سپینو زرو په کاروبار بوخت دی، وايي، پخوا یې بازار ښه و، پېرونکي ډېر وو او انلاین پلور یې هم درلود. خو د هغه په وینا، په وروستیو څو میاشتو کې بازار پیکه شوی دی.

په کابل کې د سپینو زرو هټۍوال احمد منیب د دې صنعت نورې ستونزې یادوي.

د هغه په وینا، د خامو سپینو زرو د بیو پرله‌پسې تغییر، د عصري وسایلو کمښت، له نړیوالو بازارونو سره محدودې اړیکې او د صادراتو پر وړاندې قانوني ستونزې د زرګرۍ د صنعت د ودې مخه نیسي.

منیب وايي، د بازار د پراختیا لپاره باید د ګاڼو ډیزاینونه نوي شي او تولیدوونکو ته د صادراتو زمینه برابره شي.

د هغه په اند، د سپینو زرو د صنعت د ودې لپاره د خامو موادو منظمې عرضې، د تولید وسایلو، د بازارموندنې وړتیا او له بهرنیو پېرونکو سره سوداګریزو اړیکو ته اړتیا ده.

ارزانه خام مواد، خو ګرانې جوړې شوې ګاڼې

د افغانستان د زرګرانو د اتحادیې د معلوماتو له مخې، د خالصو سپینو زرو د یوه ګرام بیه شاوخوا له ۱۳۲ تر ۱۳۳ افغانیو پورې ده. خو د جوړو شویو او ډیزاین شویو ګاڼو بیه تر دې ډېره لوړه وي او د عیار، ډیزاین، کیفیت او د جوړولو د مزدورۍ له مخې توپیر کوي.

د اتحادیې د مسوولانو په وینا، د ډیزاین شويو سپینو زرو د یوه ګرام بیه په ځینو مواردو کې له ۱۷۰۰ تر ۳۵۰۰ افغانیو پورې رسېږي. دا بیې د محصول د ډول او د جوړولو د کار له مخې بدلېږي.

په دې صنعت کې د خام فلز بیه د وروستي محصول د بیې یوازې یوه برخه ده. د ګاڼې ډیزاین، لاسي کار، د جوړولو وخت، د کارګر مهارت او د محصول د پلور بازار ټول د هغې پر وروستۍ بیه اغېز لري.

100%
د ډیزاین شويو سپینو زرو د یوه ګرام بیه په ځینو مواردو کې له ۱۷۰۰ تر ۳۵۰۰ افغانیو پورې رسېږي.

ځینې زرګران د سپینو زرو له موادو څخه د سرو زرو د ګاڼو د ډیزاین او جوړولو په بهیر کې هم کار اخلي. د دوی په وینا، سپین زر کله ناکله د طرحې د لومړني جوړښت لپاره کارول کېږي، څو د وروستي محصول بڼه او جوړښت مشخص شي.

په افغانستان کې د دغه فلز ګاڼې د ښځو د سینګار، دودیزو جامو او د بېلابېلو سیمه‌ییزو فرهنګي دودونو برخه جوړوي.

غاړکۍ، ګوتمۍ، بنګړي، لاس‌بندونه او نور زیورات په بېلابېلو سیمو کې ځانګړي ډیزاینونه او هنري بڼې لري.

د زرګرانو او هنرپوهانو په وینا، د سپینو زرو د صنعت کمزوري کېدل د هغو مهارتونو د لېږد بهیر هم له ستونزو سره مخ کولای شي چې له یوه نسل څخه بل ته انتقالېږي.

د افغانستان د زرګرانو د اتحادیې رییس احمدبشیر احسان زاده وايي، چې د سرو او سپینو زرو صنعت د هېواد د اقتصادي شتمنۍ یوه برخه ده او د دې صنعت د پیاوړتیا لپاره ملاتړ ته اړتیا ده.

د هغه په وینا، هر څومره چې د زرګرۍ صنعت په خپلو پښو ودرېږي، همغومره به د هېواد د شتمنۍ د ساتنې او د کورني تولید د پراختیا زمینه برابره شي.

د اتحادیې مسوولان هم د ګاونډیو هېوادونو له لارې د سوداګرۍ پر وړاندې د ستونزو، د ترانسپورټي لګښتونو د لوړېدو او د خامو موادو د انتقال د محدودیتونو یادونه کوي. د دوی په وینا، د کورنۍ تقاضا کمېدو هم د سپینو زرو بازار بې خونده کړی دی.