هغه وايي، افغانان د ده د هټۍ تر ټولو مهم پېرېدونکي وو. ځینو به سپین زر په عمده توګه اخیستل او افغانستان ته به یې لېږدول؛ ځینو به نورو هېوادونو ته صادرول او ځینو نورو به په پېښور کې له ده څخه مال اخیست، څو پر نورو زرګرانو او هټیوالو یې وپلوري.
د افغانستان او پاکستان ترمنځ روانه شخړه، چې د ۲۰۲۶ کال په فبرورۍ کې د پاکستان له لوري د «پرانیستې جګړې» تر اعلان وروسته سخته شوه، لا هم دوام لري. راپورونه ښيي چې دواړه لوري په زیاتېدونکي ډول پر نیابتي وسلهوالو ډلو تکیه کوي او دې وضعیت د شخړې د لا پراخېدو اندېښنې راپارولي دي.
د نیویارک ټایمز د راپور له مخې، چین، روسیې، ترکیې، سعودي عربستان او قطر د کابل او اسلاماباد ترمنځ د منځګړیتوب هڅې کړي؛ خو تر اوسه یې کومه عملي پایله نه ده لرلې.
راپور لیکي ، چې د شنبې ورځې په وروستیو نښتو کې د پاکستان پوځ ادعا وکړه چې د ډيورنډ کرښې په اوږدو کې یې د افغان ځواکونو یو پوځي مرکز له منځه وړی او یو شمېر افغان سرتېري یې وژلي دي. خو د طالبانو تر واک لاندې سیمهییزو چارواکو دغه ادعا رد کړه او ویې ویل چې په نښته کې ۱۳ پاکستاني سرتېري وژل شوي دي.
د بحران نړیوالې ډلې شنونکي ابراهیم بهیس نیویارک ټایمز ته ویلي، د شخړې تر ټولو خطرناک اړخ دا دی چې دواړه خواوې نیابتي ډلو ته مخه کوي. د هغه په وینا، پر طالبانو تور دی چې د پاکستان ضد وسلهوال نه مهاروي او په ورته وخت کې پاکستان د طالبانو له مخالفو وسلهوالو ډلو سره د اړیکو پراخولو لېوالتیا ښيي.
راپور وايي، طالبانو د سپټمبر په ۲۷مه ادعا وکړه چې ۲۸ وسلهوال یې وژلي او ۳۲ نور یې نیولي چې له پاکستان څخه افغانستان ته اوښتي وو. پاکستان دا ادعاوې رد کړې او بېاساسه یې بللې دي.
د راپور له مخې، په وروستیو میاشتو کې د پاکستان پوځي او استخباراتي چارواکو د طالبانو ضد وسلهوالو ډلو له مشرانو سره لیدلي دي. سرچینې وایي، په دغو لیدنو کې د احتمالي ملاتړ موضوع هم مطرح شوې ده.
روانې شخړه د دواړو هېوادونو پر ملکي وګړو هم دروند اغېز کړی دی. راپور وايي، د جګړې له پراخېدو راهیسې لږ تر لږه ۱۱۰۰ افغان ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې ده. بل لور ته، د سویلي اسیا د ترهګرۍ د څار مرکز د معلوماتو له مخې، سږ کال په پاکستان کې د وسلهوالو بریدونو له امله تر ۷۳۰ زیات ملکي وګړي وژل شوي یا ټپیان شوي دي.
پاکستان د شخړې اصلي لامل د تحریک طالبان پاکستان (ټيټيپي) فعالیتونه بولي. اسلاماباد ادعا کوي چې د دغې ډلې زرګونه غړي د افغانستان له خاورې د پاکستان پر ضد بریدونه کوي. طالبان بیا دا تورونه په وار وار رد کړي او ویلي یې دي چې د پاکستان پر ضد د هېڅ وسلهوالې ډلې ملاتړ نه کوي.
سره له دې چې دواړه لوري په ښکاره د خبرو اترو ملاتړ کوي، پاکستان ټینګار لري چې تر هغو به له طالبانو سره مذاکرات ونه کړي، څو هغوی د پاکستان ضد وسلهوالو ډلو د فعالیتونو مخه نه وي نیولې.
شنونکي خبرداری ورکوي چې د پوځي فشارونو او نیابتي جګړې پراخېدل ښايي شخړه لا اوږده او پېچلې کړي او تر ټولو ستر زیان به یې بیا هم ملکي وګړو ته ورسېږي.
د افغانستان په اړه د یونیسف د ۲۰۲۶ کال د اقلیمي خطرونو راپور ښيي چې د دغه هېواد له شاوخوا ۲۱ میلیونه ماشومانو څخه تر ۸،۸ میلیونو ډېر، یعنې ۴۱ سلنه، له لږ تر لږه درېیو اقلیمي ګواښونو سره مخ دي. په دغو ګواښونو کې سخته ګرمي، د تودوخې څپې، وچکالي، سېلابونه او د شګو او دوړو توپانونه شامل دي.
د یونیسف په وینا، په افغانستان کې له ۵۰ سلنې ډېر ماشومان له اوږدو او ډېر تکرارېدونکو تودوخې څپو سره مخ دي. دغه خطرونه د خوړو او پاکو اوبو پر لاسرسي هم اغېز کوي او د ماشومانو د خوارځواکۍ خطر زیاتوي.
د روغتیا نړیوال سازمان په نوي چوکاټ کې سپارښتنه کړې چې هېوادونه د سختې ګرمۍ پر مهال د وخت مخکې زېږون، مړو زېږونونو، د کم وزن ماشومانو، د امیندوارۍ پر مهال د لوړ فشار، د ماشومانو د مړینې او روغتیايي مرکزونو ته د مراجعې شمېر وڅاري. د ښوونځیو د زدهکوونکو حاضري هم د دې معلومولو لپاره مهمه ده چې ګرمي د ماشومانو پر ورځني ژوند څه اغېز کوي.
د سازمان د جنسي، تولیدي، میندو، ماشومانو او تنکیو ځوانانو د روغتیا او زړښت څانګې مشرې، پاسکال الوټي ویلي: «ګرمي لا له وړاندې زموږ پر تر ټولو زیانمنونکو ډلو، په ګډون د امیندوارو ښځو، نویو زېږېدلو ماشومانو او کوچنیانو، اغېز کوي. خو هغه څه چې روغتیايي نظامونه یې نه شمېري، پر وړاندې یې اقدام هم نه شي کولای.»
د راپور له مخې، د روغتیايي معلوماتو او د هوا د تودوخې د کچې یوځای څارنه کولی شي له چارواکو سره مرسته وکړي چې د ګرمۍ پر مهال غیرعادي بدلونونه وپېژني، روغتیايي مرکزونه د مراجعینو د زیاتېدو لپاره چمتو کړي، امیندوارو ښځو او کورنیو ته خبرداری ورکړي او تر ټولو زیانمنې ټولنې په نښه کړي.
د روغتیا نړیوال سازمان له هېوادونو غوښتي چې د خپلو شرایطو له مخې د ګرمۍ د روغتیايي خطرونو د مدیریت پلانونه جوړ او پلي کړي، د وختي خبرداریو سیستمونه پیاوړي کړي او د امیندوارو ښځو، نویو زېږېدلو ماشومانو او کوچنیانو د ساتنې لپاره پر وخت اقدامات وکړي.
طالبانو د واخان له لارې له چین سره د افغانستان د نښلولو لپاره نوی سړک پرانیستی، خو چین لا هم خپله پوله د منظمې سوداګرۍ لپاره نه ده پرانیستې. د «ډیپلومات» مجلې د راپور له مخې، طالبان دا لاره د سوداګرۍ د پراختیا وسیله بولي، خو چین پرې تر ډېره د امنیت له نظره تمرکز کوي.
د طالبانو د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزیر عبداللطیف منصور د سړک د پرانیستلو په مراسمو کې ویلي، دغه پروژه د افغانستان لپاره «سیاسي، اقتصادي او ستراتیژیک اهمیت» لري. نوموړي ټینګار کړی چې په پروژه کې بهرنیو انجنیرانو او سلاکارانو برخه نه ده اخیستې او ټول کارونه افغان انجنیرانو ترسره کړي دي.
د بدخشان والي رحمتالله نجیب هم د دې پروژې پرانیستل مهم پرمختګ بللی او ویلي یې دي چې د هېواد له ۴۵ کلنې جګړې وروسته افغانان د هېواد په یوه لرې پرته سیمه کې د داسې یوې لویې پروژې د بشپړېدو شاهدان دي.
د طالبانو د اقتصادي چارو د مرستیال دفتر ویلي، دغه لاره به افغانستان ته له چین څخه د توکو د واردولو او چین ته د صادراتو مستقیم فرصت برابر کړي. د یاد دفتر په وینا، د دواړو هېوادونو کلنۍ سوداګري له یو میلیارد ډالرو زیاته ده.
خو د «ډیپلومات» د راپور لیکونکی د دې لارې د پراخې سوداګریزې کارونې په اړه شک څرګندوي. د راپور له مخې، چین نه یوازې د سړک د پرانیستلو په مراسمو کې خپل استازی نه و لېږلی، بلکې د پروژې د بشپړېدو په اړه یې په ډیپلوماتیکه کچه هم څرګند غبرګون نه دی ښودلی.
راپور زیاتوي، چین له یوې لسیزې وړاندې د افغانستان پر پوله شاوخوا ۷۶ کیلومتره سړک جوړ کړی و، خو موخه یې د سوداګرۍ پراختیا نه، بلکې د سرحدي ځواکونو د ګزمې او امنیتي څارنې اسانه کول وو. د چین رسنۍ دغه پوله د ترهګرۍ پر وړاندې مهمه امنیتي جبهه بولي.
د راپور له مخې، د چین یوه مهمه اندېښنه د ختیځ ترکستان اسلامي غورځنګ (ETIM) فعالیتونه دي. بیجینګ له طالبانو غواړي چې د اویغوري بېلتون غوښتونکو ډلو غړو ته اجازه ورنه کړي چې د افغانستان خاوره د چین په شینجیانګ سیمه کې د خپلو فعالیتونو لپاره وکاروي. د راپور لیکونکی وايي، تر هغه چې طالبان د چین امنیتي اندېښنې لرې نه کړي، د دې لارې سوداګریز فعالیتونه به له جدي خنډونو سره مخ وي.
بلخوا، د افغانستان او پاکستان ترمنځ د سوداګرۍ ځنډېدو د واخان د لارې اهمیت زیات کړی دی. د راپور په وینا، طالبان غواړي د دې لارې په فعالولو سره د پاکستان پر سوداګریزو لارو تکیه کمه کړي او له چین سره مستقیمې اړیکې پراخې کړي.
د افغانستان د اقتصادي چارو د مرستیال دفتر ویلي: «د واخان دهلېز په پرانیستل کېدو سره به افغانستان د ګاونډیو هېوادونو له فشار څخه د تل لپاره خلاص شي؛ هغه هېوادونه چې د کراچۍ لار، د ګوادر بندر او چابهار د سیاسي موخو لپاره کاروي او هر کال زموږ سوداګرو او هېوادوالو ته درانه مالي زیانونه اړوي.»
خو د راپور لیکوال وايي، د چین او منځنۍ اسیا ترمنځ لا له وړاندې مستقیمې سوداګریزې لارې شته، نو دا روښانه نه ده چې چین به ولې د خپلو توکو د لېږد لپاره د افغانستان له لارې کار واخلي. د راپور په ارزونه، د واخان سړک ښايي د افغانستان د سوداګرۍ لپاره بدیل مسیر برابر کړي، خو د چین له لوري د پولې تر پرانیستل کېدو او د امنیتي اندېښنو تر حل کېدو پورې به د یوې پراخې سیمهییزې سوداګریزې لارې په توګه د کارېدو امکان محدود وي.