• العربية
  • فارسی
  • English
BrandBrand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د افغانستان له جګړې تر مکسیکو؛ د سي‌ای‌اې دوو وژل شوواجنټانو پټه کیسه

۳۰ تله ۱۴۰۵ - ۲۲ اکتوبر ۲۰۲۶، ۱۰:۰۱ GMT+۱

د مکسیکو «سین امبارګو» رسنۍ راپور ورکړی، چې د سي اې ای دوه اجنټان، ریچارډ لیټر جانسټن او جان ډډلي بلېک، چې د اپرېل پر ۱۹مه په چیواوا ایالت کې د امنیتي عملیاتو پر مهال وژل شوي، پخوا یې په افغانستان کې هم د امریکايي ځواکونو په چوکاټ کې پوځي ماموریتونه ترسره کړي وو.

د راپور له مخې، ریچارډ جانسټن په ۲۰۱۶ کال کې د امریکا د پوځ د ۲۵مې پلي فرقې افسر و او د «فریډم سنټینل» عملیاتو په ترڅ کې یې په افغانستان کې د ترهګرۍ ضد عملیاتو مشري کوله. هغه د افغان امنیتي ځواکونو د روزنې په پروګرامونو کې هم ونډه لرله او د امریکايي ځواکونو د پوځي سلاکار په توګه یې دنده ترسره کوله.
راپور وايي، جانسټن وروسته د امریکا ځانګړو ځواکونو یا «ګرین بېرېټ» ته شامل شو او د ځانګړو عملیاتو، هوايي بریدونو، چتربازۍ او سمندري جګړه‌ییزو ماموریتونو روزنې یې ترلاسه کړې. نوموړي وروسته په اسیا او نورو سیمو کې د امریکا د امنیتي او استخباراتي ماموریتونو برخه هم و.
بل وژل شوی امریکايي اجنټ، جان ډډلي بلېک، د امریکا د سمندري ځواکونو غړی و او په افغانستان کې یې د امریکايي ځواکونو په ماموریتونو کې برخه اخیستې وه. د راپور له مخې، نوموړي په ۲۰۱۳ کال کې د امریکا د سمندري ځواکونو په یوه رسمي ویډیو کې په افغانستان کې د خپلې دندې او تجربو په اړه خبرې کړې وې.
د سین امبارګو د راپور له مخې، دواړه کسان وروسته له خپلو پوځي دندو د امریکا له استخباراتي او امنیتي بنسټونو سره یوځای شول او په مکسیکو کې یې په پټو امنیتي عملیاتو کې ګډون وکړ.
د مکسیکو د فدرالي لویې څارنوالۍ د څېړنو له مخې، جانسټن او بلېک د ۲۰۲۵ کال له اکتوبر راهیسې د چیواوا ایالت له امنیتي چارواکو سره په اړیکه کې وو او څو ځله یې دغه ایالت ته سفرونه کړي وو.
څارنوالۍ ادعا کړې چې دواړه امریکایان یوازې د روزونکو په توګه نه، بلکې د عملیاتو د فعالو غړو په توګه هم حضور درلود. د شاهدانو د څرګندونو له مخې، هغوی وسلې لېږدولې، د عملیاتو پر مهال یې ځانګړي پوځي تجهیزات کارول او د هدفي عملیاتو په همغږۍ کې یې برخه اخیسته.
د راپور له مخې، د ۲۰۲۶ کال د اپرېل له ۱۷مې تر ۱۹مې پورې د مکسیکو امنیتي ځواکونو د چیواوا ایالت په «اېل پینال» سیمه کې د مصنوعي نشه‌يي توکو د پټو لابراتوارونو پر ضد عملیات کول.
خو د اپرېل په ۱۹مه، د عملیاتو له پای ته رسېدو وروسته، هغه موټر چې دواړه امریکايي اجنټان او دوه مکسیکويي امنیتي چارواکي پکې سپاره وو، یوې درې ته ولوېد او اور یې واخیست. په پېښه کې ټول سپاره کسان ووژل شول.
راپور وايي، د دغو دوو امریکايي اجنټانو مړینې یو ځل بیا د افغانستان د جګړې هغه پخواني امریکايي پوځیان د پام وړ ګرځولي چې د افغانستان له ماموریتونو وروسته د امریکا له استخباراتي او امنیتي ادارو سره یوځای شوي او په نورو نړیوالو عملیاتو کې یې فعالیت ته دوام ورکړی دی.

ډېر لیدل شوي

طالبان او پاکستان؛ ایا روسیه به په هغه کار کې بریالۍ شي چې څلور هېوادونه پکې پاتې راغلي؟
۱

طالبان او پاکستان؛ ایا روسیه به په هغه کار کې بریالۍ شي چې څلور هېوادونه پکې پاتې راغلي؟

۲

ازبکستان ولې د قوش‌تیپې کانال پر سر له طالبانو سره د تقابل پر ځای د تعامل لار غوره کړې؟

۳

د قطر د دولت وزیره: افغانان باید د خپل هېواد د راتلونکي په ټاکلو کې مخکښ رول ولري

۴

سنټرل ایشیا ټایمز: منځنۍ اسیا هېوادونه په افغانستان کې د داعـ .ـش له حضوره جدي اندېښه لري

۵

اصف درانی: روسیه او هند هڅه کوي چې طالبان نړیوال مشروعیت ترلاسه کړي

•
•
•

نور خبرونه

په افغانستان کې ۱۲،۳ میلیونه کلیوال نږدې بازار ته په رسېدو کې له ستونزو سره مخ دي

۳۰ تله ۱۴۰۵ - ۲۲ اکتوبر ۲۰۲۶، ۰۹:۰۱ GMT+۱
100%

د «افغانستان د کلیوالو بازارونو فرصت» په نوم یوه تازه څېړنه ښيي چې د هېواد له ۲۵،۴ میلیونه کلیوالو اوسېدونکو څخه ۱۲،۳ میلیونه یې د سړک له لارې نږدې بازار ته په رسېدو کې تر یوه ساعت ډېر وخت ته اړتیا لري.

د «ډېټا فار افغانستان» ادارې په یوه تازه څېړنه کې په ټول هېواد کې د ۹۶ نویو کلیوالو بازارونو د جوړولو احتمالي ځایونه پېژندلي، چې د راپور له مخې، په جوړېدو سره به یې ۶،۶ میلیونه کلیوال بازارونو ته په یوه ساعت کې لاسرسی ومومي او نږدې ۹۰۰ زره تولیدوونکې کورنۍ به اقتصادي ګټه ترې واخلي.

د «افغانستان د کلیوالو بازارونو فرصت» په نوم د دې څېړنې له مخې، د افغانستان له ۲۵،۴ میلیونه کلیوالو اوسېدونکو څخه ۱۲،۳ میلیونه کسان اوس هم نږدې بازار ته د سړک له لارې په رسېدو کې تر یوه ساعت ډېر وخت لګوي. دا وضعیت د کرنیزو محصولاتو پر پلور، د خلکو پر عاید او بازارونو ته پر لاسرسي اغېز کوي.

راپور وايي، د نویو بازارونو لپاره وړاندیز شوي ۹۶ ځایونه د هېواد په ټولو ۳۴ ولایتونو کې دي او ډېری یې د ولسوالیو په مرکزونو او فعالو بازارګوټو کې موقعیت لري. د څېړنې له مخې، د دغو بازارونو احتمالي کلنی سوداګریز ارزښت ۲۰۸ میلیونه ډالره اټکل شوی، خو د بېلابېلو شرایطو له مخې دا رقم له ۱۰۴ میلیونو تر ۳۱۲ میلیونو ډالرو پورې بدلېدای شي.

د راپور د اټکل له مخې، د دغو بازارونو جوړېدل به ۶۵۴۶ مستقیم او ۱۰ زره او ۴۷۴ غیرمستقیم کاري فرصتونه هم رامنځته کړي؛ هغه فرصتونه چې په کلیوالو سیمو کې د کارموندنې او سوداګرۍ د محدودیتونو په کمولو کې مرسته کولی شي.

ننګرهار، غزني، هلمند، هرات، کندوز او تخار هغه ولایتونه بلل شوي چې د نویو بازارونو له جوړېدو څخه د لوړې اقتصادي ګټې د ترلاسه کولو احتمال پکې شته. راپور وايي، په دغو ولایتونو کې د کرنیزو فعالیتونو او کلیوالي نفوس د پراخوالي له امله د بازارونو احتمالي کلنی اقتصادي ارزښت په هر ولایت کې تر ۱۱ میلیونه ډالرو زیات اټکل شوی دی.

د څېړنې له مخې، کرنیز محصولات، مېوې، سبزیجات، د مالدارۍ محصولات او محلي تولیدات به د دغو بازارونو مهم توکي وي؛ خو د زېرمتونونو او سړو خونو نشتوالی د کرنیزو محصولاتو د ساتنې پر وړاندې جدي خنډ دی.

راپور زیاتوي چې په ۱۷ ولایتونو کې د مېوو، سبزیجاتو او نورو ژر خرابېدونکو محصولاتو د ساتنې لپاره سړو خونو ته اړتیا ده. د څېړنې په باور، د سړو خونو او زېرمتونونو جوړول به د محصولاتو ضایعات راکم او د بزګرانو عاید لوړ کړي.

خو راپور ټینګار کوي چې دغه ۹۶ ځایونه وروستۍ سپارښتنې نه دي، بلکې د لومړنیو معلوماتو او ارزونو پر بنسټ ټاکل شوي دي. د هر بازار له جوړولو مخکې باید د امنیتي وضعیت، د ځمکې د شتون، د ځايي خلکو د رضایت، د سوداګرو د لېوالتیا او د بنسټیزو خدمتونو د برابرولو په اړه نورې ساحوي ارزونې هم ترسره شي.

د څېړنې پایله دا ده چې د کلیوالو بازارونو پراختیا کولی شي میلیونونه افغانان بازارونو ته نږدې کړي، د سلګونو زرو کورنیو عاید لوړ کړي او په کلیوالو سیمو کې د سوداګرۍ او کارموندنې نوي فرصتونه رامنځته کړي.

راپور : د طالبانو او پاکستان شخړه د نیابتي جګړې پر لور روانه ده

۳۰ تله ۱۴۰۵ - ۲۲ اکتوبر ۲۰۲۶، ۰۷:۰۴ GMT+۱
100%

د افغانستان او پاکستان ترمنځ روانه شخړه، چې د ۲۰۲۶ کال په فبرورۍ کې د پاکستان له لوري د «پرانیستې جګړې» تر اعلان وروسته سخته شوه، لا هم دوام لري. راپورونه ښيي چې دواړه لوري په زیاتېدونکي ډول پر نیابتي وسله‌والو ډلو تکیه کوي او دې وضعیت د شخړې د لا پراخېدو اندېښنې راپارولي دي.

د نیویارک ټایمز د راپور له مخې، چین، روسیې، ترکیې، سعودي عربستان او قطر د کابل او اسلام‌اباد ترمنځ د منځګړیتوب هڅې کړي؛ خو تر اوسه یې کومه عملي پایله نه ده لرلې.

راپور لیکي ، چې د شنبې ورځې په وروستیو نښتو کې د پاکستان پوځ ادعا وکړه چې د ډيورنډ کرښې په اوږدو کې یې د افغان ځواکونو یو پوځي مرکز له منځه وړی او یو شمېر افغان سرتېري یې وژلي دي. خو د طالبانو تر واک لاندې سیمه‌ییزو چارواکو دغه ادعا رد کړه او ویې ویل چې په نښته کې ۱۳ پاکستاني سرتېري وژل شوي دي.

د بحران نړیوالې ډلې شنونکي ابراهیم بهیس نیویارک ټایمز ته ویلي، د شخړې تر ټولو خطرناک اړخ دا دی چې دواړه خواوې نیابتي ډلو ته مخه کوي. د هغه په وینا، پر طالبانو تور دی چې د پاکستان ضد وسله‌وال نه مهاروي او په ورته وخت کې پاکستان د طالبانو له مخالفو وسله‌والو ډلو سره د اړیکو پراخولو لېوالتیا ښيي.

راپور وايي، طالبانو د سپټمبر په ۲۷مه ادعا وکړه چې ۲۸ وسله‌وال یې وژلي او ۳۲ نور یې نیولي چې له پاکستان څخه افغانستان ته اوښتي وو. پاکستان دا ادعاوې رد کړې او بې‌اساسه یې بللې دي.

د راپور له مخې، په وروستیو میاشتو کې د پاکستان پوځي او استخباراتي چارواکو د طالبانو ضد وسله‌والو ډلو له مشرانو سره لیدلي دي. سرچینې وایي، په دغو لیدنو کې د احتمالي ملاتړ موضوع هم مطرح شوې ده.

روانې شخړه د دواړو هېوادونو پر ملکي وګړو هم دروند اغېز کړی دی. راپور وايي، د جګړې له پراخېدو راهیسې لږ تر لږه ۱۱۰۰ افغان ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې ده. بل لور ته، د سویلي اسیا د ترهګرۍ د څار مرکز د معلوماتو له مخې، سږ کال په پاکستان کې د وسله‌والو بریدونو له امله تر ۷۳۰ زیات ملکي وګړي وژل شوي یا ټپیان شوي دي.

د راپور په وینا ،د سولې او ډیپلوماسۍ وروستۍ هڅې هم بې‌پایلې پاتې شوې دي. چین د ۲۰۲۶ کال په اپرېل کې د دواړو هېوادونو ترمنځ د خبرو کوربه و، خو پرمختګ پکې ونه شو.

همدارنګه د اکتوبر په پنځمه په مسکو کې د افغانستان د امنیت په اړه د لسو هېوادونو غونډه د افغان او پاکستاني استازو د اختلافونو له امله له ګډې اعلامیې پرته پای ته ورسېده.

پاکستان د شخړې اصلي لامل د تحریک طالبان پاکستان (ټي‌ټي‌پي) فعالیتونه بولي. اسلام‌اباد ادعا کوي چې د دغې ډلې زرګونه غړي د افغانستان له خاورې د پاکستان پر ضد بریدونه کوي. طالبان بیا دا تورونه په وار وار رد کړي او ویلي یې دي چې د پاکستان پر ضد د هېڅ وسله‌والې ډلې ملاتړ نه کوي.

سره له دې چې دواړه لوري په ښکاره د خبرو اترو ملاتړ کوي، پاکستان ټینګار لري چې تر هغو به له طالبانو سره مذاکرات ونه کړي، څو هغوی د پاکستان ضد وسله‌والو ډلو د فعالیتونو مخه نه وي نیولې.

شنونکي خبرداری ورکوي چې د پوځي فشارونو او نیابتي جګړې پراخېدل ښايي شخړه لا اوږده او پېچلې کړي او تر ټولو ستر زیان به یې بیا هم ملکي وګړو ته ورسېږي.

روغتیا نړیوال سازمان: د سختې ګرمۍ له امله د وخت مخکې زېږون خطر ۲۶ سلنه زیاتېږي

۳۰ تله ۱۴۰۵ - ۲۲ اکتوبر ۲۰۲۶، ۰۶:۳۰ GMT+۱
100%

د روغتیا نړیوال سازمان خبرداری ورکړی چې سخته ګرمي د امیندوارو ښځو او ماشومانو روغتیا ګواښي او د وخت مخکې زېږون احتمال ۲۶ سلنه زیاتوي. په افغانستان کې هم د یونیسف د راپور له مخې، له ۸،۸ میلیونو ډېر ماشومان له وچکالۍ، سېلابونو او تودوخې څپو په ګډون له څو اقلیمي ګواښونو سره مخ دي.

د روغتیا نړیوال سازمان، د هوا پېژندنې نړیوال سازمان، یونیسف او د ملګرو ملتونو د وګړو صندوق د چهارشنبې په ورځ، د اکتوبر په ۲۱مه، د سختې ګرمۍ له امله د امیندوارو ښځو، نویو زېږېدلو ماشومانو او کوچنیانو د روغتیايي خطرونو د څارنې لپاره نوی نړیوال چوکاټ پیل کړ. دغه چوکاټ له هېوادونو سره مرسته کوي چې د ګرمۍ روغتیايي اغېزې وڅاري، د خطرونو پر وړاندې چمتووالی پیاوړی کړي او پر وخت اقدامات وکړي.

د راپور له مخې، په ټوله نړۍ کې شاوخوا ۱،۵ میلیارده ماشومان له هغو تودوخې څپو سره مخ دي چې تکرار، موده یا شدت یې زیات شوی دی. څېړنې ښيي چې د سختې ګرمۍ اغېزې د امیندوارۍ له پړاو څخه تر ماشومتوبه روغتیا ته زیان رسولی شي.

د روغتیا نړیوال سازمان د چاپېریال، اقلیم بدلون، یوې روغتیا او کډوالۍ څانګې سرپرست مشر، بروس ګورډن، ویلي: «لکه څنګه چې زموږ نړۍ ورځ تر بلې تودېږي، روغتیا ته نوي خطرونه رامنځته کوي او زاړه کسان، امیندواره ښځې، نوي زېږېدلي ماشومان او کوچنیان له هغو ډلو څخه دي چې له دې خطرونو څخه د ځان ژغورلو لږ توان لري.»

هغه زیاته کړې، روغتیايي نظامونه داسې معلوماتو ته اړتیا لري چې د ګرمۍ د خطرونو په پېژندلو او د خلکو په ساتنه کې مرسته وکړي، او اقلیمي خطرونه په ورځنیو روغتیايي خدمتونو کې هم په پام کې ونیول شي.

د افغانستان په اړه د یونیسف د ۲۰۲۶ کال د اقلیمي خطرونو راپور ښيي چې د دغه هېواد له شاوخوا ۲۱ میلیونه ماشومانو څخه تر ۸،۸ میلیونو ډېر، یعنې ۴۱ سلنه، له لږ تر لږه درېیو اقلیمي ګواښونو سره مخ دي. په دغو ګواښونو کې سخته ګرمي، د تودوخې څپې، وچکالي، سېلابونه او د شګو او دوړو توپانونه شامل دي.

د یونیسف په وینا، په افغانستان کې له ۵۰ سلنې ډېر ماشومان له اوږدو او ډېر تکرارېدونکو تودوخې څپو سره مخ دي. دغه خطرونه د خوړو او پاکو اوبو پر لاسرسي هم اغېز کوي او د ماشومانو د خوارځواکۍ خطر زیاتوي.

د روغتیا نړیوال سازمان په نوي چوکاټ کې سپارښتنه کړې چې هېوادونه د سختې ګرمۍ پر مهال د وخت مخکې زېږون، مړو زېږونونو، د کم وزن ماشومانو، د امیندوارۍ پر مهال د لوړ فشار، د ماشومانو د مړینې او روغتیايي مرکزونو ته د مراجعې شمېر وڅاري. د ښوونځیو د زده‌کوونکو حاضري هم د دې معلومولو لپاره مهمه ده چې ګرمي د ماشومانو پر ورځني ژوند څه اغېز کوي.

د سازمان د جنسي، تولیدي، میندو، ماشومانو او تنکیو ځوانانو د روغتیا او زړښت څانګې مشرې، پاسکال الوټي ویلي: «ګرمي لا له وړاندې زموږ پر تر ټولو زیان‌منونکو ډلو، په ګډون د امیندوارو ښځو، نویو زېږېدلو ماشومانو او کوچنیانو، اغېز کوي. خو هغه څه چې روغتیايي نظامونه یې نه شمېري، پر وړاندې یې اقدام هم نه شي کولای.»

د راپور له مخې، د روغتیايي معلوماتو او د هوا د تودوخې د کچې یوځای څارنه کولی شي له چارواکو سره مرسته وکړي چې د ګرمۍ پر مهال غیرعادي بدلونونه وپېژني، روغتیايي مرکزونه د مراجعینو د زیاتېدو لپاره چمتو کړي، امیندوارو ښځو او کورنیو ته خبرداری ورکړي او تر ټولو زیان‌منې ټولنې په نښه کړي.

د روغتیا نړیوال سازمان له هېوادونو غوښتي چې د خپلو شرایطو له مخې د ګرمۍ د روغتیايي خطرونو د مدیریت پلانونه جوړ او پلي کړي، د وختي خبرداریو سیستمونه پیاوړي کړي او د امیندوارو ښځو، نویو زېږېدلو ماشومانو او کوچنیانو د ساتنې لپاره پر وخت اقدامات وکړي.

د واخان سړک؛ د چین او طالبانو د سوداګرۍ او امنیتي لیدلورو توپیر

۳۰ تله ۱۴۰۵ - ۲۲ اکتوبر ۲۰۲۶، ۰۶:۰۸ GMT+۱
100%

طالبانو د واخان له لارې له چین سره د افغانستان د نښلولو لپاره نوی سړک پرانیستی، خو چین لا هم خپله پوله د منظمې سوداګرۍ لپاره نه ده پرانیستې. د «ډیپلومات» مجلې د راپور له مخې، طالبان دا لاره د سوداګرۍ د پراختیا وسیله بولي، خو چین پرې تر ډېره د امنیت له نظره تمرکز کوي.

د راپور له مخې، طالبانو د اکتوبر په څلورمه د بدخشان په واخان ولسوالۍ کې د ۱۲۱ کیلومتره سړک د پرانیستلو مراسم ترسره کړل. د دې سړک جوړولو چارې شاوخوا درې کاله وخت نیولی او لګښت یې ۳۶۵ میلیونه افغانۍ، یا نږدې ۵،۶ میلیونه ډالره ښودل شوی دی.

د طالبانو د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزیر عبداللطیف منصور د سړک د پرانیستلو په مراسمو کې ویلي، دغه پروژه د افغانستان لپاره «سیاسي، اقتصادي او ستراتیژیک اهمیت» لري. نوموړي ټینګار کړی چې په پروژه کې بهرنیو انجنیرانو او سلاکارانو برخه نه ده اخیستې او ټول کارونه افغان انجنیرانو ترسره کړي دي.

د بدخشان والي رحمت‌الله نجیب هم د دې پروژې پرانیستل مهم پرمختګ بللی او ویلي یې دي چې د هېواد له ۴۵ کلنې جګړې وروسته افغانان د هېواد په یوه لرې پرته سیمه کې د داسې یوې لویې پروژې د بشپړېدو شاهدان دي.

د طالبانو د اقتصادي چارو د مرستیال دفتر ویلي، دغه لاره به افغانستان ته له چین څخه د توکو د واردولو او چین ته د صادراتو مستقیم فرصت برابر کړي. د یاد دفتر په وینا، د دواړو هېوادونو کلنۍ سوداګري له یو میلیارد ډالرو زیاته ده.

خو د «ډیپلومات» د راپور لیکونکی د دې لارې د پراخې سوداګریزې کارونې په اړه شک څرګندوي. د راپور له مخې، چین نه یوازې د سړک د پرانیستلو په مراسمو کې خپل استازی نه و لېږلی، بلکې د پروژې د بشپړېدو په اړه یې په ډیپلوماتیکه کچه هم څرګند غبرګون نه دی ښودلی.

راپور زیاتوي، چین له یوې لسیزې وړاندې د افغانستان پر پوله شاوخوا ۷۶ کیلومتره سړک جوړ کړی و، خو موخه یې د سوداګرۍ پراختیا نه، بلکې د سرحدي ځواکونو د ګزمې او امنیتي څارنې اسانه کول وو. د چین رسنۍ دغه پوله د ترهګرۍ پر وړاندې مهمه امنیتي جبهه بولي.

د راپور له مخې، د چین یوه مهمه اندېښنه د ختیځ ترکستان اسلامي غورځنګ (ETIM) فعالیتونه دي. بیجینګ له طالبانو غواړي چې د اویغوري بېلتون غوښتونکو ډلو غړو ته اجازه ورنه کړي چې د افغانستان خاوره د چین په شینجیانګ سیمه کې د خپلو فعالیتونو لپاره وکاروي. د راپور لیکونکی وايي، تر هغه چې طالبان د چین امنیتي اندېښنې لرې نه کړي، د دې لارې سوداګریز فعالیتونه به له جدي خنډونو سره مخ وي.

بلخوا، د افغانستان او پاکستان ترمنځ د سوداګرۍ ځنډېدو د واخان د لارې اهمیت زیات کړی دی. د راپور په وینا، طالبان غواړي د دې لارې په فعالولو سره د پاکستان پر سوداګریزو لارو تکیه کمه کړي او له چین سره مستقیمې اړیکې پراخې کړي.

د افغانستان د اقتصادي چارو د مرستیال دفتر ویلي: «د واخان دهلېز په پرانیستل کېدو سره به افغانستان د ګاونډیو هېوادونو له فشار څخه د تل لپاره خلاص شي؛ هغه هېوادونه چې د کراچۍ لار، د ګوادر بندر او چابهار د سیاسي موخو لپاره کاروي او هر کال زموږ سوداګرو او هېوادوالو ته درانه مالي زیانونه اړوي.»

خو د راپور لیکوال وايي، د چین او منځنۍ اسیا ترمنځ لا له وړاندې مستقیمې سوداګریزې لارې شته، نو دا روښانه نه ده چې چین به ولې د خپلو توکو د لېږد لپاره د افغانستان له لارې کار واخلي. د راپور په ارزونه، د واخان سړک ښايي د افغانستان د سوداګرۍ لپاره بدیل مسیر برابر کړي، خو د چین له لوري د پولې تر پرانیستل کېدو او د امنیتي اندېښنو تر حل کېدو پورې به د یوې پراخې سیمه‌ییزې سوداګریزې لارې په توګه د کارېدو امکان محدود وي.

راپور: په افغانستان کې د طالبانو ضد وسله‌والو ډلو فعالیتونه پراخ شوي

۳۰ تله ۱۴۰۵ - ۲۲ اکتوبر ۲۰۲۶، ۰۳:۵۰ GMT+۱
100%

د انټرنیشنل پالیسي ډایجسټ د راپور له مخې، د طالبانو ضد وسله‌والو ډلو د ۲۰۲۶ کال په اګست او سپتمبر کې په ۲۶ ولایتونو کې د ۱۱۹ بریدونو ادعا کړې ده. د دوی په وینا، په دغو بریدونو کې ۲۵۶ طالبان وژل شوي او ۲۵۶ نور ټپیان شوي، خو دا شمېرې په خپلواکه توګه نه دي تایید شوې.

د راپور له مخې، د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته وسله‌وال مخالفت تر ډېره په شمالي او شمال ختیځو ولایتونو کې محدود و، خو سږ کال مقاومتي ډلو په بدخشان، نورستان، بغلان، تخار، پنجشېر، کاپیسا او کابل، او همداراز د هېواد په ځینو جنوبي او لوېدیځو ولایتونو کې د عملیاتو ادعا کړې ده.

د ملي مقاومت جبهه، چې مشري یې احمد مسعود کوي، د افغانستان د ازادۍ جبهه، چې مشري یې د پخواني افغان پوځ لوی درستیز یاسین ضیا کوي، او د افغانستان متحده جبهه، چې مشري یې د پخواني جمهوري نظام د ۲۱۵ میوند قول اردو قوماندان جنرال سمیع سادات کوي، د راپور له مخې، د طالبانو پر ضد تر ټولو فعالې ډلې بلل شوې دي. د افغانستان متحده جبهې د ۲۰۲۶ کال په اګست کې وسله‌وال فعالیت پیل کړی دی.

راپور د دغو ډلو ترڅنګ د امرالله صالح په مشرۍ د زرغون بهیر د وسله‌والې څانګې او په بدخشان کې د «سپاهیان میهن» په نوم د یوې بلې ډلې فعالیتونو ته هم اشاره کړې ده.

د راپور له مخې، دغو ډلو د ۲۰۲۶ کال په اګست او سپتمبر کې په ۲۶ ولایتونو کې د ۱۱۹ بریدونو ادعا کړې ده. د دوی په وینا، په دغو بریدونو کې ۲۵۶ طالبان وژل شوي او ۲۵۶ نور ټپیان شوي دي. د افغانستان متحده جبهې د ۵۹، د ازادۍ جبهې د ۲۹ او د ملي مقاومت جبهې د ۱۱ بریدونو ادعا کړې ده. خو راپور ټینګار کوي چې دغه شمېرې په خپلواکه توګه نه دي تایید شوي.

ځینې بریدونه د طالبانو د ولایتي ادارو او حکومتي تاسیساتو پر ضد هم شوي دي. د افغانستان متحده جبهې ادعا کړې چې په غور ولایت کې یې د والي د دفتر په انګړ کې چاودنه کړې او د ازادۍ جبهې ویلي چې په بدخشان کې یې د والي پر دفتر راکټي برید کړی دی.

راپور د وسله‌وال مخالفت د پراختیا تر شا سیاسي او قومي نارضایتۍ هم یادوي. د طالبانو منتقدان ادعا کوي چې د حکومت په مهمو پرېکړو او لوړو دولتي پوستونو کې د کندهار د کړیو نفوذ ډېر دی او د تاجکانو، ازبکانو، هزاره‌ګانو او نورو قومونو ونډه محدوده ده.

همداراز، راپور د ملګرو ملتونو د مرستندوی پلاوي (یوناما) پخوانۍ موندنې یادوي، چې د ۲۰۲۱ کال د اګست له ۱۵مې څخه د ۲۰۲۳ کال د جون تر ۳۰مې پورې یې د پخوانیو دولتي کارکوونکو او امنیتي ځواکونو ۲۱۸ له محکمې پرته وژنې، ۴۲۴ خپل‌سرې نیونې، د شکنجې او ناوړه چلند ۱۴۴ پېښې او ۱۴ جبري ورکېدنې ثبت کړې وې. د راپور په وینا، د پخوانیو امنیتي ځواکونو پوځي تجربه او سیمه‌ییزې اړیکې د مقاومتي ډلو ظرفیت زیاتوي.

سره له دې، د راپور پای کې راغلي، چې د طالبانو ضد ډلې لا هم واحده قومانده، ګډ سیاسي پروګرام او د سیمو دوامداره کنټرول نه لري. له همدې امله، د بریدونو او فعالیتونو جغرافیوي پراختیا تر اوسه داسې نښه نه ګڼل کېږي چې د طالبانو واکمني له نږدې او جدي پوځي ګواښ سره مخ ده.