د پاکستان د پوځ او استخباراتو چارواکو د طالبانو د مخالفو وسلهوالو ډلو له مشرانو سره لیدلي
د نیویارک ټایمز د د خپلو سرچینو له قوله ویلي، چې د پاکستان پوځي او استخباراتي چارواکو په وروستیو میاشتو کې د طالبانو د مخالفو وسلهوالو ډلو له مشرانو سره لیدلي او د احتمالي ملاتړ وړاندیز یې ورته کړی دی.
ورځپاڼې د یوه پاکستاني استخباراتي چارواکي، د ملي امنیت د یوه پخواني چارواکي چې د دغو لیدنو په اړه معلومات ورکړل شوي او د طالبانو ضد یوې وسلهوالې ډلې د یوه لوړپوړي افغان غړي له قوله لیکلي چې پاکستاني پوځي او استخباراتي چارواکو له دغو ډلو سره خبرې کړې دي.
د نړیوال کړکېچ ډلې د افغانستان چارو کارپوه ابراهیم بهیس وايي، چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ جګړه ښايي نوره هم پېچلې او له اټکل څخه ووځي، ځکه دواړه لوري نیابتي ډلو ته مخه کوي.
د هغه په وینا، د نیابتي ډلو ترمنځ تقابل مخ په زیاتېدو دی او دا د کړکېچ خطرناک پړاو دی.
د طالبانو او پاکستان ترمنځ جګړه د ۲۰۲۶ کال د فبرورۍ په وروستیو کې هغه مهال پراخه شوه چې پاکستان د طالبانو پر وړاندې د «پرانیستې جګړې» اعلان وکړ. د نیویارک ټایمز په وینا، دغې جګړې د سولې لپاره د څو میاشتو هڅې له خنډ سره مخ کړې او لږ تر لږه ۱۱۰۰ افغان ملکي وګړي یې مړه یا ټپیان کړي دي.
پاکستان تور لګوي چې په افغانستان کې مېشتې وسلهوالې ډلې پر کرښه ور اوړي او پر پاکستاني امنیتي ځواکونو بریدونه کوي. د راپور له مخې، د پاکستان امنیتي چارواکي او کارپوهان د دغو بریدونو زیاتوالی له ۲۰۲۱ کال راهیسې د افغان طالبانو له خوا وسلهوالو ته له برابر شوي مناسب چاپېریال سره تړي.
د راپور په وینا، د تحریک طالبان پاکستان زرګونه وسلهوال له ډیورنډ کرښې تېرېږي او پر پاکستاني امنیتي ځواکونو بریدونه کوي. خو طالبانو په پاکستان کې د وسلهوالو بریدونو په ملاتړ کې د خپل لاس لرلو ادعاوې رد کړې دي.
د نیویارک ټایمز د راپور له مخې، چین، روسیې، ترکیې، سعودي عربستان او قطر د افغانستان او پاکستان ترمنځ د منځګړیتوب هڅې کړې، خو تر اوسه یې د جګړې د پای ته رسولو لپاره کومه څرګنده پایله نه ده لرلې.
د لارو بندښت له امله د خوراکي توکو او کرنیزو محصولاتو صادروونکي هم زیانمن شوي دي او د ډیورنډ کرښې پورې غاړې په سوداګرۍ کې د ښکېلو کارګرانو او سوداګریزو شرکتونو شبکه هم له ستونزو سره مخ شوې ده.
د وریژو، غوښې، مېوو او کچالو صادروونکي شرکت «اېم اېم الهي ټرېډرز» اجرایوي مشر او شریک مدیر منظور الهي وویل: «دا نه یوازې زما لپاره، بلکې د افغانستان او ازبکستان په سوداګرۍ کې د ټولو ښکېلو کسانو، د پېښور د سوداګریزې ټولنې، کارګرانو او د ګمرکي تصفیې د استازو لپاره ټکان ورکوونکی وضعیت و.»
د سوداګرۍ له ځنډېدو مخکې، د افغانستان او منځنۍ اسیا بازارونو د هغه د شرکت د عوایدو ۸۰ سلنه جوړوله، خو اوس دا ونډه پنځه سلنې ته راټیټه شوې ده.
اوږدې لارې او لوړ لګښتونه
په داسې حال کې چې له مهمو لارو څخه سوداګریزه لا هم بنده ده، د الهي په څېر صادروونکي د منځنۍ اسیا بازارونو ته د رسېدو لپاره د بدیلو لارو په لټه کې دي. په دغو لارو کې د ایران له لارې لېږد هم شامل دی، چې لګښتونه یې لوړ او سفرونه یې اوږده دي.
د ایران له لارې بدیله لاره د پاکستان د بلوچستان ایالت له سیمو تېرېږي، چې امنیتي ګواښونه پکې لوړ دي، او نږدې شپږ اونۍ وخت نیسي.
صادروونکي محمد نعیم وویل: «پخوا به د تورخم له لارې بار په یوه اونۍ کې ازبکستان ته رسېده او د لېږد لګښتونه به له دوه زره تر درې زره امریکايي ډالرو پورې وو. اوس د ایران له لارې د لېږد لګښت شاوخوا له ۱۰ زره تر ۱۳ زره ډالرو پورې دی».
هغه زیاته کړه: «که کوم توکی تاریخ تېر شي یا خراب شي، یوازینۍ حللاره یې غورځول دي.»
اسلاماباد ویلي، تر هغه به له افغانستان سره سوداګري بېرته پیل نه کړي، څو د طالبانو اداره په خپله خاوره کې د فعالو وسلهوالو پر وړاندې اقدام ونه کړي.
شنونکي خبرداری ورکوي چې د پاکستان دا پرېکړه ښايي برعکس پایلې ولري، په داسې حال کې چې د دغه هېواد د ټولې سوداګرۍ کسر لا هم پراخېږي. دوی ټینګار کوي چې اقتصاد باید سیاسي نه شي.
د اقتصادي پالیسۍ د مشارکت بنسټ د څېړنو مشر وقار احمد د چین او هند ترمنځ سوداګرۍ ته په اشاره وايي، چې د دواړو هېوادونو ترمنځ د اوږدمهالو سیاسي او پوځي ترینګلتیاوو سربېره دوام لري. هغه د پاکستان د صادراتو د وضعیت په اړه هم خبرداری ورکړ او ویې ویل چې دغه هېواد اړتیا لري د پیسو نړیوال صندوق د پروګرام په چوکاټ کې د خپلو بهرنیو اسعارو زېرمې پیاوړې کړي. هغه زیاته کړه: «دا چې د پاکستان صادرات نه زیاتېږي، ډېر د اندېښنې وړ دي.»
نوموړي زیاته کړې«که دا پروګرام بریالی شي، نو د پاکستان د بهرنیو اسعارو زېرمې باید زیاتې شي.»
پاکستاني سوداګریزو ډلو له اسلاماباد او کابل نه غوښتي چې خپل اختلافونه د خبرو له لارې حل کړي، خو داسې نښې نشته چې دغه کړکېچ به په نږدې راتلونکي کې پای ته ورسېږي.
د طالبانو د کور او ښار جوړولو وزارت اعلان کړی چې د شیخ زاید ښارګوټي د هغو ۵۲۱ اپارتمانونو د بېرته اخیستو لپاره یې ټول اداري او تخنیکي چمتووالی بشپړ کړی، چې مالکانو یې په ټاکلي وخت کې د اپارتمانونو ۵۰ سلنه قسطونه نه دي ورکړي.
دغه وزارت په یوه خبرتیا کې ویلي چې د یادو اپارتمانونو د بېرته اخیستو پرېکړه قطعي ده او له ټاکلي ضربالاجل وروسته به یې د عملي کولو لپاره اقدامات پیل شي.
وزارت له اړوندو اپارتمانلرونکو غوښتي چې د پرېکړې درناوی وکړي، د اپارتمانونو د بېرته اخیستو په بهیر کې له هر ډول خنډ او ځنډ څخه ډډه وکړي او له اړوندو ادارو سره همکاري وکړي.
په خبرتیا کې له هغو کسانو هم چې اپارتمانونه یې بېرته اخیستل کېږي، غوښتل شوي چې د خپلو ورکړل شویو پیسو د ترلاسه کولو لپاره د کور او ښار جوړولو وزارت ته مراجعه وکړي.
وزارت خبرداری ورکړی چې له ټاکلي ضربالاجل وروسته به د اپارتمانونو د بېرته اخیستو بهیر عملي شي او د هر ډول سرغړونې په صورت کې به له اړوندو کسانو سره قانوني چلند وشي.
له دې وړاندې سرچینو افغانستان انټرنشنل ته ویلي وو، چې په کابل کې د شیخ زاید ښارګوټي ۵۲۱ اپارتمانونه د بېرته اخېستلو له خطر سره مخ دي او طالبانو د ۱۹ اپارتمانونو د تخلیې لومړنی نوملړ صادر کړی دی.
د ښارګوټي اوسېدونکي وایي، د قسطونو ورکولو ته چمتو دي، خو د پاتې پیسو د تادیې لپاره د اضافي مهلت غوښتنه یې تر اوسه نه ده منل شوې. د دوی په وینا، که د بېرته اخیستو بهیر عملي شي، سلګونه کورنۍ به د خپلو کورونو له لاسه ورکولو له خطر سره مخ شي.
د دغه ښارګوټي تر ۲۵۰ ډېرو اوسېدونکو د ډلهییزې عریضې له لارې د طالبانو د کور او ښارجوړولو وزارت، د عدلیې وزارت، د امر بالمعروف او نهی عن المنکر وزارت او د ریاستالوزرا له مقام څخه د پاتې قسطونو د سپارلو لپاره د مهلت غوښتنه کړې وه، خو طالبانو خپله پرېکړه پرېکنده بللې او مهلت یې نه دی ورکړی.
خو د طالبانو د کور او ښار جوړولو وزارت وايي، چې د شیخ زاید ښارګوټي د ۱۱۱ بلاکونو د ۳ زره او ۳۳۰ اپارتمانونو د تمویل بهیر په ۱۳۹۲ کال کې بشپړ شوی و او د ۱۳۹۳ کال د وري په ۳۱مه د پخواني حکومت د ولسمشر د حکم او د ځانګړې شرطپاڼې له مخې پر غوښتونکو ووېشل شول.
د وزارت په وینا، د اپارتمانونو د وېش پر مهال په شرطپاڼه کې راغلي وو چې مالکین باید خپل قسطونه پر ټاکلي وخت ورکړي او که یې ورنه کړي، اپارتمانونه به بېرته واخیستل شي. وزارت ادعا کوي چې د وخت په تېرېدو ډېرو اپارتمانلرونکو خپل قسطونه پر وخت نه دي ورکړي.
د وزارت د معلوماتو له مخې، له دې وروسته څو ځله له اپارتمانلرونکو غوښتل شوي چې خپل پاتې قسطونه ورکړي او لږ تر لږه یې ۵۰ سلنې ته ورسوي، خو د وزارت په وینا، دغو غوښتنو پایله نه ده ورکړې.
د طالبانو د کابینې د ۱۴۰۱لمریز کال د لړم ۱۴مې په ۱۶مه ګڼه مصوبه کې پرېکړه شوې وه چې که اپارتمانلرونکي د ۱۴۰۱ کال تر پایه خپل لږ تر لږه ۵۰ سلنه قسطونه ورکړي، ۱۰ سلنه تخفیف به ترلاسه کړي.
د وزارت په وینا، د اپارتمانلرونکو لپاره د قسطونو د ورکولو موده وروسته د ۱۴۰۲ کال د چنګاښ میاشتې تر پایه هم وغځول شوه، خو بیا هم د وزارت په ادعا، د قسطونو د ورکولو په برخه کې د پام وړ پایله ترلاسه نه شوه.
د وزارت د معلوماتو له مخې، د طالبانو د کابینې له پرېکړو وروسته موضوع د ددې ډلې د مشر هبتالله اخوندزاده دفتر ته هم وړاندې شوې وه. نوموړي په یوه حکم کې لارښوونه کړې وه چې اپارتمانلرونکو ته دې له دریو تر شپږو میاشتو پورې نور وخت ورکړل شي او که په دې موده کې بریالي نه شول، د بېرته اخیستو بهیر دې پیل شي.
وزارت وايي، د اپارتمانونو د بېرته اخیستو لپاره یې ځانګړې طرحه جوړه کړې، د اړوندو ادارو په ګډون یې کمېټه جوړه کړې او د عملي کار طریقه، د استرداد فورمې او عمومي نوملړ یې چمتو کړي دي.
د شیخ زاید ښارګوټی په ۲۰۱۸ کال کې د متحده عربي اماراتو په مالي مرسته جوړ او ګټې اخیستنې ته وسپارل شو. دغه ښارګوټی سلګونه استوګنیز واحدونه لري چې غوښتونکو ته په قسطي ډول ورکړل شوي دي.
هغه وايي، افغانان د ده د هټۍ تر ټولو مهم پېرېدونکي وو. ځینو به سپین زر په عمده توګه اخیستل او افغانستان ته به یې لېږدول؛ ځینو به نورو هېوادونو ته صادرول او ځینو نورو به په پېښور کې له ده څخه مال اخیست، څو پر نورو زرګرانو او هټیوالو یې وپلوري.