د ننګرهار پوهنتون د دعوت او ارشاد امریت په خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي چې د لیلیې محصلینو ته د سلام اچولو د اهمیت او فضیلتونو په اړه اصلاحي سیمینار وړاندې شوی دی.
د خبرپاڼې له مخې، د امام ابوحنیفه دیني جامعې استاد مفتي شاهدالله حقاني په دغه سیمینار کې د سلام دیني ارزښت، د مسلمانانو ترمنځ د مینې او ورورولۍ پیاوړتیا، د سلام اچولو او ځواب ورکولو اداب، شرعي حکم او ټولنیزې ګټې تشریح کړې دي.
خو د سیمینار د موضوع د اړتیا په اړه منتقدان او تبصره کوونکي وايي، چې پوهنتونونه باید د معاصرې نړۍ له علمي او ټکنالوژیک پرمختګ سره سم د محصلینو د مهارتونو، څېړنې او نوښت لپاره پروګرامونه جوړ کړي.
مسعود خان مسعودي په یوه تبصره کې د سلام اچولو د سیمینار او د نړۍ د علمي پرمختګ ترمنځ واټن ته اشاره کړې ده.
هغه لیکلي چې نړۍ د مصنوعي ځیرکتیا، چپونو، روبوټونو او فضايي پرمختګونو په اړه خبرې کوي، خو د ننګرهار پوهنتون محصلینو ته د سلام اچولو د طریقې په اړه سیمینار وړاندې کوي.
مسعودي پوښتنه کړې چې ولې هغه محصل چې باید په لابراتوار کې کمپیوټري کوډ زده کړي او د انجینرۍ ډیزاین وکړي، د دې پر ځای د سلام اچولو د ادابو په اړه سیمینار ته کېني. د هغه په باور، پوهنتونونه باید د محصلینو د مهارتونو د لوړولو لپاره کار وکړي، نه دا چې د لومړنیو ټولګیو موضوعات بیا تکرار کړي.
د نصیبالله په نامه بل تن د ټکنالوژۍ د پرمختګ یادونه کړې او په طنزیه ډول یې پوښتنه کړې چې ولې د ټکنالوژۍ په اړه سیمینارونه نه جوړېږي.
ضیا شمس جبارخېل هم له پوهنتونونو غوښتي چې له نړۍ سره د سیالۍ لپاره د اختراع، کشف او علمي پرمختګونو پر موضوعاتو تمرکز وکړي. هغه ویلي چې د سلام اداب د ماشومتوب له وخته خلکو ته ورښودل کېږي او پوهنتونونه باید د لویو علمي موخو لپاره کار وکړي.
دا ډول موضوعات باید په ښوونځیو کې تدریس شي
یو شمېر کاروونکو ویلي چې د سلام اچولو ارزښت او اداب د لومړنیو ښوونیزو ټولګیو له موضوعاتو څخه دي او په پوهنتون کې ورته د ځانګړي سیمینار جوړول د لوړو زدهکړو د علمي کچې په اړه پوښتنې راپورته کوي.
د نثار احمد په نامه یو تن ویلي، چې ماشومان باید د سلام اچولو فضیلتونه د ښوونځي په لومړنیو ټولګیو کې زده کړي، په داسې حال کې چې پوهنتونونه باید د علمي مقالو او څېړنو پر پیاوړتیا تمرکز وکړي. هغه پوښتنه کړې چې که پوهنتونونه هم د لومړنیو ټولګیو موضوعات تدریسوي، نو د څېړنې او علمي فعالیتونو معیار به څنګه لوړ شي؟
د عمران یارمل په نامه بل تن نیوکه کړې، چې د سلام موضوع په دویم ټولګي کې زدهکوونکو ته ورښودل کېږي او پوښتنه یې کړې چې ولې پوهنتون په داسې ابتدایي موضوعاتو بوخت شوی دی. هغه په طنزیه ډول د ننګرهار پوهنتون د «ننګرهار وړکتون» په نوم یاد کړی دی.
زمري ستانکزي هم پوښتنه کړې چې «ایا دا پوهنتون دی او که د ښوونځي لومړی ټولګی».
د نصیر احمد میاخېل په نامه بل کس ویلي، چې د سلام اچولو په اړه پوهه د خلکو د ماشومتوب له وخته د دیني بنسټونو ترڅنګ د فرهنګ برخه ګرځېدلې ده. د هغه په باور، په پوهنتون کې باید داسې سیمینارونه جوړ شي چې د ننني عصر له اړتیاوو سره تړاو ولري.
میاخېل د مصنوعي ځیرکتیا، څېړنې، د وخت مدیریت او تولیدیت، انګلیسي ژبې، علمي لیکنې، کمپیوټري مهارتونو او ډیجیټلي سواد په څېر موضوعات د محصلینو لپاره مهم بللي او ټینګار یې کړی چې د سیمینار موضوع باید د محصلینو د واقعي اړتیاوو پر بنسټ وټاکل شي.
د پوهنتون تدریسي کیفیت
د سیمینار په اړه ځینو تبصرو د پوهنتونونو د تدریسي کیفیت او علمي معیارونو موضوع هم راپورته کړې ده.
د ثناءالحق راسخ په نامه یو تن د سیمینار پر موضوع نیوکه کړې او ویلي یې دي چې د پوهنتونونو د تدریسي کتابونو کیفیت او معیارونو ته باید ډېره پاملرنه وشي. هغه د تعلیمي معیارونو د لوړولو غوښتنه کړې او د دې اړتیا یې مطرح کړې چې د پوهنتونونو علمي فعالیتونه باید د لوړو معیارونو له مخې وارزول شي.
د سیمینار په اړه د ځینو کاروونکو غبرګونونه طنزیه بڼه لري. یو شمېر کسانو د سلام د ادابو د تدریس د اړتیا په اړه پوښتنې کړې او په طنز یې د اودس ماتي او استنجا په څېر موضوعاتو لپاره د ورته سیمینارونو د جوړولو وړاندیز کړی دی.
د احمد ویاړ په نامه یوه کاروونکي په لنډه تبصره کې پوښتنه کړې چې «د استنجا کولو سیمینار به کله جوړېږي»
نوراغا میاخېل هم په طنزیه ډول د استنجا په اړه د راتلونکي سیمینار وړاندیز کړی او ویلي یې دي چې «موضوع دې په انګلیسي ژبه هم خپره شي، څو نړیوال ترې ګټه واخلي».
فردوس عمر د سیمینار په اړه په انتقادي ډول لیکلي چې ګواکې د ننګرهار محصلین تېر کال مسلمان شوي او اوس ورته د سلام فضیلت ورښودل کېږي.
امید فضلي هم د سیمینار په اړه د طنزیه غبرګون ترڅنګ د هېواد د وضعیت په اړه خواشیني څرګنده کړې ده.
له نیوکو سره سره، ځینو کاروونکو د سیمینار پر موضوع د خلکو د نیوکو او طنز په اړه اندېښنه څرګنده کړې او ویلي یې دي چې د سلام په څېر دیني او اخلاقي ارزښتونو ته باید په درنه سترګه وکتل شي.
د وحیدالله حسن په نامه یو تن د تبصرو په اړه لیکلي چې د خلکو له نظرونو داسې ښکاري چې دیني موضوعات ورته بېارزښته شوي دي.
د سیمینار د ملاتړ کوونکو په نظر، دیني او اخلاقي پوهاوی هم د ټولنیز ژوند یوه مهمه برخه ده او د دې موضوعاتو په اړه خبرې کول پخپله د پوهنتون له رسالت سره په ټکر کې نه دي، خو منتقدانو یې ویلي، چې سلام په ښوونځیو او کورونو کې زده کیږي او د پوهنتون د سیمینارونو موضوعات باید علمي او د نوي عصر له اړتیاوو سره سم وي.