• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo
ځانګړی

طالبانو له ټي ټي پي غوښتي چې جماعت الاحرار له اورکزیو، کورمې او خیبر ولسوالیو وباسي

۱۴ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۵ جولای ۲۰۲۶، ۱۰:۴۳ GMT+۱تازه شوی: ۱۴ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۵ جولای ۲۰۲۶، ۱۲:۴۵ GMT+۱

سرچینو افغانستان انټرنشنل ته ویلي، چې د طالبانو استخباراتو د ټي ټي پي له مشرتابه نه غوښتنه کړې، چې د خیبر پښتونخوا په خیبر، کورمه او اورکزیو ولسوالیو کې د جماعت الاحرار ډلې مرکزونه وتړي او د فعالیتونو مخه یې ونیسي. سرچینې وايي، چې «طالبان ددې ډلې له فعالیتونو ناخوښه دي».

سرچینو د یکشنبې په ورځ افغانستان انټرنشنل ته وویل، چې د ۲۰۲۵ کال له وروستیو نه د ۲۰۲۶کال تر مې میاشتې پورې د طالبانو استخباراتو څو ځله له ټي ټي پي غوښتنه کړې، چې که له جماعت الاحرار نه ځان نه شي بېلولی، لږترلږه دې په اورکزیو، کورمه او خیبر ولسوالیو کې ددې ډلې د نفوذ مخه ونیسي او امکانات پرې بند کړي.

د سرچینو په وینا، دغه فشار د مې پر ۱۹مه په کورمه کې د ټي ټي پي او جماعت الاحرار ترمنځ یوې خونړۍ نښتې ته لاره پرانېسته، چې په په ترڅ کې یې د قوماندان ممتاز امتي په ګډون د جماعت الاحرار ۱۸ جنګیالي ووژل شول.

یوې سرچینې چې پېښه یې له نږدې څارلې، وویل چې په وژل شویو کسانو کې ځینو د خوست له صبریو او منګلو قبیلو سره تړاو درلود.

د جماعت الاحرار په اړه ویل کیږي، چې خپلو لیکو ته یې ګڼ شمېر افغان جنګیالي جذب کړي او طالبان له دې اړخه اندېښمن دي.

د پاکستان امنیتي چارواکو د کراچۍ له برید وروسته هم ادعا کړې چې په برید کې یې یو ټپي افغان جنګیالی نیولی دی.

د کورمې د برید په ترڅ کې د یرغمل شویو جنګیالیو د خلاصون پرسر خبرو اترو کې یوځل بیا افغان طالبانو ټي ټي پي ته ویلي، چې جماعت الاحرار له کورمې، خیبر او اورکزیو ولسوالیو نه وباسي.

یادې سرچینې له نومښودنې پرته وویل، چې « افغان طالبان پر جماعت الاحرار شکمن دي، چې ښايي د داعش د پیاوړي کېدو لامل وګرځي او یوه برخه یې په داعش د بدلېدو پوتانشیل لري».

د سرچینو په وینا، د ټي ټي پي په پوځي او سازماني تشکیلاتو کې د بلوچستان د ژوب د ولایت له څوکۍ نه د جماعت الاحرار ډلې د یوه مهم قوماندان سربکف مهمند لرې کول هم د افغان طالبانو له ورته اندېښنې سرچینه اخلي.

په ۲۰۲۴ کال کې ټي ټي پي د جماعت الاحرار دغه جګپوړی غړی ، چې د دې ډلې متفکر مغز ګڼل کیږي، بلوچستان ته د ژوب د والي په توګه ولیږه، خو زر یې بېرته له دندې ګوښه کړ. د طالبانو استخبارات داسې ګڼي، چې ګني د جماعت الاحرار په مشرتابه او لیکو کې د داعش د سابقې له امله بلوچستان، مهمند، خیبر،اورکزۍ او کورمه ولسوالۍ د داعش په احتمالي مرکزونو بدلېدای شي.

افغان طالبانو په ۲۰۲۱ کال کې د کابل له سقوط وړاندې هم د جماعت الاحرار په لیکو کې د جنود خراسان او احرار الهند په څېر ډلو یوځای کېدل د خپلو سیمه ییزو سیاستونو او دداعش مخ پر ودې حرکت له امله نه خوښول او د پاکستان د طالبانو غورځنګ یې دې ته هڅاوه، چې دغه ډلې تر خپل چتر لاندې راولي.

ډېر لیدل شوي

هغه سړی چې ولسمشر یې له هېواده وایست
۱

هغه سړی چې ولسمشر یې له هېواده وایست

۲

د پخوانۍ ملي اردو دوو جنرالانو تر پایه له افغانستان نه د وتلو هوډ نه درلود

۳

د طالبانو سره همکار پخوانیو ځواکونو ته د سمیع سادات خبرداری: تاسو ۱۵ ورځې وخت لرئ

۴

‏د هواپوهنې اداره: په ۶ ولایتونو کې د باران، تالندې، سېلیو او سېلابونو راوتو اټکل شوی

۵

وحید عمر: اشرف غني نه غوښتل ووځي، په زور له ارګه وایستل شو