• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

پاکستان کې د روسیې او طالبانو سفیرانو د امنیتي موضوعاتو په تړاو خبرې کړي

۱۶ لیندۍ ۱۴۰۴ - ۷ دسمبر ۲۰۲۵، ۰۶:۵۸ GMT+۰

په پاکستان کې د روسیې سفیر البرت خورف او د طالبانو سفیر احمد شکیب په اسلام‌اباد کې یو له بل سره لیدلي دي. البرت خورف د شنبې په ورځ د لیندۍ په ۱۵مه په اېکس کې ویلي چې په دغه لیدنه کې د امنیتي چارو او په سیمه کې د سولې او ټیکاو د پیاوړتیا پر اړینو ګامونو ځانګړی بحث شوی دی.

د خورف د څرګندونو له مخې، دواړو لورو د روسیې او د طالبانو د ادارې د اوسنیو اړیکو اوسنی وضعیت وڅېړه او ټینګار یې وکړ چې باید په هغو برخو کې ګډ کار نور هم پیاوړی شي چې دواړه لورو ته ګټور دی. دغه لیدنه وروسته له هغې شوې چې د پاکستان او طالبانو د ځواکونو ترمنځ یو ځل بیا تازه په سپین بولدک کې نښته شوې ده.

مېشتو سرچینو افغانستان انټرنیشنل ته تر دې وړاندې ویلي وو چې د طالبانو او پاکستاني ځواکونو ترمنځ د لیندۍ په ۱۴مه نېټه د کندهار د سپین بولدک په پوله، چې د پاکستان د چمن سیمې سره نښلیږي، جګړه شوې ده. د روسیې سفیر مخکې ویلي و چې مسکو چمتو دی د طالبانو او پاکستان ترمنځ د شخړو د هوارولو لپاره منځګړیتوب وکړي.

د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین ویلي چې افغانستان د طالبانو تر واک لاندې له ځانګړو ستونزو سره مخ دی. پوتین پرته له دې چې د دغو ستونزو جزییات وړاندې کړي، زیاته کړې: «افغانستان څو لسیزې په کورنۍ جګړه کې تېرې کړي او دا یو ډېر دردوونکی حالت دی».

ترویج لرونکی

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته
۱

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته

۲

د پاکستان د پوځ ویاند: افغان طالبان زموږ پر وړاندې «زموږ د بچو غوندې» ښکاري

۳

محمود خان اڅکزی: د افغانستان او پاکستان مسایل په ګواښونو نه‌حل کېږي

۴

روسیې له هېوادونو غوښتي چې له کیف نه خپل ډیپلوماتان ژر تر ژره وباسي

۵
ځانګړی راپور

له رخشانې تر فرزانې؛ غور کې د یوې ځوانې ښځې د وژنې زړه‌بوږنوونکې کیسه

•
•
•

نور کیسې

تېره ورځ له ۳زرو ډېر افغان کډوال په جبري توګه له ایران او پاکستان نه اېستل شوي

۱۶ لیندۍ ۱۴۰۴ - ۷ دسمبر ۲۰۲۵، ۰۶:۴۴ GMT+۰

د طالبانو حکومت د کډوالو ستونزو ته د رسېدنې عالي کمېسیون ویلي چې تېره ورځ د هېواد له بېلابېلو لارو ۳۱۳۴ افغان کډوال لارو له پاکستان او ایران نه په جبري افغانستان ور ستانه کړای شوي دي. کمېسیون ویلي، دغه کډوالو سره مالي او خدماتي مرستې شوي او خپلو ولایتونو ته لېږدول شوي دي.

د کمېسیون په راپور کې راغلي، د شنبې په ورځ کندهار ته د سپین بولدک له لارې ۳۹۱ کورنۍ، چې شمېر یې ۲۱۸۳ تنه و راستانه شوي. همدا ډول، ننګرهار ته د تورخم له لارې ۹۹ کورنۍ، چې ۵۵۱ تنه وو، بایومیټریک شوي، او هرات ته له اسلام کلا ۱۴ کورنۍ، ۵۷ تنه وو، هېواد ته راستانه شوي دي.

راپور زیاتوي، په نیمروز کې د ورېښمو لار له لارې ۵۴ کورنۍ، ۲۳۴ تنه، او همداراز ۸۲۳ مسافر هېواد ته راستنه شوي، او هلمند ته د بهرامچې له لارې ۲۳ کورنۍ، ۱۰۹ تنه، ستانه او ثبت شوي دي.

همدا راز ویل شوي، د اطلاعاتو او عامه پوهاوي کمېټې له خوا راستنو شویو کډوالو ته د ثبت، لېږد، مالي مرستو، لنډمهاله مېشتېدنې، او د هېواد، اسلامي نظام، کډوالۍ، صبر او زغم، ښوونې او روزنې په اړه ګټور پوهاوی ورکړل شوی دی.

د طالبانو د یاد کمېسیون په راپور کې زیاته شوې، د مالي چارو د تنظیم کمېټو له لارې ټولو کورنیو ته شاوخوا ۷ میلیونه افغانۍ مالي مرستې وېشل شوې. سربېره پر دې، راستنو شویو کډوالو ته خوراکي توکي، اوبه، او وړیا سیمکارتونه چې انټرنېټي بستې پکې فعالې وې، هم ورکړل شوي، ترڅو د هغوی لومړنۍ اړتیاوې په اغیزمنه توګه پوره شي.

پر ډیورنډ کرښه بندې دروازې؛ ایراني چارواکي افغانستان ته د صادراتو پر زیاتوالي تینګار کوي

۱۶ لیندۍ ۱۴۰۴ - ۷ دسمبر ۲۰۲۵، ۰۶:۳۶ GMT+۰

د ډیورنډ پر کرښه د دروازو تړل کېدو په دوام د ايران د خراسان رضوي ولايت والي غلام‌حسين مظفري ويلي چې له ايران څخه افغانستان ته د توکو صادرات بايد دوه برابره شي. نوموړی وايي، د ايران او افغانستان تر منځ د سوداګرۍ د پياوړتيا لپاره هغه په روانه مياشت کې هرات او کابل ته سفر هم کړی.

د ايران د کورنيو رسنيو د راپور له مخې، مظفري د شنبې ورځ د (لیندۍ ۱۵مه) د خراسان رضوي د دولت او خصوصي برخې د ګډې ناستې پر مهال وویل چې له افغانستان سره د ايران صادرات بايد په محسوس ډول زيات شي.

د خراسان رضوي والي په همدې غونډه کې زياته کړه: «زموږ ټينګار دا دی هغه توکي چې په افغانستان کې توليديږي، له بل هېواده ايران ته وارد نه شي؛ بلکې هماغه له افغانستانه راوړو او پر دې خبره موږ ټينګ ولاړ يو».

بل لور ته، د پاکستان د بهرنيو چارو وزارت وياند طاهر اندرابي څو ورځې مخکې ويلي وو چې پر ډیورنډ کرښه به دروازې يوازې په محدود ډول د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د لېږد لپاره پرانيستل شوي دي، خو د دواړو هېوادونو سوداګريزې راکړې ورکړې لا هم بندې دي.

د طالبانو او پاکستاني ځواکونو تر منځ تر سرحدي نښتو وروسته، اسلام‌اباد د تلې پر ۲۰مه نېټه د تورخم او چمن پوله په بشپړ ډول وتړله. پر ډیورنډ کرښه دلارو تړل کېدو او د سوداګرۍ درېدو له امله طالبانو هڅه کړې چې له سيمه ييزو هېوادونو په ځانګړي ډول ايران او ازبکستان سره سوداګريزې اړيکې پراخې کړي.

په تاجکستان کې د افغانستان سفارت د طالبانو پر وړاندې د اسټرالیا له بندیزونو هرکلی وکړ

۱۶ لیندۍ ۱۴۰۴ - ۷ دسمبر ۲۰۲۵، ۰۶:۰۴ GMT+۰

په تاجکستان کې د افغانستان د مخکېني جمهوریت فعال سفارت پر طالبانو د اسټرالیا له تازه لګول شویو بندیزونو نه هرکلی کړی دی. یاد سفارت له نورو هېوادونو هم غوښتي چې پر کابل واکمنو باندې ورته اقدامات عملي کړي، څو د افغانانو د بشري حقونو سرغړونې پای ته ورسېږي.

په تاجکستان کې د مخکنېي جمهوري د فعال سفارت له‌خوا خپره کړې خبرپاڼه کې راغلي: «موږ د اسټرالیا د حکومت د وروستي پرېکړې، چې طالبانو باندې یې هدفمند تحریمونو لګول دي، صمیمانه هرکلی کوو».

سفارت زیاتوي چې د دې بندیزونو پراخېدل او د نورو هېوادونو له خوا د اسټرالیا د اقدام تعقیب، کولای شي طالبانو ته د فشار موثره وسیله برابره کړي او هغوی دې ته اړ کړي چې د بشري حقونو سرغړونې، د ښځو د تعلیم او کار محدودیتونه، د مدني ازادیو فشار او نورې غیرانساني کړنې پای ته ورسوي.

یاد سفارت ټینګار کړی چې طالبان د نړۍ د معاصر تاریخ تر ټولو ستر ناقضین دي او د هغوی تبعیضي او انسان ضد سیاستونه د میلیونونو افغانانو، په ځانګړې توګه ښځو او نجونو ژوند ته جدي ګواښ جوړ کړی دی.

همدا راز له نورو هیوادونو، نړیوالو سازمانونو او د بشري حقونو مدافعو موسسو غوښتنه کړې چې د اسټرالیا له اقدام الهام واخلي او ورته سیاستونه عملي کړي، ترڅو د مظلومو افغانانو غږ په نړیواله کچه واورېدل شي او د نړیوال فشار له لارې د موجوده وضعیت د بدلون زمینه برابره شي.

د ملګرو ملتونو امنیت شورا د افغانستان د وضعیت د څارنې په تړاو غونډه کوي

۱۶ لیندۍ ۱۴۰۴ - ۷ دسمبر ۲۰۲۵، ۰۵:۵۰ GMT+۰

یوناما وایي، د ملګرو ملتونو امنیت شورا راتلونکې چهارشنبه د ډسمبر په ۱۰مه نېټه د افغانستان د روان وضعیت او بشري ستونزو د ارزونې لپاره ځانګړې غونډه ترسره کوي، څو د نړۍوالې ټولنې د همغږۍ او احتمالي اقداماتو لارې چارې وڅېړي.

د ملګرو ملتونو امنیت شورا به د چهارشنبې په ورځ د افغانستان د وضعیت په اړه غونډه ولري.

دغه غونډه به د متحده ایالاتو د نیویارک پر وخت د سهار په ۱۰ بجو پیل شي، چې د کابل محلي وخت له ۱۹:۳۰ برابره دی.

ګډونوال به په غونډه کې د افغانستان د روان وضعیت ارزونه وکړي او د نړۍوالو اقداماتو د پیاوړتیا او همغږۍ په اړه به بحث وکړي.

د بشري ناورین په لړ کې؛ طالبانو اروپايي ټولنې نه د کډوالو لپاره د بېړنۍ مرستۍ غوښتنه کړې

۱۶ لیندۍ ۱۴۰۴ - ۷ دسمبر ۲۰۲۵، ۰۴:۳۱ GMT+۰

د طالبانو تر واک لاندې د افغاني سرې میاشتې ټولنې رییس شهاب الدین دلاور د ارويايي ټولنې د ملکي ساتنې او بشري مرستو عمومي رییس سره په لېدنه کې د راستانه شویو کډوالو او طبیعي پېښو له امله اغېزمن شویو کسانو لپاره د بېړنو مرستو په برخه کې د همکارۍ غوښتنه کړې ده.

د طالبانو تر واک لاندې د افغاني سرې میاشتې ټولنې له خوا خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي، چې شهاب الدین دلاور د اروپايي ټولنې د ملکي ساتنې او بشري مرستو د عمومي رییس اندریاس پاپاکنستانتینو سره کتلي او دواړو لوریو روغتيايي خدماتو او بېړنیو مرستو په اړه خبرې کړې دي.

خبرپاڼه زیاتوي، چې شهاب الدین دلاور د اروپايي ټولنې د ملکي ساتنې او بشري مرستو عومي رییس څخه د ژمي په رارسېدو سره د راستنېدونکو کډوالو او زیانمو شویو کسانو سره د پراخ ملاتړ او همکارۍ غوښتنه کړې ده.

طالبانو ویلي، د اروپايي ټولنې د ملکي ساتنې او بشري مرستو عمومي رییس ژمنه کړې چې د طبیعي پېښو او اقلیمي بدلون له امله زیانمنو شویو کسانو سره به خپلو همکاریو ته دوام ورکړي.