• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

امرالله صالح: امریکا تازه چاپ شوي ۴۵مېلیونه ډالر طالبانو ته لېږلي

۱۷ لیندۍ ۱۴۰۴ - ۸ دسمبر ۲۰۲۵، ۰۷:۱۰ GMT+۰

د جمهوري نظام پر مهال د ولسمشر لومړي مرستیال امرالله صالح ادعا کړې چې د ۲۰۲۵ د ډسمبر په ۸مه نېټه، متحده ایالاتو کابل ته د طالبانو لپاره ۴۵ مېلیونه ډالر په نقدي بڼه استولي دي. هغه زیاته کړې، دا پېسې داسې مهال استول شوي چې افغانستان د امریکا د ملي امنیت په ستراتېژۍ کې ځای نه لري.

امرالله صالح په اېکس لیکلي چې د امریکا حکومت طالبانو ته تازه چاپ شوې ۴۵ مېلیونه ډالر په نقدي ډول استولي چې د «موالم ایرلاینز» ځانګړې الوتکه کې کابل ته وړل شوي. صالح په حیرانتیا سره لیکلي: «افغانستان د امریکا د ملي امنیت په ستراتېژۍ کې نه دی شامل، او بیا هم دومره لویه مرسته استول کېږي. حیرانوونکې موضوع ده».

هغه همدارنګه په خپل ټویټ کې د امریکايي کانګرس غړی ټیم برچټ هم منشن کړی.

صالح د دې عمل پر وړاندې د نړیوالو اړیکو او د افغانستان د حالاتو په اړه اندېښنه څرګنده کړې، او ویلې یې دي چې دا ډول اقدامات د هېواد امنیتي او سیاسي وضعیت پیچلی کوي.

ترویج لرونکی

ایا غواړئ چې د عمر له ډېرېدو سره ځوان پاتې شئ؟
۱
معلومات او ټېکنالوژي

ایا غواړئ چې د عمر له ډېرېدو سره ځوان پاتې شئ؟

۲

ترکیې ۲۰زره افغانانو ته د مالدارۍ په برخه کې کاري ویزې صادرې کړې دي

۳

روسی چارواکی: په کابل کې به د روسیې د ولسي ډیپلوماسۍ مرکز جوړ شي

۴

طالبانو د هبت‌الله تر توشیح وروسته د زوجینو د تفریق اصولنامه په رسمي جریده کې خپره کړې

۵

ملا شیرین د کندهار د ولسوالیو له امنیه قوماندانانو سره د نشه‌يي توکو په تړاو ناسته کړې

•
•
•

نور کیسې

روسیې د اوکراین په خارکیف کې د اوبو بند په نښه کړی

۱۷ لیندۍ ۱۴۰۴ - ۸ دسمبر ۲۰۲۵، ۰۵:۵۱ GMT+۰

د روسیې تازه برید د خارکیف او اوبلاسټ په پیچیني بند د اوبو رسونې مهم سیسټم ته جدي ګواښ پېښ کړی. دا بند خارکیف ښار او شاوخوا سیمو ته اوبه برابروي. اوکرایني ځواکونه د بند احتمالي جدي زیان په اړه خبرداری ورکړی او بېړني ځوابي پلانونه یې هم عملي کړي دي.

د خارکیف ښاروال الکساندر حوساروو، د ډسمبر په ۷مه ویلي چې د بند سړک ته د موټرو تګ راتګ د روسیې د برید له امله بند شوی دی. نوموړي د برید د ډول او د زیان د اندازې په اړه جزییات نه دي وړاندې کړي.

د خارکیف اوبلاست د څارنوالۍ دفتر راپور ورکړی چې د بند د ښي غاړې په سیمه کې د سټاري سالتیف کلي پر اوسېدونکو د روسي برید په نتیجه کې یو کس وژل شوی دی. اوکرایني پوځ خبرداری ورکړی چې بند ممکن «جدي زیانمن شي» او د بیړنیو اقداماتو لپاره چمتووالی نیول شوی دی.

د اوکراین ۱۶مې قول اردو ویلي: «اوکرایني اړخ له اوږدې مودې راهیسې د احتمالي خطرونو څخه خبر دی او د بند د جدي تخریب لپاره چمتو دی. بیړني ځوابي پلانونه مخکې له مخکې تیار شوي دي».

دغه واحد په ډاګه کړې چې د پیچیني بند «یو حیاتي مرکز دی چې د اوبو رسولو، د چاپېریال ثبات، او د خارکیف او اوبلاسټ د ګڼو اوسېدونکو لپاره امنیت تضمینوي». دغه قول اردو د روسیې د برید په اړه یې ویلي چې دا د نړۍوالو بشري قوانینو لویه سرغړونه او د جنګي جرم په توګه ګڼل کېږي.

طالبانو د سرپل ولایت ۱۸زره ټنه تېل پلورلي دي

۱۷ لیندۍ ۱۴۰۴ - ۸ دسمبر ۲۰۲۵، ۰۵:۲۹ GMT+۰

د طالبانو د کانونو او پټرولیم وزارت ویلي چې د سرپل ولایت د قشقري له ساحې څخه یې ۱۸زره ټنه استخراج شوي تېل د یکشنبې په ورځ د (لیندۍ ۱۶مه) د داوطلبۍ له لارې پلورلي دي. د دغه وزارت د خبرپاڼې له مخې، یاد مقدار تېل نږدې د ۱۰ اعشاریه ۵ مېلیونه ډالرو ارزښت پلورل شوي دي.

د طالبانو کانونو او پټرولیم وزارت د ویب‌ پاڼې په له مخې، دغه ۱۸ زره ټنه تېل یوې کورنۍ کمپنۍ باندې خرڅ شوي دي.

دغه وزارت د لیندۍ په ۷مه هم اعلان کړی و چې د «انګوت» په نوم له سیمې، چې د آمو سیند د حوزې برخه ده، لس زره ټنه استخراج شوي خام تېل یې د ۴ اعشاریه ۵ مېلیونه ډالرو په ارزښت خرڅ کړي دي.

د آمو سیند حوزه د افغانستان د شمال د تېلو او ګازو له سترو زیرمو څخه شمېرل کېږي او د نړۍوالو بنسټونو د ارزونو له مخې، په دې حوزه کې شاوخوا ۹۶۲ مېلیونه بېرله خام تېل او نږدې ۵۲ ټرېلیونه فټه مکعب طبیعي ګاز د ایستلو وړ زېرمې موجودې دي.

طالبان وایي، کونړ کې د زلزله‌ځپلو کورونو جوړونې کیفیت او خوندیتوب په پام کې نیول شوی

۱۷ لیندۍ ۱۴۰۴ - ۸ دسمبر ۲۰۲۵، ۰۵:۲۸ GMT+۰

د طالبانو کور او ښار جوړولو وزارت وایي د ښاري سرغړونو د مخنیوي د کونړ ولایت په نورګل او څوکۍ ولسوالیو کې د زلزله‌ځپلو ۵۰ کورونو د رغونې چارې یې څارلي، ترڅو ودانیزې چارې په بشپړ ډول تخنیکي معیارونو، کیفیت او د کارګرانو خوندیتوب ته په پام سره ترسره شي.

د دغه وزارت له‌خوا په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، د ښاري سرغړونو د مخنیوي عمومي ریاست په لارښوونه یې تازه اقدامات ترسره کړي چې د زلزله‌ځپلو کورونو د رغونې پروسه د پلان سره سم پر مخ ولاړه شي.

په خپرپاڼه کې راغلي، د ښاري سرغړونو د مخنیوي عمومي ریاست رییس مولوي عبدالمنان حقاني وویل: «زموږ ټیم د کونړ ولایت په نورګل او څوکۍ ولسوالیو کې د ۵۰ استوګنیزو کورونو جوړونې چارې وڅارلې. د دې څارنې موخه دا ده چې بنسټونه، دېوالونه، کانکریټي کارونه، د ودانیزو موادو کیفیت او د کارګرانو خوندیتوب ټول اړخونه د معیار سره سم وي».

هغه زیاته کړې چې د پروژې ډېری برخې د پلان سره سم پر مخ روانې دي، خو ځینې تخنیکي نیمګړتیاوې هم شته چې د حل لپاره یې سمدستي سپارښتنې ورکړل شوې دي.

خبرپاڼه زیاتوي، د کورونو جوړونه هغو کورنیو لپاره کېږي چې د وروستیو زلزلو له امله یې خپل استوګن ځایونه له لاسه ورکړي دي.

د دغه وزارت چارواکي وايي چې د پروژې هدف دا دی چې خلک په باکیفیته او دوامداره کورونو کې ژوند پیل کړي، او ټولې ودانیزې چارې باید د تخنیکي اصولو مطابق وي.

ملګري ملتونه:ډیجیټلي تاوتریخوالی افغان ښځې له زده‌کړې، بازارونو او اقتصادي فرصتونو لرې کوي

۱۷ لیندۍ ۱۴۰۴ - ۸ دسمبر ۲۰۲۵، ۰۴:۲۳ GMT+۰

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې (FAO) خبرداری ورکړی چې په دې هېواد کې د ښځو خلاف ډیجیټلي تاوتریخوالی نه یوازې انلاین نړۍ ګواښ دی، بلکې د هغوی د زده‌کړې، کار، بازار موندنې او اقتصادي برخو ته د لاسرسي پر وړاندې یو لوی خنډ ګرځېدلی.

د ملګرو ملتونو دغه دارې په ایکس لیکي، چې د ډیجیټلي چاپېریال خوندیتوب د افغان ښځو لپاره حیاتي دی، ځکه «یوازې د خوندي ډیجیټلي فضا له لارې ښځې کولای شي په کرنې، اقتصادي پیاوړتیا او د خوړو په مقاوم سیسټم کې رهبري او اغېزمنه برخه واخلي».

کوبرا حسېني چې دایف ای اوپه کمپاین کې یې ګډون کړی، ټینګار کوي چې ډیجیټلي تاوتریخوالی یوازې انلاین ستونزه نه ده؛ بلکې «یو داسې خنډ دی چې افغان ښځې له زده‌کړې، بازارونو او راتلونکي لرې کوي».

همدا ډول د کابل د وچو مېوو د یوې کمپنۍ رییسه بې نظیر یکتا وايي، د ښځو ډیجیټلي معلومات او روزنې ته نه لاسرسی د اقتصادي پیاوړتیا مهم فرصتونه له لاسه ورکول دي.

نوموړې وایي: «د کلي ښځې او نجونې چې خوندي ډیجیټلي چاپیریال ونه لري، مهم اقتصادي او ټولنیز فرصتونه له لاسه ورکوي، چې دا د هغوی ځواکمنېدو او اقتصادي پایدارتیا ته زیان رسوي».

هغې زیاته کړې چې دا وضعیت د دوی د ځان‌بسیا کېدو وړتیا هم محدوده کوي. د ملګرو ملتونو دغه ادارې ټینګار کړی چې د ښځو لپاره د ډیجیټلي خوندیتوب تضمین کول د ټول هېواد د کرنیز اقتصاد د بیا رغونې او د خلکو د ځان بسیاینې لپاره اړین دي.

یاده دې وي چې د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې سازمان (FAO) د شپاړس ورځني کمپاین په ترڅ کې د افغان ښځو لپاره خوندي ډیجیټلي ځایونه رامنځته کولو ته ځانګړې پاملرنه کړې ده.

د دې کمپاین موخه دا ده چې ښځې او نجونې د زده‌کړې، روزنې او اقتصادي فرصتونو خوندي لاسرسی ولري، د کرنې په برخه کې مشري وکړي، د خپلو کورنیو د ژوند معیار لوړ کړي او د ټولنې د خوراکي امنیت په پیاوړتیا کې برخه واخلي.

اروپايي ټولنه نن ښايي د کډوالۍ په تړاو سخت قوانین تصویب کړي

۱۷ لیندۍ ۱۴۰۴ - ۸ دسمبر ۲۰۲۵، ۰۴:۱۰ GMT+۰

د فرانسې ۲۴ټلوېزیوني شبکې راپور ورکړی، تمه کېږي اروپايي ټولنه به نن دوشنه د (لیندۍ ۱۷مه) د کډوالۍ په تړاو د سختو قوانینو تصویب کېدو لپاره رایه اچونه وکړي. د راپور له مخې، اروپايي ټولنه هڅه کوي چې ور ننوتونکي کډوال بېرته له خپلو پولو دباندې وباسي او د ښي اړخي سیاست قوت راکم کړي.

راپور کې راغلي پروکسل کې به د اروپايي ټولنې د کورنیو چارو وزیران د هغو وړاندیزونو په اړه رایه ورکړي چې هدف یې د مهاجرو د راتګ کنټرول سختول او د هغوی د ستنېدو بهیر چټکول دي، چې دا به د روان کال د نوو اقداماتو لومړۍ ازموینه وي.

تمه ده چې د دوشنبې په ورځ د اروپايي اتحادیې هېوادونه د اروپا د کډوالۍ پالیسۍ د سختولو یو مهم پړاو تصویب کړي، چې په کې به د ۲۷ غړو هېوادونو له بلاک څخه د باندې د «ستنېدو مرکزونو» د جوړولو موضوع هم تایید شي.

راپور وایي، په اروپا کې حکومتونه د ښي اړخو ګوندونو له پرمختګ څخه وېریږي او هڅه کوي د کډوالۍ په تړاو سختدریځ غوره کړي. که دا اقدامات تصویب شي؛ نو هغه کډوال چې قضیې یې رد شوي او یا جرمي مخینه ولري؛ نو له سختو سزاګانو سره به مخ شي.