• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

بدخشان کې د جګړې احتمال؛ جمعه خان فاتح له هبت الله سره د لیدنې وړاندیز رد کړ

عبدالحق عمري
عبدالحق عمري

افغانستان انټرنشنل ـ پښتو

۱۲ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۳ جولای ۲۰۲۶، ۱۲:۵۵ GMT+۱تازه شوی: ۱۲ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۳ جولای ۲۰۲۶، ۱۵:۲۲ GMT+۱

په کابل کې د طالبانو باخبره سرچینو افغانستان انټرنشنل ته ویلي، د دغې ډلې ناراضه قوماندان جمعه فاتح کندهار ته د تګ او هبت الله سره د لیدنې وړاندیز رد کړی دی. سرچینې زیاتوي، که چېرې دغه وړاندیز ونه منل شي او فاتح له بدخشان څخه ونه وځي، نو ښايي په بدخشان کې جګړه نښلي.

د طالبانو باخبره سرچینو نن جمعې په ورځ، د جنګاښ۱۲مه وویل، چې ددې مسلې د حل لپاره د طالبانو د کورنیو چارو وزارت مرستیال ابراهیم صدر په بدخشان کې شتون لري او نوموړي د طالبانو ناراضي قوماندان جمعه خان فاتح ته ویلي چې مولوي هبت الله غواړي له هغه سره په کندهار کې وګوري.

د سرچینو په وینا، فاتح وېره لري چې د ملاهبت الله د لیدلو په بهانه له بدخشان څخه تر وتلو وروسته، هلته د طالبانو د مشر له لوري د زنداني کېدو احتمال شتون لري.

د طالبانو ځینې چارواکي چې په دې بهیر کې شامل دي وېره لري، که چېرې په بدخشان کې د طالبانو او د دوی د ناراضي قوماندان جمعه خان فاتح ترمنځ جګړه ونښلي، د دغه ولایت درې ولسوالۍ نسۍ، درواز بالا او مایمۍ به د سقوط له خطر سره مخ شي.

د سرچینو د معلوماتو له مخې، له جمعه خان فاتحې سره د خبرو اترو پروسه ناکامه ده او نوموړی د طالبانو شرایطو ته غاړه نږدي.

په بدخشان کې د طالبانو سرچینې وايي، چې نن سهار د فیض اباد له لارې د طالبانو ګڼ ځواکونه د درواز او یفتل طرف ته تللي دي او د دوی په باور د جګړې احتمال زیات لیدل کېږي.

جمعه خان فاتح د افغانستان په شمال‌ختیځ کې د طالبانو له نفوذ لرونکو قوماندانانو څخه ګڼل کېږي. نوموړی د خپلو پلویانو ترمنځ په «د دروازونو په فاتح» شهرت لري.

فاتح په وروستیو اونیو کې په کندهار کې د طالبانو له مشرتابه سره د سیمه ییزو سرچینو او د سرو زرو د کانونو د مدیریت پر سر د اختلافاتو له جدي کېدو وروسته، د زابل ولایت له مرستیالۍ څخه ګوښه کړل شو.

ترویج لرونکی

جي ډي وېنس: په افغانستان کې د بمباریو ملاتړي نن له ایران سره پر مذاکراتو نیوکې کوي
۱

جي ډي وېنس: په افغانستان کې د بمباریو ملاتړي نن له ایران سره پر مذاکراتو نیوکې کوي

۲
ځانګړی راپور

د قدرت په مرکز کې یخ بادونه: «د هبت الله اخوندزاده او بشر نورزي ترمنځ اړیکې سړیږي»

۳
روغتیا او ژوند

یونیسف: په افغانستان کې د کووېډ-۱۹ واکسین بشپړ پوښښ ۸۷ سلنې ته رسېدلی

۴

ملګري متلونه: تر ۲۰۶۰کال پورې به د افغانستان نیمايي وګړي په ښارونو کې ژوند کوي

۵
شننه

جولای ۲۰۲۱؛ د سقوط وروستۍ نښې

•
•
•

نور کیسې

نوی ډیلی: د کابل د ځمکنۍ بشپړتیا او ملي حاکمیت ملاتړ کوو

۱۲ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۳ جولای ۲۰۲۶، ۱۲:۳۷ GMT+۱
نوی ډیلی: د کابل د ځمکنۍ بشپړتیا او ملي حاکمیت ملاتړ کوو
100%

د هند د بهرنیو چارو وزارت ویاند رندهیر جېسوال یو ځل بیا پر افغانستان د پاکستان بریدوه غندلي او ټینګار کوي چې نوی ډیلي د افغانستان د ځمکنۍ بشپړتیا او ملي حاکمیت ملاتړ ته ژمن دی.

جېسوال د جمعې په ورځ د اوونیز خبرې کنفرانس پر مهال د پاکستان له‌خوا پر افغانستان د ورستي هوايي بریدونو له امله د وژل شویو ملکي وګړو پر میړنه خواخوږي څرګنده کړې او د افغانستان له حاکمیت او ځمکنۍ بشپړتیا څخه یې خپل ملاتړ بیا تکرار کړی دی.

هغه زیاته کړې چې هند له افغانستان سره خپلې بشري مرستې دوامداره ساتلې دي او تر اوسه یې درمل او نورې اړینې مرستې دغه هېواد ته استولي دي.

د هند د بهرنیو چارو وزارت ویاند همداراز وویل، نوی ډیلی په افغانستان کې د هغو پراختیايي پروژو ملاتړ هم کوي چې د خلکو د ژوند د ښه والي لپاره ګټورې دي او دا همکاري به دوام ولري.

د هند دغه څرګندونې داسې مهال کېږي چې د پاکستان له لوري پر افغانستان د پخوانیو هوايي بریدونو په اړه د سیمې د هېوادونو دریځونه لا هم د پام وړ موضوع ګڼل کېږي او نوی ډیلي یو ځل بیا په دې تړاو خپل دریځ تازه کړی دی.

دا څرګندونې په داسې حال کې بیا تکراریږي چې پاکستان د چنګاښ په ۷مه ماښام مهال د ډېورنډ کرښې په اوږدو به درېیو ولایتونو کې هوايي بريدونو وکړل او ادعا یې وکړه، چې په دې بریدونو کې یې ۲۹ وسله وال وژلي دي.

هند یوازینی هېواد دی چې پر افغانستان د پاکستان وروستي بریدونه یې وغندل.

د هند د بهرنيو چارو وزارت وياند رندهير جېسوال د دوشنبې په ورځ (د چنګاښ ۸مه) پر اېکس پاڼه ویلي و: «د پاکستان دا ښکاره تېری د افغانستان پر ملي حاکمیت برید او د سیمې سولې او ثبات ته مستقیم ګواښ دی».

له دې وروسته د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت د هند د بهرنیو چارو وزارت هغه څرګندونې رد کړې، چې له مخې یې نوي ډیلي په افغانستان کې د وسله والو پر ضد د پاکستان پوځي اقدامات تر پوښتنې لاندې راوستي دي.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند هند په سیمه کې په «ورانکارۍ او د وسله والو د ملاتړ لپاره له افغان خاورې څخه په استفاده» تورن کړی.

د هېکرانو یوې ډلې د طالبانو د دفاع وزارت وېب‌پاڼه له کاره غورځولې

۱۲ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۳ جولای ۲۰۲۶، ۱۱:۴۸ GMT+۱
د هېکرانو یوې ډلې د طالبانو د دفاع وزارت وېب‌پاڼه له کاره غورځولې
100%

د افغان ډراګنز په نوم د هېکرانو یوې ډلې ادعا کړې، چې د طالبانو د دفاع وزارت وېبپاڼه یې له کاره غورځولې ده. دغه ګروپ افغانستان اینترنشنل ته ویلي، دا کار یې په افغانستان کې د اعتراض کوونکو د ځپلو او په ځانګړې توګه په هرات کې د ښځو د نیولو په غبرګون کې کړی دی.

دمګړی د دفاع وزارت وېبپاڼه نه خلاصېږي او دغه وزارت د دې موضوع په اړه څه سپیناوی نه دی ورکړی.

د افغان ډراګنز هېکرا ډله وایي چې په افغانستان کې سایبري بریدونو ته لېوالتیا نه لري، خو د طالبانو د سیاستونو له امله مجبوره شوې چې دغه ډول اعتراضي اقدام وکړي.

طالبانو په تېره یوه میاشت کې په وار وار په هرات کې ښځې نیولې دي. همدارنګه دغې ډلې د ښځو د ځورونې په وړاندې د هرات د اوسېدونکو سوله ییز لاریون وځاپه چې له پراخو ملي او نړیوالو غبرګونونو سره مخ شو.

د افغان ډراګنز هېکرانو ډلې تېر کال هم د سایبري بریدونو په کولو سره د طالبانو د ادارې د نږدې ټولو وزارتونو وېبپاڼې له کاره غورځولې وې.

په تېرو کلونو کې، د «طالب‌لیکس» په نوم یوې بلې هکري ډلې د طالبانو تر کنټرول لاندې د دولتي ادارو د معلوماتو بانک په نښه کړی و او د لسګونو وزارتونو او نورو بنسټونو سندونه یې په انټرنیټ کې خپاره کړي وو.

د ایران ولسمشر په تهران کې له ملا برادر سره کتلي

۱۲ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۳ جولای ۲۰۲۶، ۱۰:۴۴ GMT+۱
د ایران ولسمشر په تهران کې له ملا برادر سره کتلي
100%

د ایران ولسمشر مسعود پزشکیان د دغه هېواد د پخواني مذهبي مشر علي خامنه‌يي د جنازې مراسمو په څنډه کې، د طالبانو د رییس الوزرا له اقتصادي مرستیال عبدالغني برادر سره کتلي دي. دا په داسې حال کې ده چې تهران هم‌مهاله د طالبانو د مخالفو ډلو د مشرانو کوربه هم دی.

د ایران ولسمشر مسعود پزشکیان د جمعې په ورځ، د چنګاښ ۱۲مه په تهران کې د ایران د پخواني مذهبي مشر علي خامنه‌يي د جنازې په مراسمو کې د طالبانو د ریاست الوزرا له اقتصادي مرستیال عبدالغني برادر سره کتلي او خبرې کړې دي.

تر دې دمه طالبانو او ایران د دغو خبرو اترو په اړه کوم رسمي جزییات نه دي خپاره کړي. د ایران د ولسمشرۍ ماڼۍ مطبوعاتي دفتر یوازې د پزشکیان او ملا برادر د لیدنې انځورونه له کومو توضیحاتو پرته خپاره کړي دي.

100%

د راپورونو له مخې، عبدالغني برادر او د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي د ایران پخواني مذهبي مشر ته د درناوي په مراسمو کې د ګډون په موخه تهران ته سفر کړی دی. تر دې یوه ورځ وړاندې، امیرخان متقي د ایران د بهرنیو چارو له وزیر سره هم لیدلي وو.

د طالب چارواکو له حضور سره هم‌مهاله، تهران د مقاومت جبهې د مشر احمد مسعود او د وحدت اسلامي ګوند د مشر محمد محقق په ګډون، د طالبانو د یو شمېر مخالفو څېرو کوربه هم دی.

طالبان وایي په کندهار کې یې زر جریبه ځمکه صنعتي پارک ته ځانګړې کړې

۱۲ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۳ جولای ۲۰۲۶، ۱۰:۲۱ GMT+۱
طالبان وایي په کندهار کې یې زر جریبه ځمکه صنعتي پارک ته ځانګړې کړې
100%

په کندهار کې د طالبانو د کانونو او صنایعو خونې رییس سید سرور اماني وایي، چې د کندهار په صنعتي برخه کې یې د پانګونې او تولید پراختیا لپاره زر جریبه ځمکه د صنعتي پارک جوړولو په موخه ځانګړې کړې ده.

د نوموړي په وینا؛ په دغه صنعتي پارک کې به د بېلابېلو صنعتي برخو لپاره جلا، جلا سکټورونه جوړ شي، څو صنعتکاران د خپلو فعالیتونو له ډول سره سم ځای پرځای شي. اماني ویلي، دغه ځمکه د طالبانو د غصب د مخنیوي او استرداد کمېسیون له لوري بېرته راګرځول شوې او صنعتکارانو ته سپارل شوې ده.

هغه زیاته کړې، ټاکل شوې چې په دغه ځمکه کې د یوه کال په موده کې صنعتي ښارګوټی جوړ شي چې په‌کې به د اوسپنې ویلي کولو، تولیدي فابریکو او نورو صنعتي فعالیتونو لپاره ځانګړې ساحې په پام کې ونیول شي.

د طالبانو د کانونو او صنایعو خونې د معلوماتو له مخې؛ د صنعتي پراختیا لپاره په کندهار کې ۲۰زره جریبه نوره ځمکه هم په پام کې نیول شوې ده.

د پوهنې ریاست ۳۶ ملکي بستونو ته څه باندې ۲۰۰۰ کسانو ازموینه ورکړې

۱۲ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۳ جولای ۲۰۲۶، ۱۰:۱۷ GMT+۱
د پوهنې ریاست ۳۶ ملکي بستونو ته څه باندې ۲۰۰۰ کسانو ازموینه ورکړې
100%

د طالبانو د کونړ د پوهنې ریاست کې سرچینو افغاتستان انټرنشنل ته وویل، چې د دې ریاست ۳۶ ملکي بستونو لپاره ۲۰۳۲ کسانو نوملیکنه کړې وه او په ازموینه کې یې ګډون کړی و. په دغو کسانو کې نه یوازې لېسانس بلکې د ماسټرۍ په کچه زده‌کړې لرونکي کسان هم شامل دي.

د طالبانو د کونړ ولایت د پوهنې په ریاست کې سرچینو تېره ورځ پنجشنبې، د جنګاښ پر ۱۲مه ویلي، چې په دغو ملکي بستونو کې د ګمارنې پرمهال د طالبانو غړو ته لومړیتوب ور کول کېږي.

د معلوماتو له مخې طالبان په دولتي چوکاټ کې د ګمارونو پرمهال باید دا کسان د طالبانو د استخباراتو ریاست څخه د تاییدی پاڼه ولري.

د سندونو له مخې د بریالیو کسانو د اعلان په پاڼه کې د طالبانو د کونړ امربالمعروف ریاست او طالبانو د استخباراتو ریاست استازي هم شامل دي.

د اقتصادي چارو کارپوهان وايي، چې واک ته د طالبانو د بیاځلی رسېدو سره د بې کارۍ کچه له پخوا څخه څو برابره زیاته شوې ده او په ادارو کې د طالبانو له خوا روان تنقیص بل بهیر دی چې دولتي کارکوونکي یې پر کور کړي دي.

د روان کال د غبرګولي پر ۱۰مه نړیوال بانک ویلي و، چې د افغانستان، پاکستان، منځني ختیځ او شمالي افریقا، سیمې په راتلونکو ۲۵ کلونو کې له کاري ننګونې سره مخ دي.

د نړۍوال بانک د وروستي اقتصادي راپور له مخې، د دغه سیمې د کار وړ عمر لرونکو وګړو شمېر به ۲۲۰ میلیونه کسانو ته لوړ شي، چې د اوسني شمېر په پرتله ۴۰ سلنه زیاتوالی ښيي.

راپور زیاتوي چې د ځوانانو دغه چټکه وده له یوې خوا د کارموندنې فشار زیاتوي، خو له بلې خوا د اقتصادي ودې لپاره یو مهم فرصت هم ګڼل کېږي.

نړیوال بانک ټینګار کړی و، چې یوازې دولتي سکټور د اړتیا وړ دندو د برابرولو توان نه لري او خصوصي سکټور باید د کارموندنې په بهیر کې مخکښ رول ولوبوي.

د بانک په وینا، د کارموندنې د چټکتیا لپاره باید بشري او فزیکي زېربناوې پیاوړې شي، د سوداګرۍ لپاره مناسب چاپېریال رامنځته شي او پانګونې ته زمینه برابره شي.