• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

طالبانو د سرپل ولایت ۱۸زره ټنه تېل پلورلي دي

۱۷ لیندۍ ۱۴۰۴ - ۸ دسمبر ۲۰۲۵، ۰۵:۲۹ GMT+۰تازه شوی: ۱۷ لیندۍ ۱۴۰۴ - ۸ دسمبر ۲۰۲۵، ۰۶:۴۷ GMT+۰

د طالبانو د کانونو او پټرولیم وزارت ویلي چې د سرپل ولایت د قشقري له ساحې څخه یې ۱۸زره ټنه استخراج شوي تېل د یکشنبې په ورځ د (لیندۍ ۱۶مه) د داوطلبۍ له لارې پلورلي دي. د دغه وزارت د خبرپاڼې له مخې، یاد مقدار تېل نږدې د ۱۰ اعشاریه ۵ مېلیونه ډالرو ارزښت پلورل شوي دي.

د طالبانو کانونو او پټرولیم وزارت د ویب‌ پاڼې په له مخې، دغه ۱۸ زره ټنه تېل یوې کورنۍ کمپنۍ باندې خرڅ شوي دي.

دغه وزارت د لیندۍ په ۷مه هم اعلان کړی و چې د «انګوت» په نوم له سیمې، چې د آمو سیند د حوزې برخه ده، لس زره ټنه استخراج شوي خام تېل یې د ۴ اعشاریه ۵ مېلیونه ډالرو په ارزښت خرڅ کړي دي.

د آمو سیند حوزه د افغانستان د شمال د تېلو او ګازو له سترو زیرمو څخه شمېرل کېږي او د نړۍوالو بنسټونو د ارزونو له مخې، په دې حوزه کې شاوخوا ۹۶۲ مېلیونه بېرله خام تېل او نږدې ۵۲ ټرېلیونه فټه مکعب طبیعي ګاز د ایستلو وړ زېرمې موجودې دي.

ترویج لرونکی

ایا غواړئ چې د عمر له ډېرېدو سره ځوان پاتې شئ؟
۱
معلومات او ټېکنالوژي

ایا غواړئ چې د عمر له ډېرېدو سره ځوان پاتې شئ؟

۲

ترکیې ۲۰زره افغانانو ته د مالدارۍ په برخه کې کاري ویزې صادرې کړې دي

۳

روسی چارواکی: په کابل کې به د روسیې د ولسي ډیپلوماسۍ مرکز جوړ شي

۴

طالبانو د هبت‌الله تر توشیح وروسته د زوجینو د تفریق اصولنامه په رسمي جریده کې خپره کړې

۵

ملا شیرین د کندهار د ولسوالیو له امنیه قوماندانانو سره د نشه‌يي توکو په تړاو ناسته کړې

•
•
•

نور کیسې

طالبان وایي، کونړ کې د زلزله‌ځپلو کورونو جوړونې کیفیت او خوندیتوب په پام کې نیول شوی

۱۷ لیندۍ ۱۴۰۴ - ۸ دسمبر ۲۰۲۵، ۰۵:۲۸ GMT+۰

د طالبانو کور او ښار جوړولو وزارت وایي د ښاري سرغړونو د مخنیوي د کونړ ولایت په نورګل او څوکۍ ولسوالیو کې د زلزله‌ځپلو ۵۰ کورونو د رغونې چارې یې څارلي، ترڅو ودانیزې چارې په بشپړ ډول تخنیکي معیارونو، کیفیت او د کارګرانو خوندیتوب ته په پام سره ترسره شي.

د دغه وزارت له‌خوا په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، د ښاري سرغړونو د مخنیوي عمومي ریاست په لارښوونه یې تازه اقدامات ترسره کړي چې د زلزله‌ځپلو کورونو د رغونې پروسه د پلان سره سم پر مخ ولاړه شي.

په خپرپاڼه کې راغلي، د ښاري سرغړونو د مخنیوي عمومي ریاست رییس مولوي عبدالمنان حقاني وویل: «زموږ ټیم د کونړ ولایت په نورګل او څوکۍ ولسوالیو کې د ۵۰ استوګنیزو کورونو جوړونې چارې وڅارلې. د دې څارنې موخه دا ده چې بنسټونه، دېوالونه، کانکریټي کارونه، د ودانیزو موادو کیفیت او د کارګرانو خوندیتوب ټول اړخونه د معیار سره سم وي».

هغه زیاته کړې چې د پروژې ډېری برخې د پلان سره سم پر مخ روانې دي، خو ځینې تخنیکي نیمګړتیاوې هم شته چې د حل لپاره یې سمدستي سپارښتنې ورکړل شوې دي.

خبرپاڼه زیاتوي، د کورونو جوړونه هغو کورنیو لپاره کېږي چې د وروستیو زلزلو له امله یې خپل استوګن ځایونه له لاسه ورکړي دي.

د دغه وزارت چارواکي وايي چې د پروژې هدف دا دی چې خلک په باکیفیته او دوامداره کورونو کې ژوند پیل کړي، او ټولې ودانیزې چارې باید د تخنیکي اصولو مطابق وي.

ملګري ملتونه:ډیجیټلي تاوتریخوالی افغان ښځې له زده‌کړې، بازارونو او اقتصادي فرصتونو لرې کوي

۱۷ لیندۍ ۱۴۰۴ - ۸ دسمبر ۲۰۲۵، ۰۴:۲۳ GMT+۰

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې (FAO) خبرداری ورکړی چې په دې هېواد کې د ښځو خلاف ډیجیټلي تاوتریخوالی نه یوازې انلاین نړۍ ګواښ دی، بلکې د هغوی د زده‌کړې، کار، بازار موندنې او اقتصادي برخو ته د لاسرسي پر وړاندې یو لوی خنډ ګرځېدلی.

د ملګرو ملتونو دغه دارې په ایکس لیکي، چې د ډیجیټلي چاپېریال خوندیتوب د افغان ښځو لپاره حیاتي دی، ځکه «یوازې د خوندي ډیجیټلي فضا له لارې ښځې کولای شي په کرنې، اقتصادي پیاوړتیا او د خوړو په مقاوم سیسټم کې رهبري او اغېزمنه برخه واخلي».

کوبرا حسېني چې دایف ای اوپه کمپاین کې یې ګډون کړی، ټینګار کوي چې ډیجیټلي تاوتریخوالی یوازې انلاین ستونزه نه ده؛ بلکې «یو داسې خنډ دی چې افغان ښځې له زده‌کړې، بازارونو او راتلونکي لرې کوي».

همدا ډول د کابل د وچو مېوو د یوې کمپنۍ رییسه بې نظیر یکتا وايي، د ښځو ډیجیټلي معلومات او روزنې ته نه لاسرسی د اقتصادي پیاوړتیا مهم فرصتونه له لاسه ورکول دي.

نوموړې وایي: «د کلي ښځې او نجونې چې خوندي ډیجیټلي چاپیریال ونه لري، مهم اقتصادي او ټولنیز فرصتونه له لاسه ورکوي، چې دا د هغوی ځواکمنېدو او اقتصادي پایدارتیا ته زیان رسوي».

هغې زیاته کړې چې دا وضعیت د دوی د ځان‌بسیا کېدو وړتیا هم محدوده کوي. د ملګرو ملتونو دغه ادارې ټینګار کړی چې د ښځو لپاره د ډیجیټلي خوندیتوب تضمین کول د ټول هېواد د کرنیز اقتصاد د بیا رغونې او د خلکو د ځان بسیاینې لپاره اړین دي.

یاده دې وي چې د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې سازمان (FAO) د شپاړس ورځني کمپاین په ترڅ کې د افغان ښځو لپاره خوندي ډیجیټلي ځایونه رامنځته کولو ته ځانګړې پاملرنه کړې ده.

د دې کمپاین موخه دا ده چې ښځې او نجونې د زده‌کړې، روزنې او اقتصادي فرصتونو خوندي لاسرسی ولري، د کرنې په برخه کې مشري وکړي، د خپلو کورنیو د ژوند معیار لوړ کړي او د ټولنې د خوراکي امنیت په پیاوړتیا کې برخه واخلي.

اروپايي ټولنه نن ښايي د کډوالۍ په تړاو سخت قوانین تصویب کړي

۱۷ لیندۍ ۱۴۰۴ - ۸ دسمبر ۲۰۲۵، ۰۴:۱۰ GMT+۰

د فرانسې ۲۴ټلوېزیوني شبکې راپور ورکړی، تمه کېږي اروپايي ټولنه به نن دوشنه د (لیندۍ ۱۷مه) د کډوالۍ په تړاو د سختو قوانینو تصویب کېدو لپاره رایه اچونه وکړي. د راپور له مخې، اروپايي ټولنه هڅه کوي چې ور ننوتونکي کډوال بېرته له خپلو پولو دباندې وباسي او د ښي اړخي سیاست قوت راکم کړي.

راپور کې راغلي پروکسل کې به د اروپايي ټولنې د کورنیو چارو وزیران د هغو وړاندیزونو په اړه رایه ورکړي چې هدف یې د مهاجرو د راتګ کنټرول سختول او د هغوی د ستنېدو بهیر چټکول دي، چې دا به د روان کال د نوو اقداماتو لومړۍ ازموینه وي.

تمه ده چې د دوشنبې په ورځ د اروپايي اتحادیې هېوادونه د اروپا د کډوالۍ پالیسۍ د سختولو یو مهم پړاو تصویب کړي، چې په کې به د ۲۷ غړو هېوادونو له بلاک څخه د باندې د «ستنېدو مرکزونو» د جوړولو موضوع هم تایید شي.

راپور وایي، په اروپا کې حکومتونه د ښي اړخو ګوندونو له پرمختګ څخه وېریږي او هڅه کوي د کډوالۍ په تړاو سختدریځ غوره کړي. که دا اقدامات تصویب شي؛ نو هغه کډوال چې قضیې یې رد شوي او یا جرمي مخینه ولري؛ نو له سختو سزاګانو سره به مخ شي.

نجیب علي‌خېل: افغانستان د مدیریت شوې بې‌ثباتۍ هدف ګرځېدلی

۱۷ لیندۍ ۱۴۰۴ - ۸ دسمبر ۲۰۲۵، ۰۳:۱۶ GMT+۰

په پاکستان کې د افغانستان پخوانی سفیر نجیب‌الله علي‌خېل وایي، که هېواد له تاریخي تېروتنو درس وانخلي او کورني ناورینونو ته واقعي حل ونه مومي، کابل به یو ځل بیا د سیمه‌یزو رقابتونو په منځ کې راګیر پاتې شي او د بې‌ثباتۍ، کډوالۍ او بهرني نفوذ لړۍ به دوام پیدا کړي.

نجیب‌الله علي‌خېل په اېکس لیکلي، چې د کلونو او لسیزو راهیسې د افغانستان جغرافیه د سیاسي او جیوپولیتیکي موخو لپاره کارول شوې او «قرباني یې یوازې افغان ولس دی».

نوموړی ادعا کوي چې اوس بیا ځینې کړۍ هڅه کوي دغه تګلاره توجیه کړي او د سیمه‌ییزو امنیتي پېښو له لارې «هدفمنده او مدیریت شوې بې‌ثباتۍ ته لاره هواره» کړي.

علي‌خېل ټینګار کړی چې سیاسي او امنیتي سیالیو د افغانستان ستراتېژیک موقعیت سخت زیانمن کړی او د مهمو سیمه‌ییزو پروژو مخه یې نیولې ده. نوموړي لیکلي: «اقتصادمحوره تګلارې ته لومړیتوب ورکول به افغانستان ته ثبات، اقتصادي پرمختګ، اعتبار او اقتدار راولي».

دی د هېواد د راتلونکي لپاره تر ټولو بنسټیز شرط «کورني بحرانونو ته حل پیدا کول» او «یو واقعي ملي تفاهم» بولي او څرګندوي چې د هر ډول پرمختګ لپاره باید لومړی د کور دننه د باور او تفاهم فضا رامنځته شي.

علي‌خېل زیاتوي، که افغانان له خپل تېر تاریخ څخه درس وانخلي، افغانستان به د سیمه‌ییزو رقابتونو په منځ کې ایسار پاتې شي. د ده په وینا، پایله به یې «احتیاج، سرګرداني، د کډوالۍ دوام او د ګاونډیانو او نورو هېوادونو لپاره د نفوذ پراخه ساحه» وي.

جرمنۍ رسنۍ: طالبانو د پاکستاني درملو بندیز سره افغانستان د درملو له سخت کمښت سره مخ کړی

۱۷ لیندۍ ۱۴۰۴ - ۸ دسمبر ۲۰۲۵، ۰۲:۵۷ GMT+۰

د جرمني دویچه ویله رسنۍ یو راپور کې وایي، کابل کې د طالبانو د حکومت له لوري پر پاکستاني درملو بشپړ بندیز لګېدو سره، د افغانستان د درملو په بازار کې د بنسټیزو طبي توکو کمښت ژور شوی او خلکو ته د عامو درملو موندل هم ستونزمن شوي دي.

د طالبانو د ریاست الوزرا اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر څو ورځې مخکې اعلان وکړ چې پاکستاني درمل به نور افغانستان ته نه پرېښودل کېږي.

هغه د پاکستاني درملو کیفیت «کمزوری» وباله او افغان واردونکو ته یې ۳ میاشتې مهلت ورکړ چې خپلې مالي معاملې حل کړي او د عرضې نوې سرچینې پیدا کړي. خو د بدیل موندل دومره اسانه نه ښکاري. د طالبانو د چارو ادارې مشر نورالله نوري وایي چې په افغانستان کې کارېدونکي تر ۷۰ سلنې زیات درمل له پاکستانه راوړل کېږي.

سره له دې چې د درملو د کمښت راپورونه زیات شوي، د طالبانو د روغتیا وزیر جلال جلالي ادعا کوي چې «په افغانستان کې د درملو کمښت نشته». بل پلو افغان او هندي شرکتونو روانه اونۍ د ۱۰۰مېلیونه ډالرو په ارزښت درملو د عرضه کولو قرارداد لاسلیک کړ چې په غونډه کې یې د طالبانو استازو هم ګډون درلود.

هند هم اعلان کړی چې ۷۳ټُنه بیړنۍ ژغورونکې دوا، واکسین او طبي مواد کابل ته لېږي، څو د روغتیا سیستم عاجلې اړتیاوې پوره کړي.دا مرستې د درې تر څلورو لارۍ بار ته برابريږي، چې د ۴۰ میلیونو نفوس لرونکي هېواد لپاره یوازې یو سمبولیک ګام بلل کېږي.

یوه افغان درمل‌واردونکي DW ته ویلي:«ځینې درمل کم شوي او بیې مخ پر لوړېدو دي. هڅه کوو د هند، ترکیې او ایران بدیلونه پیدا کړو، خو دا پروسه وخت غواړي. همدارنګه د هېواد دننه د تولید فابریکو جوړول هم پیل شوي، خو ګړندي نه دي».

افغانستان له کلونو راهیسې یوازې د خپلو درملو ډېره لږه برخه تولیدوي. د لابراتوارونو کمښت، د کیفیت ټيټې ازموینې، د تولید محدود امکانات او د اکمالاتي زنځیر ستونزې دا هېواد په بنسټیز ډول پر وارداتو تکیه‌من کړی.

تر اوسه هم د افغانستان د روغتيايي خدماتو وضعیت ډېر خراب دی. د ۲۰۲۱ کال د اګست وروسته، د طالبانو واکمنۍ د هېواد بشري بحران ژور کړی، وچکالۍ، سیلابونو او اقتصادي سقوط یې کړکېچ لا سخت کړی.

پر دې سربېره، افغانستان په پراخه کچه پر بهرنۍ مرستې متکي دی، چې له ۲۰۲۱ وروسته ډېری نړیوالو بندې کړې دي. د مرستو لوی بندیز د طالبانو هغه تګلاره ده چې ښځې یې له زده‌کړې، کار او حتی روغتیايي خدماتو څخه سیسټماټیک ډول لیرې کړې دي.

د ملګرو ملتونو په وینا، ۲۳ مېلیونه افغانان چې د ټول نفوس نیمایي څخه ډېر دي، بشري مرستو ته جدي اړتیا لري.