ملا شیرین د کندهار د ولسوالیو له امنیه قوماندانانو سره د نشهيي توکو په تړاو ناسته کړې

په کندهار کې د طالبانو والي ملا شیرین د یاد ولایت د ۱۱ ولسوالیو له امنیه قوماندانانو سره په ولسوالیو کې د نشهيي توکو د کر، پیر، پلور او قاچاق د مخنیوي په اړه ناسته کړې. یاد طالب چارواکي د کندهار د امنیتي وضعیت په اړه هم غږیدلي.
