د طالبانو د روغتیا وزیر: د افغانستان د روغتیا سکتور لا هم د نړیوالو شریکانو ملاتړ ته اړ دی

د طالبانو د عامې روغتیا وزیر نور جلال جلالي د سويلي اسیا لپاره د یونېسیف ادارې مشر سنجی وېجسېکره سره په کتنه کې ویلی، چې د افغانستان روغتیا سکتور د اوسنیو ظرفیتونو ترڅنګ لا هم د نړیوالو شریکانو ملاتړ ته اړتیا لري.
نوموړی زیاتوي، چې د یونېسف ادارې ملاتړ کولی شي د مور او ماشوم روغتیا، واکسین، تغذیې، د ساري ناروغیو کنټرول او بنسټیزو روغتیايي خدمتونو په تامین کې اغېزناک رول ولوبوي.




