طالبانو کابل ښار کې څه باندې ۲۵ جریبه ځمکه دولتي اعلان کړه

د طالبانو عدلیې وزارت خبر ورکړی، چې د یادې ډلې د مرکزي زون غصب شویو ځمکو ته د رسېدنې ځانګړې محکمې په کابل ښار کې ۲۵ جریبه او ۶۵۳ بسوې ځمکه دولتي ملکیت پېژندلې او اعلان کړې ده.

د طالبانو عدلیې وزارت خبر ورکړی، چې د یادې ډلې د مرکزي زون غصب شویو ځمکو ته د رسېدنې ځانګړې محکمې په کابل ښار کې ۲۵ جریبه او ۶۵۳ بسوې ځمکه دولتي ملکیت پېژندلې او اعلان کړې ده.
د یاد وزارت د خبرپاڼې له مخې، دغه ځمکه چې د «کستومایز او رستم حیدري ښارګوټي» په نوم یادیږي، د کابل ښار په څلورمه او اوولسمه ناحیه کې موقعیت لري.
خبرپاڼه زیاتوي، چې د ځمکو د غصب مخنیوي او بېرته راګرځولو کمېسیون له څېړنو وروسته د دغې ځمکې دوسیه ځانګړې محکمې ته سپارلې وه. محکمې د ملکیت اسناد، د املاکو ثبت دفترونه او د اړوندو ادارو معلومات ارزولي او پرېکړه یې کړې چې یاده ځمکه د دولت ملکیت دی.
د طالبانو عدلیې وزارت ویلي، د محکمې له پرېکړې وروسته به دغه ځمکه د ځمکو د غصب مخنیوي او بېرته راګرځولو کمېسیون ته وسپارل شي.
د یاد وزارت په وینا، په ټول هېواد کې د دولتي ځمکو د تثبیت او بېرته ترلاسه کولو بهیر دوام لري او اړوندې ادارې د اسنادو او شواهدو له ارزونې وروسته پرېکړې کوي

د طالبانو د امر بالمعروف وزارت وايي، د ۱۴۰۵ لمریز کال په چنګاښ میاشت کې یې د ښځو د حقونو په تړاو ۳۸۸ قضیې حل کړې دي؛ خو د دې وزارت د فعالیتونو په خپاره شوي راپور کې د ښځو پر وړاندې د پراخو محدودیتونو، د هغوی د اساسي حقونو د نقض په اړه وضاحت نه دی ورکړل شوی.
دغه وزارت په خپل میاشتني راپور کې ویلي، د یادو قضیو له ډلې ۱۹۹ د کورني تاوتریخوالي، ۴۶ د میراث، ۳۶ د ولور، ۳۳ د اجباري نکاح، ۲۸ د نفقې، ۲۷ د شرعي نکاح د زمینې برابرولو او ۱۹ د طلاق قضیې وې.
د طالبانو د امر بالمعروف وزارت د ښځو د حقونو د خوندیتوب ادعا په داسې حال کې مطرح کړې چې د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته د ښځو او نجونو پر زدهکړو، کار، تګ راتګ او عامه ژوند پراخ محدودیتونه لګېدلي دي. دغه وزارت هم د ښځو د حجاب، محرم، جامو او ټولنیز حضور په اړه د محدودیتونو د پلي کولو له مهمو ادارو څخه ګڼل کېږي.
د وزارت په راپور کې ویل شوي چې د دې ادارې وزیر مولوي محمد خالد حنفي، د هېواد شمالي، شمالختیځو، ختیځو، سوېلختیځو، لوېدیځو او مرکزي زونونو ته د سفرونو پر مهال له دیني عالمانو، قومي مخورو او نفوذ لرونکو کسانو سره د وزارت د قانون د پلي کولو او ګډې همکارۍ په اړه ناستې کړې دي.
وزارت ادعا کوي چې محتسبینو یې د خرافاتي کړنو د مخنیوي په نوم په بېلابېلو ولایتونو کې ۳۲ کسان چې «کوډګر» بلل شوي، نیولي او اړوندو ادارو ته یې سپارلي دي.
دغه وزارت همداراز ویلي چې د سالم اقتصادي نظام، د بیو د کنټرول، د تاریختېرو او بېکیفیته توکو د له منځه وړلو، د سود او احتکار د مخنیوي او په ترازو کې د درغلۍ د مخنیوي په موخه یې له سوداګرو او هټۍوالو سره ۷۱۰ اصلاحي ناستې کړې دي.
د راپور له مخې، په همدې موده کې نږدې ۱۰ ټنه تاریختېر توکي سوځول شوي دي.
د طالبانو د امر بالمعروف وزارت وايي، محتسبینو یې د قومي او ژبنیو تعصبونو د مخنیوي په نوم ۴۹ لویې قومي دښمنۍ په دوستیو بدلې کړې او ۱۷۵ لویې او وړې شخړې یې حل کړې دي.
د دې وزارت راپور د خپلو فعالیتونو شمېرې وړاندې کوي، خو د ښځو د حقونو د قضیو د حل څرنګوالی، د شکایتونو د پرېکړو قانوني بنسټ او دا چې په دغو قضیو کې د ښځو رضایت او خپلواکه حقوقي استازولي څومره مراعت شوې، په اړه یې جزییات نه دي ورکړي.
طالبانو په فراه ولایت کې د یوې ناستې په ترڅ کې له لیکوالانو غوښتي چې د دې ډلې د دریځونو ملاتړ وکړي او د دوی په وینا، د مخالفینو د «تبلیغاتو» مخه ونیسي او پر وړاندې یې فکري مبارزه وکړي.
د طالبانو د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت لیکلي چې فراه کې یې د یو شمېر ادارو له مسولینو، لیکوالانو او فکري فعالانو سره د همغږۍ ناسته کړې.
د یاد وزارت په خبرپاڼه کې ویل شوي چې په دې ناسته کې د «اسلام او اسلامي نظام څخه د دفاع»، ټولنیز سمون، د دیني ارزښتونو د بیان او د دوی په وینا د مخالفینو پر وړاندې د فکري مبارزې موضوعات یې مطرح کړي.
په دغه ناسته کې طالبانو له لیکوالانو غوښتي چې خپله «فکري مبارزه» چټکه کړي، څو د دوی په وینا، د دښمن د «دروغجنو او بې بنسټه تبلیغاتو» مخه ونیول شي.
طالبان له بیا واکمنېدو وروسته په وار وار له ملایانو، لیکوالانو او رسنیزو فعالانو غوښتي چې د دوی د نظام ملاتړ وکړي او د دوی پر ضد خپرېدونکو نیوکو ته ځواب ووایي.
خو پر طالبانو یو شمیر نیوکه کونکي بیا وايي چې دا ډول غوښتنې د بیان د ازادۍ نقض او د فکري او رسنیز فعالیت د محدودولو هڅې دي او لیکوالان او رسنۍ باید د حکومت په ګډون د ټولو اړخونو په اړه د نیوکې او پوښتنې حق ولري.
سره له دې چې طالبان په ټول هېواد کې د پراخ امنیت د ټینګښت ادعا کوي، خو په دې وروستیو کې په کابل او یو شمېر ولایتونو کې د وسله والو غلاوو د زیاتېدو راپورونه خپاره شوي دي. یو شمېر خلک وایي چې فقر، بې روزګاري او خراب اقتصادي وضعیت د دې لامل شوی چې ځینې کسان په غلاوو لاس پوري کړي.
ګلالۍ (مستعار نوم)، چې د کندهار ښار اوسېدونکې ده، افغانستان انټرنشنل-پښتو ته ویلي چې څو ورځې وړاندې د کندهار ښار د شهیدانو چوک په سیمه کې موټرسایکل سپرو کسانو ترې دستکول وتښتاوه.
نوموړې وایي، د مقاومت هڅه یې وکړه، خو ونه توانېده چې خپل دستکول وژغوري. د هغې په وینا، په دستکول کې یې موبایل او څلور زره افغانۍ وې.
ګلالۍ زیاتوي چې د کندهار ښار په عینو مېنه سیمه کې هم د غلاوو ورته پېښې هره ورځ رامنځته کېږي. هغه چې په یوه روغتون کې دنده لري، وایي خلک د سخت اقتصادي وضعیت له امله له ګڼو ستونزو سره مخ دي او ځینې کسان ښایي د اړتیا له مخې جرمونو ته مخه کړې.
ورته مهال، په ټولنیزو رسنیو کې هم د غلاوو په اړه د خلکو شکایتونه زیات شوي دي.
د قاهر کمال په نوم یو ځوان، پر فسیبوک لیکلي چې کابل کې په رڼا ورځ غلو ترې هر څه اخیستي او وروسته یې په وهلو ټکولو تندی ورټپي کړی دی. نوموړي ویلي چې که یې سر لږ ښکته کړی نه وای، ښایي د سترګې د له لاسه ورکولو له خطر سره مخ شوی وای.
یو بل کس په ټولنیزو رسنیو کې لیکلي چې د غلو د نیولو وروسته د شاهدانو غوښتنه د دې سبب شوې چې ځینې مجرمین بېرته خوشې شي او خپلو جرمونو ته دوام ورکړي.
نوموړي لیکلي: «که مجرم جرم وکړي او طالبان يې ونيسی په محکمه کې قاضي درته وايي چې شاهدان راوله، چې کله تاسو غلو لوټلۍ يوه دوه کسان بايد درسره د شاهدۍ لپاره وي، دا د هري سيمي مشهور غله دي يوه ورځ يې ونيسي بله ورځ بيا خوشي وي خپل غلاوي کوي ځکه چې پر دوی شاهدان نشته.»
د کابل ښار یوې بلې اوسېدونکې افغانستان انټرنشنل پښتو ته ویلي چې د برچي په ګولایي مهتاب قلعه چتګر سیمه کې د شپې شاوخوا دوه بجې د دوی له کوره غلا شوې ده.
د نوموړې په وینا، غلو دوه د سرو زرو ګوتمۍ، غوږوالۍ، ۵۰۰ یورو، ۸۰۰ ډالر، ۴۰ زره افغانۍ او ۵۰ زره پاکستانۍ کلدارې له ځانه سره وړي دي.
هغې ادعا کړې چې په یوه میاشت کې د دوی په سیمه کې له څلورو کورونو غلاوې شوي. هغه وایي له یوه کوره ۹ لکه افغانۍ او له بل کوره دوه نیم لکه افغانۍ وړل شوې دي.
یو شمېر اوسېدونکي وایي چې په اوسنیو شرایطو کې خلک په ډېرې سختۍ کولای شي لږې پیسې د اړتیا لپاره وساتي، خو کله چې هماغه سپما هم د غلو له خوا واخیستل شي، نو خلک په خپل هېواد کې د ژوند کولو په اړه ناهیلي کېږي.
د طالبانو د کورنیو چارو وزارت هم وخت ناوخت د غلو او مجرمینو د نیولو خبرونه خپروي. خو یو شمېر خلک وایي چې د امنیت د ټینګښت له ادعاوو سره سره، د غلاوو او ورته امنیتي پېښو مخنیوی لا هم یوه جدي ننګونه ده.
بلخوا، ځینې خلک ادعا کوي چې ښایي په دغو پېښو کې د طالبانو اړوند کسان هم لاس لري.
طالبان وایي چې په افغانستان کې یې بې ساری امنیت ټینګ کړی او هېواد له جدي امنیتي ګواښونو سره نه دی مخ.
وړاندې د کندهار یو شمېر اوسېدونکو افغانستان انټرنشل پشتو ته ویلي و ،چې په شخصي جامو کې د طالبانو د وسلهوالو کسانو ګرځېدل دا ستونزمنه کړې چې خلک د طالبانو د او نورو وسلهوالو کسانو ترمنځ توپیر وکړي.
هغوی ویلي وو چې وروستیو کې په ښار کې د هغو وسلهوالو کسانو ګرځېدل زیات شوي چې رسمي پوځي یونیفورم نه لري.
دوی اندېښنه ښيي چې د یونیفورم نه کارول او په شخصي جامو کې د وسلهوالو تګ راتګ د دې لامل شوی چې عام خلک د طالبانو د نظامي کسانو او نورو نامسووله وسلهوالو ترمنځ په اسانۍ توپیر ونه شي کړای.
د غلاوو د زیاتېدو په اړه د خلکو اندېښنې په داسې حال کې مطرح کېږي چې اقتصادي ستونزې، بې روزګاري او د عایداتو کمښت د هېواد د ډېرو کورنیو له مهمو ستونزو څخه بلل کېږي
د افغانستان د جمهوري نظام پر مهال د کورنیو چارو وزیر علي احمد جلالي د افغانستان د پخواني پاچا محمد ظاهر شاه د مړینې د نولسم تلین په مناسبت د هغه شخصیت ستاینه کړې او ویلي یې دي چې نوموړی د «شخصي استقامت، وقار، متانت، عاطفې او انساني کرامت» غوره بېلګه وه.
جلالي په خپله ایکسپاڼه کې لیکلي چې له محمد ظاهر شاه سره یې د هغه د پاچاهۍ پر مهال او همداراز د هغه د جلاوطنۍ او د جمهوریت په کلونو کې اړیکه او تماس درلود.
هغه زیاته کړې: «په ټولو حالاتو کې مې هغه اعلیحضرت د شخصي استقامت، وقار، متانت، عاطفې او انساني کرامت یو غوره مثال موندلی دی.»
علي احمد جلالي د محمد ظاهر شاه روح ته د دعا ترڅنګ د هغه یاد تلپاتې بللی دی.
محمد ظاهر شاه له ۱۹۳۳ تر ۱۹۷۳ کال پورې د افغانستان پاچا و او په ۲۰۰۷ کال کې د ۹۲ کلونو په عمر ومړ.
د روغتیا نړیوال سازمان وايي، هر کال په نړۍ کې له ۳۰۰ زرو ډېر کسان په اوبو کې د ډوبېدو له امله مري، چې نږدې څلورمه برخه یې ماشومان دي. په افغانستان کې هم په اوبو کې د ډوبېدو پېښې د اندېښنې وړ دي، هر کال لسګونه کسان د ډوبیدو له امله مري، چې شاوخوا ۹۰ سلنه یې ماشومان او ځوانان دي.
د ملګرو ملتونو د روغتیا نړیوال سازمان د «اوبو کې د ډوبېدو د مخنیوي نړیوالې ورځې» په مناسبت، چې د جولای ۲۵مه ده، ویلي چې په اوبو کې ډوبېدل د مخنیوي وړ دي او د دې پېښو د کمولو لپاره د لازمې پوهې او اغېزمنو لارې چارې شتون لري، خو د دې هدف ترلاسه کول د حکومتونو، ټولنو او خلکو ګډ اقدام ته اړتیا لري.
د دغه سازمان د معلوماتو له مخې، هر ساعت په نړۍ کې شاوخوا ۳۰ کسان په اوبو کې د ډوبېدو له امله مري. په اوبو کې ډوبېدل د ۵ تر ۱۴ کلونو عمر لرونکو ماشومانو لپاره په نړۍ کې د مړینې له لسو مخکښو لاملونو څخه دي.
ډبلیو ایچ او وايي، اوبو کې د ډوبېدو له امله د مړینې له ۹۰ سلنې ډېرې پېښې په ټیټ او منځني عاید لرونکو هېوادونو کې رامنځته کېږي. سیندونه، جهیلونه، څاهګانې، د کورونو د اوبو زېرمې او د لامبو حوضونه د دغو پېښو له مهمو ځایونو څخه دي، او په کلیوالو سیمو کې ماشومان او تنکي ځوانان د دې خطر تر نورو ډېر اغېزمنوي.
په افغانستان کې د ۲۰۲۴ کال په ارقامو کې، د همدې کال له اپرېل څخه د جولای تر پایه په ۱۵ ولایتونو کې لږ تر لږه ۵۰ کسان په اوبو کې د ډوبېدو له امله مړه شوي وو. د راپور له مخې، شاوخوا ۹۰ سلنه قربانیان ماشومان او ځوانان وو، ۳۰ کسان د لامبو پر مهال او ۲۰ نور په اوبو کې د لوېدو له امله مړه شوي وو.
په افغانستان کې د ډوبېدو پېښې په ۲۰۲۵ او ۲۰۲۶ کې هم شوي خو رسمي ارقام یې ندي خپاره شوي.
د ۲۰۲۶ کال د اوبو کې د ډوبېدو د مخنیوي نړیوالې ورځې موضوع «متحد شو، د وضعیت بهیر بدل کړو» ټاکل شوې ده. د اوبو کې د ډوبېدو د مخنیوي نړیواله ستراتیژي غواړي چې د ۲۰۳۵ کال تر پایه په نړۍ کې د دغو پېښو مرګژوبله ۳۵ سلنه راکمه شي.