جرمني د ۲۰۲۶ کال له اګست وروسته د افغان پاسپورټونو تمدید په رسمیت نه پېژني

د جرمني د کورنیو چارو فدرالي وزارت افغانستان انټرنشنل ته ویلي چې د ۲۰۲۶ کال د اګست له لومړۍ نېټې وروسته تمدید کېدونکي افغان پاسپورټونه به، په جرمني کې اعتبار ونه لري.

د جرمني د کورنیو چارو فدرالي وزارت افغانستان انټرنشنل ته ویلي چې د ۲۰۲۶ کال د اګست له لومړۍ نېټې وروسته تمدید کېدونکي افغان پاسپورټونه به، په جرمني کې اعتبار ونه لري.
دغه وزارت ویلي چې دا نوې پرېکړه د افغانستان په استازولیو کې د پاسپورټ غوښتنې د امکاناتو د بدلون، د نړیوالو قوانینو او د نړیوال ملکي هوايي چلند سازمان (ICAO) د سپارښتنو له مخې شوې ده.
د جرمني د کورنیو چارو وزارت د معلوماتو له مخې، بهرني وګړي جرمني ته د ننوتلو او د اوسېدو لپاره باید د جرمني د اقامت قانون د درېیمې مادې د لومړي بند له مخې یو معتبر او منل شوی پاسپورټ یا د پاسپورټ بدیل سند ولري.
دغه وزارت ویلي چې د اقامت د اجازې د تمدید لپاره هم باید یو معتبر او د منلو وړ سفري سند وړاندې شي.
خو د جرمني د ایالتونو د بهرنیو وګړو ادارې کولای شي په هره قضیه کې جلا ارزونه وکړي چې ایا د اړوند کس لپاره د افغانستان له استازولیو څخه د پاسپورټ ترلاسه کول ممکن او د منلو وړ دي او که نه.
که اړوند اداره دې پایلې ته ورسېږي چې د افغانستان استازولۍ ته مراجعه کول یا پاسپورټ اخیستل د دغه کس لپاره مناسب یا ممکن نه دي، نو کېدای شي ورته د بهرني وګړي د سفر سند ورکړل شي.
هغه کسان چې په جرمني کې د جنیوا کنوانسیون له مخې د کډوالو په توګه منل شوي دي، اړ نه دي چې د افغانستان استازولیو ته مراجعه وکړي.
دغه کسان کولای شي د کډوالۍ د سفر سند له لارې د پاسپورټ د لرلو قانوني شرط پوره کړي.
د جرمني کورنیو چارو وزارت وايي، دوی داسې کره معلومات نه لري چې څومره کسان به د دې نوې پرېکړې له امله اغېزمن شي خو وزارت ټینګار کړی چې د نوي افغان پاسپورټ د ترلاسه کولو غوښتنه لا هم ممکنه ده.
د افغانستان انټرنشنل ددې پوښتنې په ځواب کې، چې ایا دا پرېکړه په جرمني کې د طالبانو د ډیپلوماتانو له حضور یا د افغان وګړو د ایستلو له پروګرام سره تړاو لري او که نه، د جرمني کورنیو چارو وزارت دا اړیکه رد کړې او ویلي یې دي چې دا پرېکړه له دغو موضوعاتو سره تړاو نه لري.