د ملګرو ملتونو د بشري مرستو همغږي کوونکي برونو لومارکي د نومبر پر ۶مه په نیویارک کې یوې خبري غونډې ته ویلي، نړیواله ټولنه باید په اوسنیو شرایطو کې افغانستان یوازې پرېنږدي. نوموړي ټینګار کړی چې د افغانستان د بشري ناورین لومړني قربانیان ښځې، ماشومان او هغه میلیونونه افغانان دي چې له نورو هېوادونو بېرته خپل هېواد ته ستنېدو ته اړ شوي دي.
لومارکي چې څلور میاشتې مخکې یې په افغانستان کې دنده پیل کړې، ویلي، که څه هم د طالبانو له واک ته رسېدو وروسته په هېواد کې د امنیت کچه تر یوه بریده ښه شوې، خو افغانستان لا هم له اقتصادي کمزورۍ، نړیوالې سیاسي انزوا او پراخو بشري اړتیاوو سره مخ دی.
د ښځو او نجونو پر وړاندې محدودیتونه
د ملګرو ملتونو د راپور له مخې، د طالبانو له خوا پر ښځو او نجونو لګول شوي محدودیتونه لا پسې سخت شوي او د هغوی زدهکړې، کار او اړینو خدمتونو ته لاسرسی یې محدود کړی دی.
راپور وايي، له ۲۰۲۱ کال راهیسې له ۲،۶ میلیونو ډېرې نجونې له منځنیو زدهکړو بېبرخې شوې دي او په پوهنتونونو کې د ښځینه محصلانو شمېر صفر ته رسېدلی دی.
همدارنګه، د ۲۰۲۵ کال له سپټمبر راهیسې افغان ښځینه کارکوونکې د ملګرو ملتونو دفترونو ته له ننوتلو منع شوې دي. د راپور له مخې، په هرات ولایت کې هم د نویو محدودیتونو له امله ځینې بشري مرستندویه ادارې نه شي کولای خپل فعالیتونه په عادي توګه ترسره کړي.
لومارکي ټینګار کړی: «موږ نه شو کولای د ټول نفوس ۵۰ سلنه برخه شاته پرېږدو.»
د ملګرو ملتونو په وینا، دا محدودیتونه د بشري مرستو رسولو بهیر هم له ستونزو سره مخ کړی دی؛ ځکه مرستندویه ادارې له یوې خوا د ښځو او نجونو مرستې ته اړتیا ویني او له بلې خوا د طالبانو د محدودیتونو له امله ورته د لاسرسي اجازه نه لري. ځینې ادارې اړ شوې چې له هغو سیمو خپل فعالیتونه ودروي چې هلته د خپلو کاري اصولو د عملي کولو امکان نه لري.
له ایران او پاکستان نه د میلیونونو افغانانو راستنېدل
د ملګرو ملتونو د راپور له مخې، د ۲۰۲۳ کال له پای راهیسې ۶،۷ میلیونه افغانان، چې ډېری یې له ایران او پاکستانه دي، بېرته افغانستان ته ستانه شوي دي. ډېری دغه کسان په زور یا تر فشار لاندې خپل هېواد ته راستانه شوي دي.
د راپور په حواله، د راستنو شویو کسانو له ډلې ځینې داسې دي چې ان په افغانستان کې یې ژوند نه دی کړی. لومارکي ویلي، له داسې کسانو سره یې لیدلي چې په بهر کې زېږېدلي او له خپلو ماشومانو سره داسې کلیو ته ستانه شوي چې مخکې یې نه وو لیدلي.
نوموړي زیاته کړې، ځینو ځوانانو ورته ویلي چې که په افغانستان کې د ژوند او کار زمینه ورته برابره نه شي، بېرته به په پښو له هېواده ووځي. خو د ده په وینا، ځینې زاړه کسان چې د کډوالۍ له اوږدو کلونو ستړي شوي، غواړي په خپل هېواد کې پاتې شي، که څه هم هلته خپل ژوند له لاسه ورکړي.
د ملګرو ملتونو په وینا، د راستنو شویو افغانانو پراخ بهیر پر هغو سیمو د کورونو، ښوونځیو او کاري فرصتونو فشار زیات کړی چې له وړاندې له بېوزلۍ سره مخ دي.
نړیوالې مرستې په بېساري ډول کمې شوې دي
راپور ښيي چې له افغانستان سره د بشري مرستو مالي ملاتړ په تېرو درېیو کلونو کې په چټکۍ کم شوی دی. په ۲۰۲۳ کال کې له افغانستان سره د بشري مرستو لپاره دوه میلیارده ډالر برابر شوي وو، خو دا اندازه په ۲۰۲۵ کال کې یو میلیارد ډالرو ته راټیټه شوه او په ۲۰۲۶ کال کې تر دې دمه یوازې ۵۷۰ میلیونه ډالر راټول شوي دي.
د روان کال د بشري مرستو له پلان څخه یوازې ۳۳ سلنه تمویل شوې ده.
د راپور له مخې، د مرستو کمښت لا له وړاندې پر روغتیايي خدمتونو اغېز کړی او د لومړنیو روغتیايي خدمتونو له ۷۰۰ ډېر مرکزونه، چې د هېواد د دغو مرکزونو شاوخوا ۴۰ سلنه جوړوي، د ۲۰۲۵ او ۲۰۲۶ کلونو ترمنځ تړل شوي یا به وتړل شي.
ملګري ملتونه اټکل کوي چې په ۲۰۲۷ کال کې به ۱۶،۳ میلیونه افغانان بشري مرستو ته اړتیا ولري. که څه هم د اړمنو کسانو شمېر به ښايي راکم شي، خو د هغوی د اړتیاوو شدت به نږدې درېیمه برخه زیات شي، چې عمده لاملونه یې د خوړو د خوندیتوب خرابېدل او د ماشومانو خوارځواکي بلل شوي دي.
د کوکنارو کښت بیا زیات شوی
د ملګرو ملتونو په راپور کې د کوکنارو د کښت بېرته زیاتېدل هم د افغانستان د اقتصادي او بشري وضعیت یوه نښه بلل شوې ده.
د راپور له مخې، سره له دې چې طالبانو په ۲۰۲۲ کال کې د کوکنارو د کښت د له منځه وړلو کمپاین پیل کړی و او د کښت ساحه شاوخوا ۹۵ سلنه راکمه شوې وه، خو د ۲۰۲۵ او ۲۰۲۶ کلونو ترمنځ د کوکنارو کرل شوې ځمکه ۳۳۰ سلنه زیاته شوې ده.
لومارکي ویلي، د اقتصادي بدیلونو نشتوالي ځینې بزګران بېرته د تریاکو کښت ته هڅولي دي. د هغه په وینا، پخوا به په یوه هکټار ځمکه کې د کوکنارو له کښته شاوخوا ۱۷ زره ډالره عاید ترلاسه کېده، خو اوس په همدې اندازه ځمکه کې د بېاوبه غنمو له کښته عاید تر ۵۰۰ ډالرو هم کم دی.
د ملګرو ملتونو دغه چارواکي له نړیوالو مرستهکوونکو غوښتي چې له افغانستان سره خپل مالي ملاتړ ته دوام ورکړي او په ورته وخت کې یې له طالبانو غوښتي چې د امنیتي لګښتونو پر ځای عامه خدمتونو ته ډېرې سرچینې ځانګړې کړي.
هغه خبرداری ورکړی چې د افغانستان وضعیت یوازې د دغه هېواد په پولو کې نه محدودېږي، بلکې د بېوزلۍ، کډوالۍ او سیمهییزې بېثباتۍ د زیاتېدو له لارې پر ګاونډیو هېوادونو او ټولې سیمې هم اغېز کولی شي.
لومارکي په ټینګار سره ویلي: «په افغانستان کې چې څه پېښېږي، یوازې په افغانستان کې نه پاتې کېږي.»