• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

بدخشان کې تازه نښتې؛ د طالبانو او مخالفو ځواکونو تر منځ نښته شوې

۱ زمری ۱۴۰۵ - ۲۳ جولای ۲۰۲۶، ۱۸:۳۷ GMT+۱تازه شوی: ۱ زمری ۱۴۰۵ - ۲۳ جولای ۲۰۲۶، ۲۲:۴۲ GMT+۱

له بدخشان څخه یو شمېر سمه ییزو سرچینو افغانستان انټرنشنل – پښتو ته ویلي، چې څو ساعته وړاندې د طالبانو او د دې ډلې د مخالفو ځواکونو تر منځ د بدخشان د زیباک ولسوالۍ اړوند د «توپخانې» په سیمه کې جګړه شوې ده. د طالبانو د کورنیو چارو وزارت یوې سرچینې جګړه تایید کړې ده.

د سرچینو په وینا، په لومړیو ساعتونو کې د دواړو لورو ترمنځ درنې ډزې تبادله شوې، خو د زیان په اړه کره معلومات نه شته.

د معلوماتو له مخې، د طالبانو د ځواکونو مشري ملا جمیل کوي، چې د طالبانو د پوځ د لوی درستیز قاري فصیح‌الدین فطرت سره کورنۍ اړیکه لري.

تر دې دمه د نښتو د تلفاتو کره شمېر نه دی څرګند شوی، خو سرچینې ټینګار کوي چې جګړه لا پای ته نه ده رسېدلې او وضعیت لا هم ترینګلی دی.

طالبانو تر اوسه په رسمي ډول د دغو نښتو په اړه څه نه دي ویلي.

ترویج لرونکی

جرمني د ۲۰۲۶ کال له اګست وروسته د افغان پاسپورټونو تمدید په رسمیت نه پېژني
۱

جرمني د ۲۰۲۶ کال له اګست وروسته د افغان پاسپورټونو تمدید په رسمیت نه پېژني

۲

د هواپوهنې اداره: په ۱۷ ولایتونو کې د باران، تالندې، سېلیو او سېلابونو راوتو اټکل شوی

۳

د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي لاهم کابل ته بېرته نه دی ستون شوی

۴

په کندهار کې د محتسبانو له بندیزونو سره هممهاله دیني عالمانو د تبلیغ دودیز کمپاین پیل کړی

۵

د انساني قاچاق پراخې څپې؛ طالبان وایي تېره میاشت په نیمروز کې تر ۹۰۰ ډېر کسان نیول شوي

•
•
•

نور کیسې

ملا ندیم محصلینو او طالبانو ته: کوشش وکړئ چې د امیرالمومنین بې اطاعتي درڅخه ونشي

۱ زمری ۱۴۰۵ - ۲۳ جولای ۲۰۲۶، ۱۸:۲۴ GMT+۱
100%

د طالبانو د لوړو زده کړو وزیر نداء محمد ندیم په خوست کې د شیخ زاید پوهنتون د ۹۲۵ محصلینو په فراغت‌غونډه کې د خپل مشر د فرمانونو پر پلي کولو ټینګار وکړ. هغه له مسوولینو وغوښتل چې د بې‌اطاعتۍ پر ځای خپلې دندې د عبادت په نیت ترسره کړي.

نداء محمد ندیم په خپله وینا کې فارغ شویو محصلینو او د هغوی کورنیو ته مبارکي وویله او زیاته یې کړه چې اوس مهال په هېواد کې د علم ترلاسه کولو لپاره ښه زمینه برابره شوې ده. نوموړي د جمهوریت او د طالبانو د نظام ترمنځ پر توپیر رڼا واچوله او ویې ویل چې په دغه نظام کې ټولې پرېکړې او کارونه د الله تعالی د کتاب پر بنسټ ترسره کېږي.

د طالبانو د لوړو زده کړو وزیر د خپل مشر د اوامرو پر اطاعت ټینګار وکړ او ویې ویل چې هر مسوول باید خپله دنده د عبادت په نیت ترسره کړي او له بې‌اطاعتۍ څخه ډډه وکړي. هغه له فارغانو څخه وغوښتل چې په خپل مسلک کې په صداقت، ایماندارۍ او اخلاص سره خدمت وکړي او خپلو عقیدو، ایمان او عباداتو ته پام وکړي.

له بلې خوا، د خوست والي مولوي عبدالرحمن حقاني په دې غونډه کې د ځوانانو پر فراغت خوښي وښوده او ویې ویل چې دیني او عصري زده کړې له یو بل سره لازم او ملزوم دي. د هغه په وینا، طالبان عصري زده کړو ته ډېر اهمیت ورکوي. په دغه فراغتغونډه کې د شیخ زاید پوهنتون د ۱۱ پوهنځیو له بېلابېلو څانګو څخه ۹۲۵ تنه محصلین فارغ او ټولنې ته وړاندې شول.

دا په داسې حال کې ده چې طالبانو په خپلو اداري جوړښتونو کې ګڼ بدلونونه راوستي او په رسمي ادارو کې یې د ملي کلمې پر ځای د عمومي کلمې کارول پیل کړي دي. د دغو بدلونونو په لړ کې، د کورنیو چارو وزارت د ښوونې او روزنې مسوولیت یوه پخواني انتحاري بریدګر ته سپارل شوی او د ورزش په اداره کې هم نږدې ۹۵ سلنه مشران یوې ځانګړې قومي ډلې ته ورکړل شوي دي.

بارانونو او سېلابونو په ۷ ولایتونو کې خلکو ته مالي زیانونه اړولي

۱ زمری ۱۴۰۵ - ۲۳ جولای ۲۰۲۶، ۱۶:۱۵ GMT+۱
100%

د پلازمینې کابل په ګډون د هېواد په شپږو ولایتونو کې سختو بارانونو او سېلابونو خلکو ته مالي زیانونه اړولي دي. دغه سېلابونه تېره شپه او نن ورځ په کابل، خوست، میدان وردګ، پکتیکا، لوګر، پروان او پنجشیر ولایتونو کې راوتلي وو.

په نورستان کې له خونړیو سېلابونو وروسته، نن د ورځې او تېره شپه هم د هېواد په یو شمېر ولایتونو کې له سختو بارانونو وروسته سېلابونه راوتلي دي.

په پنجشیر کې د طالبانو د والي رسنیز دفتر ویلي، چې د پنجشنبې په ورځ له سختو بارانونو وروسته په حصارک، رخه او دره ولسوالیو کې سېلابونه راوتلي او خلکو ته یې مالي زیانونه اړولي دي.

تېره شپه د پکتیکا په مرکز ښرنه کې هم سېلابونو خلکو ته مالي زیانونه اړولي دي او د خوست ښار او ګربزو ولسوالۍ ترمنخ د شمل پل یوې برخې زیانمیدو ترڅنګ یو شمېر استوګنیز کورونه هم زیانمن شوي دي.

همدارنګه د لوګر ولایت د محمد اغې ولسوالۍ په ذاهد اباد سیمه کې هم سېلابونه راوتلي او ځینې کورونه یې زیانمن کړي دي.

طالبانو ویلي چې د میدان وردګ د نرخ ولسوالۍ په ځینو سیمو کې سېلابونو ۱۷ کورونه زیانمن کړي دي.

د راپورونو له‌مخې، نن له غرمي وروسته په کابل کې له باران وروسته په برچي سیمه کې هم لارو او کوڅو ته سېلابې اوبه راوتلي او ځینې کورونه یې زیانمن کړي دي. دغه راز د پروان په غوربند ولسوالۍ کې هم سیلابونو خلکو ته مالي زیانونه اړولي او کرنیزې ځمکې یې لاندې کړې دي.

طالبانو تر اوسه د یادو تازه سېلابونو له امله د اوښتو زیانونو په اړه څه نه دي ویلي.

د پروان په چاریکار کې د ترافیکي پېښې له امله یو بایسکل‌چلوونکی مړ شوی

۱ زمری ۱۴۰۵ - ۲۳ جولای ۲۰۲۶، ۱۶:۰۰ GMT+۱
100%

په پروان ولایت کې د طالبانو د پولیسو مسوولان وايي، د دغه ولایت د مرکز چاریکار ښار په مربوطاتو کې د یوه موټر او بایسکل د ټکر له امله یو بایسکل‌چلوونکی مړشوی او درې نور کسان ټپیان شوي دي.

د یاد ولایت د پولیسو ویاند فضل رحیم مسکینیار د پنجشنبې په ورځ ویلي، پېښه د چهارشنبې ماښام له چاریکار ښار څخه بهر شوې ده.

د نوموړي په وینا، د موټرچلوونکي بې‌احتیاطي د دې ترافیکي پېښې لامل شوې، چې له امله یې بایسکل‌چلوونکی ځای پر ځای مړ شوی او درې نور کسان ټپیان شوي دي.

هغه زیاته کړې چې د ټپیانو له ډلې د یوه کس روغتیايي وضعیت نازک دی.

د پروان د پولیسو ویاند د پېښې په اړه نور جزئیات نه دي ورکړي، خو له موټرچلوونکو یې غوښتي چې د ترافیکي قوانینو او مقرراتو درناوی وکړي، چې د ورته پېښو مخه ونیول شي او د خلکو ژوند خوندي وساتل شي.

د ازبکستان پانګوالو د افغانستان د سرب او جستو په کانونو کې د پانګونې لېوالتیا ښودلې

۱ زمری ۱۴۰۵ - ۲۳ جولای ۲۰۲۶، ۱۵:۴۴ GMT+۱
100%

د طالبانو د کانونو او پټرولیم وزارت چارواکو له ازبکستاني پانګه‌والو سره د افغانستان د کانونو په برخه کې د فرصتونو په تړاو خبرې کړې دي. طالبانو ویلي چې د ازبکستان پانګوالو د سرب او جستو د کانونو په برخه کې پانګونې ته لېوالتیا ښودلې ده.

د طالبانو یاد وزات د پنجشنبې په ورځ، د زمري پر لومړۍ نېټه وویل، چې د کانونو او پټرولیم وزارت د دفتر رییس عبدالحمید عادل د ازبکستان له یو شمېر پانګوالو سره د لیدنې پرمهال د افغانستان په کانونو کې د پانګونې د فرصتونو په اړه خبرې کړې دي.

طالبانو ویلي چې د ازبکستان پانګوالو د افغانستان د کانونو، په ځانګړې توګه د سرب او جستو د کانونو د استخراج او د پروسس د یوې معیاري فابریکې د جوړولو په برخه کې پانګونې ته لېوالتیا ښودلې ده.

طالبانو یادو پانګوالو ته د همکارۍ ډاډ ورکړی او زیاته کړې یې ده، چې بهرني پانګوال کولی شي د داوطلبۍ په پروسه کې تر ګډون وروسته د یادې ډلې له اصولو سره سمه پانګونه وکړي.

پرله‌پسې اقلیمي بدلونونو د افغانستان په شمال کې د بزګرانو فصلونه زیانمن کړي

۱ زمری ۱۴۰۵ - ۲۳ جولای ۲۰۲۶، ۱۵:۲۴ GMT+۱
100%

۵۶ کلن بزګر عبدالحمید له ۱۸ کلونو راهیسې په مرکزي بغلان کې خپله څلور جریبه ځمکه کري. هغه وايي، « «بارانونه په ناسم وخت کې وشول. لومړی یې د غنمو فصل خراب کړ، بیا یې رومیان، خټکي او هندواڼې زیانمنې کړې».

د افغانستان په شمال کې وچو او تږو کرنیزو ځمکو کې د اقلیمي بدلون جدي اغېزې د بزګرانو ژوند سخت کړی دی.

لوړه تودوخه، بې‌وخته بارانونه، سختې ږلۍ او ناڅاپي هوايي بدلونونه د حاصلاتو د کمېدو لامل شوي او کلیوالي ټولنې یې له سخت اقتصادي فشار سره مخ کړې دي.

۵۶ کلن بزګر عبدالحمید له ۱۸ کلونو راهیسې په مرکزي بغلان ولسوالۍ کې خپله څلور جریبه ځمکه کري. هغه وايي، سږ کال یې حاصلات نږدې له منځه تللي دي.

هغه شینهوا اژانس ته ویلي: «بارانونه په ناسم وخت کې وشول. لومړی یې د غنمو فصل خراب کړ، بیا یې رومیان، خټکي او هندواڼې زیانمنې کړې».

د نوموړي په وینا، بې‌وخته بارانونو یوازې فصلونه نه دي خراب کړي، بلکې نوې ناروغۍ او افتونه یې هم زیات کړي دي.

هغه وايي، پخوا یوازې له چینجیو سره ستونزه وه، خو اوس د ډېر باران له امله مچان او د خاورې بېلابېل چینجي هم پیدا شوي دي.

عبدالحمید وايي، تېر کال یې له حاصلاتو شاوخوا ۴۵۰زره افغانۍ عاید ترلاسه کړی و، خو سږ کال یې تر اوسه یوازې د ۳۰زره افغانیو په ارزښت محصولات پلورلي دي.

د بغلان د خنجان ولسوالۍ یو بل بزګر غلام محی‌الدین وايي چې د تودوخې زیاتوالي د غنمو او وریژو حاصلات کم کړي دي. هغه وايي، د ده ۱۲ کسیزه کورنۍ د همدې ځمکې له عاید څخه ژوند کوي.

په ګاونډي کندز ولایت کې هم بزګران ورته ستونزې لري. عزیزالله، چې د خان‌اباد ولسوالۍ اوسېدونکی دی، وايي چې بې‌وخته بارانونو د خټکیو فصل خراب کړی دی.

هغه وايي، تېر کال یې له څلورو جریبو ځمکې شاوخوا ۳۰۰زره افغانۍ عاید ترلاسه کړی و، خو سږ کال دا اندازه نږدې ۲۰۰زره افغانیو ته راټیټه شوې ده.

د کندز ښار په څنډو کې یو بل بزګر بازمحمد وايي، سختې ګرمۍ د سبزیجاتو او خټکیو فصلونه زیانمن کړي دي. هغه وايي، په ګرمو موسمونو کې چینجي پیدا کېږي او خټکي، رومیان، بامیه او نور سبزیجات له منځه وړي.

افغانستان چې د نفوس لویه برخه یې د کرنې له لارې ژوند کوي، د اقلیمي بدلون له امله له جدي خطر سره مخ دی. وچکالي او د اوبو کمښت لا هم د هېواد له تر ټولو لویو ستونزو څخه دي او د ملګرو ملتونو د راپور له مخې، د خلکو پر لویه برخه اغېز لري.

له بلې خوا، کله چې بارانونه راشي، ناڅاپي سېلابونه هم فصلونو ته پراخ زیان رسوي. د افغانستان د طبیعي پېښو د مدیریت ادارې د معلوماتو له مخې، یوازې په تېرو درېیو میاشتو کې له ۳۲زرو جریبو ډېره کرنیزه ځمکه زیانمنه شوې ده.

راپور وايي، افغان بزګران له نورو ستونزو لکه د عصري وسایلو کمښت، زاړه کرنیز میتودونه، خراب سړکونه، د سړو خونو نشتوالی او د اقلیم له بدلون سره د مقاومت لرونکو تخمونو کمښت سره هم مخ دي.