ګلالۍ (مستعار نوم)، چې د کندهار ښار اوسېدونکې ده، افغانستان انټرنشنل-پښتو ته ویلي چې څو ورځې وړاندې د کندهار ښار د شهیدانو چوک په سیمه کې موټرسایکل سپرو کسانو ترې دستکول وتښتاوه.
نوموړې وایي، د مقاومت هڅه یې وکړه، خو ونه توانېده چې خپل دستکول وژغوري. د هغې په وینا، په دستکول کې یې موبایل او څلور زره افغانۍ وې.
ګلالۍ زیاتوي چې د کندهار ښار په عینو مېنه سیمه کې هم د غلاوو ورته پېښې هره ورځ رامنځته کېږي. هغه چې په یوه روغتون کې دنده لري، وایي خلک د سخت اقتصادي وضعیت له امله له ګڼو ستونزو سره مخ دي او ځینې کسان ښایي د اړتیا له مخې جرمونو ته مخه کړې.
ورته مهال، په ټولنیزو رسنیو کې هم د غلاوو په اړه د خلکو شکایتونه زیات شوي دي.
د قاهر کمال په نوم یو ځوان، پر فسیبوک لیکلي چې کابل کې په رڼا ورځ غلو ترې هر څه اخیستي او وروسته یې په وهلو ټکولو تندی ورټپي کړی دی. نوموړي ویلي چې که یې سر لږ ښکته کړی نه وای، ښایي د سترګې د له لاسه ورکولو له خطر سره مخ شوی وای.
یو بل کس په ټولنیزو رسنیو کې لیکلي چې د غلو د نیولو وروسته د شاهدانو غوښتنه د دې سبب شوې چې ځینې مجرمین بېرته خوشې شي او خپلو جرمونو ته دوام ورکړي.
نوموړي لیکلي: «که مجرم جرم وکړي او طالبان يې ونيسی په محکمه کې قاضي درته وايي چې شاهدان راوله، چې کله تاسو غلو لوټلۍ يوه دوه کسان بايد درسره د شاهدۍ لپاره وي، دا د هري سيمي مشهور غله دي يوه ورځ يې ونيسي بله ورځ بيا خوشي وي خپل غلاوي کوي ځکه چې پر دوی شاهدان نشته.»
د کابل ښار یوې بلې اوسېدونکې افغانستان انټرنشنل پښتو ته ویلي چې د برچي په ګولایي مهتاب قلعه چتګر سیمه کې د شپې شاوخوا دوه بجې د دوی له کوره غلا شوې ده.
د نوموړې په وینا، غلو دوه د سرو زرو ګوتمۍ، غوږوالۍ، ۵۰۰ یورو، ۸۰۰ ډالر، ۴۰ زره افغانۍ او ۵۰ زره پاکستانۍ کلدارې له ځانه سره وړي دي.
هغې ادعا کړې چې په یوه میاشت کې د دوی په سیمه کې له څلورو کورونو غلاوې شوي. هغه وایي له یوه کوره ۹ لکه افغانۍ او له بل کوره دوه نیم لکه افغانۍ وړل شوې دي.
یو شمېر اوسېدونکي وایي چې په اوسنیو شرایطو کې خلک په ډېرې سختۍ کولای شي لږې پیسې د اړتیا لپاره وساتي، خو کله چې هماغه سپما هم د غلو له خوا واخیستل شي، نو خلک په خپل هېواد کې د ژوند کولو په اړه ناهیلي کېږي.
د طالبانو د کورنیو چارو وزارت هم وخت ناوخت د غلو او مجرمینو د نیولو خبرونه خپروي. خو یو شمېر خلک وایي چې د امنیت د ټینګښت له ادعاوو سره سره، د غلاوو او ورته امنیتي پېښو مخنیوی لا هم یوه جدي ننګونه ده.
بلخوا، ځینې خلک ادعا کوي چې ښایي په دغو پېښو کې د طالبانو اړوند کسان هم لاس لري.
طالبان وایي چې په افغانستان کې یې بې ساری امنیت ټینګ کړی او هېواد له جدي امنیتي ګواښونو سره نه دی مخ.
وړاندې د کندهار یو شمېر اوسېدونکو افغانستان انټرنشل پشتو ته ویلي و ،چې په شخصي جامو کې د طالبانو د وسلهوالو کسانو ګرځېدل دا ستونزمنه کړې چې خلک د طالبانو د او نورو وسلهوالو کسانو ترمنځ توپیر وکړي.
هغوی ویلي وو چې وروستیو کې په ښار کې د هغو وسلهوالو کسانو ګرځېدل زیات شوي چې رسمي پوځي یونیفورم نه لري.
دوی اندېښنه ښيي چې د یونیفورم نه کارول او په شخصي جامو کې د وسلهوالو تګ راتګ د دې لامل شوی چې عام خلک د طالبانو د نظامي کسانو او نورو نامسووله وسلهوالو ترمنځ په اسانۍ توپیر ونه شي کړای.
د غلاوو د زیاتېدو په اړه د خلکو اندېښنې په داسې حال کې مطرح کېږي چې اقتصادي ستونزې، بې روزګاري او د عایداتو کمښت د هېواد د ډېرو کورنیو له مهمو ستونزو څخه بلل کېږي