• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د اساسي قانون محکمه: جرمني د افغانانو د منلو ژمنې له انفرادي ارزونې پرته نه شي لغوه کولی

۲ زمری ۱۴۰۵ - ۲۴ جولای ۲۰۲۶، ۱۱:۰۷ GMT+۱

د جرمني د کالسروهه اساسي قانون فدرالي محکمې پرېکړه کړې چې برلین د افغانانو د منلو ژمنې یا ویزې په عمومي ډول او له انفرادي ارزونې پرته نه شي لغوه کولی. محکمه وايي، د هر کس غوښتنه باید جلا جلا وڅېړل شي او د هغوی شخصي وضعیت او ځانګړي شرایط باید په پام کې ونیول شي.

د جرمني د اساسي قانون فدرالي محکمې د یوې پرېکړې له مخې، چې د جولای پر ۲۲مه خپره شوې، برلین د افغانانو لپاره د منلو پروګرامونه په بشپړ ډول او له انفرادي ارزونې پرته نه شي درولای. د محکمې په وینا، د هر بهرني کس ځانګړي شرایط باید وارزول شي او د هغه د وضعیت اړوند ټول مسایل باید په پام کې ونیول شي.

دا قضیه «د بشري حقونو لېست» په نوم د افغانانو د منلو له هغه پروګرام سره تړاو لري، چې اوس پای ته رسول شوی دی.

شکایت کوونکې یوه افغانه مور او د هغې دوه کم عمره زامن دي. دوی په افغانستان کې د ښځو په خوندي مرکزونو کې اوسېدل او اوس مهال په پاکستان کې دي. په پاکستان کې د جرمني حکومت له خوا د نړیوالې همکارۍ فدرالي ادارې یا جي ای زیډ له لارې ورسره مرسته کېږي.

محکمې څرګنده کړې چې که څه هم حکومت د بهرنیانو د منلو په موضوعاتو کې پراخ سیاسي واک لري، خو په یوه قانوني دولت کې اجراییه اداره هیڅکله «په بشپړه توګه ازاده» نه ده او حکومت باید د قانون د حاکمیت له عمومي اصولو، په ځانګړي ډول د خپل‌سرو پرېکړو د منع کولو له اصل، پیروي وکړي.

د محکمې له نظره، کله چې یو کس ته د منلو رسمي ژمنه ورکړل شي، بیا له دغه تصمیم څخه شاتګ باید د همغه کس د ځانګړي حالت او شخصي شرایطو په پام کې نیولو سره وشي.

محکمې ویلي، «یوازې یوه عمومي پرېکړه چې ټول کسان پکې یو شان شامل کړي، بسنه نه کوي».

د ۲۰۲۱ کال په سپټمبر کې د جرمني فدرالي کورنیو چارو وزارت د بهرنیو چارو وزارت ته خبر ورکړی و چې دغه کورنۍ به د استوګنې قانون د ۲۲مې مادې د دویم بند له مخې ومنل شي.

د فدرالي اساسي قانون محکمې استدلال

محکمې ویلي، چې که حکومت د یوه مشخص کس په ګټه د منلو پرېکړه وکړي او هغه کس ته خبر ورکړي، نو د حکومت د پرېکړې ازادي محدودیږي ځکه دغه کس نور یوازې یو بهرنی نه وي، بلکې د ځانګړو حقونو او شخصي ګټو څښتن انسان وي. د محکمې په وینا، له همدې امله، د هغه شخص وضعیت باید د هرې نوې پرېکړې پر مهال په پام کې ونیول شي.

محکمې ومنله چې حکومت لا هم کولای شي له پخوانۍ پرېکړې شاته شي، خو باید وښيي چې د همغه کس ځانګړي شرایط یې ارزولي دي.

محکمې د ۲۰۲۵ کال د ډسمبر عمومي پرېکړه ځکه ناسمه بللې چې د هر کس ځانګړی حالت پکې نه و ارزول شوی.

محکمې ویلي، چې حکومت باید د دغې کورنۍ د وضعیت په اړه جلا ارزونه وکړي.

محکمې زیاته کړې، چې د قضیې د بېرته استولو له امله، د برلین-براندنبورګ عالي اداري محکمه باید دا پرېکړه هم وکړي چې ایا جرمني باید تر وروستۍ پرېکړې پورې په پاکستان کې د دغې کورنۍ ملاتړ ته دوام ورکړي او که نه.

د جرمني د اساسي قانون فدرالي محکمې په وینا، تر هغه پورې باید برلین د دغو کسانو ملاتړ روان وساتي، څو یا ویزې ورکړل شي او یا د کورنیو چارو وزارت د قانون له غوښتنو سره سم نوی تصمیم ونیسي.

د افغانانو د منلو پروګرامونه

د افغانانو د منلو پروګرامونه وروسته له هغه رامنځته شول چې د ۲۰۲۱ کال په اګست کې د نړیوالو ځواکونو له وتلو سره سم طالبانو یو ځل بیا په افغانستان کې واک تر لاسه کړ. د جرمني حکومت ژمنه کړې وه چې د جرمني ادارو پخواني افغان کارکوونکي او هغه کسان چې د بشري حقونو، سیاسي فعالیتونو یا نورو دلیلونو له امله له جدي ګواښ سره مخ دي، ومني.

ډېر افغانان چې د جرمني د منلو ژمنې یې ترلاسه کړې وې، له میاشتو او حتا کلونو راهیسې په پاکستان کې د ویزو په انتظار پاتې دي.

د ۲۰۲۵ کال په مې میاشت کې د جرمني تور-سور ایتلافي حکومت د افغانانو د منلو پروګرامونه په موقتي ډول ودرول. وروسته د ۲۰۲۵ کال په ډسمبر کې د کورنیو چارو فدرالي وزارت د افغانانو د منلو د انتقال پروګرام او د «بشري حقونو لېست» له لارې ورکړل شوې ټولې ژمنې بېرته لغوه کړې او اعلان یې وکړ چې نور د دغو کسانو د منلو لپاره سیاسي اړتیا نه ویني.

ترویج لرونکی

جرمني د ۲۰۲۶ کال له اګست وروسته د افغان پاسپورټونو تمدید په رسمیت نه پېژني
۱

جرمني د ۲۰۲۶ کال له اګست وروسته د افغان پاسپورټونو تمدید په رسمیت نه پېژني

۲

د طالبانو او مخالفو ځواکونو تر منځ په بدخشان کې نښته شوې

۳

د هواپوهنې اداره: په ۱۷ ولایتونو کې د باران، تالندې، سېلیو او سېلابونو راوتو اټکل شوی

۴

د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي لاهم کابل ته بېرته نه دی ستون شوی

۵

ملا ندیم محصلینو او طالبانو ته: کوشش وکړئ چې د امیرالمومنین بې اطاعتي درڅخه ونشي

•
•
•

نور کیسې

افغان کډوال: د اوسېدو لپاره د محکمې له امر سربېره د پاکستاني پولیسو له‌خوا نیول شوي یو

۲ زمری ۱۴۰۵ - ۲۴ جولای ۲۰۲۶، ۱۰:۳۶ GMT+۱
•
جواد شينواری
100%

پېښور کې مېشت یوشمېر افغان کډوال وایي، چې د اوسېدو قانوني سند ترلاسه کولو لپاره یې محکمو ته مراجعه کړې او دغه سند یې ترلاسه کړی هم دی؛ خو بیاهم د افغان کډوالو پرضد د پولیسو د عملیاتو پرمهال نیول شوي دي.

یو افغان کډوال د امنیتي ستونزو له امله د نوم نه ښودلو په شرط افغانستان انټرنشنل ته ویلي، شاوخوا یو کال وړاندې یې د خپلې استوګنې د قانوني حیثیت په اړه د پېښور سترې محکمې ته عریضه کړې وه او محکمې د هغه په ګټه پرېکړه کړې وه. د هغه په وینا؛ د محکمې پرېکړې سربېره هم پولیسو یو ځل نیولی دی.

هغه وایي: «د نیولو پرمهال مې د محکمې اسناد هم پولیسو ته وړاندې کړل؛ خو هغو ډېر بې‌ارزښته وګڼل. وروسته له دې چې ۱۰زره پاکستانۍ روپۍ مې ورکړې، خوشې شوم. که څه هم د پاکستان حکومت د بې‌اسناده افغان کډوالو پرضد عملیاتو ته دوام ورکړی؛ خو هغه کسان چې د محکمو قانوني اسناد لري، هم له ستونزو سره مخ دي».

د هغه په خبره؛ دوی خپل قانوني اسناد پولیسو ته ښودلي. خو بیاهم په ډېرو مواردو کې نه‌دي منل شوي. نوموړی زیاتوي: «زموږ غوښتنه دا ده، چې د محکمو پرېکړو او قانوني اسنادو ته درناوی وشي؛ څو له پرله‌پسې نیونو او وېرې خلاص شو. موږ له کلونو راهیسې په پاکستان کې ژوند کوو کورنۍ، کار او ټول ژوند مو دلته تړلی دی؛ نو زموږ قضیې دې د قانون له مخې وڅېړل شي».

بل لور ته د هنري ټولنې تنظیم شبکې په وینا؛ د پېښور د پندو سیمې افغان هنرمند اویس صمدي تېره شپه د پولیسو له‌خوا نیول شوی. اویس صمدي د نیولو پرمهال د پېښور د سترې محکمې سند هم پولیسو ته وړاندې کړی و؛ خو له دې سره، سره ونیول شو او د تورخم له لارې افغانستان ته د لېږد قانوني بهیر یې پیل شوی.

100%

د هنري ټولنې تنظیم شبکې د اویس صمدي نیول غندلي او ویلي یې دي، چې د محکمې له امر سره، سره دغه ډول اقدام له قانون سره په ټکر کې دی. د ټولنې په وینا؛ نن به په دې اړه یو ځل بیا محکمې ته مراجعه وکړي او د هغه کسانو پر ضد به د قانوني اقدام غوښتنه وکړي چې د محکمې امر نه عملي کوي.

په همدې حال کې د بشري حقونو د کمېسیون غړې فوزیه بي‌بي وایي، په تېرو دوو میاشتو کې داسې اوازې خپرې شوې وې چې ګواکې د پېښور سترې محکمې شاوخوا ۱۴۰ افغان وګړو ته د اوسېدو امر صادر کړی چې له امله یې ګڼو افغان کډوالو ورسره اړیکه ونیوله.

د هغې په وینا؛ په دغه کسانو کې هغه افغانان هم شامل وو، چې د امنیتي ګواښونو له امله افغانستان ته نه‌شي ستنېدای او همدارنګه د ملګرو ملتونو د کډوالو له عالي کمېشنرۍ سره دوسیې لري.

فوزیه بي‌بي زیاته کړه، په هغه دوو قضیو کې چې د دوی له لوري محکمې ته وړاندې شوې وې محکمې دا دریځ خپل کړی و؛ که د غوښتونکي د بیا مېشتېدو یا کډوالۍ دوسیه د کوم سفارت تر غور لاندې وي، نو باید د هماغه سفارت رسمي لیک محکمې ته وړاندې شي او له هغې وروسته محکمه د اوسېدو امر د صادرولو په اړه غور کولای شي.

په ۲۰۲۱کال کې د طالبانو له واکمنېدو وروسته پاکستان ته راغلي افغانان د پاکستان د حکومت په اجازه هېواد ته داخل شوي وو۔ نوموړې وایي، اوس په پاکستان کې تر ډېره هغه افغانان پاتې دي چې افغانستان ته د ستنېدو په صورت کې له جدي امنیتي ګواښونو سره مخ دي چې په‌کې پخواني دولتي چارواکي، سیاسي فعالان، د ناټو او نړۍوالو ادارو همکاران، خبریالان، هنرمندان، د بشري حقونو فعالان او ګڼ شمېر ښځې شاملې دي او د دوی بېرته ستنېدل له جدي ګواښونو سره مل دي.

ټاکل شوې۳۰۰ ازبکستاني سوداګر د سوداګرۍ او پانګونې د پراختیا لپاره کابل ته ولاړ شي

۲ زمری ۱۴۰۵ - ۲۴ جولای ۲۰۲۶، ۱۰:۲۶ GMT+۱
100%

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې رییس په کابل کې د ازبکستان له سفیر سره د ازبکستان د لوړپوړي پلاوي د راتلونکي سفر پر چمتووالي خبرې کړې دي. ټاکل شوې ده چې له دغه پلاوي سره تر ۳۰۰ ډېر سوداګر او پانګوال هم افغانستان ته راشي.

د سوداګرۍ خونې د معلوماتو له مخې، دواړو لوریو په کابل کې د سوداګرو ترمنځ د مخامخ ناستو پر اهمیت ټینګار کړی، څو د دواړو هېوادونو ترمنځ سوداګري، پانګونه، ترانزیټي همکاري او نوي سوداګریز تړونونه لا پیاوړي شي.

د سوداګرۍ او پانګونې خونې دوه ورځې وړاندي خبر ورکړی و چې څه باندې ۱۰۰ افغان سوداګر د سوداګریزو چارو د پراختیا لپاره ازبکستان ته تللي دي.

دغو سوداګرو له شاوخوا ۲۰۰ ازبکستاني سوداګرو سره د ازبکستان په سردریا ولایت کې ګډه ناسته درلوده او د دوه اړخیزو همکاریو، سوداګرۍ پراختیا او ګډو پروژو په اړه یې خبرې کړې دي.

طالبانو او ازبکستان په وروستیو کلونو کې د سوداګرۍ، ترانزیټ، انرژۍ او پانګونې په برخو کې د خپلو اقتصادي اړیکو د پراخولو هڅې زیاتې کړې دي.

طالبان: په بدخشان کې له پاکستان نه را اوښتونکي پنځه «بغاوتګر» مو وژلي دي

۲ زمری ۱۴۰۵ - ۲۴ جولای ۲۰۲۶، ۱۰:۱۷ GMT+۱
100%

طالبانو ته نږدې حریت راډیو د دغه ډلې د ۲۱۹ ثالث عمر فرقې د رسنیز دفتر په حواله راپور ورکړی، دغه پنځه وسله‌وال هغه مهال د طالبانو له‌خوا وژل شوي او یوشمېر نور ټپیان شوي چې غوښتل یې له پاکستان نه د «ورانکاره» فعالیتونو لپاره را واوړي.

د یادې فرقې په خبرپاڼه کې راغلي، دغه وسله‌وال د ډیورنډ کرښې صفري نقطې توپخانې سیمه کې د طالبانو د ۱۵مې سرحدي لوا له ځواکونو سره په نښته کې وژل شوي، ګڼ ټپیان شوي او پاتې نور یې بېرته د پاکستان چترال ته تښتېدلي.

په راپور کې راغلي:« یوشمېر بغاوتګرو ته د پاکستان د پوځي رژیم له لوري په چترال سیمه کې اډه ورکړل شوې او غوښتل یې د چترال شاه سلیم له لارې د بدخشان ولایت زیباک ولسوالۍ ته واوړي».

په راپور کې همداراز د طالبانو د ۱۵مې سرحدي لوا د قوماندان عبدالجمیل رحماني د وژل کېدو اوازې رد شوې او زیاته شوې، چې نوموړی ژوندی دی.
وړاندې په بدخشان کې سیمه‌ییزو سرچینو افغانستان انټرنشنل ته ویلي و، چې په بدخشان کې د طالبانو د یوې پوستې قوماندان فریدالله وحدت له مخالفینو سره په نښته کې وژل شوی دی. د سرچینو په وینا؛ نښته د پنجشنبې په ماښام په زیباک ولسوالۍ کې پیل شوه، چې لاهم روانه ده.

له لوبغالو تر محکمو او زندانونو؛ طالبانو په عام محضر کې د خلکو په درو وهلو پاليسي بدله کړې

۲ زمری ۱۴۰۵ - ۲۴ جولای ۲۰۲۶، ۰۹:۳۰ GMT+۱
100%

له څه باندې ۴ میاشتو راهیسې د طالبانو له‌خوا په عام محضر کې د میداني سزاوو د عملي کېدو کومه پېښه نه‌ده ثبت شوې. خو سرچینې وایي، په همدې موده کې طالبانو د خپلې نوې پالیسۍ له مخې خلکو ته په پټه سزاوې ورکړې دي.

سرچینې وايي، په عام محضر کې د سزاوو ناڅاپي درېدل د طالبانو د قضايي پالیسۍ د بدلون رسمي نښه نه؛ بلکې د کورنیو او نړۍوالو شرایطو له مخې یو لنډمهاله تاکتیکي بدلون دی.

د دوی په باور؛ د عامه سزاوو کمښت یا درېدل ښایي د همدې سیاسي محاسبې یوه برخه وي. د افغانستان د سویلي زون یوشمېر اوسېدونکي بیا وایي، چې د عامه سزاوو نه ترسره کېدل د پالیسۍ بدلون نه؛ بلکې یوازې د تطبیق د طریقې بدلون دی.

د کندهار یو اوسېدونکی محمد هارون حقمل وايي: «سزاوې په بشپړ ډول نه‌دي بندې شوې؛ بلکې یوازې له عامه ځایونو لکه لوبغالو محکمو، محبسونو یا نورو تړلو ځایونو ته انتقال شوې دي؛ څو له نړۍوالو او رسنیزو غبرګونونو څخه مخنیوی وشي».

ځیني سرچینې وایي، طالبان اوس ټولې سزاوې په محکمو او یا محبسونو کې نیول شویو کسانو ته ورکوي. په وروستي ځل طالبانو د وري میاشت په وروستیو کې په فراه، جوزجان، بلخ، میدان وردګ او بدخشان ولایتونو کې ۴۶ کسان د بند ترڅنګ په عام محضر کې په دُرو ووهل. تر همدې پېښې وروسته بیا طالبانو په عام محضر کې د خلکو وهل د ناروښانه لاملونو له مخې بند کړل.

د کندهار یو اوسېدونکی چې په محکمه کې د یوې همداسې پېښې عیني شاهد دی وايي: «تېره اونۍ محکمې ته تللی وم، پنځه تنه چې یوه ښځه هم په‌کې شامله وه د خلکو په مخکې یې په درو ووهل او دغه پېښې هره ورځ تکرارېږي».

د کندهار ترڅنګ د هلمند، زابل او روزګان ولایتونو اوسېدونکي هم وایي، اوس ټولې بدني سزاوې په محکمو او محبسونو کې خلکو ته ورکول کېږي. د روزګان ولایت یو اوسېدونکی سید ولي په دې اړه وايي: «زه دوه ځلې محکمې ته د خپلې دعوې لپاره تللی یم، دواړه ځلونو کې یې هلته خلک په درو وهلي دي، اوس دلته په عامه توګه خلکو ته سزا نه ورکول کېږي؛ خو په محکمه یا محبس کې څو چنده زیاتې سزاوې ورکول کېږي».

د سرچینو د معلوماتو له مخې؛ په تېرو څه باندې ۴ میاشتو کې د کندهار په ګډون د سویلي زون ولایتونو کې لسګونه کسانو ته په محکمو کې سزاوې ورکول شوې دي.

د افغانستان د چارو یوشمېر څېړونکي وايي، طالبان په وروستیو میاشتو کې هڅه کوي چې له نړۍ سره خپلې سیاسي او اقتصادي اړیکې پراخې کړي؛ نو ځکه امکان لري د عامه سزاوو درول د نړۍوالو نیوکو د کمښت لپاره یو لنډمهاله اقدام وي.

ډېری افغانان په دې نظر دي، چې طالبان د نړۍوال رسمیت پېژندنې، اقتصادي تعاملاتو او د مرستو د دوام په برخه کې لاهم له ګڼو ستونزو سره مخ دي. د دوی په وینا؛ اوسنۍ نښې یوازې د بېلابېلو احتمالي سیاسي، امنیتي، تبلیغاتي او اداري محاسباتو په رڼا کې تحلیل کېدای شي، نه د قطعي پایلې په توګه.

طالبان وایي د وروستیو ورښتونو له امله د درېیو ولایتونو تړل شوې لارې بېرته پرانیستل شوې

۲ زمری ۱۴۰۵ - ۲۴ جولای ۲۰۲۶، ۰۸:۱۷ GMT+۱
100%

د طالبانو د ټولګټو چارو وزارت خبر ورکړی، هغه لارې چې په پنجشېر، پروان او پکتیا ولایتونو کې د وروستیو ورښتونو او سېلابونو له امله د تګ‌راتګ لپاره تړل شوې وې؛ بېرته پرانیستل شوې دي.

د دغه وزارت ویاند محمد اشرف حق‌شناس ویلي، د پکتیا ولایت د ګردېز - خوست لار، د پنجشېر ولایت د درې عبدالله‌خېلو او ابشار ولسوالیو لاره او د پروان - بامیان لویې لارې هغه برخې چې د سېلابونو له امله تړل شوې وې، د پاکېدو تر عملیاتو وروسته بېرته د تګ‌راتګ لپاره خلاصې شوې دي.

تر دې وړاندې د سختو ورښتونو او سېلابونو له امله د پنجشېر د درې ولسوالۍ لار، په پکتیا کې د ګردېز ـ خوست، پکتیا ـ ګردېز او احمدخېلو ولسوالۍ لارې او د پروان ـ بامیان لویې لارې ځینې برخې په لنډمهالي ډول تړل شوې وې.

د طالبانو د ټولګټو چارو وزارت ویلي، د کابل ـ جلال‌اباد لویه لاره هم د سېلابونو له امله تړل شوې وه چې د اړوندو ادارو د کارکوونکو او ماشینرۍ په مرسته پاکه او بېرته د تګ‌راتګ لپاره پرانیستل شوه.