جواد شينواری
د افغانستان انټرنشنل ـ پښتو خبریال
د افغانستان انټرنشنل ـ پښتو خبریال

د خیبر پښتونخوا ایالت د خیبر ولسوالۍ په لنډي کوتل کې د پاکستان او طالبانو ترمنځ د روان کړکېچ د پای ته رسولو لپاره سولهییز لاریون شوی. لاریون والو «موږ په دواړو هېوادونو کې امن غواړو، جنګ بربادي ده او امن خوشحالي ده» شعارونه ورکول.

د افغاني دودیزو جامو ډیزاینره ملیحه نوري چې د سلګونو زرو نورو افغان نجونو او ښځو په څېر له افغانستان څخه وتلو ته اړ شوې، د جمهوري نظام رانسکورېدو او واک ته د طالبانو رسېدو ته په اشارې سره وايي، چې ټولو افغانانو او په ځانګړې توګه ځوان نسل د دومره لوی بدلون تصور نه درلود.

تورخم کې د پاکستانګمرک مسولینو ویلي چې له یوه بار وړونکي موټر څخه یې ۳۰ کیلوګرامه سپین زر کشف او ضبط کړي دي.

د خیبر پښتونخوا اعلی وزیر سهیل اپریدي ویلي چې په تېرو ۷۸ کلونو کې پښتنو ته په تدریسي نصاب کې ټ ټوپک ښوول شوی خو اوس وخت راغلی چې ځوانانو ته (ق قلم) ور زده شي. اپریدی وايي، چې د پاکستان ملي رسنۍ پر پښتنو کېدونکي ظلمونه نه منعکسوي.

په پاکستان کې له شاوخوا ۴۰ کلونو راهیسې یو زیات شمېر افغانان په خېبرپښتونخوا، پنجاب او بلوچستان کې پر کرنیزو چارو بوخت وو، خو اوس چې سلګونه زره افغانان له دغه هېواده په جبري ډول اېستل کېږي، نو په کرنیزه برخه کې یوه نسبي تشه رامنځته شوې ده.

د خیبرپښتونخوا په پېښور ښار کې د جعلي پاکستاني پېژندپاڼو جوړوونکو او مېشتو افغان کډوالو پر وړاندې په لويه کچه عمليات پيل شوي دي. ځایي چارواکو ویلي، شاوخوا ۴۵ کسان د جعلي پاکستاني پېژندپاڼو د جوړولو، برابرولو او ناقانونه فعالیتونو په تور نیول شوي دي.

د خیبر پښتونخوا ایالت د صوابۍ د پولیسو یو مشر عبدالعلي له دې امله له دندې لرې شوی، چې پر خپل واټساپ یې د طالبانو ددفاع وزیر مولوي یعقوب مجاهد انځور لګولی و. نوموړي دغه راز په ودونو کې پر موسیقۍ او بازار ته د ښځو پر تګ هم نیوکې کړې وې.

د خیبر پښتونخوا اعلی وزیر سهیل اپریدي د خیبر امن جرګې ته د وینا پر مهال وویل، چې د خیبر جرګې پرېکړې به د نورو ولسوالیو له خلکو سره شریکې شي او بیا به د خیبر پښتونخوا د پښتنو قومي جرګه راوغوښتل شي او د حکومت د پردې ترشا پرېکړو پر وړاندې به دریږي.

په خیبر پښتونخوا کې قومي مشرانو او د سیاسي ګوندونو استازو د «خیبر قومي جرګې» تر نوم لاندې په باړې بازار کې غونډه کړې، چې موخه یې د تیراه د بېکوره شوو خلکو د ستونزو ارزونه او د هغوی د راستنېدو او اسانتیاوو لپاره د عملي ګامونو اخیستل دي.

سرچینو افغانستان انټرنشنل ـ پښتو ته خبر ورکړی، چې د خیبر پښتونخوا ایالتي حکومت په پېښور کې د مېشتو څه باندې ۳۰۰زرو افغان سوداګرو په اړه معلومات مرکزي حکومت ته لېږلي دي.
