• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

په هرات کې د وسله‌والو غلاوو زیاتوالي د اوسېدونکو اندېښنې زیاتې کړې

۲ زمری ۱۴۰۵ - ۲۴ جولای ۲۰۲۶، ۰۰:۰۷ GMT+۱تازه شوی: ۲ زمری ۱۴۰۵ - ۲۴ جولای ۲۰۲۶، ۰۱:۵۵ GMT+۱

د هرات یو شمېر اوسېدونکو د پنجشنبې په ورځ افغانستان انټرنشنل ته ویلي چې په دې ولایت کې د موبایل، موټر او موټرسایکلونو غلاوې ډېرې شوې دي. د دوی په وینا، دې وضعیت په ښار کې، په ځانګړي ډول د ماښام او شپې پر مهال، تګ راتګ ستونزمن کړی او د خلکو د ناامنۍ احساس یې زیات کړی دی.

د هرات یو اوسېدونکي حمیا وویل د شنبې په ورځ هغه مهال چې د ښارنو سیمې د پلي پل له لارې تېرېده، وسله‌والو کسانو یې موبایل ترې وتښتاوه. د هغه په وینا، دا پېښه د ښار په یوه له ګڼې ګوڼې ډکه لاره کې رامنځته شوې ده.

یو بل اوسېدونکي وویل، د هغه ۱۴ کلن زوی د چهارشنبې ماښام له کورس څخه د بېرته راستنېدو پر مهال، د هرات ځمکتلي څخه د وتلو پر مهال د غلا ښکار شو. هغه وایي، څو تنکیو ځوانانو د بایسکل د پورته کولو په پلمه یې د زوی پام واړاوه او موبایل یې ترې غلا کړ.

د هغه په وینا، هغه ماشومان او تنکي ځوانان چې له کم‌تګ راتګ لرونکو لارو تېرېږي، تر نورو ډېر د ورته پېښو له ګواښ سره مخ دي.

د یوه وفات شوي خبریال له کور څخه وسله‌واله غلا

د همدې اوونۍ په یوه بله پېښه کې، پنځو وسله‌والو کسانو د هرات د فرهنګي فعال او وفات شوي خبریال نوراحمد کریمي کور ته ننوتل.

د سرچینو په وینا، بریدګرو د کورنۍ کم‌عمره ماشوم یرغمل کړ او د قیمتي توکو تر لوټلو وروسته وتښتېدل. سرچینې زیاتوي، درېو بریدګرو د خپل هویت د پټولو لپاره ښځینه جامې اغوستې وې. دا پېښه په رڼا ورځ شوې ده.

د روانې میاشتې په پیل کې هم یو شمېر وسله‌وال، چې ځانونه یې د طالبانو د استخباراتو ځواکونه معرفي کول، د درب‌ملک په سیمه کې د بهار سوداګریز مرکز ته ننوتل. هغوی د بازار ساتونکی وواژه، د هغه زوی یې ټپي کړ او د شپږو هټیو مالونه یې ولوټل.

د افغانستان انټرنشنل له‌خوا د هرات د طالبانو د امنیې قوماندانۍ د خبرپاڼو ارزونه ښيي چې په تېرو شپږو میاشتو کې د بېلابېلو جرمونو په تور ۸۸۲ کسان نیول شوي دي، چې له ۹۵ سلنې ډېر یې د غلا په تور نیول شوي دي.

د طالبانو په وینا، موبایلونه، موټرونه، موټرسایکلونه، سره زر او نغدې پیسې هغه توکي دي چې تر ټولو ډېر غلا کېږي. د هرات ښاریان همدارنګه وايي چې د لمریزو برېښنايي تختو، د ګازو ډبو، د اوبو پمپونو او د کور وسایلو غلاوې هم زیاتې شوې دي.

خلک بې‌کاري د جرمونو د زیاتېدو اصلي لامل ګڼي

د هرات یو شمېر اوسېدونکي د بې‌کارۍ زیاتوالی او خراب اقتصادي وضعیت د غلاوو د ډېرېدو مهم لاملونه بولي.

د هرات د یوه اوسېدونکي مصطفي په خبره، د کار فرصتونه ډېر کم شوي او ډېری ځوانان یا بې‌کاره دي او یا هم په کم معاش ورځنیو مزدوریو ته مخه کړې ده.

هغه زیاته کړه، له ایران څخه د افغان کډوالو پراخ بېرته ستنېدل هم د محدودو کاري فرصتونو لپاره سیالي نوره هم زیاته کړې ده.

د ملګرو ملتونو د پراختیايي پروګرام (UNDP) په وینا، یوازې په ۲۰۲۵ کال کې له ۲.۳ میلیونو ډېر افغانان هېواد ته بېرته راستانه شوي، چې دې چارې د کار بازار، د استوګنې ځایونو او عامه خدمتونو باندې فشار ډېر کړی دی.

د دغه بنسټ د معلوماتو له مخې، د افغانستان په لوېدیځو سیمو کې د بېرته راستنېدونکو ترمنځ د بېکارۍ کچه د ۸۰ او ۹۵ سلنې ترمنځ اټکل شوې ده.

نړیوال بانک هم په خپل ۲۰۲۵ کال راپور کې ویلي چې په افغانستان کې د بېکارۍ کچه د پخوا په پرتله دوه برابره شوې او ښځې او ځوانان تر ټولو ډېر زیانمن شوي دي.

دغه بانک خبرداری ورکړی چې په ښاري سیمو کې بې‌وزلي مخ په زیاتېدو ده، او د ۲۰۲۴ کال تر پایه شاوخوا ۱۱.۶ میلیونه کسان په افغانستان کې له جدي او بحراني خوړو نه‌خوندیتوب سره مخ وو.

ترویج لرونکی

جرمني د ۲۰۲۶ کال له اګست وروسته د افغان پاسپورټونو تمدید په رسمیت نه پېژني
۱

جرمني د ۲۰۲۶ کال له اګست وروسته د افغان پاسپورټونو تمدید په رسمیت نه پېژني

۲

د هواپوهنې اداره: په ۱۷ ولایتونو کې د باران، تالندې، سېلیو او سېلابونو راوتو اټکل شوی

۳

د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي لاهم کابل ته بېرته نه دی ستون شوی

۴

بدخشان کې تازه نښتې؛ د طالبانو او مخالفو ځواکونو تر منځ نښته شوې

۵

په کندهار کې د محتسبانو له بندیزونو سره هممهاله دیني عالمانو د تبلیغ دودیز کمپاین پیل کړی

•
•
•

نور کیسې

د بشري حقونو بنسټ: د ایران په اصفهان کې درې افغان وګړي په اعدام محکوم شول

۱ زمری ۱۴۰۵ - ۲۳ جولای ۲۰۲۶، ۲۳:۲۸ GMT+۱
100%

د ایران د اصفهان په ښار کې درې افغان وګړي، چې د ۲۰۲۶ کال د جنورۍ میاشتې د اعتراضونو پر مهال نیول شوي وو، د دغه ښار د انقلابي محکمې له خوا د اعدام په سزا محکوم شوي دي. دا پرېکړه داسې مهال شوې چې د راپورونو له مخې، د همدې قضیې یو بل افغان بندی په روانه اوونۍ کې په پټه اعدام شوی دی.

د «هه‌نګاو» د بشري حقونو سازمان د معلوماتو له مخې، افشار شاه‌احمدي، ایمان شفايي او صدرالدین احمدزاده د اصفهان د انقلابي محکمې یوې څانګې د «پولیسو یوې حوزې ته د اور په اچولو کې د ګډون» په تور د اعدام سزا اورولې ده.

د دغې دوسیې ته نږدې سرچینو ویلي، یاد درې کسان د ۲۰۲۶ کال د جنورۍ په ۱۰مه د ایران امنیتي ځواکونو د اصفهان په یوه سړک کې نیولي وو. ویل کېږي چې دوی د نیول کېدو وروسته د ایران د استخباراتو وزارت په یوه توقیف‌خونه کې ۴۰ ورځې په بشپړ انفرادي بند کې ساتل شوي او په دې موده کې یې له خپلو کورنیو او بهرنۍ نړۍ سره هېڅ ډول اړیکه نه لرله.

د راپور له مخې، ایمان شفايي له نیول کېدو مخکې د تنفسي ناروغۍ سابقه لرله، خو د اوږدو پوښتنو ګروېږنو او په توقیف کې د مناسبې طبي پاملرنې د نشتوالي له امله یې روغتیايي وضعیت سخت خراب شوی او په شدیده سالنډۍ اخته شوی دی. ویل کېږي چې هغه لا هم له اړینو درملو او درملنې بې‌برخې دی.

د معلوماتو له مخې، افشار شاه‌احمدي او ایمان شفايي له خپلو کورنیو سره په اصفهان کې اوسېدل، خو صدرالدین احمدزاده د کار لپاره ایران ته تللی و.

هه‌نګاو همداراز ویلي چې د ۲۰۲۶ کال د جولای په ۱۹مه د «علیخاني څلورلارې» د قضیې دوه تورن کسان د اصفهان په مرکزي زندان کې په پټه اعدام شول. د اعدام شویو کسانو له ډلې یو هم ۲۳ کلن افغان وګړی، ګل محمد محمدي، و.

تر اوسه ایراني چارواکو د دې راپور او د یادو افغانانو د اعدام د حکم په اړه رسمي څرګندونې نه دي کړې.

د محمد ظاهر شاه نولسم تلین؛ هغه پاچا چې افغانستان یې د ختیځ او لوېدیځ ترمنځ انډول کې وساته

۱ زمری ۱۴۰۵ - ۲۳ جولای ۲۰۲۶، ۲۳:۱۶ GMT+۱
100%

نن د افغانستان د وروستي پاچا محمد ظاهر شاه د مړینې نولسم تلین دی. هغه شخصیت چې د څلورو لسیزو واکمنۍ له تېرېدو سره سره، د هغه د سیاسي او تاریخي کارنامو په اړه لا هم بېلابېل نظرونه موجود دي.

د محمد ظاهر شاه منتقدان وايي، د هغه اوږده واکمني ونه توانېده افغانستان تلپاتې پرمختګ ته ورسوي او ګڼ مهم تاریخي فرصتونه له لاسه ووتل. خو پلویان یې باور لري چې هغه د احتیاط او بې‌طرفۍ په سیاست سره افغانستان د نړۍ د تاریخ په یوه خورا حساس پړاو کې د سترو قدرتونو له سیالیو او سیمه‌ییزو شخړو څخه خوندي وساته.

د افغانستان د اطلاعاتو او فرهنګ پخوانی وزیر، د روم د شورا غړی او د بن په کنفرانس کې د ظاهر شاه د دفتر استازی ډاکټر سید مخدوم رهین افغانستان انټرنشنل سره په مرکه کې د وروستي افغان پاچا د شخصیت، بهرنۍ پالیسۍ، د حکومتولۍ طریقې او شخصي ژوند په اړه خپلې خاطرې او ارزونې شریکې کړې دي.

یو مدبر پاچا

مخدوم رهین وايي، محمد ظاهر شاه د افغانستان له «تر ټولو مدبرو» پاچاهانو څخه و؛ یو عالم او هوښیار مشر چې د ده په باور، افغانانو یې د پوهې او تدبیر ارزښت په سمه توګه ونه پېژاند.

رهین وايي: «پاچا عالم او هوښیار انسان و، خو خلکو یې د پوهې او حکمت قدر ونه کړ».

د هغه په وینا، ظاهر شاه پر داسې هېواد واکمني کوله چې اقتصادي ستونزې یې ډېرې وې، خو هڅه یې دا وه چې افغانستان، له ټولو محدودیتونو سره سره، نړۍ ته د یو باعزته او دروند هېواد په توګه وروپېژني.

د ختیځ او لوېدیځ ترمنځ د بې‌طرفۍ سیاست

رهین وايي، د ظاهر شاه د واکمنۍ یوه مهمه ځانګړنه دا وه چې افغانستان یې د نړیوالو سیالیو ترمنځ بې‌طرفه وساته.

د هغه په وینا، ظاهر شاه د کورنیو چارو ترڅنګ په بهرنۍ پالیسۍ کې هم هڅه کوله د سترو قدرتونو ترمنځ انډول وساتي. هغه وايي: «سره له دې چې د ختیځ او لوېدیځ ترمنځ نړیوالې ترینګلتیاوې روانې وې، د افغانستان بې‌طرفه سیاست وساتل شو».

رهین زیاتوي، ظاهر شاه د بهرنیو فشارونو پر وړاندې هم ودرېد. د بېلګې په توګه، کله چې شوروي اتحاد غوښتل افغانستان د کیوبا کمونیستي حکومت په رسمیت وپېژني، ظاهر شاه دا غوښتنه ونه منله.

هغه همدارنګه وايي، ظاهر شاه هېڅکله حاضر نه شو چې د ځینو عربي هېوادونو په غوښتنه د «فارس خلیج» نوم بدل کړي او یا هم د لوېدیځ ګاونډي د فشار له امله له عربي نړۍ سره خپلې اړیکې محدودې کړي.

د رهین په باور، دا توازن د ۱۳۵۲ لمریز کال له کودتا وروسته له منځه ولاړ او افغانستان د سیاسي او امنیتي بحرانونو اوږدې دورې ته داخل شو.

له پاکستان او هند سره د اړیکو انډول

رهین د جمهوري نظام د تشریفاتو د یوه مشر خاطره هم بیانوي چې د ظاهر شاه د سیمه‌ییز سیاست حساسیت څرګندوي.

د هغه په وینا، کله چې د پاکستان سفیر د پاچا لیدو ته ورغلی و، ظاهر شاه د تشریفاتو له مشر وغوښتل چې په غونډه کې پاتې شي.

رهین وايي، وروسته ظاهر شاه ورته ویلي وو، که ته په غونډه کې نه وای، ښايي د پاکستان سفیر د هند په اړه خبرې کړې وای، خو ستا حضور هغه له دې کاره راوګرځاوه. پاچا ورته په ټوکه ویلي وو: «هغه فکر کاوه ته د ملي امنیت کس یې».

له محدودو امکاناتو سره رغنیزې چارې

رهین وايي، د ظاهر شاه په دوره کې، سره له دې چې مالي سرچینې محدودې وې، ګڼې رغنیزې پروژې عملي شوې.

د هغه په وینا، د افغانستان ډېری عواید هغه مهال د قره‌قلو، لاجوردو او وچو مېوو له صادراتو ترلاسه کېدل، خو له همدې محدودو امکاناتو سره د برېښنا بندونه، ښوونځي او نور عامه تاسیسات جوړ شول.

رهین زیاتوي، په هغه وخت کې ښوونځي ان لرې پرتو سیمو ته هم وغځېدل.

د ډیموکراسۍ لسیزه؛ د استبداد په منځ کې یو ټاپو

مخدوم رهین د ۱۳۴۰مې لسیزې اساسي قانون د افغانستان د ډیموکراسۍ له مهمو پړاوونو څخه ګڼي.

هغه وايي: «افغانستان د ډیموکراسۍ یو ټاپو و، حال دا چې شاوخوا یې ټول استبدادي نظامونه واکمن وو. په شمال کې شوروي اتحاد، په چین کې د ماو حکومت او په ایران کې د ساواک امنیتي نظام موجود و».

د هغه په باور، د افغانستان د ډیموکراسۍ لسیزه یو بې‌ساری او تاریخي پړاو و، چې سیاسي او ټولنیز چاپېریال یې له درنو، بااخلاقه او ساده خلکو ډک و.

ساده ژوند او د تجمل رد

رهین د ظاهر شاه شخصي ژوند ډېر ساده بولي او وايي، په ژوند کې یې هېڅ ډول تجمل نه و.

د هغه په وینا، د ظاهر شاه سیاسي مخالفانو، په ځانګړي ډول د افغانستان د خلق ډیموکراتیک ګوند غړو، د هغه د شخصي ژوند په اړه منفي تبلیغات کول، خو حقیقت دا و چې د پاچا تر ټولو ساده تفریح کاریزمیر ته تلل، د ګلانو او سبزیو پالنه او له بزګرانو سره خبرې کول وو.

رهین وايي، ظاهر شاه د روم د تبعید پر مهال هم په یوه عادي کور کې اوسېده، سهار به ګرځېده او کفترو ته به یې دانې شیندلې.

د بښنې غوښتونکی او د اعدام مخالف

رهین د ظاهر شاه د اعدامونو د کمولو هڅې هم یادوي.

هغه یوه کیسه بیانوي چې له مخې یې، ظاهر شاه د یوه وژل شوي کس د کورنۍ رضایت ترلاسه کولو لپاره خپله د هغوی کور ته ورغلی و او غوښتنه یې ترې کړې وه چې قاتل وبښي.

د رهین په وینا، د مقتول کورنۍ د پاچا له لیدنې وروسته رضایت ورکړ.

په روم کې د ترور ناکامه هڅه

رهین د ایټالیا د تبعید پر مهال پر ظاهر شاه د ترور د یوې ناکامې هڅې یادونه هم کوي.

د هغه په وینا، یوه کس چې ځان یې خبریال معرفي کړی و، د ډالۍ د راوړلو په پلمه پاچا ته ورغی او بیا یې په چاړه برید پرې وکړ، خو چاړه د ظاهر شاه د سینې په جیب کې د سګرټو له فلزي بکس سره ولګېده او ژوند یې وژغورل شو.

رهین وايي، بریدګر ونیول شو، خو د دې برید د انګېزې او اصلي لاملونو په اړه نور معلومات خپاره نه شول.

هغه د ایټالیا د هغه وخت د کورنیو چارو وزیر له قوله وايي: «سګرټ د هر چا لپاره زیان لري، خو د افغانستان د پاچا لپاره ګټور تمام شول»، ځکه د بریدګر چاړه د سګرټو له فلزي بکس سره ولګېده او د پاچا ژوند یې وژغوره.

سره له دې، ظاهر شاه د سیاسي ملاحظاتو او شخصي غوښتنې له امله هېڅکله اجازه ورنه کړه چې د دې برید جزییات او اصلي لاملونه رسنیز شي.

«امریکا زبرځواک دی، خو بداخلاقه زبرځواک»

رهین په ۲۰۰۳ کال کې، د عراق پر وړاندې د امریکا د برید پر مهال، په کابل کې له ظاهر شاه سره خپله لیدنه هم یادوي.

هغه وايي: «یوه ورځ مې پاچا ولید، ډېر خپه او اندېښمن و. و مې پوښت، څه خبره ده؟ ویې ویل، راغلي وو چې د عراق پر وړاندې د امریکا برید تایید کړم».

رهین وايي، کله چې یې ورته وویل: «امریکا یو زبرځواک دی»، ظاهر شاه ځواب ورکړ: «هو، زبرځواک دی، خو بداخلاقه زبرځواک.» او له دې خبرې وروسته له خونې ووت.

په بغداد کې د فارسي ژبې دفاع

رهین د عزیزالدین خان پوپلزي له قوله بله خاطره هم بیانوي.

د هغه په وینا، پوپلزي د بغداد د خطاطۍ په یوه نندارتون کې د افغانستان استازیتوب کاوه او خپله وینا یې په فارسي ژبه چمتو کړې وه، خو د ایران او عراق د سیاسي اختلافاتو له امله صدام حسین په فارسي ژبه د وینا اجازه نه ورکوله.

رهین وايي، پوپلزي موضوع له ظاهر شاه سره شریکه کړه او پاچا ورته وویل چې بېرته کابل ته ستون شي.

د هغه په وینا، کله چې صدام حسین له دې پرېکړې خبر شو، بیا یې اجازه ورکړه چې د افغانستان استازی خپله وینا په فارسي ژبه وړاندې کړي.

محمد ظاهر شاه د ۱۳۸۶ لمریز کال د زمري په لومړۍ نېټه په کابل کې ومړ. هغه له ۱۹۳۳ څخه تر ۱۹۷۳ کال پورې د افغانستان پاچا و، او د محمد داوود خان له کودتا وروسته یې نږدې درې لسیزې په تبعید کې تېرې کړې.

هند له طالبانو سره د دوه اړخیزو اړیکو د پیاوړتیا هیله ښودلې

۱ زمری ۱۴۰۵ - ۲۳ جولای ۲۰۲۶، ۲۲:۰۵ GMT+۱
100%

په ناروې کې د هند سفیرې ګلوریا ګنګټې په اسلو کې د طالبانو له سرپرست سفیر نجیب‌الله سره په کتنه کې د دوه اړخیزو اړیکو د پیاوړي کېدو هیله څرګنده کړې ده. په اوسلو کې د طالبانو سفارت لا تر اوسه په دې تړاو څه نه‌دي ویلي.

په ناروې کې د هند سفارت د پنجشنبې په ورځ (د زمري لومړۍ) د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره په اسلو کې د هند له سفیرې سره د طالبانو د سرپرست سفیر له لیدنې خبر ورکړی دی.

په اوسلو کې د هند سفیرې ګلوریا ګنګټې په دې کتنه کې د دوه اړخیزو اړیکو د لا پیاوړي کېدو هیله څرګنده کړې ده.

په خبرپاڼه کې راغلي: «دې کتنې د نظریاتو د دوستانه تبادلې زمينه برابره کړه او د هند او افغانستان ترمنځ دوستانه اړیکې یې بیا وپاللې».

د یادونې وړ ده، چې د طالبانو او پاکستان تر منځ د اړیکو له خرابېدو او نښتو وروسته طالبانو له هند سره خپلې اړیکې پراخې کړي او تر اوسه د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر په ګډون څلورو وزیرانو هند ته هم سفرونه کړي دي.

عاصم منیر: مونږ به د ټي‌ټي‌پي او بلوڅ بېلتون‌پالو پر ضد عملیات تر بشپړې بریا روان وساتو

۱ زمری ۱۴۰۵ - ۲۳ جولای ۲۰۲۶، ۲۱:۱۲ GMT+۱
100%

د پاکستان د پوځ لوی درستیز عاصم منیر، ویلي چې پوځ به یې د وسله‌والو ډلو د پټنځایونو او مرکزونو پر ضد عملیاتو ته تر هغه دوام ورکړي چې د ده په وینا، د امنیتي ګواښونو جرړې په بشپړه توګه له منځه ولاړې شي.

د پاکستان د پوځ د عامه اړیکو ادارېد پنجشنبې په ورځ په یوه خبرپاڼه کې ویلي، عاصم منیر ټینګار کړی چې پاکستان هوډ لري د خپل هېواد او خلکو پر وړاندې هر ډول امنیتي ګواښ له منځه یوسي.خبرپاڼه زیاتوي، هغه دغه څرګندونې په راولپنډۍ کې د پوځ په عمومي قوماندانۍ (جي‌اېچ‌کيو) کې د «د بلوچستان شلم ملي ورکشاپ» له ګډونوالو سره د لیدنې پر مهال کړې دي.

د پاکستان د پوځ لوی درستیز ویلي: «د خوارجو فتنه او هندوستان فتنې پر ضد هدفي عملیات به په بشپړ عزم دوام وکړي، څو د ترهګرۍ ګواښ او د هغې ملاتړي په بشپړه توګه له منځه ولاړ شي».

د پاکستان پوځ تحریک طالبان پاکستان (ټي‌ټي‌پي) ته د «فتنه خوارج» او بلوڅ بېلتون‌پالو ته د «فتنه هندوستان» نوم کاروي.

عاصم منیر زیاته کړې، پاکستان هوډ لري چې هر هغه ځای کې د وسله‌والو بنسټونه او مرکزونه له منځه یوسي چې د هېواد او د هغه د وګړو پر امنیت ګواښ پېښوي.

د پاکستان پوځ له دې وړاندې هم څو ځله ادعا کړې چې د دولت ضد وسله‌والې ډلې، په ځانګړې توګه تحریک طالبان پاکستان، د افغانستان له خاورې د پاکستان پر ضد بریدونه تنظیموي. خو طالبانو دغه تورونه رد کړي او ویلي یې دي چې دوی اجازه نه ورکوي چې د افغانستان خاوره دې د بل هېواد پر ضد وکارول شي.

پاکستان همداراز ادعا کوي چې «له بهر څخه ملاتړ کېدونکي نیابتي ځواکونه» په دوامداره توګه هڅه کوي په بلوچستان ایالت کې تاوتریخوالی زیات کړي، ثبات کمزوری کړي او د سولې بهیر ګډوډ کړي.

د پاکستان د پوځ مشر بلوچستان د «پاکستان ویاړ» وباله او ویې ویل چې دغه ایالت د خپلو پراخو طبیعي سرچینو او زړورو خلکو له امله د پرمختګ ستر ظرفیت لري. نوموړي زیاته کړه چې د فدرالي او ایالتي حکومتونو پراختیایي پروژې به د بلوچستان د اقتصادي او ټولنیز وضعیت د ښه والي لپاره دوام ولري.

یوناما په نورستان کې د سېلاب‌ځپلو لپاره د مرستو زیاتېدو غوښتنه وکړه

۱ زمری ۱۴۰۵ - ۲۳ جولای ۲۰۲۶، ۲۰:۴۸ GMT+۱
100%

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندویه پلاوي (یوناما) په نورستان ولایت کې د وروستیو سېلابونو له امله د اوښتو زیانونو په اړه اندېښنه څرګنده کړې او د زیانمنو کورنیو لپاره یې د بشري مرستو د زیاتولو غوښتنه کړې ده.

یوناما ټینګار کړی چې سېلاب‌ځپلو ته باید سرپناه، د څښاک پاکې اوبه او نورې اړینې مرستې برابرې شي. یوناما د پنجشنبې په ورځ، د اسد په لومړۍ نېټه، پر خپلې فېسبوک پاڼې لیکلي چې په نورستان کې وروستیو سېلابونو لسګونه کسان مړه کړي او د سیمې بنسټیزو تاسیساتو، کورونو، د اوبو رسولو شبکو او د خلکو د ژوند او روزګار سرچینو ته یې پراخ زیانونه اړولي دي.

یادې ادارې ټینګار کړی چې د زیانمنو خلکو د اړتیاوو د پوره کولو لپاره باید بشري مرستې زیاتې شي.

یوناما زیاته کړې چې د افغانستان په ختیځ کې د اقلیمي ناوړه شرایطو له امله جدي بشري ناورین رامنځته شوی او ملګرو ملتونو له خپلو همکارو بنسټونو سره په ګډه زیانمنو کورنیو ته بېړنۍ مرستې پیل کړې دي.

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو یوې چارواکې، اولګا چیریوکو، ویلي چې په ډېرو سیمو کې کورونه، سړکونه، پلونه، د اوبو رسولو شبکې، ویالې، د اوبو لګولو کانالونه او د خلکو د ژوند او روزګار سرچینې سختې زیانمنې شوې دي.

هغې زیاته کړه چې اوسنی تر ټولو مهم لومړیتوب د ورکو شویو کسانو موندل او د ټپیانو درملنه ده. د هغې په وینا، کله چې اوبه راکمې شي، د خلکو اړتیاوې به یوازې په بېړنیو مرستو پورې محدودې نه وي، بلکې د بیارغونې او د خلکو د ژوند د بېرته رغولو لپاره به لا ډېرو مرستو ته اړتیا وي.

چیریوکو د مالي سرچینو کمښت ته په اشارې سره وغوښتل چې په نورستان او د افغانستان په نورو ناورین‌ځپلو سیمو کې د ژغورونکو مرستو د دوام لپاره دې نوره مالي بودجه هم برابره شي.

ملګرو ملتونو ویلي چې د نورستان د سېلابونو د قربانیانو شمېر له ۴۰ کسانو اوښتی، خو طالبان وايي چې په دې پېښه کې ۲۶ کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.

ملګرو ملتونو تر دې وړاندې هم خبرداری ورکړی و چې د نورستان سېلاب‌ځپلي د روغتیايي خدمتونو، درملو، د څښاک پاکو اوبو او روغتیايي اسانتیاوو له سخت کمښت سره مخ دي.