• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

کابل ښاروالۍ: په تېرو پنځو کلونو کې مو څه‌باندې څلور زره ودانیز جوازونه صادر کړي دي

۲ زمری ۱۴۰۵ - ۲۴ جولای ۲۰۲۶، ۲۱:۲۳ GMT+۱تازه شوی: ۲ زمری ۱۴۰۵ - ۲۴ جولای ۲۰۲۶، ۲۲:۲۴ GMT+۱

د طالبانو کابل ښاروالۍ ويلي، له تېرو نږدې پنځو کلونو راهیسې په کابل ښار کې یې څه باندې ۴ زره د ودانيو جوړولو جوازونه صادر کړي او په دغه بهير کې د ښار جوړونې معيارونه او نورې اړوندې چارې په پام کې نيول شوي، څو ودانيز فعاليتونه په قانوني ډول ترسره شي.

کابل ښاروالۍ ويلي، د ودانیزو نقشو د ویزې کمېټې په تېرو نږدې پنځو کلونو کې د استوګنیزو او سوداګریزو ودانیو لپاره له ۴ زره څخه زیات ودانیز جوازونه صادر کړي دي.

د ښاروالۍ د معلوماتو له مخې، يوازې د ۱۴۰۵ لمریز کال له پیل راهیسې تر اوسه د ودانیو ۱۰۷۷ نقشې د اړوندو تخنیکي ارزونو له بشپړېدو وروسته تایید او منظورې شوې دي.

چارواکو ويلي، د ودانیزو نقشو د تایید په بهیر کې د ښار جوړونې معیارونه، تخنیکي اصول او د ښاري پراختیا اړتیاوې په پام کې نیول کېږي، څو په کابل ښار کې ودانیز فعالیتونه په منظم او قانوني ډول ترسره شي.

د کابل ښاروالۍ استازي نعمت‌الله بارکزي د طالبانو تر کنټرول لاندې ملي ټلویزیون ته ویلي: «کابل ښاروالۍ په ټول کابل ښار کې د ابادۍ اجازه ورکوي، خو د ملکیت د تثبیت پروسه چې ډېره مهمه پروسه ده او دا باید ترسره شي. دا هم د اراضۍ ادارې له لوري ترسره کېږي او کابل ښاروالۍ د همدې موضوع د چارو د چټکتیا لپاره په کابل ښاروالۍ کې یو واحد مرکز جوړ کړی، چې د مجوز په صادرولو کې ښکېلې ادارې یې په یوه ځای کې راټولې کړې دي».

همداراز د کابل ښاروالۍ د نقشو د ویزې کمېټې عمومي مدیر عصمت‌الله ساپي د طالبانو تر کنټرول لاندې ملي ټلویزیون ته ویلي: «هغه جایدادونه چې په‌کې قانوني موانع نه‌وي، خپل اداري اسناد یې طی مراحل کړي وي، نقشه یې په اړوندو ادارو کې طی مراحل کېږي».

کابل ښاريانو د ودانیزو جوازونو د ورکړې د مودې له رالنډېدو هرکلی کړی او ويلي یې دي، چې پخوا د نقشو د تایید او جواز اخیستلو په برخه کې له اداري ستونزو او ځنډونو سره مخ وو.

د کابل یوه اوسېدونکي محمد کوهستاني د طالبانو تر کنټرول لاندې ملي ټلويزون سره خبرو کې ويلي: «اوس د ودانیزو چارو ټول کارونه په اسانۍ او چټکۍ سره پر مخ ځي. یو وخت یو کار به په درېیو میاشتو کې نه حل کېده، خو اوس له ۱۵ تر شلو ورځو حل کېږي».

کابل ښاروالۍ زياته کړې، د ښار د ماسټر پلان پلي کول، د معیاري او خوندي ودانیو جوړولو ته د زمینې برابرول او د ښار متوازنه پراختیا د دوی له مهمو موخو څخه دي.

ښاروالۍ له خلکو هم غوښتي، چې د ودانیزو چارو له پیل مخکې له اړوندو ادارو رسمي جوازونه ترلاسه کړي، څو د ښار جوړونې اصول مراعات او د ناقانونه ودانیو د جوړېدو مخه ونیول شي.

کابل ښاریان لا هم شکایت لري، چې د لوړپوړو سوداګریزو ودانیو د جوړولو پر مهال د موټرو پارکېنګ او همداراز کانالزاسیون ته هېڅ ډول پاملرنه نه‌کېږي.

ترویج لرونکی

جرمني د ۲۰۲۶ کال له اګست وروسته د افغان پاسپورټونو تمدید په رسمیت نه پېژني
۱

جرمني د ۲۰۲۶ کال له اګست وروسته د افغان پاسپورټونو تمدید په رسمیت نه پېژني

۲

د طالبانو او مخالفو ځواکونو تر منځ په بدخشان کې نښته شوې

۳

د هواپوهنې اداره: په ۱۷ ولایتونو کې د باران، تالندې، سېلیو او سېلابونو راوتو اټکل شوی

۴

د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي لاهم کابل ته بېرته نه دی ستون شوی

۵
د محبوب شاه محبوب لیکنه

له پاچاهۍ تر جلاوطنۍ؛ د پاچا محمد ظاهر شاه د ژوند کیسه

•
•
•

نور کیسې

د بدخشان د درايم ولسوالۍ کې جګړه؛ د ولسوالۍ پر مرکز څو راکټونه توغول شوي

۲ زمری ۱۴۰۵ - ۲۴ جولای ۲۰۲۶، ۲۱:۱۹ GMT+۱
100%

په بدخشان کې سرچينو افغانستان انټرنشنل ته ويلي، د جمعې په شپه څو راکټونه د درايم ولسوالۍ د مرکز پر لور توغول شوي دي. د سرچينو په وينا، په دې راکټي بريدونو کې د ولسوالۍ د امنيه قوماندانۍ ودانۍ او د درايم ولسوالۍ مرکز شهر صفا په نښه شوي دي.

سرچينې زياتوي، له راکټي بريدونو وروسته طالبانو هم ډزې پيل کړي، خو تر اوسه څرګنده نه‌ده، چې راکټونه په دقيق ډول پر کومو ځايونو لګېدلي او ايا دغو بريدونو کې مرګ‌ ژوبله او يا مالي زيان اوښتی او که نه.

د سيمې اوسېدونکو هم افغانستان انټرنشنل ته ويلي، چې لا هم سيمه کې د ډزو غږونه اورېدل کېږي.

دغو سرچينو د احتمالي مرګ ژوبلې او يا اوښتو زيانونو په اړه نور جزیيات نه‌دي ورکړي. طالبانو او د افغانستان د ازادۍ جبهې هم د دې خبر تر خپرېدو پورې د دغې پېښې په تړاو څه غبرګون نه‌دی ښودلی.

د یادونې وړ ده، چې په بدخشان کې د ازادۍ جبهې او طالبانو ترمنځ نښتې د پنجشنبې په ورځ (د زمري لومړۍ) پیل شوي او د سرچینو په وینا، لا هم په وقفي ډول دوام لري.

خطیبانو ته د طالبانو لارښود: خلک وپوهوئ چې ودونو کې د هلک او نجلۍ ګډ کېنول غیر شرعي کار دی

۲ زمری ۱۴۰۵ - ۲۴ جولای ۲۰۲۶، ۲۰:۵۴ GMT+۱
100%

د طالبانو د ارشاد، حج او اوقافو وزارت د هېواد په مرکز او ولایتونو کې ټولو خطيبانو ته د جمعې د ورځې د خطبې یو لیکلی لارښود استولی او په‌کې یې په ودونو او خوښیو کې پر موسیقۍ، د ښځو او سړو پر ګډو ناستو او «غیرشرعي» رواجونو بندیز لګولی دی.

د دغه وزارت د پرېکړې له مخې، ملا امامان او خطیبان باید د جمعې په لمانځه کې د هېوادوالو د خبرولو لپاره د دغو دودونو د منع کېدو په اړه تبلیغ وکړي.

په دغه لېکلي لارښود کې په ودونو کې د هلک او نجلۍ پر ګډ کېناستلو، د موسیقۍ او سندرو پر غږولو، د پټاقیو پر الوزولو او د ښځو او سړو پر اختلاط سخت بندیز لګول شوی دی. دغه راز په دغه مکتوب کې د ښځو له خوا د نازکو او تنګو جامو اغوستل، د عطرو وهل او له کوره بهر ارایشګاوو ته د ناوې تلل هم د شریعت خلاف عملونه بلل شوي دي.

د طالبانو د حج او اوقافو وزارت په دغه خطبه کې ویلي، چې د کوژدې او واده پر مهال د هلک او نجلۍ له خوا یو بل ته د ګوتمو په ګوته کول او یا د نکاح تر تړلو وړاندې د یو بل په لاسونو د نکریزو لګول د غیرمسلمانو قومونو دودونه دي او مسلمانان باید ترې ځان وساتي.

په لارښود کې راغلي، چې د نامحرمه هلک او نجلۍ ترمنځ د نږدېوالي دغه ډول دودونه په ټولنه کې د «بې‌حیایۍ» او «بې‌غیرتۍ» د خپرېدو لامل ګرځي.

دغه وزارت د هېواد له ټولو خطيبانو غوښتي، چې د جمعې د مبارکې ورځې دغه خطبه په دواړو ژبو پښتو او دري په جوماتونو کې پر خلکو ولولي او هغوی ته د دغو ناوړه دودونو د زیانونو په اړه معلومات ورکړي. د طالبانو د دغه اقدام هدف په ودونو او خوښیو کې د منکراتو او د هغو رواجونو مخنیوی ښودل شوی، چې د دوی په باور، له اسلامي شریعت سره په ټکر کې دي.

دا په داسې حال کې ده، چې د رسمي ارقامو له مخې، د طالبانو حکومت په تېرو شپږو میاشتو کې لږ تر لږه ۶۶۲ کسان په عام محضر کې د موسیقۍ، غلا، زنا او مسکراتو په تور په دُرو وهلي دي. که څه هم د بشري حقونو نړیوالو سازمانونو د طالبانو له خوا دغه ډول عامه سزاګانې د بشري حقونو سخت نقض بللی، خو طالبان وایي، چې دغه سزاګانې شرعي حدود دي او پلي کول یې د اسلامي ټولنې د اصلاح لپاره اړین دي.

د جنسي ځورونو په تور؛ د جرمونو نړیوالې محکمې خپل څارنوال کریم خان له دندې ګوښه کړ

۲ زمری ۱۴۰۵ - ۲۴ جولای ۲۰۲۶، ۲۰:۱۲ GMT+۱
100%

د جرمونو د نړیوالې محکمې غړو هېوادونو د جمعې په ورځ (د زمري ۲مه) د دغې محکمې څارنوال کریم خان د جنسي ناوړه چلند د تورونو له امله له خپلې دندې لرې کړ. ډیپلوماټیکو سرچینو رویټرز اژانس ته ویلي، دا پرېکړه په نیویارک کې د ملګرو ملتونو په مرکزي دفتر کې د رایې اچونې په ترڅ کې شوې ده.

کریم خان چې تل یې دا تورونه رد کړي، اوس به یې پر ځای د نوي څارنوال د غوره کولو لپاره ټاکنې وشي.

د رپوټونو له مخې، پر ۵۶ کلن کریم خان د جنسي ناوړه چلند تورونه د لومړي ځل لپاره په ۲۰۲۴ کال کې راپورته شول او هغه د ۲۰۲۵ کال په مې میاشت کې په موقتي توګه رخصت واخیست.

د دغې محکمې د پرېکړې پر بنسټ چې د جون په اتمه نېټه صادره شوې، ښودل شوې چې نوموړي له خپلې یوې همکارې سره ناسمې جنسي اړیکې درلودې او باید له دندې ګوښه کړل شي. د فرانسې، هالنډ او ناروې هېوادونو په ښکاره توګه د هغه د لرې کولو ملاتړ کړی دی.

کریم خان په ۲۰۲۴ کال کې د اسراییل د لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو د نیولو د حکم غوښتنه کړې وه، چې له امله یې د امریکا او اسراییل له سخت غبرګون سره مخ شو. امریکا د کریم خان په ګډون د یادې محکمې پر ۱۱ چارواکو بندیزونه ولګول او په ملګرو ملتونو کې د اسراییل سفیر ډاني ډانن وویل، چې نوموړي غوښتل د اسراییل په ملامتولو سره له خپلو تورونو پام بل لور ته واړوي.

په ورته وخت کې، کریم خان او د هغه وکیلانو ویلي، چې دا تورونه ښايي د اسراییل او د هغوی د متحدینو د سیاسي فشارونو یوه برخه وي.

د جرمونو نړیوالې محکمې له لوري د طالبانو مشر ملا هبت‌الله او د دغې ډلې د سترې محکمې د رییس عبدالحکیم حقاني د نیول کېدو په حکم کې هم کریم خان ځانګړی رول درلود. هغه غوښتنه کړې وه، چې د طالبانو مشران باید د بشري حقونو د سرغړونو او همدا راز د ښځو او نجونو د زده‌کړو د بندیز له امله ونیول شوي.

کریم خان په اډینبورګ کې له یوه پاکستاني ډاکټر او بریتانوۍ نرسې څخه زیږیدلی او په لندن کې یې د حقوقو زده‌کړې کړې دي. هغه د خپل کار په لومړیو کې د یوګوسلاویا او روانډا لپاره د ملګرو ملتونو په محکمو کې کار کړی او وروسته یې د کینیا، سوډان او لېبیا په قضیو کې هم برخه اخیستې وه. نوموړي په ۲۰۲۳ کال کې د روسیې د ولسمشر ولادیمیر پوتین د نیولو حکم هم صادر کړی وو، چې له امله یې په ۲۰۲۵ کال کې په روسیه کې په غیابي توګه محکوم شو.

د امريکا د دوو ګوندونو استازو د افغانانو د لنډمهالي خونديتوب د غځولو غوښتنه وکړه

۲ زمری ۱۴۰۵ - ۲۴ جولای ۲۰۲۶، ۱۹:۲۷ GMT+۱
100%

د امريکا د ډيموکراټ او جمهوري‌پال ګوندونو يو شمېر استازو داسې طرحه وړاندې کړې، چې له‌مخې به يې د افغانانو لپاره د لنډمهالي خونديتوب (ټي‌پي‌اېس) موده وغځول شي او ورسره به افغانستان ته د افغان پناه غوښتونکو د اېستلو مخه ونيول شي.

که دا لايحه تصويب شي، په امريکا کې مېشت افغانان به د اېستلو پر وړاندې قانوني خونديتوب او د کار کولو اجازه ترلاسه کړي.

د دې طرحې ملاتړي وايي، هغه افغانان چې د افغانستان د شل کلنې جګړې پر مهال يې له امريکايي ځواکونو سره همکاري کړې، بايد د طالبانو تر واک لاندې افغانستان ته بېرته ونه‌لېږل شي.

جېسن کرو، سم ليکارډو، ډان بيکن او ماريا اېلويرا سالازار چې د امريکا د استازو جرګې د ډيموکراټ او جمهوري‌پال ګوندونو غړي دي، دغه لايحه کانګرس ته وړاندې کړې ده.

د دې طرحې له مخې، هغه افغانان چې اوس مهال په امريکا کې مېشت دي او د شرايطو وړ وي، کولای شي د اېستلو پر وړاندې د خونديتوب او د کار جواز لپاره غوښتنليکونه وړاندې کړي. که دا لايحه تصويب شي، دغه خونديتوب به د ۲۰۲۹ کال د جولای تر لومړۍ نېټې پورې د اعتبار وړ وي.

د وړتيا د ترلاسه کولو لپاره غوښتونکي بايد د قانون له تصويب وروسته په پرله‌پسې ډول په امريکا کې په فزيکي توګه حضور ولري، خپل بايومټريک او نور معلومات وسپاري او د جنايي مخينې او د ملي امنيت اړوند ټولې پلټنې په برياليتوب سره بشپړې کړي.

د امريکا د کورني امنيت وزارت به مکلف وي، چې د لنډمهالي خونديتوب او د کار جواز غوښتنليکونه په عادي ډول د ۹۰ ورځو په موده کې وڅېړي. خو دا لايحه لا هم د وروستي تصويب لپاره په کانګرس کې له سخت بهير سره مخ ده.

اوس مهال جمهوري‌پال ګوند د امريکا په استازو جرګه کې اکثريت لري او د دې خونديتوب د مودې هر ډول غځول بايد د استازو جرګې او سنا له تصويب وروسته د امريکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ د لاسليک لپاره ولېږل شي.

دا ګام په داسې حال کې پورته کېږي، چې د ټرمپ اداره د افغانستان په ګډون د څو هېوادونو د وګړو لپاره د لنډمهالي خونديتوب د پای ته رسولو هڅې روانې ساتلې دي.

جېسن کرو چې د ډيموکراټ ګوند استازی او د افغانستان د جګړې پخوانی سرتېرى دی، د افغانانو د همکارۍ په يادولو سره وويل: «کله چې مې په افغانستان کې دنده ترسره کوله، د زړورو افغانانو ترڅنګ مې جګړه وکړه. که د هغوی مرسته نه‌وای، ښايي نن ژوندی نه وای».

هغه زياته کړه، چې امريکا له دغو کسانو سره د ملاتړ ژمنه کړې او بايد پر خپلې ژمنې ودرېږي.

د جمهوري‌پال ګوند استازي ډان بيکن وويل: «امريکا بايد هغو افغان متحدانو ته شا نه‌کړي چې زموږ د ځواکونو د ملاتړ لپاره يې خپل هر څه له خطر سره مخ کړل».

د فلوريډا ايالت د جمهوري‌پال ګوند استازې ماريا اېلويرا سالازار په يوې خبرپاڼه کې وويل: «افغانستان لا هم د طالبانو تر ولکې لاندې دی او زرګونه هغه افغانان چې امريکا ته پناه راوړې، نه‌شي کولای په خوندي ډول خپل هېواد ته ستانه شي. د هغوی په منځ کې داسې کورنۍ هم شته چې د امريکايي سرتېرو ترڅنګ ولاړې وې، زموږ د هېواد د ملاتړ لپاره يې هر څه له خطر سره مخ کړل او که بېرته ستنېدو ته اړې شي، د ځورونې او تعقيب له جدي ګواښ سره به مخامخ شي».

د دې طرحې ملاتړي وايي، له هغه وخت راهيسې چې طالبانو د ۲۰۲۱ کال په اګست مياشت کې بيا واک ترلاسه کړی، د افغانستان امنيتي وضعيت لا هم خطرناک دی. د دوی په وينا، زرګونه هغه افغانان چې امريکا ته یې پناه وړې، که بېرته افغانستان ته واستول شي، د تاوتريخوالي، ځورونې او د طالبانو له خوا د تعقيب له جدي خطر سره به مخ شي.

نور رحمان اخلاقي: د بدخشان په بریدونو سره د طالبانو د «زوال» پړاو پیل شوی دی

۲ زمری ۱۴۰۵ - ۲۴ جولای ۲۰۲۶، ۱۸:۳۷ GMT+۱
100%

د افغانستان د تېر جمهوري نظام د کډوالو او راستنېدونکو چارو پخواني وزیر نور رحمان اخلاقي وایي، چې په بدخشان کې وروستۍ پېښې په افغانستان کې د طالبانو د «زوال» او کمزورۍ د یوه نوي پړاو د پیل نښه ده. اخلاقي زیاته کړې، چې د دغې ډلې د «ظلم او دهشت» دوره پای ته رسېدلې ده.

نور رحمان اخلاقي د جمعې په ورځ (د زمري ۲مه) په خپله اېکس‌پاڼه زیاته کړې، چې طالبانو په تېرو شلو کلونو کې د جګړې او «جهالت» له لارې د افغانستان تر ټولو طلایي فرصتونه له منځه یووړل او په تېرو پنځو کلونو کې یې په ظلم او ځپنې سره هېواد څو لسیزې شاته سوق کړ. هغه زیاته کړې، چې دغه ډله په کورنۍ او نړیواله کچه د لږ تر لږه مشروعیت په ترلاسه کولو کې هم پاتې راغلې او اوس له سخت بې‌باورۍ او د انسجام له بحران سره مخ ده.

د کډوالو او راستنېدونکو چارو دغه پخواني وزیر پر سیاستوالو، سیاسي او رسنیزو فعالانو غږ کړی، چې د تاریخ په سم لوري کې ودرېږي او د افغانستان ازادي، ابادي او عزت خپل اصلي هدف وګرځوي.

هغه روښانه کړې، چې په هره ټولنه کې نوي بدلونونه له ځان سره د بېلابېلو ډلو د لوېدو او راپورته کېدو لامل ګرځي او خلک د سختیو په وخت کې د دعوه لرونکو کچه تلي.

اخلاقي ټینګار کړی، تر ټولو مهمه مسئله دا ده، چې د افغانستان خلک د ازادۍ پر لور یوه لاره وګوري او د عزت، ژغورنې او انساني ژوند ته د رسېدو لپاره خپل امید له لاسه ورنه‌کړي.

دا څرګندونې په داسې حال کې کېږي، چې پرون (پنجشنبه د زمري لومړۍ) د بدخشان په زیباک ولسوالۍ کې د ازادۍ جبهې د ځواکونو او طالبانو ترمنځ نښتې پیل شوې دي. دغې جبهې اعلان کړی، چې په زیباک کې یې د طالبانو پر پوستو بریدونه کړي او په پایله کې یې لږ تر لږه ۲۱ طالبان وژل شوي او ۳۷ نور ټپیان دي او ځینې سرحدي پوستې یې هم نیولې دي، خو بل لور ته د طالبانو چارواکو ویلي، چې په دغو نښتو کې د مخالفانو پنځه کسان وژل شوي دي.

له دې سره سم، سرچینو افغانستان انټرنشنل ته ویلي، نن ماښام هغه چورلکې چې بدخشان ته یې د طالبانو تازه دمي ځواکونه لېږدول، د «ازادۍ جبهې» له‌خوا د راکټي برید موخه ګرځېدلي دي. د سرچینو په وینا، دغه برید په غرنیو سیمو کې د طالبانو د تازه دمو ځواکونو د ځای پر ځای کېدو مخه نیولې ده.

سرچینو د دې پېښې د احتمالي تلفاتو یا زیانونو په اړه جزییات نه‌دي ورکړي او همداراز طالبانو او د ازادۍ جبهې هم تر اوسه د دې ادعا په اړه غبرګون نه‌دی ښودلی.