د دغو سرچینو په وینا، متقي وروسته د خپلې استوګنې د مودې د غځولو غوښتنه کړې او هممهاله یې هڅه کړې چې د قطر له لومړي وزیر او د بهرنیو چارو له وزیر شیخ محمد بن عبدالرحمن ال ثاني سره رسمي وګوري.
په کابل کې یوې بلې سرچینې هم ویلي چې متقي هڅه کوي په قطر کې خپل پخوانی د استوګنې جواز یا اقامه هم تمدید کړي.
همدې سرچینې ادعا کړې چې د طالبانو د بهرنیو چارو سرپرست د سترګو له ستونزې یا ناروغۍ سره مخ دی او غواړي په قطر کې د خپل حضور له فرصته په ګټې اخیستنې طبي معاینات او درملنه وکړي.
تر اوسه قطري چارواکو او د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت د متقي د استوګنې د غځېدو، له قطري چارواکو سره د لیدنې د هڅو، د اقامې د تمدید او یا هم د طبي معایناتو د راپورونو په اړه څه نه دي ویلي.
قطر په ۲۰۲۱ کال کې په افغانستان کې واک ته د طالبانو له بېرته رسېدو راهیسې د دې ډلې له مهمو ډیپلوماتیکو شریکانو شمېرل کیږي.
د جرمني فدرالي حکومت افغانستان ته د اخراج قانوني خنډونه په پراخه کچه کم کړي او له دې وروسته هغه افغانان هم اخراج کېدای شي، چې جرمي مخینه نه لري، خو له جرمني نه په وتلو مکلف ګڼل شوي دي.
د جرمني د هیسن ایالت د کورنیو چارو وزارت د معلوماتو له مخې، د نوي حکومتي حکم له مخې به د افغانانو د بېرته ستنولو بهیر پراخ شي.
تر دې مخکې د افغانانو د پېژندنې او د سفر اسنادو د برابرولو بهیر یوازې د مجرمینو او امنیتي خطر لرونکو کسانو لپاره و، خو اوس دا محدودیت لرې شوی دی.
د پېژندنې په دې پروسه کې د طالبانو له استازو سره اړیکه نیول کېږي، څو د شړل کېدونکو کسانو هویت تثبیت او د سفر اړین اسناد برابر شي.
د هیسن ایالت د نوي حکم له مخې، یوازې لږ شمېر استثناوې به موجودې وي. د شړلو لپاره به هغه کسان په پام کې نیول کېږي چې نارینه، بالغ، یوازې اوسېدونکي او په قانوني توګه د جرمني پرېښودو باندې مکلف وي.
د هیسن د کورنیو چارو وزیر رومان پوسېک وویل چې له دې وروسته افغانستان ته منظم شړل کېدل ممکن دي.
هغه وویل چې د هیسن ایالت لومړیتوب لا هم د مجرمینو او امنیتي خطر لرونکو کسانو شړل دي، خو له نویو امکاناتو به هم استفاده وشي.
پوسېک زیاته کړه، « څوک چې د جرمني په پرېښودو مکلف وي، باید زموږ هېواد پرېږدي. دا د قانوني دولت د اصولو غوښتنه ده».
هغه وویل چې د جرمني پرېښودو پرېکړه یوازې له یوې اوږدې قانوني پروسې وروسته کېږي او کله چې دا پرېکړه وروستۍ شي، باید عملي هم شي ځکه که عملي نه شي، د خلکو باور پر قانوني نظام کمېږي.
د بایرن ایالت د کورنیو چارو وزارت هم د دې سخت سیاست ملاتړ کړی دی.
د دغه وزارت یوه ویاند وویل، « څوک چې په جرمني کې د پاتې کېدو حق نه لري یا د هېواد قوانین ماتوي، باید جرمني پرېږدي».
هغه وویل چې د مجرمینو او امنیتي خطر لرونکو کسانو بېرته ستنول لومړیتوب دی، خو هغه رد شوي پناه غوښتونکي هم باید جرمني پرېږدي چې د پاتې کېدو قانوني حق نه لري.
د هیسن د کډوالو شورا د حکومت پر دې پرېکړې سخت غبرګون ښودلی دی.
د کندهار د انځرو او وچې مېوې سوداګر حاجي جان محمد خبرداری ورکوي، چې که ټرانزیټي لارې همداسې تړلې پاتې شي، ډېرې وچې مېوې به خوسا شي او سوداګر به له ګڼو زیانونو سره مخ شي.
د طالبانو حکومت د منځنۍ اسیا هېوادونه او ایران د بدیلو لارو په توګه غوره کړي، خو د منځنۍ اسیا هېوادونه خپله په وچه کې ښکیل دي او د افغانستان د وچې او لندې مېوې لپاره پراخ بازار نه لري.
تېر کال د پاکستان د لارو تر تړل کېدو وروسته د افغانستان د وچې او لندې مېوې، پنبې او طبي بوټو یوه برخه د هوايي دهلیز او د ایران د بندرعباس له لارې صادره شوه، خو ډېره برخه محصولات په کور دننه پاتې شول او بیې یې راولوېدې.
د هلمند د پنبې یو بزګر لعل محمد افغانستان انټرنشنل ته وویل، چې د پنبې اوسنی قیمت د کښت لګښتونه هم نه پوره کوي او بزګران له سختو اقتصادي ستونزو سره مخ دي.
ډېرو کرګرو خپل باغونه اړولي او د کندهار دارغستان ولسوالۍ په څېر سیمو کې ځینو د مارکیټ د نشتوالي او د اوبو د کمي له امله اره کړي دي.
د ټرانزیټي لارو له تړل کېدو سره د افغانستان او پاکستان ترمنځ او د ایران له لارې له پاکستان نه افغانستان ته د توکو د قاچاق پېښې ډېرې شوې دي.
د اقتصادي چارو کارپوه عظیم الله افغانستان انټرنشنل ته وویل، چې که د افغانستان صادرات د پاکستان له لارې بند وي او پاکستاني توکي په پراخه کچه هېواد ته واردېږي، دا به د سوداګریز کسر د زیاتېدو او له هېواده د پانګې د وتلو لامل شي.
د کندهار د سوداګرۍ او پانګونې خونې مرستیال انجینر عبدالباقي بینا افغانستان انټرنشنل ته ویلي چې د وچې مېوې او نورو توکو صادرات په بشپړه توګه نه دي درېدلي، بلکې هغه سوداګر چې په بهرنیو هېوادونو کې بازار او پېرودونکي لري، لا هم خپل توکي صادروي.
هغه وویل، «د پاکستان له خوا د ټرانزیټي لارو تړل کېدو او په منځني ختیځ کې روان کړکېچ صادرات ټکني کړي دي. پخوا به یو شمېر سوداګرو خپل توکي د سپین بولدک له لارې پاکستان ته لېږدول او له هغه ځایه به نورو هېوادونو ته صادرېدل».
د نوموړي په وینا، دغه راز د ایران د بندرعباس له لارې هم اروپايي هېوادونو ته صادرات ترسره کېدل، خو اوس د لارو د بندېدو او د ایران او امریکا د کړکېچ له امله د لېږد لګښتونه لوړ شوي دي.
بینا زیاته کړه، « د لګښتونو د زیاتوالي له امله واړه او متوسط سوداګر نه شي کولای خپل توکي په لوړه بیه صادر کړي او خپل سوداګریز فعالیتونه په عادي ډول وساتي».
د روانې میاشتې په لومړیو کې د طالبانو د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت اعلان وکړ، چې له کندهار څخه د ۴۲۸ میلیونه او ۸۶۳ زره امریکایي ډالرو په ارزښت تازه او وچه مېوه د نړۍ بېلابېلو هېوادونو ته صادره شوې ده.د دغه وزارت په وینا، په دې موده کې ۱۸۲ زره او ۳۸۱ مټریک ټنه تازه او وچه مېوه بهرنیو هېوادونو ته لېږدول شوې ده.
اقتصادي کارپوهان وایي، چې که د افغانستان کرنیز محصولات سږ کال هم صادر نه شي او د وارداتو بهیر همداسې روان پاتې شي، د هېواد سوداګریز کسر به نور هم زیات شي.