• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

علي احمد جلالي: محمد ظاهر شاه د وقار، متانت او انساني کرامت غوره بېلګه وه

۳ زمری ۱۴۰۵ - ۲۵ جولای ۲۰۲۶، ۰۴:۲۲ GMT+۱

د افغانستان د جمهوري نظام پر مهال د کورنیو چارو وزیر علي احمد جلالي د افغانستان د پخواني پاچا محمد ظاهر شاه د مړینې د نولسم تلین په مناسبت د هغه شخصیت ستاینه کړې او ویلي یې دي چې نوموړی د «شخصي استقامت، وقار، متانت، عاطفې او انساني کرامت» غوره بېلګه وه.

جلالي په خپله ایکس‌پاڼه کې لیکلي چې له محمد ظاهر شاه سره یې د هغه د پاچاهۍ پر مهال او همداراز د هغه د جلاوطنۍ او د جمهوریت په کلونو کې اړیکه او تماس درلود.

هغه زیاته کړې: «په ټولو حالاتو کې مې هغه اعلیحضرت د شخصي استقامت، وقار، متانت، عاطفې او انساني کرامت یو غوره مثال موندلی دی.»

علي احمد جلالي د محمد ظاهر شاه روح ته د دعا ترڅنګ د هغه یاد تلپاتې بللی دی.

محمد ظاهر شاه له ۱۹۳۳ تر ۱۹۷۳ کال پورې د افغانستان پاچا و او په ۲۰۰۷ کال کې د ۹۲ کلونو په عمر ومړ.

ترویج لرونکی

جرمني د ۲۰۲۶ کال له اګست وروسته د افغان پاسپورټونو تمدید په رسمیت نه پېژني
۱

جرمني د ۲۰۲۶ کال له اګست وروسته د افغان پاسپورټونو تمدید په رسمیت نه پېژني

۲

د طالبانو او مخالفو ځواکونو تر منځ په بدخشان کې نښته شوې

۳

سرچینې: بدخشان کې د طالبانو د تازه دمو ځواکونو لېږدونکې چورلکې د راکټي برید موخه ګرځېدلي

۴
د محبوب شاه محبوب لیکنه

له پاچاهۍ تر جلاوطنۍ؛ د پاچا محمد ظاهر شاه د ژوند کیسه

۵

د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي لاهم کابل ته بېرته نه دی ستون شوی

•
•
•

نور کیسې

په نړۍ کې هر ساعت ۳۰ کسان په اوبو کې ډوبېږي؛ افغانستان هم له دې ګواښ سره مخ دی

۳ زمری ۱۴۰۵ - ۲۵ جولای ۲۰۲۶، ۰۴:۰۱ GMT+۱
100%

د روغتیا نړیوال سازمان وايي، هر کال په نړۍ کې له ۳۰۰ زرو ډېر کسان په اوبو کې د ډوبېدو له امله مري، چې نږدې څلورمه برخه یې ماشومان دي. په افغانستان کې هم په اوبو کې د ډوبېدو پېښې د اندېښنې وړ دي، هر کال لسګونه کسان د ډوبیدو له امله مري، چې شاوخوا ۹۰ سلنه یې ماشومان او ځوانان دي.

د ملګرو ملتونو د روغتیا نړیوال سازمان د «اوبو کې د ډوبېدو د مخنیوي نړیوالې ورځې» په مناسبت، چې د جولای ۲۵مه ده، ویلي چې په اوبو کې ډوبېدل د مخنیوي وړ دي او د دې پېښو د کمولو لپاره د لازمې پوهې او اغېزمنو لارې چارې شتون لري، خو د دې هدف ترلاسه کول د حکومتونو، ټولنو او خلکو ګډ اقدام ته اړتیا لري.

د دغه سازمان د معلوماتو له مخې، هر ساعت په نړۍ کې شاوخوا ۳۰ کسان په اوبو کې د ډوبېدو له امله مري. په اوبو کې ډوبېدل د ۵ تر ۱۴ کلونو عمر لرونکو ماشومانو لپاره په نړۍ کې د مړینې له لسو مخکښو لاملونو څخه دي.

ډبلیو ایچ او وايي، اوبو کې د ډوبېدو له امله د مړینې له ۹۰ سلنې ډېرې پېښې په ټیټ او منځني عاید لرونکو هېوادونو کې رامنځته کېږي. سیندونه، جهیلونه، څاه‌ګانې، د کورونو د اوبو زېرمې او د لامبو حوضونه د دغو پېښو له مهمو ځایونو څخه دي، او په کلیوالو سیمو کې ماشومان او تنکي ځوانان د دې خطر تر نورو ډېر اغېزمنوي.

په افغانستان کې د ۲۰۲۴ کال په ارقامو کې، د همدې کال له اپرېل څخه د جولای تر پایه په ۱۵ ولایتونو کې لږ تر لږه ۵۰ کسان په اوبو کې د ډوبېدو له امله مړه شوي وو. د راپور له مخې، شاوخوا ۹۰ سلنه قربانیان ماشومان او ځوانان وو، ۳۰ کسان د لامبو پر مهال او ۲۰ نور په اوبو کې د لوېدو له امله مړه شوي وو.

په افغانستان کې د ډوبېدو پېښې په ۲۰۲۵ او ۲۰۲۶ کې هم شوي خو رسمي ارقام یې ندي خپاره شوي.

د ۲۰۲۶ کال د اوبو کې د ډوبېدو د مخنیوي نړیوالې ورځې موضوع «متحد شو، د وضعیت بهیر بدل کړو» ټاکل شوې ده. د اوبو کې د ډوبېدو د مخنیوي نړیواله ستراتیژي غواړي چې د ۲۰۳۵ کال تر پایه په نړۍ کې د دغو پېښو مرګ‌ژوبله ۳۵ سلنه راکمه شي.

طالبان وایي د وروستیو سیلابونو له امله په نهو ولایتونو کې ۹ تنه مړه شوي

۳ زمری ۱۴۰۵ - ۲۵ جولای ۲۰۲۶، ۰۳:۵۴ GMT+۱
100%

د طالبانو تر واک لاندې د پېښو پر وړاندې د چمتووالي او مبارزې ملي اداره وایي، د تېرو ۲۴ ساعتونو پر مهال د سختو ورښتونو او راوتلو سیلابونو له امله په نهو ولایتونو کې ۹ تنه مړه شوي او یو بل ټپي شوی دی. د دغې ادارې په وینا، دغو سیلابونو خلکو ته پراخ مالي زیانونه هم اړولي دي.

د یادې ادارې ویاند، یوسف حماد، ویلي چې سیلابونه په کابل، پروان، پنجشېر، کاپیسا، غزني، خوست، پکتیا، پکتیکا او لوګر ولایتونو کې راوتلي دي.

د نوموړي په خبره، د لومړنیو معلوماتو له مخې ۱۳۱ کورونه په بشپړه توګه ویجاړ شوي، ۳۳۲ نور کورونه نیمه ویجاړ شوي او ۴ زره او ۸۱۰ جریبه کرنیزه ځمکه له منځه تللې ده. هغه زیاته کړه چې عامه تاسیساتو ته هم د پام وړ زیانونه اوښتي دي.

حماد همداراز ویلي، د دې ادارې د ژغورنې ډلې په لغمان ولایت کې شپږ تنه، چې د سیلاب په اوبو کې بند پاتې وو، ژغورلي دي. د هغه په وینا، له سیلاب‌ځپلو کورنیو سره اړینې بېړنۍ مرستې هم شوې دي.

افغانستان په وروستیو څو ورځو کې د سختو ورښتونو او سیلابونو شاهد دی. دغو سیلابونو د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې ځاني او مالي درانه زیانونه اړولي، لسګونه کورونه یې ویجاړ کړي، سلګونه جریبه کرنیزه ځمکه یې له منځه وړې او عامه تاسیساتو او زیربناوو ته یې هم پراخ زیانونه رسولي دي.

اسحاق ډار: طالبان دې د ترهګرۍ پر ضد خپلې نړیوالې ژمنې عملي کړي

۳ زمری ۱۴۰۵ - ۲۵ جولای ۲۰۲۶، ۰۳:۴۲ GMT+۱
100%

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر اسحاق ډار د شانګهای همکاریو سازمان د بهرنیو چارو وزیرانو په غونډه کې ویلي، د افغانستان د طالبانو حکومت باید د ترهګرۍ پر ضد خپلې نړیوالې ژمنې عملي کړي او د افغانستان له خاورې دې د وسله‌والو ډلو د فعالیت مخه ونیسي.

ډار ویلي پاکستان یو سوله‌ییز، باثباته او له خپلو ګاونډیو سره په سوله کې افغانستان غواړي، خو د هغه په وینا، د افغانستان له خاورې د ترهګرۍ دوام د سیمې د امنیت لپاره تر ټولو ستر ګواښ دی.
هغه ادعا وکړه چې تحریک طالبان پاکستان او نورې وسله‌والې ډلې د طالبانو تر واک لاندې افغانستان کې فعالیت، جذب او روزنه کوي.
د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر زیاته کړه، د ملګرو ملتونو د بندیزونو د څار ډلې راپورونه هم دا ادعا تاییدوي چې د افغانستان خاوره د وسله‌والو ډلو لپاره د فعالیت زمینه برابروي.
اسحاق ډار وویل، یوازې روان کال په پاکستان کې له دوو زرو څخه په زیاتو بریدونو کې له ۵۶۰ ډېر ملکي وګړي وژل شوي او د هغه په خبره، په یو شمېر بریدونو کې افغان وګړي هم ښکېل موندل شوي دي.
هغه د شانګهای همکاریو سازمان له غړو هېوادونو وغوښتل چې پر طالبانو فشار راوړي، څو د ترهګرۍ پر ضد خپلې ژمنې عملي او د نړیوالې سولې او امنیت په برخه کې خپل مسولیت ادا کړي.
ډار همدارنګه وویل، پاکستان باور لري چې د سیمې د شخړو د حل یوازینۍ لار خبرې، ډیپلوماسي او متقابل درناوی دی.

ورته مهال د طالبانو ویاند ذبیح‌الله مجاهد د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر اسحاق ډار د هغو څرګندونو په غبرګون کې چې ګواکې په افغانستان کې د «ترهګرو» ډلو د موجودیت په اړه اندېښنې لري ویلي، اسلام‌اباد باید خپلې کورنۍ ستونزې پر طالبانو ور ونه‌تپي.

ذبیح‌الله مجاهد ادعا کړې، چې په پاکستان کې ناامني څو لسیزې پخوانۍ ریښې لري او د طالبانو له واکمنۍ سره تړاو نه‌لري.

واشنګټن پوسټ: د امریکا د بیا مېشتېدو ادارې له ۸۰۰ افغانانو سره د مرکو طرحه ترلاسه کړې ده

۳ زمری ۱۴۰۵ - ۲۵ جولای ۲۰۲۶، ۰۰:۵۰ GMT+۱
100%

په امریکا کې د ډونالډ ټرمپ د ادارې له خوا د شاوخوا ۸۰۰ افغان کډوالو د مرکو طرحې د هغوی د شړلو په اړه جدي اندېښنې راپارولې دي. د واشنګټن پوسټ ورځپاڼې د راپور له مخې، په دې پوښتنلیکونو کې د افغانانو د هویت او په امریکا کې د هغوی د کورنیو د قانوني وضعیت په اړه پوښتنې کېږي.

رابور زیاتوي، د امریکا د کډوالو د بیا مېشتېدنې فدرالي اداره (او‌ار‌ار) غواړي، چې په دغه هېواد کې د شاوخوا ۸۰۰ افغان کډوالو په نښه کولو سره، هغوی د یوه داسې پروګرام لپاره وپوښتي چې دغې ادارې د «روغتیا او هوساینې نوښت» بللی دی. د کډوالو مدافعین او فعالان اندېښنه لري چې د دې مرکو پر مهال راټول شوي حساس معلومات به د راتلونکي شړلو د بهیر لپاره وکارول شي.

د واشنګټن پوسټ د راپور له مخې، د کډوالو د بیا مېشتېدنې ادارې کارکوونکو ته په یوه استول شوي برېښنالیک کې ویل شوي، چې په دې سروې کې له افغانانو د هغوی د هویت، په امریکایي کلتور کې د مدغم کېدو او د هغوی د کورنۍ د هر غړي د قانوني وضعیت په اړه پوښتنې کېږي.

په دغه پوښتنلیک کې دا یادونه هم شوې، چې ځوابونه پټ نه‌پاتې کېږي او شریک شوي معلومات ښايي تر ۱۵ کلونو پورې خوندي وساتل شي. د افغان کډوالو د ملاتړې ډلې «افغان اېواک» بنسټ اېښودونکي شان وان ډیور ویلي، چې دغه مرکې ښايي د پنجشنبې له ورځې راهیسې پیل شوې وي او د ټرمپ اداره د افغانانو د هوساینې په کیسه کې نه‌ده، بلکې غواړي هغوی له هېواده وباسي.

د کډوالو د ملاتړې ټولنې «هایاس» اجرایوي مشرې بېت اوپنهایم په دې اړه ویلي، چې دا افغانان له بېلابېلو ستونزو سره مخ دي او هره شېبه یې په ناڅرګندتیا او وېره کې تېرېږي.

بلخوا، د ماشومانو او کورنیو د چارو ادارې په یوه بیان کې ویلي، چې د کډوالو د بیا مېشتېدنې اداره، چې د روغتیا د وزیر رابرټ اف کینډي جونیر تر مشرۍ لاندې کار کوي، غواړي ډاډ ترلاسه کړي چې کډوالو ته د امریکایي مالیه ورکوونکو له‌خوا تمویل شوي خدمات په سمه توګه رسېږي.

دغې ادارې زیاته کړې، چې دوی له فدرالي قانون پلي کوونکو ادارو سره نږدې کار کوي او د قانون له مخې مکلف دي، چې د مشکوکو جنایي فعالیتونو په اړه معلومات له هغوی سره شریک کړي.

د ډونالډ ټرمپ ادارې په تېرو اتلسو میاشتو کې د ډېری هېوادونو د کډوالو د بیا مېشتېدنې پروګرامونه کنګل کړي، د افغانانو بېړنی ملاتړی وضعیت یې لغوه کړی، د نویو ویزو ورکول یې ځنډولي او له افغانستان څخه امریکا ته پر سفر یې بندیز لګولی دی. د دې ترڅنګ، په قطر کې د افغان پناه‌غوښتونکو برخلیک لا هم نامعلوم دی او کانګو ډیموکراټیک جمهوریت ته د هغوی د استولو طرحه تر لاس لاندې ده.

د روان کال په مارچ میاشت کې یوه پخواني افغان سرتېری محمد نذیر پکتیاوال، چې له امریکایي ځانګړو ځواکونو سره یې کار کړی وو، د امریکا د کډوالۍ د توقیف خونې ته له لېږل کېدو یوازې یوه ورځ وروسته د نامعلومو درملو د منفي اغېز له امله مړ شو، چې دې پېښې هم د فعالانو غبرګونونه راپارولي دي.

د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ د ادارې دغه نوي اقدامات په داسې حال کې ترسره کېږي، چې نوموړي د ایران د اسلامي جمهوریت پر وړاندې هم د اعظمي فشار پالیسي غوره کړې ده. د ټرمپ اداره په هرمز تنګي کې د کښتیو د تګ راتګ د خوندیتوب او د بنادرو د سمندري محاصرې لپاره د ازادۍ پروژه پر مخ وړي.

ډونالډ ټرمپ په وار وار ویلي، چې د ایران «رژیم» د پاشل کېدو په حال کې دی، خو د خبرو اترو لپاره یې د یوه لنډمهاله اوربند غوښتنه هم کړې او په ورته وخت کې یې په خپلو اروپایي متحدینو، د بریتانیا پر پاچا او د روسیې پر ولسمشر ولادیمیر پوتین د فشارونو او ډاډ ورکولو لړۍ روانه ساتلې ده.

د تخار په چاه‌اب کې کړکېچ؛ طالبان خپل تاجک قوماندان غلام حسين ته خپلې وسلې بېرته سپاري

۳ زمری ۱۴۰۵ - ۲۵ جولای ۲۰۲۶، ۰۰:۰۰ GMT+۱
100%

په تخار کې ځايي سرچينو د جمعې په ورځ افغانستان انټرنشنل ته ويلي، طالبانو له خپل تاجک‌توکمه قوماندان غلام حسين سره ژمنه کړې، چې ضبط شوې وسلې او پوځي تجهيزات به يې بېرته ور وسپاري. دا اقدام داسې مهال کېږي، چې د تخار د چاه‌اب ولسوالۍ د سرو زرو کانونو پر استخراج کړکېچونه زيات شوي.

طالبانو د ۱۴۰۳ لمريز کال په تلې مياشت کې غلام حسين، چې د دوی يو ځايي تاجک‌توکمه قوماندان وو، د تخار د چاه‌اب ولسوالۍ کې د څويم ځل لپاره ونيوه.

هغه مهال د طالبانو استخباراتو د هغه تر ۴۰۰ زياتې سپکې او درنې وسلې، څو موټر او زياته اندازه مهمات ضبط کړي وو. غلام حسين څه موده د طالبانو په بند کې هم تېره کړه او تر خوشې کېدو وروسته د خپلې پلرنۍ سيمې چاه‌اب ولسوالۍ ته د تګ اجازه هم نه‌وه ورکړل شوې.

باوري سرچينو د جمعې په ورځ (د زمري په دويمه) افغانستان انټرنشنل ته وويل، چې پر غلام حسين د طالبانو لګېدلي محدوديتونه له شاوخوا يوې اونۍ راهيسې کم شوي دي. د سرچينو په وينا، طالبانو اوس هغه ته اجازه ورکړې، چې بېرته چاه‌اب ولسوالۍ ته ستون شي.

په وروستيو اونيو کې د تخار چاه‌اب ولسوالۍ د افغانستان په شمال کې د کړکېچ له مهمو سيمو څخه ګرځېدلې ده. ځايي سرچينې وايي، د سرو زرو د کانونو د استخراج پر سر د طالبانو او د سيمې د اوسېدونکو ترمنځ پرله‌پسې نښتې شوې دي. هم‌مهاله داسې راپورونه هم خپاره شوي، چې د سيمې خلکو د کانونو د استخراج پر ضد اعتراضونه کړي او طالبانو دغه اعتراضونه په زور او خونړي ډول ځپلي دي.

د سرچينو په وينا، غلام حسين په دې موده کې ډېری وخت په کابل کې اوسېده او کله ناکله به یې د تخار مرکز تالقان ته تګ راتګ هم کاوه. سرچينو زياته کړې، هغه د طالبانو د استخباراتو له اجازې پرته د افغانستان بلې سيمې ته د سفر حق نه‌درلود.

طالبانو تر اوسه په دې اړه په رسمي توګه څه سپیناوی نه‌دی کړی او دا هم نه‌ده روښانه چې کومو لاملونو د دې ډلې دريځ د خپل دغه قوماندان په اړه بدل کړی دی.

غلام حسين پخوا د بشير قانت له قوماندانانو څخه وو. بشير قانت په تخار کې د حزب اسلامي له ځواکمنو څېرو شمېرل کېده. نوموړی د پخواني حکومت پر مهال د خلکو د ځورونې، وژنې او باج اخيستنې په تور نيول شوی وو، خو وروسته له زندانه وتښتېد او بيا له طالبانو سره يو ځای شو.

غلام حسين په تخار ولايت کې د طالبانو له اغېزناکو تاجک‌توکمو قوماندانانو څخه هم ګڼل کېده.

د راپورونو له مخې، غلام حسين د چاه‌اب ولسوالۍ د نورابې د سرو زرو له کان څخه ګټه ترلاسه کوله او سلګونه وسله‌وال کسان يې تر قوماندې لاندې درلودل.