• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

ملاهبت الله: د کورنیو چارو وزارت له جواز پرته څوک سپکې او درنې وسلې نه شي ګرځولی

۹ لړم ۱۴۰۳ - ۳۰ اکتوبر ۲۰۲۴، ۰۷:۲۵ GMT+۰تازه شوی: ۹ لړم ۱۴۰۳ - ۳۰ اکتوبر ۲۰۲۴، ۱۴:۴۷ GMT+۰

‏د طالبانو د مشر ملاهبت الله له‌خوا په یوه تازه خپور شوي فرمان کې راغلي، چې تر دې وروسته هېڅوک حق نه لري چې د دغې ډلې د کورنیو چارو وزارت له جواز پرته سپکې او درنې وسلې ولري او یا دې هم له یو ځایه بل ته ولېږدوي.

د طالبانو د کورنیو چارو وزارت ویاند عبدالمتین قانع په اېکس پاڼه لیکلي چې، د دغې ډلې « د مسوولینو، مجاهدینو، منسوبینو او عامو هېوادوالو» ته خبر ورکول کېږي چې؛ د ملاهبت الله د (۵۱۹) ګڼه حکم له مخې مکلف دي چې د دغې ډلې د کورنیو چارو وزارت له اجازې پرته د سپکو او درنو وسلو او مهماتو له ساتنې او لېږد رالېږد څخه ډډه وکړي.
‏د طالبانو د کورنیو چارو وزارت دا رنګه د وسلو په برخه کې ټول پخواني وېشل شوي جوازونه، لیکونه، استعلامونه او مکتوبونه هم بې اعتباره اعلان کړل.
دغه وزارت زیاته کړې، چې د دغه حکم له مخې د هېواد په کچه واحد جواز د دغه وزارت د جرمونو د کشف او په وړاندې یې د مبارزې ریاست اړوند د ډایاک مدیریت له‌خوا وېشل کېږي.
‏خبرپاڼه وړاندې کاږي، چې د ملاهبت الله د حکم له مخې د تورو ښېښو لرونکو موټرونو د ګرځولو د جواز کړنلاره تایید او منظور شوې ده.
د دغه حکم له مخې، د طالبانو د ټولو ادارو چارواکي، منسوبین او عام هېوادوال مکلف دي چې د کورنیو چارو وزارت د جرمونو د کشف او په وړاندې یې د مبارزې ریاست د اجازه لیک پرته د پوځي او ملکي موټرونو په ښېښو د پردو له لګولو څخه ډډه وکړي.
‏د خبرپاڼې په وروستۍ برخه کې راغلي، چې د طالبانو د ملي دفاع وزارت او د استخباراتو ریاست منسوبین چې د دغو حکمونو له مخې په شرایطو برابر وي د خپلو ادارو له لوري ورته جوازونه چاپ او وېشل کېږي.
په افغانستان کې د ناقانونه وسلو ساتل او لېږد رالېږد او د تورو ښېښو لرونکو موټرو کارونه له پخوا راهیسې د حکومتونو لپاره یو ستر سرخوږی و؛ خو لا هم دغه ستونزه په خپل حال پاتې ده.

د ولسي خلکو په وینا، ګڼ طالبان اوس هم د درنو او سپکو وسلو په زور او د تورو ښېښو لرونکو موټرو په کارولو سره بشري ضد جنایتونه ترسره کوي او طالبان مشران او د کورنیو چارو وزارت اړوند ادارې یې هم په کابو کولو کې پاتې راغلي.

ځیني شنونکي بیا پر دې باور دي، چې نن سبا د طالبانو په لیکو کې بې باوري زیاته شوې او داسې هم ویل کېږي چې ځیني نامسووله وسله‌وال د دغې ډلې په لیکو کې ځای پر ځای شوي دي.
دغه شنونکي وایي، د ملا هبت الله دغه نوي فرمان موخه هم ښايي د طالبانو له لیکو څخه د دغو نامسوله وسله‌والو لرې کول وي.

ډېر لیدل شوي

متقي: اسلامي نړۍ او لوېدیځ دواړه غواړي چې د نجونو ښوونځي پرانیزو
۱

متقي: اسلامي نړۍ او لوېدیځ دواړه غواړي چې د نجونو ښوونځي پرانیزو

۲

په پاکستان کې افغان محصلان د خپلو زده‌کړو د بشپړېدو غوښتنه کوي

۳
روغتیا او ژوند

د ښځو نامعلومه ونډه؛ طالبان د نږدې ۵۰۰۰ روغتیايي او اداري بستونو د ګومارنې بهیر پیلوي

۴

د طالبانو ویاند د داعـ.ـش ډلې سره د خپل وژل شوي مشر د مذاکراتو له هڅې پرده پورته کړه

۵

احمد مسعود: د افغانستان د راتلونکي نظام د ټاکلو حق باید له خلکو سره وي