متقي: اسلامي نړۍ او لوېدیځ دواړه غواړي چې د نجونو ښوونځي پرانیزو

د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي د بيبيسي له خبریالې لیز دوسېټ سره په یوه مرکه کې ویلي، اسلامي نړۍ او لوېدیځ د طالبانو له ادارې غوښتي چې د نجونو پرمخ د ښوونځیو دروازې پرانیزي.
د یادې پوښتنې په ځواب کې چې ایا د نړۍ پیغام طالب مشرانو ته رسېږي، هغه وویل: «هو، ټولو هېوادونو له طالبانو غوښتي چې افغان نجونو ته د زدهکړو اجازه ورکړي». خو متقي زیاته کړه، چې افغانستان ته باید د لوېدیځ له نظره ونه کتل شي.
د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر وویل: «د لوېدیځ نظر باید له افغانستان نه د قضاوت لپاره معیار ونه ګرځي؛ د ښځو لپاره پر هرڅه بندیز نهدی لېګدلی».
د بشري حقونو د واقعیتونو پر وړاندې د طالبانو ادعاوې
د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر د بيبيسي له جګپوړې خبریالې لیز دوسېټ سره په مرکه کې ادعا وکړه، چې شاوخوا درې مېلیونه نجونې لاهم په لومړنیو ښوونځیو او دیني مدرسو کې پر زدهکړو بوختې دي او لسګونه زره ښځې د روغتیا، زدهکړو او کوچنیو کاروبارونو په برخو کې کار کوي.
خو د ملګرو ملتونو د بشري حقونو شورا او د افغانستان لپاره یې د ځانګړي راپور ورکوونکي راپورونه بل ډول انځور وړاندې کوي.
تر ۲.۵ مېلیونه زیاتې نجونې د منځنیو او لوړو زدهکړو له بنسټیز حقه محرومې دي. افغانستان لاهم په نړۍ کې یوازینی هېواد دی، چې نجونې پهکې له لومړنیو زدهکړو پرته د منځنیو او لوړو زدهکړو بېبرخې دي.
