د طالبانو ویاند د داعـ.ـش ډلې سره د خپل وژل شوي مشر د مذاکراتو له هڅې پرده پورته کړه

د طالبانو ویاند ذبیحالله مجاهد په یوه تازه مرکه کې له داعش ډلې سره د طالبانو د وژل شوي پخواني مشر ملا اختر محمد منصور د مذاکراتو له هڅې پرده پورته کړې او وایي چې د هغه په امر یې د داعـ.ـش ډلې له ویاند سره د ایمیل له لارې پیغامونه تبادله کړي و.
مجاهد د روایت په نوم یوه پوډکاسټ کې چې طالبانو ته منسوب ګڼل کېږي، په ۲۰۱۵ زېږدیز کال کې د داعش ډلې رامنځته کېدو ته په اشارې وویل چې په لومړیو کې ملا اختر محمد منصور ورته ویلي وو چې له داعش سره جګړه نه غواړي، بلکې د مفاهمې لاره غوره ګڼي.
د مجاهد په وینا، د ملا منصور په سپارښتنه یې داعش ډلې ته یو پیغام ولیکه او له نهایي کېدو وروسته یې د دغې ډلې له ویاند، ابو محمد العدناني، سره د ایمیل له لارې شریک کړ.
خو د طالبانو د ویاند په خبره، العدناني د دغه پیغام په ځواب کې نه یوازې توند ځواب ورکړ، بلکې غوښتنه یې وکړه چې د پټ پیغام پر ځای دې طالبان خپلې خبرې او غوښتنې په ښکاره اعلان کړي او له داعش سره دې بیعت وکړي.
مجاهد د دغه پیغام نور جزیات روښانه نه کړل، خو ویې ویل چې طالبانو له داعش ډلې څخه غوښتنه کړې وه چې طالب جنګیالي خپلې ډلې ته ورجذب نه کړي.
د طالبانو ویاند له دغو خبرو وروسته د داعش ډلې پر وړاندې د افغانستان په بېلابېلو سیمو کې د طالبانو د جګړو او اقداماتو یادونه وکړې او دغه ډله (داعش) یې یو ځل بیا «تکفیري» وبلله.
د مجاهد تازه څرګندونې په داسې حال کې دي چې طالبان له داعش سره له کلونو وسلهوالې جګړې وروسته، دغه ډله په افغانستان کې په پراخه کچه ځپل شوې ګڼي، خو ځينې امنیتي شنونکي نوموړې ډله د طالب چارواکو پر ضد د هدفمندو بریدونو او ایډیالوژیک ګواښ له پلوه، طالبانو ته له جدي ننګونو بولي.
