• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

سمیع سادات: د امریکا په ټاکنو کې له ډونالډ ټرمپ څخه ملاتړ کوو

۹ لړم ۱۴۰۳ - ۳۰ اکتوبر ۲۰۲۴، ۰۹:۵۰ GMT+۰

د سمیع سادات په مشرۍ د افغانستان متحدې جبهې د امریکا په ټاکنو کې د جمهوري غوښتونکو له نوماند ډونالډ ټرمپ څخه خپل ملاتړ اعلان کړ.

د افغانستان د پخواني حکومت د پوځ مشر ویلي، چې بایډن " په افغانستان کې ناورین" رامنځته کړی او ټرمپ کولی شي سوله او ثبات بېرته راستون کړي. د افغانستان متحدې جبهې د سې شنبې په ورځ د (لړم اتمه) په یو لړ مراسمو کې چې د امریکا د متحده ایالاتو د استازو مجلس د بهرنیو اړیکو د کمیټې او د جمهوري غوښتونکي ګوند غړي ولید فارس، د ټرمپ د بهرنۍ پالیسي پخواني سلاکار او د جمهوري غوښتونکو غړي ډارل عیسی هم ګډون درلود د ښاغلي ټرمپ له نوماندۍ خپل ملاتړ اعلان کړ. د افغانستان د متحدې جبهې مشر جنرال سمیع سادات په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو د کمولو په کار کې د بایډن د ادارې پر تګلارې نیوکه وکړه او ویې ویل، چې د طالبانو په وړاندې د افغان او امریکايي پوځیانو د ماتې یو مهم لامل د سپینې ماڼۍ پرېکړه وه. نوموړي د طالبانو د واکمنۍ پر مهال د افغانستان د خلکو او په ځانګړې توګه د ښځو وضعيت ته په اشارې سره وويل:« دا ټولې مسلې د افغانانو لپاره یو ناورين دی. دا ناورین د بایډن له‌خوا رامنځته شوی. دا ناورین یقینا د مخنیوي وړ و؛ که مستقیمې اړیکې پرې شوې نه وای، موږ به طالبانو ته ماتې ورکړې وای.» ښاغلي سادات ټینګار وکړ، چې (د سپټمبر د ۱۵مې) په ټاکنو کې د ډونالډ ټرمپ بریا په افغانستان کې د سولې او ثبات د راتګ چانس زیاتوي.

هغه وویل چې ټرمپ "قاطع سړی" دی. دغه پخوانی افغان پوځي په دې باور دی:« که ډونالډ ټرمپ ولسمشر شي، هیڅوک به پر امریکا ګوزار ونه کړی. تاسو ګورئ ، هیڅوک ولسمشر بایډن جدي نه نیسي. د بهرني لید لوري څخه، هیڅوک به هم کمالا هرېس جدي ونه نیسي. موږ باور لرو، چې یوازې ولسمشر ټرمپ کولای شي غیر عادلانه جنګونه پای ته ورسوي.» نوموړي د خپلو خبرو په دوام وویل، چې له امریکا سره یو ځای کېدل غواړي. د افغانستان متحده جبهه چې تېر کال یې په متحده ایالاتو کې خپل حضور اعلان کړ، د هغو امریکایي پخوانیو سرتېرو په منځ کې نفوذ لري چې په افغانستان کې یې خدمت کړی دی.

ډېر لیدل شوي

په سيمه کې څه تېرېږي او هېواد کوم لوري ته بېول کېږي؟
۱
د حکمتیار لیکنه

په سيمه کې څه تېرېږي او هېواد کوم لوري ته بېول کېږي؟

۲

د ملګرو ملتونو کارپوهانو له پاکستان څخه وغوښتل چې له ګواښ سره د مخ افغانانو اېستل ودروي

۳

حمدالله محب خلیلزاد د جمهوري نظام د سقوط په تړاو پر «لوی خیانت» تورن کړی

۴

حکمتیار: طالبان د پردیو په پیسو او وسلو تپل شوي او د افغانستان پر زېرمو د معاملې حق نه‌لري

۵

ذبیح الله مجاهد وایي پاکستان باید د خپلې دفاع په پلمه افغانستان ته داخل نه شي