• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

حال وش: د افغانستان او ایران پر پوله د ایراني پوله ساتو او طالبانو تر منځ ډزې شوې دي

۹ لړم ۱۴۰۳ - ۳۰ اکتوبر ۲۰۲۴، ۰۳:۱۲ GMT+۰

د حال وش ویب‌پاڼې د خبر له مخې نن چهارشنبه د لړم نهمه د افغانستان او ایران تر منځ د بلوچستان سرحدي صفري نقطه کې لومړی ایراني عسکرو په بلوڅ قاچاق وړونکو ډزې کړې چې بیا د ایراني پوله ساتو او طالبانو تر منځ ډزې شوې او څو ساعته یې دوام کړی.

د ایران حکومت او طالبانو لا په دې اړه څه نه دي ویلي.

د حال وش د راپور له مخې، نن چهارشنبه د (لړم نهمه) د شپې په وروستۍ برخه کې د افغانستان او ایران پر ګډه پوله د بلوچستان د هیرمند مرکز اړوند د ساسولي په کلي کې لومړی د ایران پوله ساتو ځواکونو پر بلوڅ قاچاق وړونکو ډزې وکړې او بیا د ایراني عسکرو او طالبانو تر منځ نښته پیل شوه چې څو ساعته یې دوام کړی.
تر اوسه پورې د ایراني پوله ساتو او طالبانو تر منځ د جګړې له امله د سر زیان په اړه څه نه دي ویل شوي خو حال وش د خپلو سرچینو په حواله ویلي چې لږ تر لږه یو بلوڅ قاچاق وړونکی په دغو ډزو کې وژل شوی.
د حال وش د معلوماتو له مخې چې بلوڅو قاچاق وړونکو په موټرو کې له دغې سیمې د سون توکي په قاچاق وړل چې ډزې پرې شوې او په پایله کې یې دغه نښته رامنځته شوې.
نږدې دوه اونۍ وړاندې د سیستان او بلوچستان په کلګان سیمه کې پر افغان کډوالو د ایراني سرحدي ځواکونو ډزې کړې وې او هغه مهال هم حال وش ویب‌پاڼې د خپلو سرچینو په حواله راپور ورکړی و چې د ۳۰۰ افغان کډوالو له ډلې تر ۲۰۰ ډیر وژل شوي او پاتې نور یې په غرونو کې ایسار او ورک دي چې بیا یې یو شمېر څو ورځې وړاندې د افغانستان نیمزور ته اړول شوي وو.
د ایراني عسکرو له لوري پر افغان کډوالو د ډزو له راپورونو د خپریدو وروسته طالبانو د پیښې د څېړلو لپاره یوه کمېټه وټاکله خو د دوو اونیو په تېرېدو یې لا پایله نه ده څرګنده.
هغې پېښې په کور دننه او بهر د افغانانو او نړۍوالو سازمانونو او یو شمېر سیاسي څېرو توند غبرګونونه پارولي وو

ډېر لیدل شوي

په سيمه کې څه تېرېږي او هېواد کوم لوري ته بېول کېږي؟
۱
د حکمتیار لیکنه

په سيمه کې څه تېرېږي او هېواد کوم لوري ته بېول کېږي؟

۲

پاکستان کې د افغان محصلینو د ویزو قضیه کې نوی پرمختګ؛ اتو افغان محصلینو ته ویزې ورکړل شوي

۳

د ملګرو ملتونو کارپوهانو له پاکستان څخه وغوښتل چې له ګواښ سره د مخ افغانانو اېستل ودروي

۴

حمدالله محب خلیلزاد د جمهوري نظام د سقوط په تړاو پر «لوی خیانت» تورن کړی

۵

ذبیح الله مجاهد وایي پاکستان باید د خپلې دفاع په پلمه افغانستان ته داخل نه شي