د امریکا د بهرنیو چارو وزیر اوکراین ته ولاړ
د اوکراین په شمال ختیځو سرحدي سیمو کې د روسي پوځ د بریدونونو او پرمختګ سره هممهاله، د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلېنکن کیېف ته سفر وکړ. اوکراین ته د امریکا د بهرنیو چارو وزیر د سفر موخه له کیېف سره د واشنګټن د پیوستون څرګندول دي، چې د روسیې بریدونه په شا وتمبول شي.
دا له اوکراین سره د ۶۱ میلیارد ډالرو پوځي مرستې له تصویب وروسته کیېف ته د یوه لوړ پوړي امریکايي چارواکي لومړنی سفر دی.
انتوني بلېنکن د سه شنبې په سهار د اورګاډي له لارې کیېف ته ورسېد.
د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزارت یوه چارواکي خبریالانو ته وویل، ښاغلي بلېنکن هیله درلوده چې د سفر په ترڅ کې " هغه اوکراینیانو ته چې په سختو شرایطو کې دي" یو قوي پیغام ورسوي.
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت یوه چارواکي ویلي، په دې سفر کې د بلېنکن ماموریت دا دی چې د امریکا مرستې په څه ډول ولګول شي چې د اوکراین د دفاع په برخه کې مرسته وکړي او دغه هېواد وکولای شي د جګړې په ډګر کې خپل نوښتونه او پرمختګ بېرته ترلاسه کړي.
بلېنکن به د اوکراین له ولسمشر ولادیمیر زیلینسکي سره خبرې وکړي او د "اوکرایین راتلونکي" په اړه به یوه وینا هم وکړي.
په دې وروستیو میاشتو کې کیېف د جګړې په ډګر کې له روسیې وروسته پاتې شوی او مسکو د ډونیټسک په سوېل کې ورو پرمختګ کوي.
د روسیې پوځی ځواکونه هم د تېرې جمعې په ورځ د اوکراین دویم لوی ښار خارکیف ته ننوتل او د دغه هېواد په شمال ختیځ کې یې نوې جبهه پرانیسته.
د امریکا متحدو ایالاتو د وروستیو پرمختګونو په غبرګون کې ویلي، چې هڅه کوي اوکراین ته د خپلو وسلو مرستې چټکې کړي چې له امله یې وضعیت د کیېف په ګټه بدل شي.
روسیه دا مهال د اوکراین پر ۱۸ سلنه خاوره کنټرول لري او تېر کال د کیېف له ماتې وروسته د مسکو تر کنټرول لاندې سیمې په زیاتېدو دي.