عمر داودزی: پر افغانستان د طالبانو واکمني د مخورو د ناکامۍ پایله وه او زه بخښنه غواړم
د پخواني حکومت کورنیو چارو وزیر محمد عمر داودزی وايي، په افغانستان کې د طالبانو واکمني د هېواد قومي مخورو د ناکامۍ او ناکارۍ پایله وه. ښاغلي داودزي، چهارشنبه د غوايي په ۲۶مه له افغانستان انټرنشنل سره په مرکه کې د یوه پخواني چارواکي په توګه د افغانستان له خلکو بښنه وغوښته.
دغه نامتو افغان سياستوال په افغانستان کې په اوسنيو شرايطو خواشيني څرګنده کړه او ويې ويل چې له کار او زده کړو څخه د نجونو او ښځو بې برخې کول او له افغانستانه بهر د مخورو او لوستو لالهانده ژوند د افغان مخورو د ناکامۍ پایله ده.
هغه وویل چې دغه مخور له بېلابېلو قومونو څخه وو چې طالبانو ته یې د بیا واکمنۍ لپاره لارې او ګودرې جوړې کړې.
داودزي زیاته کړه: «زموږ مخورو، طالبانو ته لارې ورکړې. دوی ځای خالي کړ او طالبان راغلل ډک یې کړ. که دوی ټول ملت راټول کړی وای، نو طالبانو ته به ځای نه و پاتې.»
خو ښاغلي داودزي وویل چې د دې خبرو منل به په افغانستان کې اوسنۍ ستونزې هوارې نه کړي او موږ باید ترې د وتلو نورې لارې ولټوو.
دغه جګپوړي افغان چارواکي د افغانستان له خلکو څخه د طالبانو د بیا واکمنېدو او د هغو سختو شرایطو له امله بخښنه وغوښته چې هغوی په کې ژوند کوي.
ښاغلي داودزي وویل: «ما څو ځله ویلي او بیا به هم ووایم چې د افغانستان له خلکو بښنه غواړم. په ځانګړې توګه د هغو کسانو څخه چې زیان یې لیدلی دی.»
د تېر حکومت د کورنيو چارو وزير د بېلګې په توګه د بغلان ولايت د سېلاب ځپلو خلکو سختو شرايطو ته اشاره وکړه او ويې ويل، چې د بغلان سېلاب ځپلو خلکو ته د نړيوالې ټولنې د نه پاملرنې لامل د یوه ټولمنلي حکومت نشتوالی دی چې، نړیوالې ټولنې ته هم د منلو وړ وي. هغه وويل که د جمهوريت پر مهال داسې څه شوي واى، نړۍ به له دغه هېواد سره ډېره مرسته کړې وه.
ښاغلي داودزي وویل چې د افغانستان اوسني وضعیت سره د نړیوالې ټولنې چلند داسې دی چې په نړۍ کې د دغه هېواد په نوم کوم هېواد له سره نه وي.