د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر د لومړي وزیر د مرستیال په توګه وګمارل شو

AP ۱۴۰۳ غویی ۹

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت اعلان وکړ، چې شهباز شریف د بهرنیو چارو وزیر اسحاق ډار د خپل مرستیال په توګه ټاکلی دی.

اوس اسحاق ډار ته د بهرنیو چارو وزیر ترڅنګ د لومړي وزیر مرستیالۍ دنده هم ور تر غاړې شوه.

په پاکستان کې د لومړي وزیر مرستیال یو اجرایوي پوست دی، چې د لومړي وزیر وروسته د هېواد د چارو اداره کولو واک لري.دا پوست له ۲۰۱۳ کال راهیسې خالي و.

اسحاق ډار د شهباز شریف په کابینه کې یو له مهمو وزیرانو څخه دی.

په دې وروستیو کې د پاکستان نه بهر په یوه اقتصادي غونډه کې شهباز شریف د مالیې د وزیر محمد اورنګزېب پر ځای د بهرنیو چارو وزیر اسحاق ډار له ځانه سره وړی و.

نور خبرونه

رادیو

ستاسو د غږ لپاره کور

خپل فلمونه او غږونه را ولېږئ