د پاکستان په بلوچستان ایالت کې د سېلابونو له امله لږ تر لږه ۲۲ تنه مړه شوي دي

AP ۱۴۰۳ غویی ۹

پاکستاني رسنیو خبر ورکړی، چې د بلوچستان ایالت په کوېټه ښار کې د شنبې په ورځ د سېلابونو او برېښنا له امله ۲۲ کسان مړه شوي دي.

ویل کېږي، چې سېلابونو مالي زیانونه اړولي، په دغه ښار کې ډېر کورونه نړېدلي او د کوېټې ښار سړکونه سېلابونو لاندې کړي دي.

د دغو رپوټونو له مخې؛ د باران او سېلابونو له امله د پاکستان په ځینو سیمو کې د هوا درجه هم ټیټه شوې او سړه شوې ده.

ډان نیوز راپور ورکړی، چې د کوېټې ښار ډېرې برخې د سېلابونو له امله ویجاړې شوي دي.

نور خبرونه

رادیو

ستاسو د غږ لپاره کور

خپل فلمونه او غږونه را ولېږئ