افغانستان انټرنشنل - پښتو د طالبانو د مشر ملا هبت الله اخوند زاده هغه غږیز کلیپ تر لاسه کړی، چې پکې نوموړی د کندهار د حوزو له امرینو سره خبرې کوي.
په دغه غږیز کلیپ کې د لومړۍ حوزې امر ملا هبت الله ته وايي: "شیخ صاحب که څه امر خدمت وي، زه په اوله حوزه کې یم".
یوې سرچینې افغانستان انټرنشنل - پښتو ته ویلي، چې ملا هبت الله د مخابرې له لارې د کندهار د حوزو له امرینو، د قرارګاو او یو شمېر نورو وسله والو سره خبرې کړي دي.
په غږیز کلیپ کې د لسمې حوزې امر ملا هبت الله څخه پوښتي: "ژوند ښه په خېر دی؟ څه مشکلات خو به نه وي؟".
په یاد غږیز کلیپ کې د امنیتي حوزو امرین ملا هبت الله د امنیت او ګزمې ډاډ ورکوي.
سرچینه زیاتوي، چې ملا هبت الله ټولو مسوولینو ته هدایت کړی، چې په خپلو سیمو کې د مخالفینو جدي پلټنه وکړي.
په ورته وخت کې نوموړي دا هم ویلي، چې که چېرې کوم طالب چارواکی د امنیتي حوزو د امرینو په دندو کې لاسوهنه کوي؛ نو سم له واره دې موضوع د نوموړي له دفتر سره شریکه شي.
تر اوسه د مخابرې له لارې د ملا هبت الله د مکالمې په اړه طالبانو په رسمي ډول رسنیو ته څه نه دي ویلي.
دا لومړی ځل دی، چې د طالبانو مشر د مخابرې له لارې د طالبانو له یو شمېر امنیتي مسوولینو سره خبرې کوي او غږ یې رسنیز کیږي.
ملا هبت الله د کندهار د امنیتي حوزو له مسوولینو سره پر داسې مهال خبرې کوي، چې په دې وروستیو کې په کندهار کې د بې پېلوټه الوتکو ګرځېدل زیات شوي دي.
تر اوسه په رسمي ډول هېڅ هېواد هم دا نه ده منلې، چې ګواکې دا الوتکې د دوی دي؛ خو د طالبانو یو شمېر چارواکو بیا ویلي، چې د افغانستان په اسمان کې بې پېلوټه الوتکې د امریکا اړوند دي.
په کندهار کې د داعش - خراسان ډلې له وروستي برید وروسته طالبانو په کندهار کې امنیتي څار زیات کړی او د سیمې اوسېدونکي وايي، چې د تالاشۍ پوستې هم زیاتې شوي دي.