طالبان: په تېره يوه میاشت کې د بارانونو له امله په هلمند کې ۷۷ کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې

AP ۱۴۰۳ غویی ۹

د هلمند د طالبانو د امنيه قوماندانۍ ویاند وايي، چې د وروستيو اورښتونو له امله په تېره وري میاشت کې ۲۸ کسان مړه او ۴۹ نور ټپیان شوي دي.

عزت الله حقاني وايي، چې همدې سېلابونو ۵ زره ۷۴۷ کورونه، ۲۶۳ د اوبو کوچني بندونه، ۵ روغتيايي مرکزونه او ۱۶۶ پلونه هم ویجاړ کړي دي.

په هلمند کې د طالبانو د امنيه قوماندانۍ ویاند ملا عزت الله حقاني د یکشنبې په ورځ په يوې خبرپاڼه کې ويلي، چې په تېره وري میاشت کې بارانونو او سېلابونو د لښکرګاه په ګدون په ۱۸ ولسوالیو کې ځاني او مالي زيانونو اړولي دي.
حقاني زیاتوي، چې د همدې سېلابونو له امله ۲۴ مدرسې، ۱۰۷ مسجدونه، ۷۳ زره ۷۲۰ جريبه کرنيزې ځمکې او ۶۹۳ نوي کاريزونه او سړکونه هم ویجاړه کړي دي.
نوموړی وایي، چې په تېره میاشت کې پرله پسې بارانونو ۷۹۳ حيوانات هم تلف کړي او ۸۵ نور حيوانات تر اوسه ورک دي.
د حقاني په خبره، چې د دوی ژورغونکو ډلو سلګونه کورنۍ د سېلابونو له ګواښه ژغورلي او يو شمېر کورنيو ته يې مرستې هم رسولي دي.
وروستيو سېلابونو په ډېرو نورو ولایتونو کې ځاني او مالي زيانونه اړولي دي.
د طالبانو پېښو ته د رسېدو وزارت وايي؛ په تېرو درېیو ورځو کې د افغانستان په ۱۵ ولایتونو کې د سېلابونو راوتو او چټکو ورښتونو له امله اته تنه مړه او درې تنه ژوبل شوي.
د طالبانو پېښو ته د رسېدو په چارو کې د وزارت ویاند جانان سایق وايي؛ په راتلونکو څو ورځو کې هم د هېواد په یو شمېر ولایتونو کې د بارانونو د ورېدو او سېلابونو د راوتلو اټکل شوی، نوموړي له خلکو غوښتي چې د سېندونو له څنډو لرې پاتې شي

نور خبرونه

رادیو

ستاسو د غږ لپاره کور

خپل فلمونه او غږونه را ولېږئ