د دوبۍ حاکم د څه باندې ۳۴ میلیارد ډالرو په ارزښت د نړۍ تر ټولو ستر هوايي ټرمینل جوړوي

AP ۱۴۰۳ غویی ۹

د دوبۍ حاکم شیخ محمد بن راشد ال مکتوم اعلان وکړ، چې ددې ښار په سویل کې د ال مکتوم په نړۍوال هوایي ډګر کې د ۳۴،۸۵ میلیارد ډالرو په ارزښت د نړۍ د تر ټولو ستر هوایي ټرمینل د جوړولو طرحه تایید شوه.
نوموړي ویلي، چې دغه ټرمینل د څه باندې ۲۶۰ میلیونو مسافرو ظرفیت لري.

د دوبۍ حاکم د یکشنبې په ورځ (د غوایي ۹مه) په خپل اېکس کې دغه راز لیکلي، چې د یاد ټرمینل په جوړېدو سره به د ال مکتوم نړۍوال هوایي ډګر د نړۍ تر ټولو ستر هوایي ډګر شي او د دوبۍ له اوسني هوايي ډګر څخه به پنځه برابره لوی وي.
د دغه ټرمینل په جوړېدو سره به په راتلونکو کلونو کې د دوبۍ د هوايي ډګر د الوتنو چارې دې هوايي ډګر ته انتقال شي.
د دوبۍ حاکم ویلي، چې دا ټرمینل به د ۷۰ کیلومتر مربع په مساحت سره جوړ شي، چې د موازي الوتنو پنځه کرښې او دغه ټرمینل به ۴۰۰ دروازې ولري.
شیخ محمد بن راشد ال مکتوم ویلي، چې د نړۍ تر ټولو نوې ټکنالوژي به دې هوایي ډګر کې وکاروي او د هوایي ډګر شاوخوا کې به نوی ښار جوړ شي، چې د هوایي شرکتونو او لېږد رالېږد په ګډون د ملیونونو خلکو د اوسېدو ظرفیت ولري.

نور خبرونه

رادیو

ستاسو د غږ لپاره کور

خپل فلمونه او غږونه را ولېږئ