پکتیا کې د غره ښوېدنې په پېښه د دغه ولایت د مرکز او شپږو ولسوالیو لاره تړل شوې

AP ۱۴۰۳ غویی ۱۰

د پکتیا لپاره د طالبانو د ټولګټو چارو ریاست وايي، چې د غره ښوېدنې له امله تېره شپه د دغه ولایت د مرکز ګردیز او شپږو ولسوالیو تر منځ لاره تړل شوې.

له ګردیز څخه ډنډې‌پټان ته دغه نیمه ټرانزیټي لاره په احمدخیلو ولسوالۍ کې لا هم تړلې ده.

د طالبانو تر واک لاندې باختر اژانس نن دوشنبه د (غوايي ۱۰مه) په ایکس پاڼه لیکلي چې د پکتیا له مرکز ګردیزه شپږو ولسوالیو ته غځېدلې لویه لاره د احمدخیلو په ولسوالۍ کې د غره راښوېدو په پېښه کې تړل شوې.

ډیورنډ کرښې ته نږدې د پرتو شپږو ولسوالیو ځاځي اریوب، ډنډې پټان، څمکنيو، جاني خیلو، لجې منګل او احمدخېلو ته غځېدلې دغه لاره له تېرې شپې راهیسې له مرکز ګردیز سره تړلې پاتې ده.

د پکتیا له مرکز ګردیز څخه تر ډیورنډ کرښې پورې غځیدلې دغه ۱۰۵ کیلومتره لاره له تورخم او غلام خان څخه وروسته د پاکستان او افغانستان تر منځ د ټرانزيټ لپاره کارول کیږي.

د سیمې اوسېدونکو له افغانستان انټرنشنل پښتو سره د خبرو پر مهال وويل، چې له تېرې شپې راهیسې خلک په موټرو کې د اړینو چارو لپاره په دغه لاره تګ راتګ نشي کولای او په ستونزو کې دي.

دوی وايي، حکومت له ساعتونو وروسته هم نه دی توانېدلی چې دغه لاره پرانیزي او خلک په اسانه تګ راتګ وکړي.

ها خوا د کابل ـ جلال اباد لویه لاره هم د کابل له دروازې د ماهیپر لوري ته په درې کیلومترۍ کې د غره ښوېدو له امله تړل شوې چې دا مهال خلک په فرعي لاره په ستونزو او له خطره ډک سفر کوي

نور خبرونه

رادیو

ستاسو د غږ لپاره کور

خپل فلمونه او غږونه را ولېږئ