د کندهار د ميرويس روغتون روغتیایي کارکوونکي وايي، چې ۳۰ سلنه تنخواوې یې کمې شوې دي

AP ۱۴۰۳ غویی ۱۰

د کندهار د ميرويس روغتون د بېلابېلو روغتيايي څانګو کارکوونکي افغانستان انټرنشنل – پښتو ته وایي، چې له تېرو دوو مياشتو راهيسې يې ۳۰ سلنه تنخواوې کمې شوې دي.

په دې روغتون کې ناروغان بیا د خدماتو له نه تر سره کېدو شکایت کوي.

له دې سره؛ د طالبانو د عامې روغتیا وزیر بیا د ستونزو د حل په موخه کندهار ته تللی دی.

د کندهار له ميرويس روغتون څخه ځينو ډاکټرانو او کارکوونکو افغانستان انټرنشل – پښتو سره په خبرو کې ويلي، چې له تېرو دوو میاشتو راهيسې يې د نامعلوم دليل له مخې ۳۰ سلنه تنخواوې کمې شوې دي.

ميرويس روغتون ته د زابل، اروزګان، هلمند او نيمروز ترڅنګ له فراه او غزني ولایتونو څخه هم ناروغان د درملنې په موخه ور وړل کيږي.

د روغتون کارکوونکي وايي، چې ناروغان زيات؛ خو په روغتون کې د درملنې څانګي، د ناروغانو بسترونه او پرسونل کم دی، چې پر وخت د ناروغانو درملنه نه کیږي.

د روغتون دغه روغتیایي پرسونل وايي؛ که یې د امتيازاتو ستونزې حل نه شي مجبوره دي چې دندې پريږدي.

بل لوري بیا په روغتون کې مراجعين د درملو د نه شتون او پر وخت سره ناروغانو ته له نه رسیدګۍ څخه شکايت کوي.

د ناروغانو پايوازان وايي، چې د عادي ناروغیو د درملنې لپاره هم په روغتون کې ډېر وخت انتظار کوي.

د همدې او ورته نورو ستونزو د حل په موخه د طالبانو د عامي روغتيا وزير قلندر عباد کندهار ته سفر کړی.

د طالبانو د عامي روغتيا وزارت د دوشنبې په ورځ (د غویي ۱۰مه) په اېکس کې ليکلي، چې د دوی وزير د ميرويس روغتون له بېلابيلو روغتيايي څانګو او روغتیایي کارکوونکو سره ليدلي.

په اعلاميه کې راغلي، چې وزير د همدې روغتون د روغتيايي خدمتونو د معياري کولو او طبي پرسونل د ظرفيت لوړولو په برخه کې د ژمنې ترڅنګ د ځانګړې پاملرنې يادونه هم کړې ده.

په اعلاميه کې نور جزيیات نه دي ورکړل شوي.

د طالبانو د عامي روغتیا وزارت او ولايتي ادارې د روغتون د کارکوونکو د تنخوا د کمېدو اړوند څه نه وايي.

په تېرو درېیو لسيزو کې سره صلیب د کندهار ميرويس روغتون سره د درملو، ډاکټرانو ته د تنخوا او په نورو روغتیایي برخو کې مرسته کوله.

يو کال مخکې سره صليب له هغه وروسته له دې روغتون سره خپلې مرستې کمې کړې، چې طالبانو ترې وغوښتل د دوی په لاس به مرسته کوي.

د سره صليب د مرستو له کمېدو سره سم د ۲۰۲۳ کال د اګسټ په مياشت کې د طالبانو د مشر هبت الله په ځانګړي امر سره دې روغتون ته ۴۷ ميلیونه افغانۍ بوديجه منظوره شوه.

د ميرويس روغتون د یوه مسوول ډاکټر د معلوماتو له مخې؛ دغه بوديجه له منظورۍ درې مياشتې وروسته ورته رسېدلې؛ خو دا دی نږدې يو کال کېږي، چې لا هم په روغتون کې ستونزې حل شوي نه دي.

دا لومړی ځل نه دی، چې د کندهار یو شمېر ډاکتران د امتیازاتو له کمښته شکایت کوي؛ بلکې له دې وړاندې د نورستان یو شمېر ډاکترانو ورته شکایت لاره.

نور خبرونه

رادیو

ستاسو د غږ لپاره کور

خپل فلمونه او غږونه را ولېږئ