سرچینې: د خیبرپښتونخوا په ټانګ کې د یوه قاضي د راخلاصون په عملیاتو کې ۱۰ تنه وژل شوي

AP ۱۴۰۳ غویی ۱۰

سرچینې وايي، د خیبرپښتونخوا په ټانګ ولسوالۍ کې د وسله والو له لوري د یوه یرغمل شوي قاضي د راخلاصون په عملیاتو کې اته وسله وال او دوه تنه د امن کمیټې کسان وژل شوي.

دغه عملیات تېره شپه پاکستاني پوځ او ځايي امن کمیټې د ټانګ په رزینده ناله سیمه کې کړي.

د باوري سرچینو د معلوماتو له مخې چې پاکستاني پوځ او د ځايي امن کمیټې کسانو په ټانګ ولسوالۍ کې د وسله والو له لوري د یوه تښتول شوي قاضي د خلاصون لپاره د پلټنې عملیات کړي چې په پایله کې یې قاضي را خلاص کړل شوی او په جګړه کې اته وسله وال او دوه تنه د امن کمیټې کسان وژل شوي.

د پاکستان پوځ هم د عملیاتو د خبر تر څنګ وسله والو د ور اوښتي سر زیان خبره کړې او وايي پوځ ته زیان نه دی اوښتی.

په سیمه کې خپلواک خبریال او د حالاتو څارونکي لال وزیر افغانستان انټرنشنل پښتو ته وويل چې، دغه عملیات تېره شپه ۱۲ بجې د خیبرپښتونخوا ټانګ ولسوالۍ په رزینده ناله سیمه کې شوي او د یرغمل شوي قاضي د خلاصون لپاره د پوځ او وسله والو تر منځ سخته جګړه هم شوې.

د شاکرالله په نوم قاضي دوه ورځې وړاندې د خیبرپښتونخوا په ټانګ کې د ټي ټي پي وسله والو له لوري تښتول شوی و او د هغه یوه ويډیو یې خپره کړه چې نوموړي د پاکستان له حکومته د هغه د خلاصون غوښتنه پکې کړې وه.

د پاکستان پوځ د قاضي د خلاصون په اړه رسمآ څه نه دي ويلي خو سرچینو افغانستان انټرنشنل پښتو ته ویلي چې قاضي شاکرالله روغ رمټ خپل کور ته رسېدلی.

لا هم د پاکستان مرکزي حکومت او یا د خيبرپښتونخوا ایالتي حکومت د یاد قاضي د خلاصون په اړه څه نه دي ویلي.

نور خبرونه

رادیو

ستاسو د غږ لپاره کور

خپل فلمونه او غږونه را ولېږئ