د کابل ـ جلال اباد لویه لاره د غر ښوېدنې له امله د ترافیکو پر مخ تړل شوې

AP ۱۴۰۳ غویی ۱۰

په ننګرهار کې ځايي طالب مسوولانو له موټر چلوونکو څخه غوښتنه کړې چې د لارې د خلاصون تر خبر پورې دې پر دغه لویه لاره د تګ راتګ څخه ډډه وکړي.

د ننګرها ولایت د اطلاعات او کلتور ریاست د دوشنبې په ورځ د (غوايي لسمه) د یوې خبرتیا په خپرولو سره د کابل ـ جلال اباد پر لاره له ټولو مساپر وړونکو او بار وړونکو موټر چلوونکو څخه غوښتنه کړې چې پر یاده لاره د تګ راتګ څخه ډده وکړي.

د طالبانو تر واک لاندې باختر اژانس د راپور له مخې چې د کابل ماهیپر په سیمه کې د غره ښوېدو له امله دمګړۍ د کابل ـ جلال اباد لاره د هر ډول ترافیکو پر مخ تړل شوې ده.

دا په داسې حال کې ده چې د شنبې په ورځ هم د کابل ـ جلال اباد پر لویه لاره د غره ښوېدنې له امله څلور کسان مړه شول او لاره د څو ساعتونو لپاره د تګ راتګ پر مخ تړل شوې وه.

نور خبرونه

رادیو

ستاسو د غږ لپاره کور

خپل فلمونه او غږونه را ولېږئ